رسنۍ

طالبان د بې رحمانه وژنو او ګواښونو له لارې د بیان ازادي په نښه کوي

د سلام ټایمز راپور

د افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د کورنۍ غړو او خپلوانو د مرغومي په ۲مه د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې ده. نېکزاد یوه ورځ مخکې وسله والو سړیو په غزني ښار کې وژلی وو. [ای اېف پي]

د افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د کورنۍ غړو او خپلوانو د مرغومي په ۲مه د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې ده. نېکزاد یوه ورځ مخکې وسله والو سړیو په غزني ښار کې وژلی وو. [ای اېف پي]

کابل -- د ژورنالستانو او د رسنیو د کارکوونکیو د وژلو او ګواښلو له لارې د بیان د ازادۍ د بندولو په موخه د طالبانو د روانو هڅو په هکله په افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې اندېښې په ډېرېدلو دي.

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د اسیا د څانګې مرستیالې پتریشیا ګاسمین د وري په ۱۲مه د دغې ادارې له خوا خپاره شوي یوه راپور کې ویلي، «په داسې نازکو حالاتو کې چې د ټولو لوریو اړوند افغانان د افغانستان د راتلونکي لپاره د بیان د ازادۍ د مصؤنیتونو په هکله د خبرو اترو لپاره سره کېني، د ګواښونو او وژنو یوه څپه د افغانستان رسنیو ته یو ناوړه پیغام ورکوي.»

هغې وویل، «د ګواښونو او تاوتریخوالي له لارې د منتقدینو په غلي کولو سره، طالبانو په افغانستان کې د یوې ازادې ټولنې د ساتلو لپاره هیلې کمزورې کړيدي.»

د تېر وږي په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې د مذاکراتو له پيلېدلو راهیسې د ژورنالستانو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.‌

دا عکس چې د مرغومي په ۳۰مه په کابل کې اخیستل شوی، یوه افغانه ژورنالسته ښیي چې د افغانستان په مرکزي سیمه کې د خپل کور پریښودو ته مجبوره شوې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د مرغومي په ۳۰مه په کابل کې اخیستل شوی، یوه افغانه ژورنالسته ښیي چې د افغانستان په مرکزي سیمه کې د خپل کور پریښودو ته مجبوره شوې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

لاندې په تېرو څو میاشتو کې د دغه هدفي تاوتریخوالي یو څو مثالونه ذکر شوي دي.

په کابل کې د طلوع نیوز تلوېزیون یو پخوانی پروګرام وړاندې کوونکی یما سیاوش د لړم په ۱۶مه خپل کور سره نږدې په یوه موټربمي برید کې ووژل شو.

څو ورځې وروسته په یوه بله پېښه کې، د ازادۍ راډېو ۳۳ کلن خبریال الیاس داعي هغه وخت ووژل شو چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودېد.

وسله والو سړیو د لیندۍ په ۲۰مه په ننګرهار ولایت کې ژورنالسته ملالۍ میوند او د مرغومي په ۱ په غزني ولایت کې رحمت الله نېکزاد په جلا جلا بریدونو کې ووژل.

دغه راز، وسله والو سړیو د مرغومي په ۱۲مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د غور غږ راډېو رییس بسم الله عادل ایماق وواژه.

د کب په ۱۲مه، په جلال اباد کې د انعکاس تلوېزیون درې کارکونکې له دغه خصوصي تلوېزیوني سټېشن څخه له وتلو وروسته د ۱۰ دقیقو په فاصله په دوه جلا جلا بریدونو کې په ډزو ووژل شوې. د هغوی یوه همکار دغه یو مهندسي شوی برید وباله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن وویل، «طالبانو په وروستیو وختونو کې د ژورنالستانو، د رسنیو د کارکوونکیو او د بیان ازادۍ د فعالانو پر ضد بریدونه زیات کړي څو د بیان د ازادۍ غږ چوپ کړي او رسنۍ ونشي کولی چې د یادې ډلې له خوا ترسره شوي جرمونه تر پوښښ لاندې راولي.»

روشن وویل، «د ټولو هغو جرمونو او بریدونو مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی چې ژورنالستان، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو او د ښځو دحقونو فعالان په کې وژل شوي دي، او په دې هکله موږ کافي شواهد لرو.»

ډار اچونه او ګواښونه

د بشري حقونو د څار ادارې وویل، په ښکاره بریدونو سربېره، د طالبانو قوماندانان او جنګیالي په هغو سیمو کې چې هغوی په کې ډېر نفوذ لري او دغه راز په کابل کې د رسنیو د غړو په ګواښولو او وېرولو کې لاس لري.

