تروريزم

افغانانو په کندهار کې پر ښځو قاتلانه ډزې وغندلې

ای اېف پي او سټاف

یو افغان پولیس د شنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۷مه) په کندهار کې یو ویجاړ شوی موټر ګوري چې د هوایي ډګر پنځه تنه ښځینه کارکوونکې په کې ووژل شوې. وسله والو د افغانستان په جنوب کې د هوایي ډګر پنځه تنه کارکوونکې او د هغوی موټروان ووژل، چې دا یې وښودله چې په دغه هېواد کې کارکوونکې ښځې له ګواښ سره مخامخ دي. [جاوید تنویر/ای ایف پي]

یو افغان پولیس د شنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۷مه) په کندهار کې یو ویجاړ شوی موټر ګوري چې د هوایي ډګر پنځه تنه ښځینه کارکوونکې په کې ووژل شوې. وسله والو د افغانستان په جنوب کې د هوایي ډګر پنځه تنه کارکوونکې او د هغوی موټروان ووژل، چې دا یې وښودله چې په دغه هېواد کې کارکوونکې ښځې له ګواښ سره مخامخ دي. [جاوید تنویر/ای ایف پي]

کندهار -- ای اېف پي راپور ورکړ چې افغان چارواکو، د پارلمان غړو او عادي خلکو په کندهار کې د شنبې په ورځ (د ډسمبر۱۷مه) د پنځو تنو ښځو او د هغوی د موټروان ظالمانه وژنه په کلکو ټکو وغندله.

وسله والو د افغانستان په جنوب کې د هوایي ډګر پنځه تنه کارکوونکې او د هغوی موټروان د شنبې په ورځ ووژل، او دا یې وښودله چې په دغه هېواد کې کارکوونکې ښځې له ګواښ سره مخامخ دي.

کار ته په لاره په کمین واوښتلې

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ای اېف پي ته وویل، یادې ښځې په یوه موټر کې چې د کندهار هوایي ډګر ته یې وړلې په لاره وې چې لږ تر لږه درې تنو وسله والو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.

هغه وویل، «ټولې ښځې او د هغوی موټروان چې په موټر کې ول ووژل شول. بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي او مونږ یې پلټنه پیل کړې ده.»

د کندهار د نړیوال هوایي ډګر رییس احمدالله فیضي وویل، دغه ښځې د یوې خصوصي کمپنۍ کارمندانې وې او کار یې دا وو چې د ښځینه مسافرانو د بکسونو او ځانونو تلاشي به یې کوله.

هغه وویل، دغه ښځې وروسته له هغه اندېښمنې شوې چې له داسې خلکو څخه یې ګواښونه ترلاسه کړل چې د هغوی د وظیفې ترسره کولو مخالف ول.

هیچا هم سمدلاسه د برید مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو د کندهار هغه ښځې چې له کورونو څخه بهر وظیفې ترسره کوي له پخوا راهیسې د طالب اورپکو او نورو یاغیانو د حملو له خطر سره مخامخ دي.

د وحشت غندنه

د ای اېف پي د راپور په اساس، افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې د بې ګناه ملکي خلکو او ښځو وژنې «د افغانستان د دښمنانو کمزوري» وښودله.

ای اېف پي راپور ورکړ چې، ملګرو ملتونو هم دغه وژنې وغندلې او د دې پېښې د «چټکې، مؤثرې، بې طرفانه او شفافې څېړنې» غوښتنه یې وکړه.

د مشرانو د جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په کندهار کې په ښځو باندې شوی برید وغانده او زیاته یې کړه، «طالبان او یاغیان د اسلامي اصولو او افغاني کلتور مخالف دي.»

هغه د مشرانو جرګې ته وویل، «افغانان بې ګناه ښځې وژني نه، بلکه حمايه کوي یې،»

د ولسي جرګې غړي اکبر ستانکزي د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۸مه) سلام ټایمز ته وویل، حکومت به د هغه چا پر ضد ګامونه واخلي «چې بې ګناه ښځې یې ووژلې؛ دغه کار د طالبانو لپاره شرم دی.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، چارواکو یوه پلټنه شروع کړې ده او ژر به مجرمان ونیسي.

د کندهار یوه اوسېدونکي رحمت الله افغان سلام ټایمز ته وویل، «د یاغیانو په دې غیرانساني کار باندې هر څوک په غوسه دی،»

هغه وویل، «مونږ د خپل حکومت ملاتړ کوو. طالبان زمونږ دوستان نه دي، نه هم مسلمانان دي. هغوی ښځې او بې ګناه خلک وژني.»

سخت تکلیفونه ور رسېدل

افغان ښځو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې ډېر پرمختګونه کړي دي، خو بیا هم هغوی په عام ژوند کې محرومې دي، او په لوړه سطحه له تاوتریخوالي، ظلم او بدې استفادې سره مخامخ دي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۷۰۰ څخه ډېرې قضیې ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې له دې نه په مخکې کال کې په ټول کال کې ۵۰۰۰ قضیې ثبت شوې وې.

د تېر کال په اکتوبر کې، نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو په کندهار کې د ملګرو ملتونو یوه کارمنده چې د حقونو مدافع وه ووژله.

او په ۲۰۱۳ کال کې، یوه جیګپوړې ښځینه پولیس افسره په ګاونډي ولایت هلمند کې هغه وخت ووژل شوه چې کار ته روانه وه. نګار چې پنځه کاله یې په پولیسو کې کار کړی وو، په لشکرګاه کې یې د مهمو کسانو د جنایي څېړنو په ډیپارټمنټ کې د سب انسپېکټرې په توګه کار کاوه.

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په تیارولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

‌‌‌‌‌‌ډيری داسی پښی وشی خو تر اوس یی چا پښتنه نه ده کړی سرف ده څو ورځو لپاره په رسینویو کی دا خبری کرمی وی بس په تش نوم بادی ده ښځو وازت لرو

ځواب ورکړئ

په تيرو ۱۵ کالو کي افغان ښځو ډير پرمختګونه کړي دي او کوي يي که څا هم ستونزي ډيري دي خو دوی بيا هم مبارزه کوي خودغه بريدونه ټول پاکستان کوي خو افسوس چي امريکا يي په داسي کړنې سترګي پټي وي دغه يي نن پېښه نده دغه ۳۸ کاله کيږي چي پاکستان په افغانستان کي لاسوهنه کوي او تبليغات کوي چي افغان ښځي ولي تعليم کوي دوی بايد تعليم ونکړي که څا هم پاکستان په خپل هيواد کي دننه په ښځو تعليمونه کوي خو زموږ هيواد کي بيا هم دغه حرام بولي او موږ داسي پېښې په کلکو ټکو غندو

ځواب ورکړئ