جرم او انصاف

په جوزجان کې د طالبانو له خوا پر تنکۍ ځوانې نجلۍ له جنسي تېري او وژنې څخه وروسته اعتراضونه راوپارېدل

د عمر راپور

د جوزجان ولایت د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو اوسېدونکیو د وري په ۱۷مه د طالبانو پر ضد وروسته له هغه د اعتراض لپاره لاریون وکړ چې د دغې ډلې یوه ځایي قوماندان په یوه ۱۶ کلنه نجلۍ باندې جنسي تېری وکړ او بیا یې ووژله. [د جوزجان ولایت د رسنیو دفتر]

هرات -- په جوزجان ولایت کې ځایي اوسېدونکي وروسته له هغه د طالبانو پر ضد لاریون کوي چې د هغوی یوه قوماندان په درزاب ولسوالۍ کې په یوه ۱۶کلنه نجلۍ باندې جنسي تېری وکړ او بیا یې په مرګ وویشتله.

د جوزجان والي محمد هاشم رییس د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۷مه/ یوه لاریون ته چې د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو په سلګونو اوسېدونکي په یوه قهرجن اعتراض کې راټول شوي ول، په خپله وینا کې وویل، د طالبانو یوه قوماندان په یوه ۱۶کلنه نجلۍ امامه باندې جنسي تېری کړی او بیا یې څو میاشتې وروسته په وحشیانه ډول وژلې ده.

رییس وویل، قدرت الله چې د لېوه یا ګرګ په نامه هم یادېږي د طالبانو یو قوماندان دی چې پخوا د داعش غړی وو.

رییس زیاته کړه،‌ په جوزجان کې د داعش له ماتېدلو څخه وروسته قدرت الله له طالبانو سره یوځای شو.‌

احتجاج کوونکي د وري په ۱۷مه د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د یوه لاریون په ترڅ کې داسې یو بینر لېږدوي چې پرې لیکلي، «مرګ پر طالبانو. موږ سوله او عدالت غواړو. مرګ په خاین ملا سراج الدین». ملا سراج الدین د درزاب لپاره د طالبانو ولسوال دی. [د جوزجان ولایت د رسنیو دفتر]

احتجاج کوونکي د وري په ۱۷مه د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د یوه لاریون په ترڅ کې داسې یو بینر لېږدوي چې پرې لیکلي، «مرګ پر طالبانو. موږ سوله او عدالت غواړو. مرګ په خاین ملا سراج الدین». ملا سراج الدین د درزاب لپاره د طالبانو ولسوال دی. [د جوزجان ولایت د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «کله چې هغه د داعش غړی وو نو ډېر جنایتونه یې ترسره کړي او ځایي خلک یې ځورولي دي، او د یوه طالب په توګه د هغه وروستی جرم له جنسي تېري څخه وروسته د یوې نجلۍ وژل دي.»

رییس وویل، «د طالبانو قوماندان غوښتل چې ۱۶ کلنه امامه د هغې له خوښې څخه پرته واده کړي،» او زیاته یې کړه چې طالبان په زور سره د نجلۍ کور ته ور ننوتل، هغه یې وتښتوله او له جنسي تېري څخه وروسته یې د دوه میاشتو په مخه بندۍ کړه.‌

هغه زیاته کړه، «طالبانو هغه له دې وېرې بندي کړه چې د دوی هویت به رسنیو ته افشا کړي، او په دې موده کې هغې ونه منله چې په هغې باندې جنسي تېري کوونکي سره واده وکړي.»

هغه وویل، طالبانو تر اوسه پورې د امامې جسد د هغې کورنۍ ته نه دی سپارلی.‌

د امامې خپلوانو تایید کړه چې، طالبانو د هغې مور او پلار هم د طالبانو په یوه محکمه کې د قدرت الله پر ضد د هغوی په لور د جنسي تېري کولو په هکله د شکایت ثبتولو له امله بندیان کړي دي.

د امامې تره بهاءالدین وویل چې ورور او ورېندار یې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې د طالبانو په توقیف کې دي. هغه وویل، «طالبانو هغوی ښځه او مېړه د دې لپاره بنديان کړي چې خپل جرم پرې پټ کړي.»

بهاءالدین وویل، «دوه نیمې میاشتې مخکې، د طالبانو قوماندان قدرت الله زما د ورور کور ته د مېلمه په توګه راغی، او له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته هغه په امامه باندې جنسي تېری وکړ او بیا یې په زور له ځان سره بوتلله.»

د امامې پلار د قدرت الله په هکله طالبانو ته شکایت وکړ، خو هغوی یې پروا ونه کړه او د شکایت اورېدلو پر ځای یې هغه او د هغه مېرمن بندیان کړل.‌ بهاءالدین وویل، «که څه هم چې ځایي مشران طالبانو ته ورغلل، خو هغوی دوی راخوشې نه کړل.»

بهاءالدین زیاته کړه، «طالبانو امامه په وحشیانه ډول ووژله او د هغې جسد یې را ونه لېږه... ځکه چې د هغې پلار شکایت کړی وو چې د هغه په لور باندې جنسي تېری شوی دی.»

ښځې له ټولو حقونو څخه محرومې دي

د ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد داود وویل، «که چېرې حکومت زموږ ملاتړ وکړي، موږ به د داعش او طالبانو پر ضد جګړه وکړو، او که ملاتړ مو ونه کړي بیا به هم موږ د هغوی پر ضد جنګ وکړو ځکه چې موږ بله لاره نه لرو.»

