د ښځو حقوق

ځوانو افغانو ښځو د طالبانو تورې دورې ته د ستنېدلو امکان رد کړ

د عمر راپور

د هغه نسل پر خلاف چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت لوی شو او مجبور وو چې د شریعت له سخت تفسیر سره ځانونه عیار کړي، دغه نوي نسل د جنسیت د برابرۍ لپاره سخته مبارزه وکړه او ډېر پرمختګ یې وکړ. [عمر]

هرات -- په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې، د لوستو افغانانو داسې یوه نوي نسل سر راپورته کړ چې پخپله یې د یادې ډلې تر واکمنۍ لاندې ژوند نه وو کړی او یواځې د تلویزیون له لارې یې د هغوی د واکمنۍ په هکله اورېدلي او لیدلي وو.

د هغه نسل پر خلاف چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت لوی شو او مجبور وو چې د شریعت له سخت تفسیر سره ځانونه عیار کړي، دغه نوي نسل د جنسیت د برابرۍ لپاره سخته مبارزه وکړه او ډېر پرمختګ یې وکړ.

نن نجونې کولی شي چې ښوونځي ته لاړې شي او د پوهنتون تر کچې زدکړې کوي، او ښځې کولی شي چې له کور نه بهر کار وکړي. دغه راز، ښځې د وزیرانو او والیانو په موقفونو کار کوي او د قاضیانو، پولیس افسرانو او عسکرو په توګه خدمت کوي.

په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د توپيري چلند تاریخچه اوس هم د اندېښنې وړ ده، ځینې وېره لري چې که طالبان د حکومت برخه وګرځي، کېدی شي چې د ښځو حقونه د سولې د بین الافغاني خبرو قرباني شي.

افغانانې د سلواغې په ۲۷مه په هرات ښار کې د تکواندو په یوه تمرین کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانانې د سلواغې په ۲۷مه په هرات ښار کې د تکواندو په یوه تمرین کې برخه اخلي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونې د ټیم غړې د سلواغې په ۲۳مه په هرات ښار کې په یوه پروژه کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونې د ټیم غړې د سلواغې په ۲۳مه په هرات ښار کې په یوه پروژه کار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغانستان د روبوټ جوړونې د ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي یوې ۱۷ کلنې غړې سمیه فاروقي وویل، که سوله کیږي، طالبان «باید موږ د هغوی د واکمنۍ تورو وختونو ته بېرته ورستنې نه کړي

هغې وویل، «افغانستان بدل شوی دی، او دغه هېواد د تېرو ۲۰ کالونو له دورې څخه ډېرې لاسته راوړنې لري.»

د روبوټ جوړونې ټیم په وروستیو کالونو کې نړۍ وال نوم ګټلی، او د ټیم غړو چې «د ټکنالوجۍ د سفیرانو» په نامه یادیږي په نړۍ والو سیالیو کې د ګډون لپاره د سفر کولو پر وخت د نړۍ له مشرانو سره کتلي دي.‌

سمیې وویل، یو ځل چې طالبان افغاني ټولنې ته بېرته رادننه شي، د روبوټ جوړونې ټیم چمتو دی چې د طالبانو لوڼو ته غېږې پرانیسي او هغوی ته ور وښیي چې څنګه روبوټونه جوړ او کمپیوټري لوبې طرحه کړي.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم یوې ۱۹ کلنې غړې فرزانې خاوري وویل، نن په افغانستان کې د طالبانو مفکوره ځای نه لري.

هغې وویل، «زه چې پیدا شوم د هغوی واکمني پای ته رسېدلې وه او زموږ په سیمه کې طالب جنګیالي نه ول. ما هغوی یواځې په تلوېزیون باندې لیدلي دي.»

هغې زیاته کړه، «ما د خپل ژوند په ترڅ کې د ودې ښه فرصتونه لرل. اوس زه پوهنتون ته ځم او سپورټونه کوم. زه هیله لرم چې کله طالبان راستانه شي، هغوی به زموږ شرایط قبول کړي او موږ تورو وختونو ته بېرته نه ستنېږو.»

