بشري حقونه

د وګړو د حقونو په ساتنه کې د افغانستان پرمختګ د سیمې لپاره بېلګه جوړه کړې ده

د سلیمان راپور

د موسیقۍ افغان زده کوونکي د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۳۰مه په کابل کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ کې د یوه تمرین په ترڅ کې موزیک غږوي. شل کاله مخکې، په افغانستان کې د موزیک د ټولو ډولونو غږول بند ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د موسیقۍ افغان زده کوونکي د ۱۳۹۷ د سلواغې په ۳۰مه په کابل کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ کې د یوه تمرین په ترڅ کې موزیک غږوي. شل کاله مخکې، په افغانستان کې د موزیک د ټولو ډولونو غږول بند ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- یواځې ۲۰ کاله مخکې، ډېرو کمو افغانانو روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی درلود، صحرایي محکمې پراخې وې، موزیک او تلویزیون بند ول، او هېڅ ازادې رسنۍ نه وې.

چارواکي او شنونکي وایي، ټول هغه څه چې اوس د بشري حقونو د ساتلو، روغتیايي پاملرنې ته د ودې ورکولو، د ښځو د حقونو د خوندي کولو او د رسنیو د یوه قوي او ازاد چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې بدل شوي دي، د حکومت د تعهد له امله شوي دي.

د ۱۳۸۰ په وروستیو کې د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته، هېواد د شپږو میاشتو په مخه د یوې موقتې ادارې له خوا وچلېد. د ۱۳۸۱ د چنګاښ په میاشت کې، واک یوه انتقالي حکومت په لاس کې واخیست چې وروسته په ۱۳۸۳ کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.‌

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، له ۱۳۸۱ څخه مخکې، افغانستان د روغتیایي پاملرنې د وړاندې کولو له مخې په تر ټولو ټیټه درجه کې وو.

د ۱۳۹۷ د وږي په ۲۰مه په کابل کې د طلوع تلوېزین سټېشن د خبرونو خونه کې د طلوع نیوز افغان خبریالان کار کوي. د افغانستان اساسي قانون او د رسنیو د خوندیتوب قوانینو د رسنیو لپاره یو قوي او ازاد چاپېریال رامنځته کړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ د وږي په ۲۰مه په کابل کې د طلوع تلوېزین سټېشن د خبرونو خونه کې د طلوع نیوز افغان خبریالان کار کوي. د افغانستان اساسي قانون او د رسنیو د خوندیتوب قوانینو د رسنیو لپاره یو قوي او ازاد چاپېریال رامنځته کړی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان بایسکل چلوونکی ادریس سیاوش چې ۲۷ کاله عمر لري د غوایي په ۳۰مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د خبرتیایي کمپاین په ترڅ کې له اوسېدونکیو سره خبرې کوي. نن ورځ، ۹۰٪ افغانان -- ان هغه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي -- روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان بایسکل چلوونکی ادریس سیاوش چې ۲۷ کاله عمر لري د غوایي په ۳۰مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د خبرتیایي کمپاین په ترڅ کې له اوسېدونکیو سره خبرې کوي. نن ورځ، ۹۰٪ افغانان -- ان هغه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي -- روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو لاروی د ۱۳۷۸ د غبرګولي په ۴مه په کابل کې دو پرې شویو لاسونو ته چې د برق له یوې ستنې څخه را ځوړند شوي دي، او د جرم پر ضد یو خبرداری په ګوته کوي، پورته ور وګوري. [لوک هنټ/ای اېف پي]

یو لاروی د ۱۳۷۸ د غبرګولي په ۴مه په کابل کې دو پرې شویو لاسونو ته چې د برق له یوې ستنې څخه را ځوړند شوي دي، او د جرم پر ضد یو خبرداری په ګوته کوي، پورته ور وګوري. [لوک هنټ/ای اېف پي]

د وزارت د معافیت د پراختیا د پروګرام د رییس ډاکتر غلام دستګیر نظري په وینا، هغه مهال په افغانستان کې د اوسېدونکیو یواځې ۱۰٪ - ۱۲٪ د روغتیایي پاملرنې تر پوښښ لاندې ول.

