امنیت

افغاني رسنیو ژمنه وکړه چې د طالبانو له خوا د اورپکو ضد اعلانونو له امله د بریدونو له ګواښونو سره سره خپل کار ته دوام ورکړي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۷ مه اخیستل شوی، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر پاڼه په کابل کې د میوند تلوېزیون په سټېشن کې د یوه کمپیوټر په مونېټر ښکاري. که څه هم چې یاده ډله ژمنه کوي چې که قدرت بیا ترلاسه کړي په ژورنالستانو باندې به اسلامي کنټرولونه ولګوي، د طالبانو د نامنظم پروپاګند ماشین له عصري وسایلو څخه کار اخیستنې ته لاس اچولی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۱۷ مه اخیستل شوی، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر پاڼه په کابل کې د میوند تلوېزیون په سټېشن کې د یوه کمپیوټر په مونېټر ښکاري. که څه هم چې یاده ډله ژمنه کوي چې که قدرت بیا ترلاسه کړي په ژورنالستانو باندې به اسلامي کنټرولونه ولګوي، د طالبانو د نامنظم پروپاګند ماشین له عصري وسایلو څخه کار اخیستنې ته لاس اچولی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- یو رادېوي او تلوېزیوني اعلان چې «طالبان غندي» او ملکي خلک دې ته هڅوي چې د مشکوکو فعالیتونو په هکله په کابل کې امنیتي ادارو ته راپور ورکړي دا ثابتوي چې د طالبانو لپاره یو غټ ګواښ دی.‌

طالبانو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳ مه/ افغاني رسنیو ته خبرداری ورکړ چې په یوه اونۍ کې دننه دې دغه اعلان «چې طالبان غندي او خلک د هغوی پر ضد تحریکوي» ودروي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، «که چېرې ټول محلي او ملي اېف اېم راډېو سټېشنونه، تلویزیوني چینلونه او نورې رسنۍ په یوه اونۍ کې دننه دغه ډول فعالیتونه ونه دروي، د اسلامي امارت مجاهدین به دغه ادارې رسنیز چینلونه نه، بلکې د دښمن د استخباراتي اعصابو مرکزونه وبولي.»

په اعلامیه کې راغلي، «هغوی به په مرکز، ولایتونو، ښارونو او کلیوالو سیمو کې د مجاهدینو لپاره پوځي هدفونه وګرځي، او د هغوی له دوایرو، ژورنالستانو، کارکوونکیو او پرسونل څخه یو به هم په امن کې پاتې نشي.»

یو افغان وړاندې کوونکی د وري په ۱۵مه په کابل کې په خورشید تلوېزیون سټېشن کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې برخه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف]

یو افغان وړاندې کوونکی د وري په ۱۵مه په کابل کې په خورشید تلوېزیون سټېشن کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې برخه اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف]

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴ مه/ ژمنه وکړه چې خبریالان به د طالبانو له وروستیو ګواښونو څخه خوندي کړي.‌

ارګ وویل، «حکومت د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لارې هره هڅه کړې او د ژورنالستانو د خوندیتابه د قاعدې په اساس به خبریالانو، د رسنیو د سازمانونو ادارو او د هغوی رسنیزو فعالیتونو ته امنیت برابر کړي، او حکومت به خپل دغه کار ته ژمن واوسي.»

ارګ زیاته کړې، «د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ ګواښل او په هغو برید کول چې په هر شکل وي غیر اخلاقي او د اسلامي ارزښتونو پر ضد کار دی.»

د بیان او رسنیو پر ازادۍ برید

د رسنیو د حقونو مدافعان وایي،‌د رسنیو په سازمانونو د طالبانو بریدونه او د هغوی له خوا د بیان د ازادۍ د مهارولو هڅې هېڅ حقوقي توجیه نه لري. د افغاني رسنیو ادارې د هېواد د قوانینو په اساس په مستقل او ناپېیلي ډول فعالیتونه کوي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د یوه ملاتړي سازمان (نی) رییس مجیب خلوتګر وویل، «د طالبانو اعلامیې چې د رسنیو سازمانونه او د هغو کارکوونکي یې ګواښلي دي مونږ د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ په هکله اندېښمن کړي یو.»

هغه وویل، «رسنیو ته د طالبانو ګواښ او خبرداری په رسنیو او د بیان په ازادۍ برید دی، او دا د رسنیو د خوندیتابه د ادارو لپاره په مطلق ډول د نه منلو دی. د طالبانو له خوا رسنیو ته خبرداری ورکول او له هغوی سره د پوځي هدفونو په توګه چلند کول یو بشر ضد جنایت بلل کیږي، چې د هېواد د نافذه قوانینو، نړۍ وال بشري قانون او د جنګ او اسلامي عقایدو د قوانینو پر ضد دي.»

