کابل -- ملګرو ملتونو د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۶مه/ وویل چې هغوی د یوه پراخ شوي بندیز په هکله چې په ټول هېواد کې په دغې نړۍ واله اداره کې د ښځو د کار کولو مخه نیسي، د «وضاحت» غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې هغوی د سې شنبې په ورځ خبرداری ترلاسه کړ چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو باندې بندیز به په دغې نړۍ واله اداره کې هم تطبیق شي.
که څه هم چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر کار باندې بندیز لګول شوی، لاکن د ملګرو ملتونو کارکوونکي تر دې دمه مستثنی ول.
هغوی د لیندۍ په میاشت کې د ټولو بهرنیو او کورنیو غیرحکومتي موسساتو لپاره له یوه صادر شوي حکم څخه چې ښځې یې په ټول افغانستان کې له کار څخه ایسارې کړې وې، مستثنی ول.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل، «یوناما د اوسنیو چارواکو له خوا د یوه حکم خبر ترلاسه کړی چې د ملګرو ملتونو داخلي ښځینه کارکونکي له کار څخه منع کوي.»
هغه زیاته کړه چې ملګرو ملتونو «له بیلابیلو سرچینو څخه اوریدلي چې دا حکم په ټول هیواد کې تطبیق کیږي.»
دوجاریک وویل، تر اوسه کوم لیکلی حکم نه دی ترلاسه شوی، خو ملګرو ملتونو پلان درلود چې په کابل کې له چارواکو سره وګوري او «یو څه وضاحت وغواړي».
دوجاریک وویل، د ګوتریش لپاره، «هر دغه ډول بندیز به د منلو وړ نه وي او په حقیقت کې به دا د تصور وړ هم نه وي».
هغه وویل، «دا په یوه ځورونکې لړۍ کې تازه حرکت ده چې د مرستندویو موسساتو وړتیا کمزورې کوي څو ډېرو اړو کسانو ته لاس ورسوي.»
هغه وویل، «ملګري ملتونه ښځینه کارکونکیو ته اړتیا لري چې ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي،» او یادونه یې وکړه چې ملګري ملتونه په هېواد کې بشري مرستو ته اړو ۲۳ ميليونو وګړو ته د رسېدلو لپاره کار کوي.
د مرستې رسولو لپاره ښځو ته اړتیا
یوې بهرنۍ مرستندویې کارکوونکې وویل، چې د ملګرو ملتونو په ښځینه کارمندانو باندې بندیز به ستر اغېز ولري.
هغه د نوم د نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «ښځینه کارکونکې ښځینه ګټه اخیستونکې په ګوته کوي چې په ټولو ادارو کې په همدې ډول مخته ځي، او دغه کار به د ملګرو ملتونو په ښځینه کارمندانو باندې لګېدلي بندیز سره لا نور اغېزمن شي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، ملګرو ملتونو شاوخوا ۴۰۰ افغان مېرمنې په کار ګومارلي -- چې دا د هغو څه باندې ۶۰۰ ښځینه کارکوونکو ډېره برخه ده چې په افغانستان کې کار کوي. په هیواد کې د ملګرو ملتونو په ۳۹۰۰ کسیز پیاوړې کاري ځواک کې په مجموعي توګه شاوخوا ۳۳۰۰ تنه افغانان موجود دي.
دوجاریک وویل، «دا ډیره ستونزمنه ده چې حتی تصور وکړو چې څنګه موږ له خپلو ښځینه کارمندانو څخه پرته بشردوستانه مرستې وړاندې کړو. په ښکاره ډول، ټولنې او کلتور ته په پام سره، تاسو ښځو ته اړتیا لرئ ترڅو ښځو ته مرستې ور ورسوي.»
تېر کال د بندیز له اعلانېدلو څخه وروسته، یو شمېر غیرحکومتي موسسو د اعتراض په توګه خپل ټول فعالیتونه وځنډول، چې د افغانستان ۳۸ میلیونه وګړي چې نیمايي یې له لوږې سره مخامخ دي او په مرستندویو موسسو باندې متکي دي، له لا نورو کړاوونو سره مخامخ شول.
د څو ورځو اوږدو بحثونو داسې یوې هوکړې ته لاره جوړه کړې وه چې د روغتیا په سکتور کې کارکوونکې ښځې به له فرمان څخه مستثنی وي، او د مرستو رسولو په سکتور کې د کارکوونکیو په ګډون د ملګرو ملتونو کارمندانې هېڅکله تر بندیز لاندې نه وې راغلې.