هغه وویل، په ۱۳۹۹ کې، ۹۹٪ افغانان -- ان هغه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري.

نظري وویل، «په ۱۳۸۱ کې په ټول هېواد کې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه فعال ول، په داسې حال کې چې اوس په ټول هېواد کې ۳۵۰۰ روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي.»

هغه وویل، «په ۱۳۸۱ کې قدرت ته د نوي حکومت له رسېدلو څخه مخکې قابلې نه وې چې په لیرې پرتو سیمو کې کار وکړي.موږ په هره ولسوالۍ کې د قابلو د روزنې پروګرامونه رامنځته کړل او په ټول هېواد کې مو شاوخوا ۲۴۰۰۰ قابلې وروزلې.»

هغه وویل، «څو کاله مخکې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي د کموالي له امله، د میندو او نوپیدا ماشومانو د مړینې کچه لوړه وه، خو اوس په کې ډېر زیات کمی راغلی دی.»

نظري وویل، «په ۱۳۸۱ کې، د افغانستان د یواځې ۱۶٪ برخې خلکو د واکسیناسیون او تغذیې خدمتونو ته لاسرسی درلود، خو اوس له ۶۰٪ څخه ډېر خلک د ناروغیو په مقابل کې د معافیت خدمتونه ترلاسه کوي، او د تغذیې خدمتونه په پراخه کچه په ټول هېواد کې وړاندې کیږي.»

هغه وویل، «یو وخت پولیو په هېواد کې بېخي عامه وه، خو نن د له منځه تللو حد ته نږدې شوې ده.»

بشري حقونه خوندي کول

افغان حکومت خپلو وګړو ته د بشري حقونو په ډاډمنولو کې یو شمېر غټ ګامونه اخیستي دي.‌

په ۱۳۸۱ کې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د انتقالي حکومت له تاسیس څخه وروسته فعالیت پيل کړ.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې او د ښځو د چارو پخوانۍ وزیرې سیما سمر وویل، «له ۱۳۸۰ څخه مخکې خلک د ظلمونو او شکنجو له بېلابېلو ډولونو سره مخامخ ول، او هېڅ شخص یا ډلې دا زړه نه درلود چې خپل غږ پورته کړي او د بشري حقونو هغه سرغړونې ودروي چې په افغانانو باندې تحمیل شوې وې.»

هغې وویل، «خو له ۱۳۸۰ څخه وروسته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په جوړېدلو پسې، هغه وکولی شوای چې له حقونو څخه سرغړونې وڅاري، او په بهتر ډول د بشري حقونو ملاتړ وکړي.»

سمر وویل، «کمېسیون بشري حقونه او مدني ازادۍ له نږدې څخه وڅارلې. دغه کمېسیون څېړنې وکړې او له بشري حقونو څخه سرغړونې یې په پراخه کچه شریکې کړې، او ډېر کار یې وکړ چې د بشري حقونو حالت ته وده ورکړي او پیاوړی یې کړي.»

سمر وویل، «د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۰ تر منځ، په پراخه کچه صحرایي محکمې دایرېدلې. افغانان د محکمې له پرېکړې څخه پرته په لویو لارو او لوبغاړو کې اعدامېدل.‌ هر څوک به -- که یو بایسکل به یې غلا کړی وو یا به یې څوک وژلی وو، شکنجه کېده.»

هغې وویل، «د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ښو اجرأتو او خپلواکۍ افغانستان ته د دې لپاره لاره هواره کړه چې هغه د نړۍ د هېوادونو تر منځ د بشري حقونو د غوره کمېسیونونو په ډله کې راشي.»

د بشري حقونو په وده کې د افغانستان د تعهد له امله په ټولنه کې د ښځو رول پیاوړی شوی دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریې بارکزۍ وویل، «افغانو ښځو په تېرو دو لسیزو کې داسې لاسته راوړنې لرلي دي چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.»

