د ښځو حقوق

ملګرو ملتونو د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په وړاندې د افغان حکومت مبارزه وستایله

ای اېف پي

د پولیو واکسینیشن د ټیم افغان کارمندانې د تلې په ۲۲مه په هرات کې د واکسینیشن د یوه کمپاین په ترڅ کې سره روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د پولیو واکسینیشن د ټیم افغان کارمندانې د تلې په ۲۲مه په هرات کې د واکسینیشن د یوه کمپاین په ترڅ کې سره روانې دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۴مه/ افغان حکومت او څارنوالان یې د هغو پراخو هڅو له امله وستایل چې په ترڅ کې یې د ناوړه جنسي چلند او زبرزنا مرتکبین نیول شوي او تعقیب شوي دي، او په ورته وخت کې یې په مقاماتو باندې تاکید وکړ چې په هېواد کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د ځپلو لپاره لا نورې هڅې وکړي.

یوناما د دوشنبې په ورځ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍ والې ورځې په یادولو سره په یوه اعلامیه کې وویل، «دا کړنه دا پیغام لېږدوي چې داسې چلند جنایت او د نه منلو دی.»

د سږ کال د مراسمو موضوع د جنسي تاوتریخوالي او زبرزنا پای ته رسول دي.‌ دا په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده چې له ډېرو ښځو سره په کې اوس هم ناوړه چلند کیږي او د هغوی د جنسیت له امله پرې بریدونه کیږي.‌

د یوناما رییس تدامیچي یاماموټو وویل، «روان معافیت او په پراخه کچه جنسي او د جنسیت په اساس تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښخو د ادارې رییسې الیتا میلر وویل، په دې برخه کې لا نور کار کول په کار دي، او حکومت باید په داسې یوه قانون باندې بیاکتنه وکړي چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی کم کړي.

میلر وویل، «مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې خپلې هڅې بیا دوه برابره زیاتې کړي چې قانون په بشپړ ډول تطبیق کړياو د ښځو او نجونو پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډک جنایتونه پای ته ورسوي.»

د ښځو پر ضد تاوتریخوالي کې ډېرښت

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي) له خوا د شوې هغې څېړنې په اساس چې د اونۍ په پای کې یې خپره کړه، په وروستیو میاشتو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده‌.‌

دغه کمېسیون له وري څخه تر تلې پورې موده کې ۲۷۶۲ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د عین مودې په نسبت ۸.۲٪ ډېرښت ښیي.

اکثر بریدونه (۳۷.۷٪) د لفظي یا رواني تاوتریخوالي په بڼه شوي، په داسې حال کې چې فزیکي ناوړه چلند د ټولو قضیو ۲۶٪ جوړوي.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جنسي تاوتریخوالي یوازې ۱۲۳ قضیې شمارلي، چې د حقیقي پېښو ډېره کمه برخه په ګوته کوي، ځکه چې ډېرې ښځې د پېښو له افشا کولو څخه وېره لري.

د بشری حقونو د څار ادارې رییس هیتر بار وویل، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په هکله لږ راپور ورکول داسې یوه مسئله ده چې تقریبا په هر هېواد کې شته.‌

بار ای اېف پي ته وویل، «خو په افغانستان کې دا ډول لږ راپور ورکول «ډېر زیات دي» او دلیل یې د څو فکټورونو موجودیت دی چې «د عدلي سیستم له خوا کمزوری غبرګون، د ښځینه پولیس افسرانو کموالی، د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له تاوتریخوالي څخه تېښتې ته اړتیا لري د سرپناه کموالی... او د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د مصؤنیت د نورو ډولونو نشتوالی په کې شامل دي.»

که څه هم چې ښځو د طالبانو له وخت راهیسې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي، خو بیا هم هغوی د هغو ژورو جنسي تبعیضي عقایدو ښکار ګرځېدلي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې موجود دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو مخکې، یو ځل چې د ډلو تر منځ د دوه ډلو یعنې حکومت او طالبانو تر منځ قتلونه پای ته ورسیږي، یوه دایمي سوله رامنځته شي، په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شي، او یو ځل چې د فساد ریښې پرې شي، بیا به د جنسي زورونې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مقابل کې مبارزه اسانه شي.‌

ځواب ورکړئ