د ښځو حقوق

افغانستان ژمنه کوي چې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی کم کړي

د ای اېف پي او سټاف راپور

د منډې د سیالۍ افغان او نړیوال برخه وال د نومبر په ۴مه په بامیانو کې د بودا د ویجاړو شویو مجسمو تر څنګ منډه وهي. طالبانو دغه مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې والوزولې. دغه کلنۍ سیالي د افغانستان یوازنۍ ګډ جنسیته ورزشي سیالي ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د منډې د سیالۍ افغان او نړیوال برخه وال د نومبر په ۴مه په بامیانو کې د بودا د ویجاړو شویو مجسمو تر څنګ منډه وهي. طالبانو دغه مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې والوزولې. دغه کلنۍ سیالي د افغانستان یوازنۍ ګډ جنسیته ورزشي سیالي ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ چې یو شمېر افغان وزیرانو د نومبر په ۲۴مه داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې هدف یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ۲۰۱۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له ۳۷۰۰ څخه ډېرې قضیې ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال په ټوله موده کې ۵۰۰۰ قضیې ثبت شوې وې.

لوی څارنوال فرید حمیدي په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هغه د ادارې او څلورو وزارتونو تر منځ د لاسلیک په مراسمو کې وویل، «مونږ داسې لارې چارې لټوو چې یو له بل سره همکاري وکړو او په هېواد کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د موجودیت پر ضد یوه مؤثره او قانوني مبارزه وکړو.»

هغه وویل، افغان حکومت مصمم دی چې په هېواد کې د اداري فساد او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه وکړي. دغه کمپاین د ښځو په ضد د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پيل شو.

د دغه ستونزې پر ضد د مبارزې قاطعیت

د لوی څارنوالۍ مرستیالې ملیحې حسن په کابل کې خبریالانو ته وویل، «له بده مرغه، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدلو دی.»

هغې وویل، «وضعیت د بدترېدلو خوا ته روان دی، ټکان ورکوونکی او خفه کوونکی دی.»

په افغانستان کې د جنسیت برابری له هغه وخت راهیسې چې ایتلافي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو سخت دریځه رژیم رانسکور کړ یو څه ښه شوی دی. د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، ښځو -- په ځانګړې توګه په ښارونو کې -- مسلکي وظیفې او په پارلمان کې له یو پر څلورو څخه ډېرې چوکۍ ترلاسه کړې دي.

ولسمشر اشرف غني هم ژمنه کړې چې د ښځو حقونه د خپلې اجنډا په سر کې ځای کړي، خو لویې ننګونې لا هم، په داسې حال کې چې هغوی د جبري ودونو او په ماشوموالي کې د ودونو په شمول له ظلم او بدې استفادې سره مخامخ دي، پرځای پاتې دي. د مثال په توګه، د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې، د فرخندې په نامه یوه ۲۷ کلنه ښځه په کابل کې وروسته له هغه تر مرګه ووهل شوه چې په غلطۍ سره پرې د کفر تور ولګول شو، او دا یوه داسې پېښه وه چې د ښځو پر ضد د منظم تاوتریخوالي چې لا هم ښځې ورسره مخامخ دي یو سمبول وګرځېد.

د اورپکو له خوا د ښځو وژل

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان عبدالحفیظ خاشي وویل، هېوادوال اکثر وختونه په دغه ولایت کې د ښځو پر ضد د اورپکو د تاوتریخوالي د قضیو په هکله راپورونه ورکوي. هغه زیاته کړه، په اکتوبر کې اورپکو په اقچه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان ووژل.

هغه وویل، «اورپکي په ښځو باندې ظلمونه کوي، او تر دې چې هغوی نه پرېږدي چې هغوی ښوونځي یا کار ته لاړې شي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل چې خواوشا دوه اونۍ مخکې په موټرسایکل سپرو یاغیانو په هرات ولایت کې لږ تر لږه درې ښځې په ډزو ووژلې.

هغه وویل، «د وژنو تر شا اصلي انګېزه دا ده چې خلکو ته وښیي چې هغوی به پرې نه ږدي چې ښځې په ازادانه توګه زده کړه یا کار وکړي.»

هغه وویل، مقامات په پېښه کې د لاس لرونکیو کسانو لټون کوي او داسې لارې لټوي چې په هغو سره هغو اورپکو ته ماتې ورکړي چې په ښځو باندې ظلم کوي، او زیاته یې کړه چې اورپکي نه غواړي چې ښځې له کوم ډول ازادۍ څخه خوند واخلي. هغه سلام ټایمز ته وویل، مقامات به د ښځو د خوندیتوب لپاره چټک اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، «هغوی په کافي اندازه کړول شوي دي. که مونږ کوم څه ونه کړو، په افغانستان کې به د هغو اورپکو [طالبانو] له لاسه د هغوی کړېدل دوام وکړي.»

[له کابل څخه اعزاز الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500