متحده ایالاتو، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کوي، د وري په ۳مه ژمنه وکړه چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې شوی پرمختګ به خوندي کړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د افغانستان په هکله د یوه بحث په ترڅ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، «که افغانستان غواړي چې د نړۍ والې ټولنې دوامدار سیاسي او مالي ملاتړ ترلاسه کړي، هره هوکړه باید د هغوی لاسته راوړنې خوندي کړي. په دې برخه کې به موږ یو انچ هم له خپل حد څخه شاته نشو.»

طالبان باید نوی واقعیت ومني

لوستې افغانې نجونې چې د خپلې ټولنې په بدلون کې یې فعاله برخه لرله، ټینګار کوي چې که طالبان د سولې د پروسې له لارې له حکومت سره یوځای کیږي، هغوی باید د ښځو لاسته راوړنې او په ټولنه کې د هغوی رول له پامه ونه غورځوي.‌

د افغانستان د معلولینو د تکواندو د ملي ټیم یوې غړې زکیې خدادادي چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل، نجونې به هېڅکله هم داسې سوله قبوله نه کړي چې هغوی بېرته تېر وخت ته بیایي او کورونو پورې یې محدودوي.

هغې وویل، «افغانانو په ځانګړې توګه ښځو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او لا نور پرمختګونه کوي، نو طالبان باید د ښځو او نجونو د محدودولو پرځای موجود شرایط قبول کړي.»

هغې وویل، ټول افغانان د اوږدمهالې سولې هیله لري څو وکولی شي چې زده وکړي او په ارامۍ سره سپورټي لوبې وکړي.‌

د روبوټ جوړونې د ټیم یوې غړې الهام منصوري چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل، «که طالبان غواړي چې د سولې تر عنوان لاندې واک بیا ترلاسه کړي او د نجونو د پرمختګ مخه ونیسي، دغه ډول سوله زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.»

هغې وویل، «موږ به د خپلو لاسته راوړنو لپاره مبارزه وکړو.»

هغې زیاته کړه، «سوله به یواځې هغه وخت دوام ومومي چې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې خوندي وساتل شي. طالبان د دغه نوي واقعیت له منلو څخه پرته بله لاره نه لري.»

د روبوټ جوړونې د ټیم یوې بلې غړې فلورانس پویا چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، «ما هېڅکله هم طالبان له نږدې څخه نه دي لیدلي، خو هیله لرم چې که وینم یې، هغوی زما د زده کړو او کار مخه ونه نیسي.»

هغې وویل، د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې افغانستان او نوره نړۍ بدل شوي دي او یادونه یې وکړه چې که طالبان هم بدل شوي نه وي، «هغوی به له ناکامۍ سره مخامخ شي.»

په لاسته راوړنو باندې ناوړه جوړجاړی نشي کېدلی

په هرات ولایت کې ځایي چارواکي ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو د حقونو ساتنه د حکومت لپاره له طالبانو سره په خبرو کولو کې سره کرښه ده او په دغو لاسته راوړنو باندې ناوړه جوړجاړی نشي کېدلی.

د هرات د والي مرستیالې مؤنسې حسن زاده وویل، «په هرات ولایت او ټول هېواد کې ښځو د سولې خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره غږونه پورته کړي دي، او هیڅوک هم نشي کولی چې چوپ یې کړي.»

هغې وویل، د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو ساتنه سره کرښه ده چې حکومت او افغان عوامو د سولې په خبرو کې ټاکلې ده.

هغې زیاته کړه، طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ښځو کار، زده کړې او سیاسي او ټولنیز فعالیتونه محدود کړي.

د هرات د ولایتي شورا غړې سکینې حسیني وویل، «د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د لاسته راوړنو په هکله باید د سولې په خبرو کې هېڅ بحث ونشي.»

هغې وویل، هیڅوک هم حق نه لري چې د ښځو د برخلیک په هکله ناوړه جوړجاړی وکړي او د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغې زیاته کړه، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د افغانو ښځو لاسته راوړنې زموږ لپاره په ډېر قېمت تمامې شوي دي. موږ د دغو لاسته راوړنو په بدل کې خپل په زرګونو امنیتي منسوبین له لاسه ورکړي دي.»

سکینې حسیني وویل، «زموږ په زرګونو خویندې کونډې شوي، او په زرګونو ماشومان یتیمان شوي دي. زموږ په څېر ښځو زموږ د امنیتي ځواکونو د زړورتوب له برکته پرمختګ کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500