د مرغومي په میاشت کې، وروسته له هغه چې سیمه ایزو چارواکو ډاډ ورکړ چې افغانې ښځې کولی شي د روغتیا په برخه کې کار ته دوام ورکړي، لږ تر لږه درې مخکښو نړیوالو مرستندویو ادارو په افغانستان کې ژوند ژغورونکی کار په قسمي توګه بیا پیل کړ.
پاملرنې، سیف دي چلډرن او آی ار سي د لیندۍ په نیمایي کې د حکومت د هغه حکم په اعتراض کې خپل عملیات وځنډول چې افغانې ښځې یې د مرستې له کار څخه منع کړې وې.
تېره میاشت د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، وېره لري چې افغان چارواکي ښايي په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو په کار باندې لګېدلی بندیز د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته هم ور وغځوي.
ښځې له ټولنې څخه واېستل شوې
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د سویس په جنیوا کې په یوې وروستۍ وینا کې وویل، د ښځو په ورځني ژوند کې محدودیتونه «ښایي د جنسیتي ځورونې جرم وګڼل شي».
چارواکو د تنکي عمر نجونې ثانوي ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړي وې، او ښځي اجازه نه لري چې د افغانستان په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.
ښځې له ډیرو حکومتي وظیفو څخه ایستل شوي، له نارینه محرم څخه پرته له سفر کولو څخه منع شوي او امر ورته شوی چې له کورونو څخه بهر ځانونه کلک پټ کړي او د پټوالي د بېلګې په توګه ورته د چادرۍ د استعمال ویل شوي دي.
دغه راز، ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې عامه پارکونو یا باغونو ته لاړې شي.
یو شمېر چارواکو ویلي، چې د ښځو پر زده کړو لګېدلی بندیز لنډمهاله دی، خو له ژمنو سره سره هغوی په دې کې پاتې راغلي چې د نجونو ثانوي ښوونځي، چې له یوه کال څخه ډېرې مودې راهیسې تړلي دي، بېرته پرانیزي.
د ښوونځیو د بندولو لپاره، د بودیجې له نشتوالي څخه نیولې د نصاب تر اصلاح پورې ډېرې بهانې وړاندې کیږي.
خو د ځینو چارواکو په وینا، حقیقت دا دی چې خورا محافظه کار دیني عالمان د ښځو لپاره د عصري زده کړو په هکله ژور شکونه لري.
په افغانستان کې د نجونو په ښوونځيو باندې د محدودیتونو په ترڅ کې، ځینې خپلې زده کړې په آنلاین ډول پرمخ بیایي.
یو شمیر آنلاین صنفونه چې په دې وروستیو کې یې شمېر زیات شوی، په افغانستان کې دننه ترسره کیږي، په داسې حال کې چې پاتې نور له نورو هیوادونو په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو څخه اداره کیږي.
له دې امله چې ښځې د هیواد په پرمختګ کې لوی رول لوبوي، له بده مرغه باید ووایم چې د واکمن حکومت مشران دې ښځې ته هیڅ درناوی نه لري. د اوسني نظام د واکمنانو پر وړاندې د نړۍ والې ټولنې ګواښونه او اعتراضونه اوس هم لږ دي. نړۍ باید په دې برخه کې د افغانستان د خلکو غږ له پامه ونه غورځوي. لکه چې لیدل کیږي، د مرستندویه موسسو په دفترونو کې د ښځو د کار د ممانعت له امله، د افغانستان د خلکو لپاره په دې سختو ورځو کې یو شمیر موسساتو خپل کار ودراوه، چې دا یو ټکان ورکوونکی خبر دی.