هغې وویل، «په دغو لاسته راوړنو کې د ولسواکۍ په پیاوړي کولو کې د ښځو برخه اخیستنه او په اجرائه او مقننه برخو، د مدني ټولنې د موسساتو او سیاسي ګوندونو، امنیتي ځواکونو، او د سوداګرۍ او پانګونې په سکتورونو کې د هغوی حضور شامل دی.»

هغې وویل، «د تېرو دوو زرینو لسیزو په ترڅ کې، افغانو ښځو د وزیرانو، معینانو، د موسساتو د رییسانو، د پارلمان د غړو او د ولايتي شوراګانو د غړو په توګه کارونه کړي دي. په رسنیو کې د ښځو حضور او په موزیک، هنرونو، سپورټونو او نړۍ والو کانفرانسونو کې د هغوی وده د نورو لاسته راوړنو په ډله کې دي.»

د پوځي سرچینو په وینا، سربېره پر دې، ډېرې ښځې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای کیږي ځکه هغوی هڅه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او په خپل هېواد کې د امنیت د ډاډمنولو په برخه کې یو لا غټ رول ولوبوي.

بارکزۍ وویل، «تر ۱۳۸۰ پورې ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې وې ځکه چې هغوی خپلو کورونو پورې محدودې وې، په زور او کم عمر کې ودېدلې، او دا حق یې نه درلود چې تعلیم وکړي، کار ته لاړې شي یا نورو خدمتونو ته لاسرسی ولري.»

هغې وویل، «داسې قوانین نه وو چې هغو خلکو ته سزاوې ورکړي چې د ښځو پر ضد یې تاوتریخوالی کاوه.»

هغې وویل، «خو نن، ښځې له خپلو اساسي او طبیعي حقونو څخه برخمنې دي، او هغه کسان چې د هغوی پر ضد تاوتریخوالی ترسره کوي هغوی د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د قانون او نورو قوانینو په اساس محاکمه کیږي او سزا ویني.»

د رسنیو ازادي

له ۱۳۸۱ څخه مخکې، افغانانو دا اجازه نه لرله چې موزیک واوري یا تلویزیون وګوري، او په افغانستان کې یواځې یوه رادېو سټېشن -- شریعت غږ فعالیت کاوه.

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د یوې غیرحکومتي موسسې (نی) رییس مجیب خلوتګر وویل، «پخوا داسې هېڅ سیستم نه وو چې د بیان ازادي یا د رسنیو ازادي په رسمیت وپېژني او نه یې په رسمیت پېژندله.»

هغه وویل، «خو نوي اساسي قانون او نویو نافذو شویو قوانینو د بیان او رسنیو ازادي دومره خوندي کړي چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري. د بیان ازاي چې موږ یې په افغانستان کې لرو په سیمه کې بېلګه جوړه کړې ده

خلوتګر وویل، «د رسنیو د قانون او معلوماتو ته د لاسرسی د قانون جوړول چې په نړۍ کې د خپل ډول غوره قوانین دي، او د رسنیو د کمېسیون، د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون، د کابل او ولایتونو په سطحه د ګډو کمېټو، او د داسې بنسټونو جوړول چې د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي د هغو لاسته راوړنو په ډله کې دي چې رسنۍ او د رسنیو ازادي بنسټیزه کوي.»

هغه وویل، «د رسنیزو چینلونو او د رسنیو د کارکوونکیو په شمېر کې زیاتوالی د هغو مهمو لاسته راوړنو په ډله کې دي چې په تېرو دو لسیزو کې شوي دي.»

هغه وویل، «په افغانستان کې له ۹۰ څخه ډېر تلویزیوني سټېشنونه، له ۱۹۵ څخه ډېر رادېوي سټېشنونه، له ۳۰۰ څخه ډېرې چاپي رسنۍ او ۱۴ خبري اژانسونه فعالیت کوي. موږ ۸۰۰۰ د رسنیو کارکوونکي لرو، او هره اونۍ له ۱۰۰۰ ساعتونو څخه ډېر خبري مواد د رسنیو له خوا تهیه کیږي او خپرېږي.»

