امنیت

د کابل د والي مرستیال د مقناطیسي بم په هدفي برید کې ووژل شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو عکس چې د لیندۍ په ۱۰مه اخیستل شوی د کابل ولایت د والي مرستیال محبوب الله محبي په کابل کې په خپل دفتر کې ښيي. [د کابل د والي دفتر]

یو عکس چې د لیندۍ په ۱۰مه اخیستل شوی د کابل ولایت د والي مرستیال محبوب الله محبي په کابل کې په خپل دفتر کې ښيي. [د کابل د والي دفتر]

کابل -- چارواکو وویل، د کابل ولایت د والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه مرستیال د سې شنبې په ورځ‌/د لیندۍ ۲۵مه/ ووژل شول. دا په هېواد کې د هدفي وژنو په څپه کې تر ټولو وروستۍ پېښه ده.‌

د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې، محبي د سهار شاوخوا ۹:۴۰ بجې خپل دفتر ته په لاره وو چې موټر پورې یې نښتی بم وچاودېد.

د محبي سکرټر چې له هغه سره په سفر وو هم ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپيان شول.‌

ولسمشر اشرف غني په ټوېټر باندې خپره شوې یوه اعلامیه کې دغه بمي برید وغانده.‌

هغه طالبان په دې ملامت کړل چې «د یوه تلپاتې اوربند لپاره د خلکو، د افغانستان د حکومت او د نړۍ والې ټولنې غوښتنه نه مني» او په ښارونو، لویو لارو او د ملکي خلکو او عامه شتمنیو پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کوي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبان نشي کولی چې د دغو پېښو له مسؤلیت څخه ځانونه خلاص کړي.‌»

د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

څو ساعته وروسته، یوه مشابه بم د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان اکشان وواژه.‌

یوه ځایي چارواکي وویل، اکشان هغه وخت ووژل شو او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شول چې یو «مقناطیسي بم» چې د هغه موټر پورې نښلول شوی وو په فیروزکوه کې وچاودېد.

چارواکو وویل، د لیندۍ په ۲۵مه په یوه جلا پېښه کې، یو پولیس هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول چې وسله والو سړیو د هغوی د تلاشۍ پر پوسته برید وکړ.‌

په تاوتریخوالي کې زیاتوالی

د وږي له میاشتې راهیسې چې حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي دي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.‌

په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې د ژورنالستانو،‌ روحانیونو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون یو شمېر وتلې څېرې وژل شوي دي.

تېره اونۍ، یوه نطاقه او فعاله ملالۍ میوند په جلال اباد کې په ډزو ووژل شوه. هغه له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې دویم ژورنالست وو چې ووژل شوه.

ملالۍ میوند یواځې څو اونۍ وروسته له هغه ووژل شوه چې د ازادۍ رادېو خبریال الیاس داعی د لړم په ۲۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټربمي برید کې ووژل شو.‌

د بشري حقونو د څار ادارې وویل، داعي وار له مخه د طالبانو له خوا ګواښل شوی وو.

د تلوېزیون یو پخوانی خبریال یما سیاوش تېره میاشت خپل کور ته نږدې په یوه ورته موټربمي برید کې ووژل شو.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د هغوی د وژنو مسؤلیت نه دی اخیستی.‌

په کابل باندې په روانه میاشت کې دوه ځلې د راکټونو بریدونه شوي، او په وروستیو کې په کابل پوهنتون کې د محصلینو د ډله ییزې وژنې او د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش ښوونیز مرکز باندې د برید په ګډون غټ بریدونه شوي دي.

د هغو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ولسمشرۍ حکومت پر مهال په کابل ښار کې دومره چاودنې وشوې، چې هر څوک چې له کوره وتل، فکر یې کاوه، چې ښايي روغ او جوړ کور ته ستون نشي. په کابل ښار کې هره ورځ چاودنه کېده چې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان کېدل. موږ به هر سهار په غمجنو خبرونو پیلاوه او ماښام به مو هم همدا خبر اورېده چې په کوم ځای کې چاودنه شوې ده. موږ خپل اعصاب له لاسه ورکړي وو. د کابل پولیسو نشوای کولی چې په کابل کې د ورځنیو چاودنو مخه ونیسي. نه یوازې پولیسو بلکې نورو امنیتي ادارو هم د دغو چاودنو مخه نه شوای نیولی. د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره دا ټولې چاودنې پای ته ورسیدلې. افغانان چې هر ځای ته سفر کوي په ازاده توګه سفر کولی شي. که شپه وي که ورځ، خلک له یوه ولایت څخه بل ولایت ته پرته له وېرې تګ راتګ کوي. د افغانستان ټول خلک له هغه امنیت څخه خوښ دي چې د اسلامي امارت حکومت په افغانستان کې په لږو امکاناتو برابر کړی دی.

ځواب ورکړئ

د هېواد او په ځانګړې توګه د کابل وضعیت ډېر وارخطا کوونکی دی. کله چې حکومتي چارواکي نشي کولی چې خپل امنیت ټینګ کړي، بیا نو عادي خلک او سوداګر څنګه کولی شي چې خپل امنیت ټینګ کړي.‌ دا د دې حکومت لپاره شرم دی چې نشي کولی د هېواد په پلازمېنه کې امنیت برابر کړي.‌ په کابل کې هره ورځ چاودنې او راکټي بریدونه کیږي. د کابل د پولیسو وظیفه څه ده؟ د کورنیو چارو وزیر باید استعفا ورکړي، ځکه چې هغه د کمپیوټر انجنیر دی، خو راغلی او د کورنیو چارو وزیر شوی دی.‌ یو تجربه کار پوځي افسر چې لږ تر لږه شل کاله پوځي تجربه ولري او حربي ښوونځی یې لوستلی وي باید د کورنیو چارو د وزارت مشري پر غاړه ولري.‌

ځواب ورکړئ