جرم او انصاف

تنکۍ نجونې د طالب اورپکو له خوا په فاریاب کې په روژه کې د وحشیانه ډله ییز جنسي تېري کیسه کوي

د هدایت الله راپور

کورنۍ وویل چې طالب اورپکي د ۱۳۹۸ د غوايي په ۱۶مه نیمه شپه د فاریاب ولایت په قرم قل ولسوالۍ کې یوه کور ته ورننوتل، پلار او مور یې ووهل او په دغو دوه خویندو یې چې ۱۶ او ۱۷ کاله عمرونه لري ډله ییز جنسي تېري وکړل. [متین]

کندوز -- د تېرې میاشتې په نیمایي کې د کلي امنیت هغه وخت ګډوډ شو چې د طالبانو د ډلې اړوند شپږ سړي نیمه شپه د یوې کورنۍ کور ته ورننوتل او په دوه تنکیو نجونو یې ډله ییز جنسي تېري وکړل.

کورنۍ وویل چې دغه سړي د غوایي په ۱۶مه په نیمه شپه کې د فاریاب ولایت په یوسف میرزایي کلي کې د کورنۍ کور ته ورننوتل. هغوی د نجونو مور او پلار ووهل او بیا یې په دوه خویندو چې ۱۶ او ۱۷ کاله عمرونه یې لرل ډله ییز جنسي تېري وکړل.

له برید څخه وروسته نجونې د ولایت په مرکز میمنه کې په روغتون کې بستر کړای شوې. اوس هغوی هلته له خپلوانو سره پاتې کېږي.

د نجونو مور ممه خال د هغې شپې د وحشت کیسه وکړه.‌

عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دوه هغه خویندې ښیي چې طالب اورپکو د غوایي په ۱۶مه په قرم قل ولسوالۍ کې د هغوی په کور کې پرې ډله ییز جنسي تېری وکړ.

عکس چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دوه هغه خویندې ښیي چې طالب اورپکو د غوایي په ۱۶مه په قرم قل ولسوالۍ کې د هغوی په کور کې پرې ډله ییز جنسي تېری وکړ.

هغې د غوایي په ۲۵مه په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې په فاریاب کې خبریالانو ته وویل، «نیمه شپه وه چې ما مې د لورګانو چیغې واورېدلې.‌ کله چې زه راپورته شوم، ومې لیدل چې طالبانو زما یوه لور په کور کې یوې کوټې ته او بله [په کلي کې] خپلې حجرې ته بوولې ده.»

هغې وویل، «څلورو سړیو زما په یوې لور جنسي تېری وکړ او دوه نورو مې په بله لور جنسي تېری وکړ، خو درېیمه لور مې چې فرشته نومېږي او ۱۴ کاله عمر لري په دېوال د ټوپ وهلو له لارې زمونږ د ګاونډیانو کور ته وتښتېدله.»

«هغوی [طالبانو] زه په فرش کش کړم او بلې کوټې ته یې ورسولم.‌ هغوی زما مېړه وواهه او په پړي یې وتاړه.»

هغې وویل، «دا کلی د طالبانو تر کنټرول لاندې دی... مونږ نه پوهېدلو چې هغوی به د وحشي حیواناتو په څېر زمونږ د لوڼو په عزت حمله وکړي.»

د نجونو پلار چې ایګان بیردي نومېږي او ۶۸ کاله عمر لري دوه بریدګر خپل پخواني ګاونډیان وبلل او ویې ویل چې اصلاً د قرم قل ولسوالۍ د یوسف میرزایي کلي اوسېدونکي دي.

هغه وویل چې هغوی د شپږ کسیز ګروپ مشران وو او زیاته یې کړه چې هغوی د هغه په لوڼو له جنسي تېري څخه وروسته طالبانو ته ورستانه شول.

بیردي وویل هغه هڅه وکړه چې خپلو لوڼو ته نجات ورکړي او طالبانو ته یې عذر او زارې وکړې.

هغه وویل، «ما هغوی ته وویل چې 'تاسو هم زما په څېر عزت لرئ.‌ تاسو باید له خدای نه ووېرېږئ. د روژې په دې مبارکه میاشت کې دا ناوړه عمل مه کوئ،' خو زمونږ لوڼې د هغوی د وحشت ښکار شوې.»

