تروريزم

طالبانو او داعش د جنسي وینځو په توګه د افغان ښځو کارول زیات کړي دي

د نجیب الله راپور

یوه افغانه ښځه د جنورۍ په ۱۹مه د هرات په لمنو کې یو ماشوم له ځان سره وړي. کتونکي وایي، د افغان ښځو په وړاندې د اورپکو تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

یوه افغانه ښځه د جنورۍ په ۱۹مه د هرات په لمنو کې یو ماشوم له ځان سره وړي. کتونکي وایي، د افغان ښځو په وړاندې د اورپکو تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

کابل -- کتونکي وایي، طالبانو او د داعش ترهګرو د تېرو څو میاشتو په بهیر کې لسګونه افغان ښځې وژلي، وینځې کړي یا په بل ډول قرباني کړي دي.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند بلال صدیقي،‌ د اورپکو له خوا د ښځو د وهلو،‌ په عام محضر کې سر پرې کولو او وژلو د نمونو په یادولو سره، وویل، «د ښځو د په نښه کولو په برخه کې د اورپکو بریدونه زیات شوي دي،»

هغه د فبرورۍ په ۲۸مه سلام ټایمز ته وویل،‌ «په تېرو دوه اونیو کې په افغانستان کې له ۲۰ نه ډېرې ښځې قرباني ګرځول شوي دي،»

هغه د افغانستان په امنیتي او قضایي ادارو باندې تاکید وکړ چې د دغو جرایمو د مرتکبینو د نیولو او عدالت ته راکش کولو په برخه کې دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.‌

په کابل کې یوه قانونپوه او د مدني ټولنې فعال، محمد فهیم،‌ وویل، «د ښځو په مقابل کې د داعش او طالبانو دښمنانه چلند د ټولنې د هرې بلې برخې په وړاندې بدچلندي څخه زیات دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، افغانان هره ورځ له دغه ډول ظلم سره مخامخ کیږي،»‌

د افغانستان د مدني ټولنې د یوه سازمان،‌ د عدالت بهیر یا روند عدالت،‌ چې د ښځو د حقونو دفاع کوي، په وینا، د داعش غړو د هغوی تر کنټرول لاندې ولسوالیو کې خواوشا ۱۰۰ تنه ښځې د جنسي وینځو یا غلامانو په توګه تښتولي دي.‌

دغه سازمان د فبرورۍ په ۱۹مه په کابل کې یو خبري کانفرانس ترسره کړ چې د دغو اندېښنو په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د عدالت بهیر غړې حمیدې وردک وویل،‌ «د ښځو د یرغمل نیولو او له هغوی څخه د جنسي وینځو په توګه په استفادې سربېره،‌ داعش هغو کورنیو ته چې ځوانې لوڼې لري امر کړی دی چې په خپلو کورونو باندې تور بیرغونه ودروي،»

دا حکم دغه ډول کورنۍ د دې لپاره څرګندې ګرځوي چې که اورپکي وغواړي وکولی شي چې دغه نجونې په زور واده کړي یا پرې بندیزونه ولګوي.‌

د ښځو او نجونو پر ضد د طالبانو وحشتونه

افغان چارواکي وایي، طالبان هم د ښځو په وړاندې چلند کې په عین اندازه ظالم دي، او په بېلابېلو بهانو یې وژني.‌

د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن وویل،‌ د فبرورۍ په ۱ طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه ښځه، چې د څلورو اولادونو مور وه،‌ په دې پلمه چې له افغان حکومت سره همکاري کوي، ووژله.‌

هغه وویل، په یوه جلا پېښه کې د فبرورۍ په ۱، طالبانو یوه ځوانه نجلۍ په خامبېل فتال کلي کې د هغې د کورنۍ په مخکې د ټوپک په ډزو ووژله.‌

فروتن سلام‌ ټایمز ته وویل،‌ «د طالبانو یوه قوماندان مولوي سیف الله څو ځلې دغه نجلۍ غوښتې وه،‌ خو هر ځلې هغې او د هغې کورنۍ انکار کاوه.‌ په دغه دلیل،‌ د هغه کسانو نجلۍ ووژله.»‌

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله ارماني سلام ټایمز ته وویل،‌ تېر کال،‌ د ډسمبر په ۲۷مه، طالبانو په سرپل ولایت کې یوه ښځه وروسته له هغه ووژله چې په هغې یې ښار ته د یوازې تګ تور ولګاوه.‌

په کابل کې د طالبانو د ظلم خاطرې

د افغانستان د حکومت یوې ۵۳ کلنې متقاعدې کارمندې حمیرا محمدي وویل،‌ «د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په څېر مفاهیم طالبانو ته ارزښت نه لري،»‌

هغې هغه څه یاد کړل چې په (۱۹۹۶ - ۲۰۰۱) کې یې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت لیدلي وو.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «د طالبانو یوه قوماندان غوښتل چې زمونږ په سیمه کې له یوې نجلۍ سره واده وکړي، خو دغه نجلۍ خپل د تره زوی سره چې په جرمني کې وو کوزده شوې وه.‌ طالبانو د نجلۍ مور او پلار دومره ووهل چې نژدې وو مړه شي.‌ په پای کې،‌ کورنۍ مجبوره شوه چې په نیمه شپه وځی او پاکستان ته وتښتي.»‌

هغې وویل،‌ طالبانو «د خپلې واکمنۍ پر وخت په زرونو جرمونه ترسره کړل.»‌

د ښځو د چارو وزارت یوې ویاندې کبرا رضایي سلام ټایمز ته وویل،‌ «په عام محضر کې د سر پرې کولو او نورو قتلونو په شمول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټول ډولونه د اسلامي قانون او د افغانستان د قانون مخالف دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500