تروريزم

افغانانو په جلال اباد کې د تلوېزیون د یوې خبریالې او فعالې وژنه وغندله

سلام ټایمز او ای اېف پي

ویرکوونکي د افغانې نطاقې ملالۍ میوند چې وسله والو سړیو د لیندۍ په ۲۰مه په جلال اباد کې ووژله،‌ تابوت لېږدوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ویرکوونکي د افغانې نطاقې ملالۍ میوند چې وسله والو سړیو د لیندۍ په ۲۰مه په جلال اباد کې ووژله،‌ تابوت لېږدوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- انعکاس تلوېزیون وویل، افغانه خبریاله او فعاله د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۰مه/ د بریدګرو له خوا په ډزو ووژل شوه، چې دا په افغانستان کې په یوه میاشت کې دویم ژورنالست وو چې ووژل شوه.‌

د هغې ګمارونکي خصوصي انعکاس تلویزیون وویل، ملالۍ میوند چې عمر یې د ۲۰ کالونو په شاوخوا کې وو له خپل موټروان محمد طاهر سره یو ځای په جلال آباد کې کار ته په لاره ووژل شوه.‌

دغې ژورنالستې چې فعاله مور یې هم پنځه کاله مخکې نامعلومو وسله والو سړیو وژلې وه،‌ پخوا په افغانستان کې د یوې ښځې خبریالې په توګه د کار کولو د ستونزو په هکله خبرې کړې وې.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، «هغه کار ته په لاره وه چې دغه پېښه وشوه. د هغې موټروان هم وویشتل شو او ووژل شو.»

ملالۍ میوند چې په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي، د لیندۍ په ۲۰مه په انعکاس رادیو تلوېزیون کې د خپل کار په لور د تګ پر وخت ووژل شوه. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ملالۍ میوند چې په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي، د لیندۍ په ۲۰مه په انعکاس رادیو تلوېزیون کې د خپل کار په لور د تګ پر وخت ووژل شوه. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ځایي روغتون د یادو کسانو د مرګ پېښه تایید کړې ده.

هېڅ ډلې د هغوی د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند نوې ټاکل شوې مرستیالې فاطمې مورچل په یوه ټویټ کې لیکلي، «څوک په افغاني ټولنه کې د ښځو له کار کولو سره ستونزې لري؟ دغه بزدل مجرمان به ونه بښل شي، حتی له سولې څخه وروسته هم.»

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو سره سره، د ملالۍ میوند مړینه په داسې حال کې پېښېږي چې د مهمو شخصیتونو هدفي وژنې عامې شوي او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د رسنیو ازادۍ ته ګواښ

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې خبرداری ورکړ چې روان تاوتریخوالیي د کالونو پرمختګ د بېرته په شا کیدو ګواښ رامنځته کړی.

یادې کمېتې په خپل ټویټ کې د څېړنې غوښتنه کړې او لیکلي یې دي چې، «که د ژورنالستانو وژنه ونه درول شي، افغانستان به خپله یوه ډېره غټه لاسته راوړنه چې د رسنیو آزادي ده له لاسه ورکړي.»

په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړي استازي راس وېلسن دغه «وژنه» وغندله او د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه یې وکړه.‌

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم دغه «ترهګریز برید» وغانده او هغه یې «ټکان ورکوونکی او کاملا کرکجن کار» وباله.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «زموږ د خلکو پر ضد روان بې معنی تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي.»

