امنیت

غني: د افغانستان سوله د طالبانو د تاوتریخوالي له امله له سختې ننګونې سره مخامخ ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۱۱مه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۱۱مه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /چنګاښ ۱۶مه/ خبرداری ورکړ چې د طالبانو تاوتریخوالی د افغانستان د سولې پروسه ګواښي. هغه دا خبرې له اورپکې ډلې سره د سولې د خبرو لپاره د کابل د تیاریو په هکله نړۍ والې ټولنې ته د معلوماتو ورکولو پر وخت وکړې.

افغان چارواکي او طالبان تیاری کوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې ترسره کړي.

خو تاوتریخوالی، چې د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو له خوا له یوه حیرانوونکي اوربند څخه وروسته د لنډې مودې لپاره کم شوی وو، په وروستیو اونیو کې بیا زیات شوی دی او چارواکي د سلګونو امنیتي منسوبینو او ملکي خلکو د وژلو ملامتیا په یاغیانو باندې ور اچوي.

طالبانو د ډېرو بریدونو د مسؤلیت له منلو څخه انکار کړی خو دا مني چې د هغوی جنګیالي په کلیوالو سیمو کې په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.

یو قرباني، چې په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په یوه منډیي کې په چاودنه کې ټپي شوی، د چنګاښ په ۹مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه روغتون ته راوړل شوی دی. چارواکو وویل، د چنګاښ په ۹مه په دغه ګڼ بازار کې څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. هغوی د دغه قتل او قتال پړه پر طالبانو ور واچوله. [نورمحمد/ای اېف پي]

یو قرباني، چې په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو په یوه منډیي کې په چاودنه کې ټپي شوی، د چنګاښ په ۹مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه روغتون ته راوړل شوی دی. چارواکو وویل، د چنګاښ په ۹مه په دغه ګڼ بازار کې څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. هغوی د دغه قتل او قتال پړه پر طالبانو ور واچوله. [نورمحمد/ای اېف پي]

غني د چنګاښ په ۱۶مه د هغو درې آنلاین کانفرانسونو له ډلې څخه د لومړي کوربه وو چې موخه یې نړۍ والې ټولنې ته د سولې د متوقع خبرو په هکله معلومات ورکول وو.

هغه له بېلابېلو هېوادونو څخه د کانفرانس برخه والو ته وویل، «که طالبان جنګ ته دوام ورکړي، د افغانستان د سولې پروسه به له سختو ننګونو سره مخامخ شي.»

د غني د دفتر له خوا خپره شوې یوه اعلامیه وایي، «له بده مرغه چې د تاوتریخوالي موجوده کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده.»

غني په دې اونۍ کې د دوه نورو ویډیو کانفرانسونو کوربه توب هم کوي.‌

چارواکو وویل، په دغو ویډیو کانفرانسونو کې متحده ایالات، روسیه، پاکستان، هندوستان، ایران،‌ چین، مصر او قطر او تر څنګ یې د ملګرو ملتونو په ګډون ځینې نړۍ وال سازمانونه برخه اخلي.‌

تر اوسه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

په تاوتریخوالي کې زیاتوالی، له القاعدې سره اړیکې

د چنګاښ په ۱۶مه، له لومړي آنلاین مجلس څخه څو ساعته مخکې، د غني ویاند په تاوتریخوالي کې د ډېرښت له امله طالبانو ته د انتقاد ګوته ونیوله.‌

صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، «زموږ لوري ته د سولې د بهیر په مخکې هېڅ خنډ نشته، خو موږ وینو چې طالبان جدي نه دي.»

هغه وویل، «د افغانستان حکومت یو زیات شمېر طالبان د دې لپاره خوشې کړل چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي، خو تاوتریخوالی نه دی کم شوی.»

افغان چارواکو د هغو ۵۰۰۰ طالب یاغیانو له ډلې څخه، چې یاغیانو یې د کب په میاشت کې له واشنګټن سره په لاسلیک شوې هوکړه کې غوښتنه کړې وه، له ۴۰۰۰ څخه ډېر خوشې کړي دي.

دغه هوکړه د راتلونکي کال تر نیمایي پورې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.‌

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکینزي د غبرګولي په ۲۹مه وویل، تر اوسه پورې، متحده ایالاتو شاوخوا ۸۶۰۰ تنو ته د امریکایي عسکرو د شمېر په راکمولو سره د خپلو ژمنو درناوی کړی دی.