په راپور کې راغلي، «هغه کسان چې دغه ګواښونه کوي اکثر وختونه د یوه ژورنالست د کار، کورنۍ او تګ راتګ په هکله ځانګړي معلومات لري، او له دغو معلوماتو څخه په استفادې سره هغه مجبوروي چې خپل کار پخپله سانسور کړي، کار بېخي پرېږدي، یا له تاوتریخوالي څخه ډکو پایلو سره مخامخ شي.»

راپور زیاتوي، په ځینو پېښو کې طالبانو نیول شوي ژورنالستان د څو ساعتونو یا د یوې شپې لپاره بندي کړي دي.‌

وروسته له هغه چې څو سرچینو ژورنالستې فرحناز فروتن ته وویل چې د هغې نوم د ویشتلو په لست کې شامل دی، هغه مجبوره شوه چې وطن پرېږدي.

هغې ای اېف پي ته وویل، «ما بله لاره نه لرله... هره ورځ موږ وینو چې د وژنو شمېر مخ پورته روان دی.»

یوې بلې خبریالې، چې اوس پټه ده، وویل د ملالې میوند له وژل کېدلو څخه وروسته په هغې باندې فشار وو ترڅو کار پرېږدي.

هغې ای اېف پي ته وویل، «څو میاشتې کېږي چې ما مې خپل بچیان نه دي لیدلي، او د دغو ګواښونو او وژنو په پام کې نیولو سره، زما کورنۍ غواړي چې زه خپل کار پرېږدم.»

په راپور کې راغلي، په غزني ولایت کې، طالبانو اکثرو ځایي رسنیو ته ویلي چې هغوی ته به یواځې هغه وخت د رسنیزو فعالیتونو د دوام اجازه ورکړل شي چې که د طالبانو لارښوونې تعقیب کړي.‌

په کابل کې دخورشید تلوېزیون یوه خبریال ذبیح الله دور اندېش وویل، «هغه وخت چې طالبان په واک کې ول، د بیان ازادي هېڅ نه وه. له تلوېزیون او سټیلایټ څخه استفاده جرم وه.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې نن، له دوه لسیزو څخه ډېر وروسته، د بیان د ازادۍ او رسنیو په هکله د طالبانو په ذهنیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. طالبان ژورنالستانو او رسنیو ته د دښمنانو په سترګه ګوري.»

دور اندېش وویل، «طالبانو په وروستیو کې د سولې په خبرو کې د خپلو ګټو او دې لپاره چې نړۍ ته وښیي چې هغوی د بیان په ازادۍ باور لري، له رسنیو سره نږدې تماسونه جوړ کړي، خو له بده مرغه چې حقیقت داسې نه دی.»

هغه وویل، «هغوی اوس هم د بیان د ازادۍ او هغه چا مخالف دي چې د ازادو رسنیو لپاره کار کوي.»

د وینا د ازادۍ چوپ کول

طالب چارواکي د قطر په پلازمېنه دوحه کې په خپل سیاسي دفتر کې له دې څخه انکار کوي چې د هغوی ځواکونه رسنۍ ګواښي، او وایي چې هغوی له ژورنالستانو څخه یواځې دا غواړي چې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.‌

له دغو انکارونو سره سره، د بشري حقونو د څار موسسې د طالبانو په مشرتابه باندې ټینګار کړی چې «سمدلاسه دې د ژورنالستانو او د رسنیو د نورو کارکوونکیو پر ضد ډارونې، ګواښونه او بریدونه ودروي.»

ګاسمین د بشري حقونو د څار ادارې په راپور کې ویلي، «په داسې حال کې چې په عمل کې د طالبانو ځواکونه خبریالان د هغوی د دندو د ترسره کولو له امله وېروي، ځوروي او بریدونه پرې کوي، په دوحه کې د طالب چارواکو لپاره دا کافي نه ده چې د ژرونالستانو له په نښه کولو څخه یو مخ انکار وکړي.»

هغې وویل، «هغه هېوادونه چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي باید له ټولو لوریو څخه ټینګې ژمنې واخلي چې د ښځو په ګډون د ژورنالستانو ساتنه وکړي، او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ حق خوندي وساتي.»

په افغانستان کې د ازادو رسنیو مدافع او غیر انتفاعي موسسې نی اجرائیه رییس عبدالمجیب خلوتګر وویل، «د بیان ازادي د خلکو حق دی، او طالبان، چې د هېڅ بشري حقونو او اسلامي اساساتو پروا نه کوي، غواړي چې د ژورنالستانو او د رسنیو د کارکوونکیو د په نښه کولو له لارې د خلکو غږونه ټپ کړي او په افغان حکومت باندې فشار واچوي.»

هغه وویل، «طالبان د څو لایلو په اساس رسنۍ، ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان په نښه کوي.»