هغه وویل، «افغانانو له ۱۳۸۱ څخه مخکې د بیان ازادي نه لرله او نه یې شوای کولی چې خپل نظرونه په ازاد ډول شریک کړي. هېڅ خبري مواد نه تهیه کېدل، هیچا نشوای کولی چې انتقاد وکړي او افغانانو نشوای کولی چې خپل غږ پورته کړي.»

«خو نن ورځ رسنیو خلکو ته دا ځواک ورکړې ده چې د خپلو حقونو، عدالت او ازادۍ د خوندي کولو لپاره خپل غږ پورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

(۲) برخه د سیما سمر په دوره کې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې ټول کارکوونکي هزاره ګان وو یعنې دا یوه فاشسته او متعصبه ښځه ده چې د نورو قومونو بالخصوص د پښتنو پر ضد یې تل تعصب کړی دی خو هېڅکله یې د هزاره جنایتکارانو په رابطه نه څه ویلي او نه یې څه لیکلي دي.‌ بله دا چې سیما سمر باید په خپله دوره کې د هغو جنایتکارانو لست افشا کړی وای چې په بشري جرمونو کې یې لاس درلود چې دا کار یې د خپل موقف د له لاسه ورکولو له وېرې ونه کړ. دې ناولې او فاشستې ښځې ته باید هېڅ د خبرو وخت ورنه کول شي ځکه چې دې د ښځو په حق کې ډېر زیات ظلم کړی دی. تاسو پوهېږئ چې کله دا اروپا ته ځي له اروپایي چارواکو سره یوازې د هزاره ګانو په هکله اندېښنه شریکوي او ورته وایي چې باید پناه ورکړي ځکه چې په افغانستان کې د هزاره ګانو لپاره خطرونه دي په داسې حال کې چې د تېرو ۲۰ کالونو جنګ په دوران کې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیان پښتنو ته رسېدلی دی. پښتانه له یوې خوا طالبانو ووژل او ښوونځي، کلینیکونه، پلونه،... یې ورته ویجاړ کړل او بلې خواته د افغانستان حکومت او نړۍ والو ایتلافي ځواکونو د طالب او القاعدې په نامه وځپل او ووژل.

ځواب ورکړئ

مېرمن شکریه بارکزۍ د طالبانو له ډېرو قوي ملاتړو څخه ده. هغې په یوه عام تلویزیون کې د خبرو کولو پر وخت ملا عمر قهرمان وباله. هیله ده چې تاسو له داسې خلکو سره خبرې وکړئ چې هغوی د خپلو الفاظو او عملونو پر وړاندې ریښتني وي.

ځواب ورکړئ

پرمختګونه شوي خو په شاتګونه هم ډېر شوي دي. په شاتګونه دا دي چې امنیت نشته، غلا او رشوت روان دی، اداري فساد اوج ته رسېدلی دی، د انسانانو مرګ داسې لکه د مرغیو.

