امنیت

د هرات اوسېدونکي د سولې د غوښتنې لپاره سره غونډ شول او د طالبانو د دروغو په جهاد یې سخت انتقادونه وکړل

د عمر راپور

د غوایي په ۱۲مه له ۵۰۰ څخه ډېر افغانان په هرات ښار کې په یوه غونډه کې راټول شول او په طالبانو باندې یې غږ وکړ چې سمدلاسه اوربند وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات اوسېدونکیو د یکشنبې /د غوایي ۱۲مې/ په یوه غونډه کې وویل، د روژې په بهیر کې د طالبانو روان تاوتریخوالی، او هغه هم په داسې حال کې چې نړۍ وال ځواکونه له هېواد څخه وځي،د دغې ډلې منافقت او د افغانانو پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي.

له ۵۰۰ څخه ډېر سړي او ښځې په هرات ښار کې راټول شوي وو ترڅو روان تاوتریخوالی وغندي او له طالبانو څخه وغواړي چې د ملکي افغانانو وژل ودروي.

د هرات یوې اوسېدونکې نفیسې رحماني چې په دغې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، جنګ او تاوتریخوالی باید ودرول شي ترڅو هېواد د سولې او نېکمرغي فرصت ترلاسه کړي، افغانان ورغېږي او ژوند وکړي.‌

هغې وویل، «زه د یوې ځوانې ښځې په توګه چې د جنګ تر سیوري لاندې رالویه شوې یم، هېڅ هیله نه لرم چې آیا تر سبا پورې به ژوندۍ پاتې شم.»

معترضینو د غوایي په ۱۲مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې، په داسې حال کې چې هغوی د طالبانو له خوا د وینو تویولو د پای ته رسولو غوښتنه کوله، داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي دي «موږ به په شا لاړ نشو». [عمر/سلام ټایمز]

معترضینو د غوایي په ۱۲مه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې، په داسې حال کې چې هغوی د طالبانو له خوا د وینو تویولو د پای ته رسولو غوښتنه کوله، داسې یو بینر پورته کړی چې پرې لیکلي دي «موږ به په شا لاړ نشو». [عمر/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکیو د غوایي په ۱۲مه په هرات ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې داسې بینرونه په لاسونو کې نیولي چې له طالبانو څخه غواړي څو خپل تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سمدلاسه په یوه اوربند توافق وکړي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکیو د غوایي په ۱۲مه په هرات ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې داسې بینرونه په لاسونو کې نیولي چې له طالبانو څخه غواړي څو خپل تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سمدلاسه په یوه اوربند توافق وکړي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

رحماني زیاته کړه، «ډېرېدونکي تاوتریخوالي او د جنګ جریان خلک خفه کړي، او ډېر له هېواد څخه وتلي دي.»

هغې له طالبانو څخه، چې د روژې د مبارکې میاشتې په بهیر کې یې هم د افغانانو وژلو ته دوام ورکړی، وغوښتل چې د خپلو وروڼو وژل ودروي او یوه تلپاتې سوله قبوله کړي.‌

د هرات اوسېدونکي رحمت الله نبي وویل، جنګ ژوند تریخ کړی دی.‌

هغه وویل، «موږ د حکومت او طالبانو تر منځ سملاسي اوربند غواړو،» او زیاته یې کړه چې روان تاوتریخوالی او ګډوډي د منلو وړ نه دي.‌

نبي وویل، «د روژه ماتي په وخت کې د طالبانو په بریدونو کې زموږ بې ګناه خلک شهیدان کیږي او د روژه ماتي په دسترخوان باندې وینې تویېږي.»

د هرات ښار اوسېدونکي سورج عرب وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې هغوی نشي کولی جنګ له نظامي لارې وګټي او یواځې یو اوربند کولی شي چې د سولې لپاره لاره پرانیزي.

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د ښځو، ماشومانو، بې ګناه ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو وژل ودروي. لږ تر لږه د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د افغانانو وژل ودروي او پرېږدي چې خلک په ارامه عبادت وکړي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو د ډېرېدونکي تاوتریخوالي او وحشت له امله، خلک په خپلو کورونو کې د خوندیتوب او امنیت احساس نه کوي،» او په طالبانو باندې یې تور ولګاوه چې د بې ګناه ملکي خلکو په نښه کولو سره د افغانستان له ملي ارزښتونو څخه سرغړونه کوي.‌

نورې بهانې نشته

د هرات اوسېدونکي وايي،اوس چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړي او د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو تش په نامه «جهاد» په پای ته رسېدلو دی،‌نور داسې دلیل نشته چې طالبان جنګ ته دوام ورکړي.‌

د هرات ښار فعال احمد ولي پیمان وویل، طالبانو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د افغانانو د وژلو لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور پلمه کاوه.

هغه وویل، «موږ د طالبانو بریدونه په کلکه غندو.»

