امنیت

له اندېښنو سره سره،‌ افغانان له طالبانو سره د سولې خبرو ته په خلاصه غېږه هرکلی وایي

د هدایت الله راپور

د افغان ملي اردو عسکر د غبرګولي‌ په ۶مه له کابل څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال ته بګرام کې له امریکایي پوځي اډې څخه بهر له بګرام زندان څخه د خلاصون پر وخت د طالب بندیانو یوه ډله بدرګه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د غبرګولي‌ په ۶مه له کابل څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال ته بګرام کې له امریکایي پوځي اډې څخه بهر له بګرام زندان څخه د خلاصون پر وخت د طالب بندیانو یوه ډله بدرګه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کندوز -- دا خبرونو چې کېدی شي بین الافغاني خبرې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي د افغانانو په منځ کې هیلې زیاتې کړي دي،‌ او هغوی وایي چې د شخړې لوري باید د روغې جوړې لپاره کار وکړي.

د کندوز پوهنتون یوې زده کړیالې شبانې میرزابېک وویل، «موږ سولې ته نږدې شوي یو، او دواړه لوري باید خلکو ته د سولې ښه زېري ورکړي.»

هغې وویل، «افغانان، په ځانګړې توګه ښځې له جنګ او وینو تویولو څخه ستړې شوي دي، او په بې صبرۍ سره د سولې راتګ ته انتظار باسي.»

میرزابېک په دواړو لوریو باندې غږ وکړ چې ژر هوکړې ته ورسېږي او افغانانو ته د یوې بشپړې سولې سوغات وړاندې کړي.

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال نورالله مومند وویل،‌ دا ځل افغانان یوې تلپاتې سولې ته ډېر زیات نږدې شوي دي.‌

مومند وویل، «افغانان له ډېر وخت راهیسې سولې ته انتظار کوي،‌ او اوس هغوی په هېواد کې د جنګ پای ته رسولو ته ډېر هیله من دي.»

هغه وویل، «د طالبانو له سترو غوښتنو څخه یوه دا وه چې د هغوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړای شي، چې ډېر یې خوشې شوي دي، نو افغانان به د طالبانو له خوا نورې بهانې ونه مني.»

افغان مقاماتو وار له مخه شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور لکه څنګه چې له طالبانو سره په هوکړه کې د خبرو لپاره د شرط په توګه قید شوې ده، خوشې کړي. طالبان په خپل وار سره، له ۵۰۰ څخه ډېر هغه بندیان چې د حکومت لپاره یې کار کاوه خوشې کړي دي.‌

په سرپل ولایت کې د مدني ټولنې یوې فعالې نسیمې حضرتي وویل، «دا چې دواړه لوري هره ورځ بندیان خوشې کوي، دا ښیي چې د هغوی تر منځ د اعتماد سطحه لوړه شوې ده.»

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف یوه اوسېدونکي اسدالله اڅکزي وویل، «د سولې د بین الافغاني خبرو په مخکې خنډونه باید ژر تر ژره لیرې شي ترڅو پروسه پیل شي.»

هغه زیاته کړه، «لکه څنګه چې د بندیانو تبادله د سولې د هوکړې په اساس تطبیق شوه، دغسې طالبان باید پوه شي چې افغان حکومت سولې ته جدي هوډ لري.»

د سولې خبرو ته تمې

له دې سره سره چې افغانان د سولې د کېدونکو خبرو ملاتړ کوي، له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو او د هغو ظلمونو په هکله چې دغه ګروپ د خپلې واکمنۍ پر وخت کړی دی اندېښنې اوس هم پرځای پاتې دي.

متقاعد ډګر جنرال حضرت الله قیومي چې اوس په بدخشان کې د پوځي چارو شنونکی دی، وویل،‌ «که طالبان له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې څخه وروسته له ترهګرو شبکو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، دا ناشونې ده چې جګړه پای ته ورسیږي.»

هغه وویل، بهرني ترهګر طالبانو ته مالي ملاتړ،‌ د ترمیم خدمتونه، روغتیایي پاملرنه، چاودېدونکي مواد او پوځي روزنه برابروي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري د غبرګولي په ۱ وویل، طالبان په دې ولایت کې د ۵۰۰ بهرنیو جنګیالیو له یوې ډلې سره کار کوي.‌

هغه وویل، بهرني جنګیالي د بدخشان ولایت په وردوج او یمګان ولسوالیو او د جرم ولسوالۍ په دره خستک سیمه کې په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي، او له ځایي طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، «طالبانو د سولې له هوکړې څخه سرغړونه وکړه او له متحده ایالاتو سره یېخپله ژمنه ماته کړه.»

د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیراحمد صمیم وویل، «اوس د بهرنیو ترهګرو حضور ښکاره دی. هغوی په لومړیو کرښو کې د جنګ مشري کوي او له ځایي طالبانو سره د روزنې، مشورې او په لاس جوړېدونکیو چاودېدونکو توکو جوړولو کې مرسته کوي.»

صمیم وویل، «که دا حالت روان وي، کېدی شي چې د سولې موجوده هوکړه ماته شي او افغان حکومت او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.»