هغه زیاته کړه، «طالبان په ښځو باندې هېڅ رحم نه لري، او هغوی به هېڅکله پر موږ هم رحم ونه کړي... ځکه چې موږ د هغوی پر ضد ټینګ درېدلي یو.»

د جوزجان د ښځو چارو رییسې مسلمې عطايي د پنجشنبې په ورځ وویل، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښځې او نجونې د هغوی له ټولو حقونو څخه محرومې دي.

هغې وویل، طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې بهر وځي، او که یوه ښځه د سړي له بدرګې څخه پرته وویني، وهي یې او شکنجه ورکوي.

هغې زیاته کړه، «د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ښځې او نجونې ښوونې او روزنې او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې، ښځې نشي کولی چې د هرې بې انصافۍ په هکله چې د هغوی پر وړاندې ترسره کېږي د عدالت غوښتنه وکړي او «د هغوی مشروع بشري حقونو ته له لاسرسي څخه» انکار کېږي. عطایي وویل، دغه راز هغوی نشي کولی چې د طالبانو د صحرایي محکمې له خوا د سزا له وېرې دا انتخاب نشي کولي چې له چا سره غواړي واده وکړي.‌

عطایي زیاته کړه، «په جوزجان کې موږ په کال کې د ۱۰ ښځو وژنې ثبتوو چې ډېرې وژنې د طالبانو له خوا ترسره کیږي یا د داسې خلکو له خوا کیږي چې د جرم له ترسره کولو څخه وروسته له طالبانو سره یوځای کیږي.»

په جوزجان ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې حلیمې بېګ وویل، اکثر هغه کسان چې په ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کوي یا یې وژني هغوی د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته تښتي، چې هلته طالبان د هغوی ملاتړ کوي.

هغې وویل، «طالبان هېڅکله هم له هغو کسانو څخه چې ښځې ځوروي یا یې وژني د هغوی د جرم پوښتنه نه کوي.»

یو غیرقانوني او اسلام ضد عمل

دیني عالمان وايي، د طالبانو له خوا په امامه باندې جنسي تېری او د هغې وژل د بشریت پر ضد جنایتونه او د نه بښلو وړ، غیر اسلامي عملونه دي.‌

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه دیني عالم مولوي خلیل الرحمان احدي وویل، په ښځو باندې جنسي تېری یو غیرقانوني عمل دی او الله تعالی به هغو کسانو ته چې دا عمل ترسره کوي سخته سزا ورکړي.‌

احدي وویل، «هغه کس چې په دې بې ګناه نجلۍ باندې یې جنسي تېری کړی او بیا یې ووژلې باید ونیول شي او سخته سزا ورکړل شي.‌ د دغه قاتل سزا به یواځې په دې دنیا کې ختمه نشي، بلکې هغه ته به د قیامت په ورځ هم سخته سزا ورکړل شي.»

هغه زیاته کړه، «له کوم دلیل پرته د یوه بې ګناه شخص قتل کبیره ګناه ده، او قاتل ته به هېڅکله هم بښنه ونشي. د اسلام د اساساتو له مخې، د یوه بې ګناه شخص وژل د ټولو انسانانو د وژلو په څېر دي.»

احدي وویل، د طالبانو د ډلې هغه غړي چې ښځو ته شکنجه ورکوي او ځوروي یې، په هغوی باندې به لعنت ورېږي او هېڅکله به هم ورته بښنه ونشي.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله انس وویل، په اسلام کې ښځې په ټولنه کې یو ځانګړی مقام لري، او هیڅوک هم اجازه نه لري چې د هغوی حقونه کمزوري کړي یا د هغوی پر ضد تاوتریخوالی ترسره کړي.

انس زیاته کړه، ښځو ته درناوی کول د رسول الله (ص) سنت دی. له دې امله، په مسلمانانو باندې لازمه ده چې ښځو ته د میندو، خویندو، لوڼو او مېرمنو په توګه درناوی وکړي. هغه څوک چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کوي او اسلامي هدایات نه تعقیبوي الله تعالی به هغوی ته سزا ورکړي.

هغه یادونه وکړه چې، «د اسلام د مقدس دین په اساس، په یوه ښځه یا نجلۍ باندې جنسي تېری یو غټ جنایت دی. د هغه کس، چې په یوه ښځه باندې جنسي تېری کوي یا یې وژني، سزا مرګ دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که طالبانو په ریښتیا د هېواد د خوندي کولو او په هېواد کې د اشغال د پای ته رسولو لپاره جنګ کړی وي، هغوی باید سمدلاسه د دغه وحشتناک کارعامل محاکمه کړي. طالبان هره ورځ د اسلام په هکله خبرې کوي او وایي چې هغوی د اسلام او د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره جنګ کوي، لاکن هغوی د اسلام ضد کارونه ترسره کوي. په افغانستان کې د خلکو پر ناموس تجاوز کول نه یوازې یو غیر اسلامي او غیر انساني کار بلل کیږي، بلکې دغه راز خلک د داسې قضیو پر وړاندې سخت غبرګون ښیي، ځکه چې د افغانانو لپاره د ناموس مسئله د بل هر څه په نسبت ډېره مهمه ده.‌ د طالبانو دا کار به د یادې ډلې پر ضد د خلکو ډېره کرکه راوپاروي، او د هېواد د نورو ولایتونو خلک به هم د ظلم، وحشت او د خلکو په ناموس د تجاوز له امله د طالبانو پر ضد راپورته شي.

ځواب ورکړئ