د ښځو حقوق

حکومتي کمپاینونه د افغان ښځو د حقونو په پرمختګ کې مهم ثابت شوي دي

د عمر راپور

له ۵۰۰ څخه ډېر کسان د لیندۍ په ۴مه په هرات ښار کې راټول شوي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍ واله ورځ ولمانځي. چارواکي وایي چې د ښځو د حقونو په هکله د خبرتیا کمپاینونو په افغانستان کې د جنسیت په اساس تاوتریخوالي پېښې کمې کړي او ښځو ته یې حکومتي اسانتیاوو او قانون نافذوونکیو ادارو ته ډېر لاسرسی برابر کړی دی.‌ [عمر]

هرات -- د ټولنیزو محدودیتونو او د طالبانو د ظلمونو په ګډون د لسیزو اوږدو وختونو له خنډونو سره سره، افغانانې خپل غږونه پورته کوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، د افغان حکومت او نړۍ والو شریکانو له خوا د چلېدونکیو مؤثرو خبرتیایي کمپاینونو له لارې د خبرتیا زیاتولو د دې پروسې په ترسره کولو کې مهم رول لوبولی دی.

افغان ښځو د جنسیت په اساس تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځنیو فعالیتونو په ترڅ کې خپل قوت او اراده وښودله.

نړۍ وال کمپاینونه هر کال د لیندۍ په ۴مه، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍ والې ورځې، په مناسبت پیلېږي او د لیندۍ تر ۱۹مې، د بشري حقونو ورځې، پورې روان وي.

په عکس کې، له ۵۰۰ څخه ډېر کسان د لیندۍ په ۴مه په هرات ښار کې راټول شوي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍ واله ورځ ولمانځي. [عمر]

په عکس کې، له ۵۰۰ څخه ډېر کسان د لیندۍ په ۴مه په هرات ښار کې راټول شوي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍ واله ورځ ولمانځي. [عمر]

دوه ښځې د لیندۍ په ۱۵مه په هرات ښار کې ټېبل ټېنېس لوبه کوي. [د هرات د ښځو د چارو ریاست]

دوه ښځې د لیندۍ په ۱۵مه په هرات ښار کې ټېبل ټېنېس لوبه کوي. [د هرات د ښځو د چارو ریاست]

په دې عکس کې، د لیندۍ په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ښځې د خبرتیا د زیاتولو په یوه کمپاین کې برخه اخلي. [د هرات د ښځو د چارو ریاست]

په دې عکس کې، د لیندۍ په ۱۰مه د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ښځې د خبرتیا د زیاتولو په یوه کمپاین کې برخه اخلي. [د هرات د ښځو د چارو ریاست]

د دغه کمپاین په ترڅ کې، په لوېدیځو ولایتونو کې ښځو د بېلابېلو فعالیتونو له لارې چې د خبرتیا زیاتولو پروګرامونه، د لاسي صنایعو نندارې، د ښځو د حقونو په هکله د کورنیو پوهول او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د اساسي سببونو د معرفي پروګرونو په ګډون وه، خپلې وړتیاوې یي وښودلې.

د هرات د ښځو د چارو رییسې انیسې سروري وویل، د خبرتیا کمپاینونه د ښځو او د هغوی د کورنیو په پوهولو کې بریالي ول.

هغې وویل، په نتیجه کې ډېرې ښځې تاوتریخوالي ته «نه» وایي او د خپلو شکایتونو په هکله قانون نافذوونکیو ادارو ته راپور ورکوي.

سروري وویل، «دا یوه لاسته راوړنه ده چې ډېر شمېر ښځو د تاوتریخوالي په هکله خپل شکایتونه له اړوندو ادارو سره ثبت کړي دي. دا ښیي چې د ښځو خبرتیا زیاته شوې او اوس هغوی کولی شي چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.»

د بادغیس د ښځو د چارو رییسې راحلې نادري وویل، په بادغیس ولایت کې د تېر کال په نسبت د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د راپور ورکول شویو پېښو شمېر ۵۰٪ راکم شوی دی.

هغې وویل، د ښځو پر ضد په تاوتریخوالي کې د کمي رامنځته کېدلو لوی دلایل د ښځو د حقونو په هکله د کورنیو په منځ کې د خبرتیا ډېرېدل او حکومتي تاسیساتو ته د ښځو لاسرسی دی چې کولی شي د تاوتریخوالي د پېښو په هکله راپور ورکړي.

نادري وویل،‌ «د جنسیت په اساس تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني فعالیت په ترڅ کې، په بادغیس ولایت کې د خبرتیا د ډېرولو، رسنیو سره د خبرو کولو، نندارو، د ښځو د حقونو په هکله د کورنیو د پوهولو او د ښځو د ستونزو د سببونو د معرفي کولو په شمول ډېر پروګرامونه ترسره شول.‌ دغه پروګرامونه په بادغیس ولایت کې د ښځو د ژوند د ښه کېدلو په برخه کې ارزښتناک ثابت شوي دي.»

هغې وویل، «په بادغیس ولایت کې ښځې د مضرو دودونو پر ضد په مبارزه کې بریالۍ وې او هغوی په ټولنه کې ځانونو ته یو بهتر ځای جوړ کړی دی. د هغو ټولو ستونزو او ننګونو سره سره چې ښځې ورسره مخامخ دي، هغوی په ټولنه کې خپل حضور پراخ کړی ځکه چې هغوی په دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي.»