د کندوز ولایتي‌ شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، «متحده ایالات باید له طالبانو څخه ضمانت واخلي چې هغوی به د سولې له هوکړې څخه وروسته د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «سوله باید زموږ حقونه یا ازادۍ محدودې نه کړي. زموږ ځوانان باید د نېکمرغۍ د ترلاسه کولو لپاره په تعلیم باندې تمرکز وکړي.»

هغه وویل، «پخوا طالبانو ښوونځي بند کړي ول، خو د هغوی له بیا راتګ څخه وروسته په کار دی چې هغوی زموږ لوڼو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي او موږ پرېږدي چې ارام ژوند وکړو.»

په کندوز کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عین الله ادیب وویل، «هره هغه سوله چې افغانان له خپلو ازادیو څخه محروموي او د هغوی په منځ کې وېره رامنځته کوي د منلو وړ نه ده.»

هغه یوه لرغوني قومي امنیتي سیستم ته په اشارې سره وویل،‌ «حکومت باید له طالبانو څخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د «اربکیانو» په توګه کار واخلي او په راتلونکي حکومت کې د دوي لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.»

هغه وویل، «موږ طالبانو ته بلنه ورکوو چې راشي او زموږ په څېر ژوند وکړي؛ هغوی [طالبان] ... ټول افغانان دي. طالبان زموږ ورونه دي، او هغوی د افغانستان دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ايا طالبان افغانان نه دي؟ طالبان هم افغانان دي داسې جمله مه ليکي چې افغانان طالبانو ته خلاصه غيږه نيولي بلکی حکومت ورته خيولي

ځواب ورکړئ

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت ظلمونه وکړل، او د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته یې په سلګونو ځلې ډېر انسانان ووژل. تاسو باید په خپلو خبرونو کې د هغوی د ظلمونو په هکله ولیکئ. هغوی د اردو له ۶۰ زرو څخه ډېر زړور عسکر شهیدان کړل. دا پخپله د بشریت پر ضد یو جنایت بلل کیږي.‌

ځواب ورکړئ

ټول افغانان د سولې تږي دي او دوی طالبانو سره د سولې هرکلی کوي. خو خبر داده چې طالبانو سره دې داسې سوله وشي چې جنګ نور د تل لپاره ختم شي او په دغه سوله کې د افغانستان د خلکو عزت خوندې شي. داسې سوله دې نه یې چې بیا دلته پاکستان او یا نور هیوادنونه لاسه وهنه وکړي. زه فکر کوم مخکې د سولې نه باید هغه ګډ حکومت چې طالبانو سره جوړیږي، د هغه حکومت بهرنی سیاست په واضیح توګه تعریف شي ځکه چې افغانستان په تېرو څلوۍښت کلونو کې د بهرنې هیوادونو لخوا ویجاړ شو. افغانستان باید یو مستقل هیواد یی او خپل خارجي سیاست ولري.

ځواب ورکړئ

افغانان باید له طالبانو سره د سولې د پروسې ملاتړ وکړي. له طالبانو سره له سولې کولو څخه پرته بله لاره نشته.‌ د افغانستان جنګ نظامي حل لاره نه لري. نړۍ واله ټولنه او امریکا باید د یوه سیاسي حل په هکله فکر وکړي، نه د وسله وال جنګ. د امریکا متحده ایالاتو د بن کانفرانس کې یوه ډېره غټه غلطي وکړه چې طالبان یې د بن کانفرانس ته ور ونه غوښتل.‌ امریکا فکر کاوه چې ځواکونه به یې طالبان له منځه وېسي، خو دا فکر یې نه کاوه چې طالبان یو فکري مکتب دی چې د څو افرادو په وژلو باندې به پای ته ونه رسیږي، بلکې نور خلک به د دغې ډلې له لیکو سره یوځای شي. امریکا باید د روسیې او انګلستان [برتانیا] له ماتې څخه عبرت اخیستی وای، او هېڅکله یې د یوه پوځي حل په هکله فکر نه وای کړی، نو د طالبانو د واکمنۍ له نسکورولو څخه وروسته، متحده ایالاتو باید د طالبانو په شمول ټولې ډلې سره راټولې کړې وای او ورته یې ویلي وای چې هغوی دې داسې یو ګډ او قوي حکومت جوړ کړي چې ټولې ډلې په کې شاملې وي، خو امریکا دا کار ونه کړ. امریکا په افغانستان کې په سلګونو میلیارده ډالر ولګول او په سلګونو زره بې ګناه خلک یې ووژل، ۲۰ کاله وروسته له افغانستان څخه ووتله او حکومت یې بېرته طالبانو ته وسپاره. د دې غلطۍ ملامتیا زلمي خلیلزاد ته هم ور ترغاړې ده. خلیلزاد باید متحده ایالاتو ته ویلي وای چې طالبان باید د بن کانفرانس ته ور وبلل شي، او امریکا باید خپل عسکر افغانستان ته رانه ولي ځکه چې افغانان د نظامي حضور پر وړاندې حساس دي او د تاریخ په اوږدو کې یې د بهرنیو پوځي سرتېرو پر ضد جنګونه کړي او هېڅکله یې هم د بهرنیانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه دی کړی. نو، ټول افغانان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او له امریکا څخه غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان جنګ پای

ځواب ورکړئ