ځواب ورکړئ

(۱) برخه (ځکه چې دا ټوله تبصره یوځای نه ځاییږي.) کله چې له ۱۳۸۰ څخه مخکې او وروسته وخت مقایسه کوئ، یوازې د طالبانو ۵ کلنه دوره او را وروسته ۲۰ کاله سره مه مقایسه کوئ بلکې له هغې نه مخکې د رباني د منحوس رژیم ۴ کاله هم د طالبانو له دورې سره ورته دي. د رباني په وخت کې د افغانستان د عزت پرتوګ ووت او افغانستان لوڅ ودرېد. د رباني او مسعود په واکمنۍ کې ملي اردو ړنګه شوه، ملي پولیس ختم شول، د ملي امنیت اسناد د پاکستان آی اېس آی سره شریک کړای شول. هغه وخت د پېښور فرنټیر پوسټ اخبار ولیکل چې مسعود د هغو پښتنو لست د پاکستان د استخباراتو مشر حمیدګل ته ورکړ چې د افغانستان په ګټه یې په پاکستان کې فعالیت کاوه په داسې حال کې چې د آی ایس آی له خوا روزل شوي کسان مسعود،‌ رباني، سیاف، حکمتیار... په افغانستان کې قدرت ته رسېدلي وو. بله دا چې د رباني په وخت کې نجونو په مکروریانو کې ځانونه له ۴ منزل نه راوغورځول، په دارالمجانین کې په لېونیو ښځو باندې جنسي تېری وشو، د هېواد په هره برخه کې پاټکونه جوړ شول چې هر د حیا او پردې انسان په کې لوټل کېده. د عبدالعلي مزاري د ملېشو له خوا په کابل کې له ښځو نه تیونه پرې کړای شول، رقص مرده وشو، د مزاري ملېشو امېدوارې ښځې له موټر نه ښکته کړې او په پوستو کې یې د هغوی د لنګوال صحنې لیدلې چې څنګه بچي زیږوي. دا د هغه مزاري ملېشې وې چې همدې سیما سمر یې ملاتړ کاوه او وخت په وخت به ورتلله او له مزاري سره به یې کتل او خارجي حمای به یې ورته راجلب کاوه. سیما سمر پخپله یوه جنایتکاره ده چې باید د یوې ملی محکمې له خوا محاکمه کړای شي.

ځواب ورکړئ

په رښتیا چې افغانستان په خینو برخو کې ډېر زیات پرمختګونه کړي چی باید ترېنه ساتنه وشي. د افغانستان د سولې ټیم باید کوښښ وکړي چې دغه لاسته راڼې وساتي او طالبانو سره یې د سولې خبرو اترو کې قرباني نکړي.

ځواب ورکړئ

د سولې په خبرو کې باید ټولې هغه لاسته راوړنې چې ستاسو په راپور کې خپرې شوي دي خوندي وساتل شي. دا لاسته راوړنې باید د افغان حکومت لپاره یوه سره کرښه وي. افغانستان د رسنیو په سکتور کې ډېر پرمختګ کړی دی، او مونږ کولی شو ووایو چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ حالت په ډېرو ګاونډیو هېوادونو او ان په غربي هېوادونو کې له شته حالت څخه بهتر دی. مثلاً، ایران ته وګورئ. په دغه هېواد کې رسنۍ نشي کولی چې د حکومت کمزوري وښیي، یا په حکومت باندې د هغه د نواقصو او بې کفایتۍ له امله انتقاد وکړي، خو په افغانستان کې رسنۍ هره ورځ په حکومت باندې انتقاد کوي.‌ تر دې چې د هېواد یو شمېر رسنۍ په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي او د افغانستان د ملي ګټو پر ضد عمل کوي، خو حکومت بیا هم د هغو د فعالیت مخه نه نیسي. د سپورټ په برخه کې، افغانستان د پام وړ پرمختګ کړی دی. د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په سیمه کې غوره ټیم دی، د کرکټ ملي ټیم حتی له پاکستاني ټیم څخه، چې له نیمې پېړۍ څخه ډېره تجربه لري، بهتر دی. په نورو سپورټونو کې، افغانستان نړۍ ته اتلان وړاندې کړي دي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې په نړۍ کې پورته کړی، خو د فلم او سنیما په برخه کې ډېر څه نه دي شوي.‌ ترکي،‌ هندي او نور سریالونه اوس هم د افغانستان په تلویزیونونو باندې خپرېږي چې کاملاً زمونږ د کلتور خلاف دي. د فلم او په ځانګړې توګه د سریالونو په سکتور کې ډېر زیات کار ته اړتیا ده چې باید وشي او د افغانستان په تلویزیونونو باندې د بهرنیو سریالونو خپرول باید بند شي.

ځواب ورکړئ