په ننګرهار ولایت او په مرکز جلال اباد کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په مکرره توګه نښتې ترسره کیږي. داعش هم دغلته د ګڼ شمېر مرګوني بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

ملالۍ میوند یواځې څو ورځې وروسته له هغه ووژل شوه چې د ازادۍ رادېو خبریال الیاس داعی د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربمي برید کېووژل شو.‌

د بشري حقونو د څار ادارې وویل،‌داعی ته تر دې مخکې طالبانو ګواښونه کړي وو.‌

د تلوېزیون یو پخوانی ویاند یما سیاوش تېره میاشت له خپل کور سره نږدې په یوه ورته موټربمي برید کې ووژل شو.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د هغو وژنو مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د نظریاتو د تنوع د غلي کولو هوډ

په کابل کې د اروپایي اتحادیې د استازي دفتر، د ناټو ماموریت او نورو دپلوماتیکو ماموریتونو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۷مه/ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او «د رسنیو په استازو، مدني ټولنه او ملکي خلکو باندې هدفي بریدونه» یې وغندل.‌

په اعلامیه کې راغلي، «په افغانستان کې د غټ اکثریت ملکي تلفاتو مسؤلیت د طالبانو او بېلابېلو ترهګرو سازمانونو پر غاړه دی.»

اعلامیه وایي،‌ «موږ دا نه یواځې د افغانانو پر ضد وحشیانه بریدونه ګڼو، بلکې په افغانستان کې د سولې په روانه پروسه باندې یې برید بولو.»

د دپلوماتیکو ادارو په ګډه اعلامیه کې راغلي، «موږ د افغانستان د خلکو زړورتیا درک کوو، او باوري یو چې دغه بریدونه به د نظریاتو د تنوع د چوپ کولو په اراده کې ناکام شي. د افغانستان د خلکو لپاره هېڅکله هېڅ شي له دې نه ډېر اهمیت نه درلود چې خپله وړتیا احساس کړي او خپل نظریات په ازادانه توګه څرګند او د سولې د پروسې په هکله نظرونه ورکړي، او پخپله په کې برخه واخلي څو یوه ټولمنلې سوله رامنځته شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د خبریالانو په وژنو کې د ځینو ځانګړو کړیو لاس دی. حکومت باید دغه ډله پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري. که چیرې حکومت دغه کار ونکړي. دغه تروریستي ډله به د نورو خبریالانو ژوند هم واخلي. په تیرو شلو کلونو کي د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه د بیان آزادي او رسنۍ دي. که افغان حکومت د دغه قتلونو مخه ونه نیسي. خبریالان او رسنۍ به خپل فعالیتونه وتړي او دا کار د حکومت لپاره یو بد خبر دی.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت ژورنالستانو او د رسنیو کارکوونکیو ته د امنیت برابرولو کې ناکام شوی دی. حکومت باید ژر تر ژره یوه کلکه پرېکړه وکړي چې د هیواد د ژورنالستانو امنیت خوندي کړي. د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، مونږ په هیواد کې خواوشا لس ژورنالستان له لاسه ورکړي دي. د ملي امنیت ریاست باید د هغو ژورنالستانو قاتلان افشا کړي چې په وروستیو کې شهیدان شوي دي. خلک غواړي وپوهیږي چې ولې هغوی هره ورځ د خپل هېواد ژورنالستان او خبریالان له لاسه ورکوي. هره ورځ مونږ له رسنیو څخه اورو چې په هېواد کې یو خبریال یا ژورنالست وژل شوی دی، خو سبب یې معلوم نه دی.‌هیڅوک یا ډله دې ته چمتو نه دي چې د دغو وژنو مسؤلیت پر غاړه واخلي. طالبانو هم په جلا جلا اعلامیو کې د ژورنالستانو په وروستیو وژنو کې له لاس لرلو څخه انکار کړی، او ویلي یې دي چې دغه وژنې یادې ډلې نه دي کړي.‌ د افغانستان حکومت باید د دغو وژنو مرتکبین ونیسي او سخته سزا ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

د ننګرهار چارواکي د ملالې د قاتلینو د نیول کېدو خبره کوي، خو ځايي خبریالان ددغو قاتلینو په عام محضر کې اعدام غواړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې لوړ پوړې چارواکې او عوام خلک یو شان دي هغه پدې چې هره پېښه وشې لوړ پوړې چارواکې یې هم غندې او عوام خلک یې هم غندې. لوړ پوړو چارواکو کې او عوام خلکو کې هیڅ فرق نشته دی.

ځواب ورکړئ