امنیت

هزاره ګان د راتلونکي له ډاره، د داعش او طالبانو پر ضد جنګ ته چمتووالی نیسي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د داعش پر ضد جګړه کې د بدترین حالت پر وړاندې د چمتووالي لپاره، د افغانستان په بامیان ولایت کې هزاره ګانو وسلې راپورته کړي ترڅو له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

بامیان -- د افغانستان د اقلیت هزاره ټولنې د یوه غړي حمیدالله اسدي لپاره د انتخاب لاره څرګنده وه؛ د راتلونکې مرګونې حملې لپاره انتظار وکړي که په غرونو کې له ډېرېدونکې ملېشې سره یوځای شي.

د داعش د یوه ځانمرګي بمي بریدګر د برید په نتیجه کې له ور رسېدلو ژورو ټپونو څخه په څو میاشتو کې له بېرته رغېدلو وروسته، هغه دې ته چمتو وو چې جنګ وکړي.‌

اسدي چې اوس د عدالت لپاره د مقاومت خوځښت ویاند دی، وویل، «موږ مجبور شوو چې وسلې راپورته کړو،». دغه خوځښت د هزاره جنګیالیو یوه ډله ده چې په مرکزي لوړو سیمو کې چې واورو پوښلي دي ځای پرځای شوې ده.

هزاره ګان چې د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو ۱۰ - ۲۰٪ جوړوي، له ډېر وخت راهیسې د سني سخت دریځو له خوا د هغوی د شیعه عقیدې له امله ځورول کیږي.

د عدالت لپاره د مقاومت خوځښت هزاره ملېشې د مرغومي په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې د طالب یاغیانو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې د خپلې اډې مخې ته په یوه موټر کې ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د عدالت لپاره د مقاومت خوځښت هزاره ملېشې د مرغومي په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې د طالب یاغیانو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې د خپلې اډې مخې ته په یوه موټر کې ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د عدالت لپاره د مقاومت خوځښت هزاره ملېشې د مرغومي په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې د طالب یاغیانو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې په یوه واورو پوښلې لاره باندې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د عدالت لپاره د مقاومت خوځښت هزاره ملېشې د مرغومي په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې د طالب یاغیانو پر ضد د یوې ګزمې په ترڅ کې په یوه واورو پوښلې لاره باندې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د مرغومي په ۱۹مه په بامیان ښار کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې تلاشي اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د مرغومي په ۱۹مه په بامیان ښار کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې تلاشي اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

اسدي په ۱۳۹۵ کې په کابل پوهنتون کې زده کړې کولې چې له دوو غبرګو چاودنو څخه چې په یوه لاریون باندې وشوې او له ۸۰ څخه ډېر کسان یې ووژل، په لږ څه کې بچ پاتې شو. دا د داعش له خوا د ادعاګانو په ګډون د تاوتریخوالي یوه نوې څپه وه چې هزاره ګان یې په نښه کړل.

هغه وایي، اوس هغه د زرګونو نورو وسله والو جنګیالیو له ډلې څخه دی چې دې ته چمتو دی څو د خپل قوماندان عبدالغني علیپور، چې یو مشهور هزاره وګړی دی، په یوه حکم حرکت وکړي.

اسان هدفونه

هزاره ګانو له نسلونو نسلونو راهیسې په افغانستان کې لږ متحدین لرلي دي، او د هغوی څرګند اسیایي کړه وړه هغوی په اسانۍ سره د سخت دریځو سنیانو هدف ګرځوي.‌

په ۱۳۷۰مو کالونو کې د دغه هېواد په ویجاړوونکې کورنۍ جګړه کې، په هغوی باندې بې رحمانه ګولۍ وورول شوې او وروسته د طالبانو له خوا د هېواد د بې رحمانه تسخیر په بهیر کې یې په زرګونو کسان په عام ډول قتل شول.

خو د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته لږو ګروپونو د نوي نظام له جوړېدلو څخه په دې ډول ډېره ګټه اخیستې ده.

هزاره ګانو د خپلو لوڼو په ګډون ډله ډله ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړل او په بې ساري شمېر کې د سیاسي مبارزې ډګر ته ننوتلد سیاسي مبارزې ډګر ته ننوتل.

خو دغه لاسته راوړنې نازکې او ماتېدونکې دي.

زیاتېدونکي تاوتریخوالي دغه ګروپ ته سخته ضربه ور ورسوله ځکه چې د داعش ځانمرګو بمي بریدګرو د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د هزاره ګانو د استوګنې په سیمه کې د هغوی په جوماتونو، ښوونځيو، لاریونونو او روغتونونو باندې بریدونه وکړل او په سلګونو کسان یې ووژل.‌

طالبانو هغه هزاره ګان چې د هېواد په خطرناکو لارو یې سفرونه کول تقریبا له استثنا پرته وتښتول او ووژل.

یوې مخکښې فعالې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسې سیما سمر وویل، که ناامني زیاته شي، هزاره ګان به لا نور له خطر سره مخامخ شي.‌

په پاکستان او ایران کې ځورول

ځینې هزاره ګان له پلازمېنې څخه د بامیانو په ګډون ولایتونو ته تښتېدلي دي. بامیان د هزاره ګانو اصلي ځای دی چې له ډېر وخت راهیسې د افغانستان له ډېرو خوندي ځایونو څخه ګڼل کیږي.

مرادعلي حیدري هیله لرله چې دغه بې ځایه کېدل به د هغه کورنۍ له تاوتریخوالي څخه خوندي کړي، خو پرځای یې، د حیدري یو زوی د لړم په میاشت کې په سیمه کې د دوو چاودنو له جملې څخه په یوه کې ووژل شو.