هغه وویل، د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره یو فرصت برابروي، او زیاته یې کړه چې افغانان تمه لري ترڅو طالبان د مذاکراتو مېز ته راستانه شي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.‌

پیمان وویل، «د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، د طالبانو له خوا د جنګ دوام د افغانانو پر وړاندې د هغوی د دښمنۍ یوه ښکاره نښه ده.»

د هرات اوسېدونکي فیصل افغان وویل، طالبانو په مکرر ډول ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هغوی اوربند اعلان کړي او د سولې خبرو سره به ملګري شي.

هغه وویل، «طالبان باید د جنګ د دوام لپاره نورې بهانې جوړې نه کړي، ځکه چې نور به بهرني ځواکونه نه وي او هغوی نشي کولی چې نور د هغوی د تش په نامه جهاد لاندې د خلکو ډله ییز قتلونه وکړي.»

افغان وویل، طالبانو د روژې په بهیر کې ملکي خلک په بې رحمانه ډول په نښه کول او وژل، نو د هغوی له خوا د «جهاد» ادعا یو غټ دروغ دی.

هغه یادونه وکړه چې، «طالبانو په تېرو څو کالونو کې د بهرنیو ځواکونو نه بلکې د افغانانو پر ضد جنګ کاوه.»

د طالبانو لپاره خبرداری

د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمان صالحي وویل، طالبان باید د افغانانو وژل او د نورو هېوادونو د ګټو لپاره کار کول ودروي.

هغه وویل، «طالبان هره ورځ‌ د دې لپاره د مسلمانو افغانانو وینې تویوي چې واک او پيسې ترلاسه کړي. هغوی له بهرنیو هېوادونو څخه حکمونه ترلاسه کوي چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک ووژني.»

د هرات والي سید وحید قتالي د یکشنبې ورځې غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان د سولې کولو لپاره ښکاره لید نه لري او یواځې د هغوی د ملاتړو هېوادونو لارښوونو ته انتظار کوي چې څه وکړي.

هغه وویل، که څه هم حکومت ډېره هڅه کړې ده چې تاوتریخوالی ودروي او یو تلپاتې اوربند رامنځته کړي، لاکن تر اوسه پورې طالبانو د تاوتریخوالي او وینو تویولو له لارې د خپلو غوښتنو پوره کولو ته دوام ورکړی دی.

قتالي غونډې ته په خبرو کې وویل، «موږ به هېڅکله هم د سولې تر نامه لاندې تسلیم نشو او پرې به نه ږدو چې په هېواد کې بیا د طالبانو وحشت او تیارې ورځې راشي.»

هغه وویل، که طالبان د عامو افغانانو غوښتنو ته مثبت غبرګون وښیي او د سولې خبرو سره مله شي،‌ او د ددې خبرو پایله مثبته وي، هغوی به ومنل شي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان جنګ ته دوام ورکړي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې له هېواد څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، «طالبان هره ورځ د جګړې په ډګر کې زیانونه ویني او د هغوی جنګیالي له دې بې معنی جنګ څخه ستړي شوي دي،» او زیاته یې کړه چې داسې ښکاري چې د هغوی «فاسد مشران» دې ته حاضر نه دي چې دا حقیقت ومني.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک ویده دي، ځکه چې هغوی هره ورځ وژل کیږي، لاکن خپل غږ نه پورته کوي. که د ټولو ولایتونو خلک د هرات د خلکو په څېر د طالبانو د وحشت پر ضد ودرېږي او هغوی ته ووایي چې د هغوی جنګ غیرمشروع دی، زه فکر کوم چې دا به د هغوی د جګړې په سختۍ باندې مثبت اغېز ولري او په هېواد کې به جګړه کمه شي.‌ د افغانستان جنګ نظامي حللاره نه لري. که طالبان فکر کوي چې هغوی کولی شي د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي، هغوی غلطي کوي، ځکه چې نور به د طالبانو پر ضد ودرېږي. ټول لوري او سیاسي ډلې، که وسله وال وي یا بې وسلې، باید یو بل ومني، په راتلونکي حکومت کې برخه ولري او د هېواد د ښېرازۍ او بیارغونې لپاره کار وکړي.‌ د څلوېښتو کلونو اوږده جنګ افغانستان د نړۍ د تر ټولو بې وزلو هېوادونو په کتار کې درولی دی. دغه جنګ هېواد په تعليمي او روغتیایي برخو کې له ټولو پرمختګونو څخه شاته پاتې کړی دی.‌ له دې امله، طالبانو ته په کار دي چې د خلکو غږ واوري او جنګ ودروي.‌

ځواب ورکړئ

د هلمند د ولايتي شورا رییس عطاءالله افغان وایي چې د هلمند په جګړه کې ایراني او پاکستاني نظامیان برخه لري. هغه دا جنګ (د اوبو جنګ) په نامه یاد کړ. نوموړی وایي پاکستان او ایران غواړي چې په افغانستان کې د اور په بل ساتلو سره نه یوازې دا چې افغانان ووژني بلکې غواړي چې افغانستان وران کړي او د افغانستان اوبه په وړیا ډول دغو هیوادونو ته جاري واوسي.

ځواب ورکړئ