خلوتګر وویل، «طالبان د هغه موقف لپاره چې هغوی یې د رسنیو پر ضد نیسي هېڅ دیني یا حقوقي توجیه نه لري. مونږ له هغوی څخه وغوښتل چې خپله اعلامیه او د رسنیو پر ضد موقف بېرته واخلي.»

هغه وویل، «د زور د کارولو له لارې د رسنیو په هکله شکایت کول یو ترورستي عمل دی -- نه یو قانوني او اسلامي.»

خلوتګر وویل، «طالبانو په تېرو پنځو کالو کې نژدې ۶۰ تنه خبریالان په مستقیم ډول یا د ترهرګریزو بریدونو له لارې چې هغوی ترسره کړي دي وژلي دي. یوازې په کابل کې، په تېرو ۱۸ کالو کې ۱۰۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له ۷۰٪ څخه ډېر یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ترهګرو ډلو له خوا په نښه شوي دي.»

خپلواکې رسنۍ به سانسور نشي

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د مدني ټولنې فعال حارث جمالزاده وویل، «د طالبانو وروستۍ اعلامیه د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده. طالبان غواړي چې په رسنیو او خبریالانو باندې فشار واچوي چې د طالبانو د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو په هکله خپل راپورونه سانسور کړي.»

هغه وویل، «د رسنیو ادارې د هېواد د نافذو قوانینو په اساس فعالیت کوي.» د رسنیو له خوا خپاره شوي مواد «قانوني دي او د ټولنې د علاقه مندیو او اړتیاوو په اساس تیار کړای شوي دي.»

خبریالان وایي هغوی د طالبانو د فشار په وړاندې مقاومت کوي او اورپکو ته به اجازه ورنه کړي چې د هغوی د کار ساحه محدوده کړي.

په کابل کې د یوې خصوصي تلوېزیونې شبکې یوه خبریال فضل ربي قیس وویل، «رسنیو او خبریالانو تل د هرو محتویاتو د تیارولو او خپرولو پر وخت د هېواد د قوانینو او د ژورنالېزم د اخلاقو درناوی کړی او د طالبانو راپورونه یې په بې طرفۍ سره خپاره کړي دي. د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر ضد ګواښونه د بیان په ازادۍ یو برید او د قانون ماتول دي. دا د هېواد د رسنیو پر ضد دښمني ښیي.»

هغه وویل، «نن طالبانو غوښتي چې د تجارتي اعلانونو خپرول دې بند کړای شي، سبا به غواړي چې په خبرونو کې باید د هغوی پر ضد څه خپاره نشي. دغه ډله هڅه کوي چې په رسنیو او خبریالانو باندې محدودیتونه ولګوي، خو مونږ به هېڅکله هم د طالبانو فشارونو او ګواښونو ته تسلیم نشو او هغوی ته به اجازه ور نه کړو چې په مونږ باندې کوم ډول محدودیتونه ولګوي.»

د ترهګریزو فعالیتونو په راکمولو کې د ملکي خلکو رول

د کابل یوه اوسېدونکي او د ټولنیزو رسنیو فعال هدایت الله عظیمي چې ۲۳ کاله عمر لري وویل، «د هېواد رسنۍ د معلوماتو په خپرولو کې مستقلې دي، او اکثر وختونه د خلکو اواز حکومت، نړۍ والې ټولنې او طالبانو ته ور رسوي. طالبان دا حق نه لري چې رسنۍ محدودې کړي یا یې په کارکوونکیو باندې برید وکړي.»

هغه وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو رسنۍ او خبریالان په مرګ وګواښل.‌ مونږ له حکومت څخه غواړو چې رسنۍ او خبریالان خوندي کړي.»

د پولیسو د ۱۱۹ ریاست قوماندان جنرال مصطفی نورستاني وویل، «له امنیتي ځواکونو سره د عامو خلکو همکاري ډېره هیله بخښونکې ده ځکه هغه له مونږ سره مرسته کولی شي چې ترهګریز بریدونه شنډ کړو او ترهګر ونیسو

هغه وویل، «مونږ وکولی شوای چې په تېر کال کې د طالبانو له خوا ښخ شوي ۳۹۹ بمونه شنډ کړو او د زرګونو هېوادوالو ژوند وژغورو. دا ټول مونږ داسې وکړل چې عامو خلکو په دې هکله د پولیسو ۱۱۹ نمبر سره معلومات شریک کړل.»

نورستاني وویل، «ملکي خلکو د ترهګریزو بریدونو په راکمولو او شنډولو کې مهم رول درلود، او مونږ وکولی شوای چې د ملکي خلکو او نورو امنیتي ادارو په مرسته د ځانمرګو واسکټونه، وسلې، مهمات او ان د طالبانو موټرونه چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو ونیسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500