ځواب ورکړئ7 تبصره
ښه خبره دا ده چې ملګرو ملتونو د افغانستان له اوسني حکومت سره خپل مخالفت ښودلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي، د طالبانو له خوا په دغې اداره کې د ښځو د کار د منع کولو پرېکړه د نړۍ والو قوانینو له مخې غیر قانوني ده او عملي به یې نه کړي. یوناما د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې د دې کړکېچ د هر ډول منفي پایلو پړه به د طالبانو پر غاړه وي. ملګرو ملتونو په خپله نوې اعلامیه کې د طالبانو هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې په دغه سازمان کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ویلي چې طالبان د ښځو د کار د منع کولو په پریکړه کولو سره غواړي دغه سازمان دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام او د خپلو ژمنو د عملي کولو تر منځ انتخاب وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په دې برخه کې بیا کتنه پیل کړې او د راتلونکې میاشتې تر ۵ مې پورې به د دغه سازمان دریځ روښانه شي. دغه سازمان ویلي چې هڅه کوي د پخوانۍ بین الافغاني کمیټې له لارې خپلو حیاتي بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي. یوناما ټینګار کړی چې هغوی په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار د بندیز ټول اړخونه او پایلې ارزوي او د طالبانو له خنډ سره د مخامخ کېدو په صورت کې خپل فعالیتونه دروي. تېره اوونۍ طالبانو د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو په کار باندې بندیز ولګاوه. د طالبانو دې پرېکړې سخت کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي. په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو له بندیز وروسته یوناما له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې د دې ادارې دفترونو ته دې نه ورځي. ملګري ملتونه باید له ط
ځواب ورکړئ7 تبصره
۸-که فکر کوي چي په تدریجي توګه به خلک د نجونو ددغه حق څخه پر شا سي، دوی اصلاً د انسان پېژندني او عقلانیت سره نا اشنا چلند کوي. ۹-که دوی ځانونه ټولني ته د آیډیالو په توګه ورمعرفي کوي او یا داسي نمونې وړاندي کوي چي د هغوی لوڼي او خویندي تعلیم نه کوي، دا څوک نه ورسره مني ځکه چي په بهنرنیو پوهنتونونو کي د طالب مشرانو لوڼي له هیچا پټي نه دي. آن د تېري دورې بېلګي یې خلکو ته په ډاګه دي. ۱۰-که دوی فکر کوي چي په دې توګه به په اوږده مهال کي د حکومتولۍ څخه د ښځو ونډه وباسي او ټولنه به یواځي د نیمي برخي لخوا اداره کېږي، دوی د افغانستان د انزوا او خپلي بقا ډېر هوايي فکر کوي. خلک یې د تېرو څو میاشتو راهیسي په ازمایښتي ډول ګوري چي دوی څه کوي او د ناڅاپي بدلون له سایکالوجیکي شاک څخه راوزي. که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دی. د دې ټولو غلطو محاسبو پایله دین، ارزښتونو، افغانانو او افغانستان ته په سپکه سترګه کتل او د افغانانو خوارول دي. دا کار یې د خورا ځپل سوي ولس دردول او د خپل ځان په وړاندي کرکه زیاتول دي چي هم په ملي او هم بین المللي کچه ټولو ته زیان رسوي. په وړاندي یې د دوی له منځه، په هیواد کي او په نړیواله کچه هره معقوله او سوله ییزه لاره تعقیبول پکار دي.
ځواب ورکړئ7 تبصره
د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د غلطو محاسبو پر بنسټ خطرناکه پرېکړه ده. ۱-که د دین په نامه دا کار کېږي نو دا د خدای، د هغه د رسول او دیني ارزښتونو څخه سرغړونه ده. ممکن د هغه دین امر وي چي د پاکستان پوځ جوړ کړی دی او پر افغانستان یې په یوه بڼه خو په پاکستان کي یې په بله بڼه پلی کوي. چي دا بالاخره د اسلام په وړاندي حساسیتونه او ناسم درکونه راپورته کوي. ۲-که د کلتور په نامه دا کار کېږي، دا د افغانانو اصلي کلتور نه دی بلکې د کلتور هغه غلط پوهاوی دی چي عمران خان یې خپروي او افغانان د جهالت د دورې خلک معرفي کوي. ۳-که پر نړیوالو د فشار لپاره دا کار کېږي، نړیوالو ته د امارتوالو د عقل، وطندوستۍ او تدبیر کچه ټیټه ورمعرفي کوي او په مجموع کي ځان بې ارزښته کوي چي برعکس پایلي ترلاسه کوي. ۴-که د رسمیت پېژندلو لپاره وي، نو دا د دولت جوړوني او نړیوالو سره د یوه دولت د تعامل ترکچي کښته چاره ده چي برعکس پایله لري او نړیوال به یې د یوې تاریک فکره تروریستي ډلي په توګه وپېژني. ۵-که د خپلو ټیټ رتبه جنګیالیو سره د فاصلې وېره لري چي دوې لسیزي یې د ښوونځیو په تخریب د جګړې انګېزه ورکوله، ممکن ټولنیزو رسنیو د هغو ذهنیت ور جوړ کړی او دې ته چمتو کړی وي چي د نجونو ښوونځي وزغمي. خو که پخوا نه پوهېدل چي دوی د قدرت پر سر قربانۍ ورکوي او اوس وپوهېږي چي مشران یې د قدرت لپاره آن د معصومو نجونو چي دوی یې ویني راتلونکی بربادوي، ممکن په وړاندي یې ودرېږي. ۶-که دوی فکر کوي چي د نجونو د ښوونځیو موضوع د نړیوالو او کورنیو مخالفینو سره د مذاکراتو او چنو لومړی سرحد وټاکي او وخت یې ورضایع کړي لکه د سولي په مذاکراتو کي چي یې وخت واژه، دا فکر یې ځکه ناسم دی چي دوی ته دا مهال د حکومتولۍ بوج ور له غاړي دی.