اوس په بامیانو کې د تلاشۍ پوستې جوړې شوي دي، چې امنیتي ځواکونه په کې ډېر وختونه موټرونه تلاشي کوي او له مسافرو څخه پوښتنې کوي.

حیدري وویل، «موږ له کابل څخه بامیانو ته راغلو ترڅو بهتر امنیت ولرو او په یوه امن ځای کې ژوند وکړو. اوس چې کله موږ له کور څخه وځو، دا سخته وي چې فکر وکړو چې بېرته به ژوندي راستانه شو.»

تر دې چې له هېواد څخه وتل هم د هزاره ګانو خوندیتوب نه تضمینوي.‌

د هزاره کان کیندونکو یو ګروپ -- چې ډېر یې افغان وکړي ول -- تېره میاشت په پاکستان کې داعش په ډله ییز ډول ووژل.

په ۱۳۹۶ کې، داعش ۱۳ هزاره کان کیندونکي په بغلان ولایت کې ووژل.

په لوېدیځ کې، په زرګونو هغه هزاره ګان چې په پوله ایران ته اوښتي وو د تېرې لسیزې په ترڅ کې وروزل شول او په سوریه کې له شیعه ملېشو سره توظیف شول.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د لیندۍ په میاشت کې هغه جنګیالي «داسې غوره ځواکونه وبلل چې نظامي مخیېنه لري» او کېدی شي چې په افغانستان کې د داعش پر ضد ترې استفاده وشي.‌

د جهالت پر ضد جنګ

نور بیا لږ تر لږه دم ګړۍ د وسلو پورته کولو په هکله زړه نازړه دي.

په ۱۳۹۷ کې چې د حمیدالله رفیع خور راحله په یوه تعلیمي مرکز باندې برید کې یوه ځانمرګي ووژله، هغه د خپلې خور په یاد یو نوی مرکز جوړ کړ.‌

هغه وویل، په پيل کې چې برید وشو هغه غوښتل چې وسله واخلي او د طالبانو او داعش پر ضد جنګ وکړي.‌

رفیع وویل، «بیا ما له ځان سره سوچ وکړ چې که زه یو شخص ووژنم، ښایي چې هغه د طالبانو یا داعش د ګروپ غړی وي، لاکن دا نشي کېدلی چې زه د هغوی نظریه ووژنم.»

هغه وویل، «دا د جهالت پر ضد جنګ دی، د داسې خلکو پر ضد جنګ دی چې زده کوونکي وژني، د داسې خلکو پر ضد جنګ دی چې هغوی د تعلیم او د ځوانانو د پیاوړتیا مخالف دي.»

اوس هم رفیع د راتلونکي په هکله وېره لري.‌

هغه پوښتنه وکړه، «آیا زه به مجبور شم چې توپک راواخلم او هغه خلک ووژنم چې هغوی زما پر ضد دي؟» «ښایي».

د هزاره ملېشې غړی شاه ولي نظام پور ډېر مطمئن دی او وایي ټولنه باید ځان چمتو کړي او له ځان نه دفاع وکړي.‌

نظام پور چې د هېواد د رسمي امنیتي ځواکونو له پرېښودلو څخه وروسته د علیپور له ملېشې سره یوځای شوی دی، وویل، «په افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې له هزاره ګانو سره ناوړه چلند شوی دی.»

هغه وویل، «موږ باید چمتو اوسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې تاند(یکشنبه، د حمل۱) په جنوبي اسیا کې د نیویارک ټایمز خبریال د باوري سرچینو پر اساس وايي، د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالي کې د افغانستان د هوايي ځواک هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې ده. بلال سروري پر خپله ټویټر پاڼه کښلي«د باوري سرچینو پر اساس، (د افغانستان د هوايی ځواک) د هیلي کوپتر د ویشتلو لپاره د ایران له میثاق وړل کېدونکي او هدایت کېدونکي توغندي کار اخیستل شوی دی. د توغندي پاتې شونې لا هم د پېښې په ځای کې شته. له میثاق توغندي څخه د هغو غیرحکومتي جګړه مارو له لوري په سوریه، عراق او یمن کې کار اخیستل کېږي چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.» د خپلسرو وسله والو قوماندان علیپور د دې برید مسوولیت منلی دی. علیپور ویلي چې د افغانستان د حکومت پر ضد به یې «مبارزه« دوام ولري. نوموړی ځان د مقاومت د جبهې مشر بولي. په سوریه کې د فاطمینو لوا هم د مقاومت جبهه بلل کېږي. د افغانستان دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې د علیپور د وسله والو پر ضد یې عملیات پیل کړي او د دې ډلې ۱۲ غړي یې وژلي دي. د افغانستان ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې د علیپور ډله به وځپل شي او د وژل شویو پېلوټانو او امنیتي ځواکونو غچ به ورڅخه واخیستل شي. همداراز د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون په کابل کې یوې خبري غوڼډې ته وویل چې علیپور او خپل‌سري وسله‌وال په یادې ولسوالۍ کې د قانون د تنفیذ مخه نیسي، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، نو د ده په خبره د طالب او عليپور ترمنځ هېڅ توپیر نه‌شته. https://www.taand.com/main/?p=178526

ځواب ورکړئ

هزاره ګان ډېر ظالم خلک دي. زه فکر کوم چې تاریخ یو ځل بیا تکرارېږي، او بیا به عین هماغه وخت راشي چې هزاره ګانو د خلکو په سرونو باندې مېخونه ټک وهل او د ښځو تیونه یې پرې کول. بالاخره د طالبانو حکومت راغی او هغه حالت ته یې د پای ټکی کېښود.

ځواب ورکړئ