د کب میاشتې د سولې د هوکړې پر وړاندې یو غټ خنډ د هند په نیمه وچه کې له القاعدې سره د طالبانو دوامدارې اړیکې دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د غبرګولي په ۷مه د خپاره شوي یوه تحلیل له مخې، شواهد ښیي چې سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې یادې ترهګرې ډلې ته به شا کوي، لاکن القاعدې ته یې دا وړتیا ورکړې چې د هغوی تر خوندیتابه لاندې ځان پیاوړی کړي.

راپور وایي، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د خبرو په ترڅ کې له القاعدې سره منظمې مشورې کولې او داسې ضمانتونه یې ورکول چې هغوی به د خپلو تاریخي اړیکو درناوی وکړي.»

د دغه راپور له مخې، «طالبانو او القاعدې د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې لیدنې ترسره کولې چې د عملیاتي پلان جوړونې، روزنې او د طالبانو له خوا په افغانستان کې دننه د القاعدې غړو ته د خوندي ځایونو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ په هکله سره خبرې اترې وکړي.‌»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه امنیتي سند کې چې د چنګاښ په ۱۱مه یې د متحده ایالاتو کانګرس ته برابر کړی وو، ویلي دي، «د سولې په پروسه کې له وروستي پرمختګ سره سره، د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګه په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي چې ښایي د ساتنې او روزنې په برخو کې وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هغه څه په اساس چې اوس د سولې په پروسه کې روان دي، زه ګومان کوم چې د سولې پروسه به هېڅکله هم تغیر ونه کړي ځکه چې دواړه لوري غواړي چې په افغانستان کې جنګ وکړي، او هېڅکله هم سوله را نه شي او زمونږ هره ورځ‌ د بم په غږ سره پیل کیږي چې زمونږ لپاره ډېره سخته او دردوونکې ده.‌

ځواب ورکړئ

طالبان به هیڅ کله هم د جګړې او وژنو څخه لاس په سر نشي. دوی جګړې سره عادت شوي دي او د خلکو وژول ورته ډېر ساده ښکاري. که دوی کې لږ شانتې زړخوګی هم وای. دوی به اوربند اعلان کړی و. هر ورځ په سلګونو افغانان وژل کېږي او دوی بی تفاوته دي. دوی حتی په خپلو جګړه ماو هم زړه درد نکوي. ددوی کسان هم هره ورځ وژل کېږي.

ځواب ورکړئ

د سولې لوی خڼډ په خپله اشرف غنی دی. دی نغواړي چې په هېواد کې سوله راشي. که د سوله غوښتلی نو دی به لنډ محاله حکومت ته چمتو و کنه. د په کراتو ویلي چې دی به هڅ کله موقت حکومت و نه مني. سواله خو داسی نه راځي چې ته طالبانو ته ووایې چې راشي ماته تسلیم شئ. سوله قرباني غواړي. اشرف غني باید د طالبانو غوښتنې هم ومنئ. او طالبان هم باید د حکومت غوښتنې ومنئ.

ځواب ورکړئ

د ولسمشر اشرف غني په وینا، په افغانستان کې د سولې په لور تللې لاره کې ډېر خنډونه پراته دي. ولسمشر ریښتیا ویلي دي. د افغانستان جګړه یوه سیمه ییزه جګړه ده چې د افغانستان خواوشا ټول هېوادونه په کې ښکېل دي. په دې جنګ کې د پاکستان ګټې نغښتې دي. په دې جنګ کې د هندوستان ګټې نغښتې دي. په دې جنګ کې د روسیې او ایران ګټې نغښتې دي. افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره مونږ یوې سیمه ییزې اجماع ته اړتیا لرو. په دې هېواد کې تر هغه وخته سولې ناشونې ده څو چې د افغانستان د جنګ او سولې په رابطه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي. ولسمشر یو ډېر هوښیار شخص دی. هغه پوهېږي چې که هغه قدرت طالبانو ته وسپاري، په دې هېواد کې جنګ پای ته نه رسیږي. مخکې له دې چې طالبان کابل ته راشي، یوه سیمه ییزه اجماع، چې آیا د سیمې هېوادونه په افغان حکومت کې طالبان مني که نه، باید رامنځته شي. له سیمه ییزې اجماع څخه وروسته، باید له داخلي ګروپونو او ګوندونو سره مشورې وشي چې معلومه شي چې آیا هغوی له طالبانو سره ستونزه نه لري؟‌ په دې توګه، له طالبانو سره سوله به ډېر وخت وغواړي. دا به غوره وي چې د سیمې هېوادونه په طالبانو باندې فشار واچوي چې اوربند اعلان کړي ځکه چې په هېواد کې په سلګونو خلک هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي. له طالبانو سره د مذاکراتو له پیلېدلو څخه مخکې باید اوربند اعلان شي.

ځواب ورکړئ