خلوتګر وویل، «لومړی دلیل دا دی چې طالبان د بیان په ازادۍ، بشري حقونو او د ښځو په حقونو باندې باور نه لري. دویم دا چې یواځې رسنۍ کولی شي چې د طالبانو اصلي څېره او د هغوی جنایتونه خلکو ته وښیي.»

خلوتګر وویل، وروستی دا چې د رسنیو کارکوونکي د دې لپاره کار کوي چې د افغانستان د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې خوندي کړي، له دې امله، طالبان غواړي چې هغوی په نښه کړي څو هیڅوک هم دې ته زړه ښه نه کړي چې د یادې ډلې پر ضد خپل غږ پورته کړي.»

د ماندګار ورځپانې مسؤل مدیر نظري پریاني وویل، «ژورنالستان، د رسنیو او د بیان ازادي ډېر دښمنان لري، او یو له هغو دښمنانو څخه طالبان دي چې غواړي افغانستان ۲۰ کاله مخکې وخت ته ستون شي. له دې امله، هغوی ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان په نښه کوي څو قدرت ته د هغوی د راستنېدلو په صورت کې هیڅوک هم په هغوی باندې انتقاد ونه کړي.»

هغه وویل، «رسنۍ، ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان داسې څوک دي چې ټولنه بدلوي. د هغوی په نښه کولو سره، اورپکي هڅه کوي چې د وېرې فضا رامنځته کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا به ډېره اغېزمنه وای چې که ښکېلو هېوادونو د ۱۹۹۷ له جنګونو څخه د ژغورل شویو ماشومانو د څارنې پر وخت، دې ته هم توجه کړې وای چې یو وخت به هغوی د دغو هېوادونو لپاره هم ستونزې جوړوي.‌ یو لاس ته، هغوی پیسې ورکوي او بل لاس ته پرې تورونه لګوي او ترهګر او د بشر ضد یې بولي، بلکې له هغوی سره یو ځای کېني او د سولې هوکړه ورسره کوي. آیا د بشري حقونو په نوم موسسه چې خپل ماموریت مسلکي بولي، په خپلو سترګو نه ویني چې هغوی د ښځو پر ضد عملونه ترسره کوي، لاسونه پرې کوي، انسانان سوزوي او دغه ډول نورجنایتونه ترسره کوي، بلکې لا هم دغه استعماري هېوادونه هغوی ته ډېرې مالي مرستې او وسلې ورلېږي او بشري حقونو ته سپکاوی کوي؟ آیا دا هماغه هېوادونه نه دي چې صدام حسین یا قذافي یې په ډېر لږ وخت کې د هغوی له ریښو سره یوځای وسوزول؟ لاکن اوس به هم دا هېوادونه له دغو مخکښو جنایتکارانو سره یوځای د سولې هوکړه لاسلیک کړي.‌ البته، دغه ښکېل هېوادونه په افغانستان کې د سولې عامل نه دي، بلکې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د جنګ سبب دي.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان د ژورنالستانو او خبریالانو لپاره یوغټ دوزخ دی. افغانستان د ۴۰ کلن جنګ په بهیرکې خپل ډېر ژورنالستان له لاسه ورکړل. د نړۍ په هېڅ بل هېواد کې هم دومره ډېر ژورنالستان نه دي وژل شوي. که حکومت د ژورنالستانو او خبریالانو د ژوند امنیت ونه نیسي، خلک به په دې خطرناک مسلک کې نوره علاقه مندي ونه ښیي او ټول ژورنالستان به خپلې وظیفې پرېږدي. په وروستیو میاشتو کې چې د ژورنالستانو وژنې په ډراماتیک ډول ډېرې شوي دي، دغو اکثرو ژورنالستانو خپل هېواد پرېښی او اروپایي هېوادونو، ترکیې، امریکا او کاناډا ته کډه شوي،‌ او دغه پروسه اوس هم روانه ده.‌ دغه راز، حکومت نه دی توانېدلی چې د ژورنالستانو د وژلو عاملان ونیسي. په داسې حال کې چې طالبانو په مکرر ډول د ژورنالستانو په وژلو کې له ښکېلتیا څخه انکار کړی دی، حکومت تل د دغو وژنو پړه په یاده ډله باندې ور اچولې ده. طالبان ادعا کوي چې د ملي امنیت ریاست ژورنالستان، خبریالان، دیني عالمان او د پوهنتونونو استادان وژني چې طالبانو ته زیان ورسوي او د سولې پروسه ټکنۍ کړي.‌ په هر حال، خلک له ټولو جنګي لوریو څخه غواړي چې ژورنالستان په ټولو هېوادونو کې بې طرف دي او هغوی باید معافیت ولري.‌

ځواب ورکړئ