نادري وویل، ښځې لا هم، البته په ځانګړیو کلیو او ولسوالیو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، له سخت ظلم سره مخامخ دي.

هغې وویل، «طالبان د هیچا، په ځانګړې توګه د ښځو احترام نه کوی.»

د جنسیت په اساس تاوتریخوالي مرتکبینو ته سزا ورکول

د هرات د ولايتي شورا یوې غړې سکینې حسیني وویل، د جنسیت په اساس تاوتریخوالي ترسره کوونکیو ته سزا ورکول د ښځو په وړاندې د ناوړه چلند مخه نیسي.

هغې وویل، «د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې لپاره د ولایتي ادارې د ځانګړي څارنوالۍ ډېره مؤثره ده ځکه هغې وکولی شوای چې د تاوتریخوالي پېښې کمې کړي.»

د ځانګړي څارنوالۍ مشرې ماري میهن یار وویل چې تېر کال د هرات څارنوالۍ سره د جنسیت په اساس تاوتریخوالي ۲۸۰ قضیې ثبت شوي دي.‌

هغې وویل، دغې ادارې ټولې قضیې وڅېړلې او مرتکبینو ته سخته سزا ورکړل شوه‌.

میهن یار وویل، «د ځانګړي څارنوالۍ ... ښځو ته فرصت ورکړی چې دې ادارې ته راشي او خپلې ستونزې له څارنوالانو سره شریکې کړي. مونږ ټولو ښځو ته بیا اطمینان ورکوو چې موږ به اجازه ورنه کړو چې له حقونو څخه یې سرغړونه وشي.»

هغې زیاته کړه، «د تاوتریخوالي هغه قضیې چې په شواهدو ثابتې شوې وې هغه قانوني محکمې ته راجع شوي دي. د تاوتریخوالی ترسره کوونکيو ته د محکمې د پرېکړو په اساس سزا ورکول شوې ده. د ښځو د قانوني حقونو په اساس، موږ ځانګړې قضیې له دې امله بندې کړي دي چې ښځې جوړجاړي ته رسېدلي دي.»

د غور ولایت د ښځو د چارو رییسې حلیمې پرستش وویل، په غور ولایت کې قانون نافذوونکیو ادارو د تېر کال په ترڅ کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ۹ قضیې څېړلي دي.

هغې وویل، «پولیسو د دغو پېښو ۹ ترسره کوونکي نیولي او د محکمې د فیصلو په اساس یې زندان ته لېږلې دي،» او زیاته یې کړه چې اکثر مرتکبین زورور خلک وه.

هغې وویل، «د معلوماتو پربنسټ، په غور ولایت کې د درې کاله مخکې په پرتله د تاوتریخوالي قضیې ۵۰٪ کمې شوي دي.»

پرستش وویل، «ښځو د زدکړو او ټولنیزو ازادیو په برخو کې غټې لاسته راوړنې لري. ښځې د سړیو تر څنګ په دولتي بستونو کې کار کوي چې دا کار څو کاله مخکې ناممکن وو.»

د افغان ښځو روښانه راتلونکی

حسیني وویل، په هرات ولایت کې د ښځو په حقونو کې د ښه والي رامنځته کېدلو او په مدني فعالیتونو کې د هغوی برخه اوسېدونکي هیله من کړي دي.

هغې وویل،‌ «له محدودیتونو سره سره، ښځو وکولی شوای چې ځانونه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې ښکېل کړي.»

هغې وویل، «د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښځو وده د خوښۍ وړ ده. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د سړیو په پرتله د ښځو او نجونو شمېر ډېر دی، او دا ښیي چې افغانانې به یو ډېر روښانه راتلونکی ولري

حسیني وویل،‌ «افغانانې د ۲۰ کاله مخکې مودې ښځې نه دي. ښځې که ډېر کم تاوتریخوالی او ناوړه چلند وګوري هم هغوی خپل غږ پورته کوي او له خپلو حقونو څخه دفاع کوي. مونږ په قانون نافذوونکیو ادارو کې بریالۍ ښځې لرو چې د ښځو له حقونو څخه په زړورتیا سره دفاع کوي.»

د هرات د ښځو د چارو رییسې سروري وویل، په هرات ښار او نورو ولسوالیو کې د ښځو د وړتیا د لوړولو ډېرې پروژې روانې دي.‌

هغې وویل، په تېر کال کې په هرات ولایت کې د ښځو د وړتیا د ودې لپاره ۲۵ پروژې تطبیق شوي دي. په هغو کې د خبرتیا زیاتولو، وړتیا لوړولو، د مهارتونو پراخولو، دندو رامنځته کولو او د ښځو د لاسي صنایعو د سوداګرۍ د پیاوړي کولو لپاره پروګرامونه شامل وو.

هغې وویل، «موږ هڅه کوو چې په ولسوالیو او لیرې پرتو کلیو کې د ښځو مهارتونه لوړ کړو چې هغوی وکولی شي د خپلو کورنیو لپاره عاید ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500