ځواب ورکړئ7 تبصره
ښه، نو زمونږ او د ملګرو ملتونو تر منځ فرق څه شو؟ مونږ عادي خلک یې هم غندو او ملګري ملتونه هم. اصلا هر څوک خپلې ګټې ته ګوري. که نه، بې پیلوټه الوتکې هسې هم ګرځي. هغه کسان دې معلوم کړي چې دغه ډول جنایت کوي او ځای په ځای دې یې وولي. امریکا خپل دښمن زواهري په څو دقیقو کې ختم کړ لاکن د افغانانو دښمن د بل چا دښمن نه دی چې ختم یې کړي. دا ډول خلک چې د تعلیم او د کار مخه نیسي، دا د افغانانو دښمنان او د پردیو جاسوسان دي. عام افغانان له جنګونو دومره ستړي شوي، چې جنګ کول څه چې ان عادي پاڅون ته هم جوړ نه دي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو پر حال رحم وکړي.
ځواب ورکړئ7 تبصره
طالبان خپله هم په دې مطمین دي چې بې له ښځو په افغانه ټولنه کې د موسساتو فعالیت ناشونی دی او په بار بار ما شخصاً ترې دا خبرې اورېدلي دي. خو دا چې ولې یې اوس ډېر وخت وروسته د مچیو ځالې (یوناما) ته لاس ور وړی نه پوهېږم، کنه ولې یې له پیله د نورو موسساتو سره یو ځای د یوناما ښځینه کار کوونکې هم له دندو نه په کور کولې. دا چې دا امر ورته چا کړی یا وړاندیز ورته چا کړی د طالبانو په زیان لګیا دي او دا مشورې په زوره طالبان د کمره سرته ور نږدې کوي چې بلاخره به یوه ورځ ګړنګ ته لوېږي. بې له ښځو ژوند سخت دی او امکان هم نه لري چې وشي. که له ښځو ژوند کېده ولې د اصحابو (ع) په زمانه کې ښځو په غزاګانو کې برخه اخیسته؟ خو له همدې معلومېږي چې ښځو ته په پراخه کچه اسلام د کار کولو حق ورکړی چې باید ترې وانخیستل شي. هو دا چې افغانانو یو او بیا مسلمانانو یو ښه ده چې حجاب مراعت شي او خوشبختانه د افغانانو په ضمیر کې بې حجابي نشته خو نه پوهېږم چې طالبان څه فکر کوي او تر کله به د ولسونو په زیان پرېکړې کوي...
ځواب ورکړئ7 تبصره
ښځې کولی شي چې په بازار کې ازادې وګرځي. د هغوی په جامو کې هیڅ توپیر نه دی راغلی. هغوی له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ازاد تګ راتګ کوي. هغوی کولی شي د ودونو تالارونو او ورته ځایونو ته ازادانه لاړې شي. دلته پوښتنه دا ده، چې ولې ښځې له خپلو دندو منع کېږي؟ نجونې ولې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې له زده کړو منع دي؟ ښځې د مرستې ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړې دي. ایا دا ښه خبره ده چې ښځې له ښځو سره مخامخ شي او خبرې وکړي که له نارینه وو سره؟ کوم کار په اسلامي شریعت کې جواز لري؟ طالبان باید هېڅکله هم په کوم وزارت یا کومې ادارې کې چې ښځې په کې ونډه ولري، یا کومې دولتي یا بهرنۍ موسسې چې له ښځو سره مرسته کوي، ښځینه کارکوونکې له دندو منع نه کړي.
ځواب ورکړئ7 تبصره