هغه وویل، «زه پر طالبانو لعنت وایم.‌ هغوی د قران او حدیث په هکله هېڅ خبر نه دي، او هغوی هڅه کوي چې خپل شیطاني هدفونه تطبیق کړي.»

د قربانیانو لپاره انصاف

نجونې، چې هغوی هم وایي چې دوه بریدګر یې وپېژندل، د هغې پېښې په هکله ترخې خاطرې لري.

ذکیه چې ۱۷ کاله عمر لري وویل، «مونږ د شپې ویدې وو او ناڅاپه مو ولیدل چې وسله وال سړي زمونږ کور ته راننوتل.‌ مونږ ولیدل چې هغوی طالبان وو او مخونه یې پټ کړي وو.‌ له هغه وروسته، ما د هغه څه چې ماته پېښ شول تمه نه لرله.»

هغې د هغې وحشیانه شپې د وریادولو پر وخت په ژړا کې وویل، «طالبانو زه خپلې حجرې ته بوتلم او یو شمېر سړیو پر ما جنسي تېری وکړ.»

۱۶ کلنې نرګس وویل، «ما هغوی وپېژندل چې هغوی هغه طالبان وو چې یو وخت زمونږ ګاونډیان وو.»

هغې هغه لفظ ته په اشارې چې د دیني علومو د زده کوونکیو لپاره کارول کیږي او وروسته بیا د طالبانو نوم وګرځېد، وویل، «زه خلکو ته په ښکاره وایم چې هغوی طالبان نه دي، بلکې هغوی جنسي تېریګر او حیوانات دي.

دغو خویندو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په ادارو غږ وکړ چې د هغوی کیسه دې خپره کړي او یو کمپاین دې پیل کړي څو مرتکبینو ته سزا ورکړل شي.

په بلخ ولایت کې د بشري حقونو د کمېسیون رییس سید محمد سمیع وویل، هر هغه کار چې له بشري حقونو سرغړونه کوي هغه جرم بلل کیږي.

هغه وویل، «دغه ظالمانه عمل چې هر چا ترسره کړی دی هغه د شریعت قانون مات کړی دی.»

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د پولیسو یوه افسر ډګروال عبادالله ذکي زاده تایید کړه چې دغه پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه به په نژدې راتلونکي وخت کې دغه سیمه له طالبانو څخه پاکه کړي.

ذکي زاده وویل، «دا په ریښتیا سره د دغې کورنۍ په وړاندې د وحشت بدترین شکل دی. مونږ هوډ لرو چې د دغې کورنۍ لپاره انصاف وغواړو.»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا سره مسلمانان وي، ولې هغوی دا جنایتونه ترسره کوي؟‌ هغوی د غیرمشروع کارونو ترسره کولو ته په دوام ورکولو سره د اسلام د دین نوم بد کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ساده خبره دا ده چې طالبان ترهګر دي.

ځواب ورکړئ

دظلم اخري حد الله ج د ظالمان تباه او برباد کړی دمسؤلو چارواکو څخه بايد ددي پېښي پوښتنه وشي ددی ولس ساتنه ددوی حق او مسوليت دې .دوي چيرته وه ولی مخه نه شوه نیولي .که نن دوي ته سزاوې ورنه کړي شي سبا ته دي ته ورته پېښې بيا تکراريږي.

ځواب ورکړئ

دا کار دطالب پہ نوم شوى

ځواب ورکړئ

دا يو غټ دروغ دى او څوک غواړى چه طالبان بدنام کى او دغه کار کوم بل چا کړى دى چى طالبان بدنام کى،

ځواب ورکړئ

قسم په الله چې دظلم روان وي په افغانانو به الله هیڅکله رحم ونه کړي

ځواب ورکړئ

زه باوري یم چې طالبان داخبره ردوي، خو زه وایم پر ځای ددې چې دا خبره رد کړي ددې پیښې څیړنه دې وکړي او عامیلینوته دې علني سزا ورکړي، په دې کار سره به په راتلونکي کې دنورو جرمونو مخه هم ونیول شي. ددې پیښې پر څیړنه دوی ځکه مجبور دي چې ددوی تر واک لاندې ساحه کې دا پیښه شوې.

ځواب ورکړئ

دا د طالبانو په جامه کښي حیوانات او وحشیان دي، چي نه اسلام او نه شریعت، دین او مذهب پېژني.... تاسو ټول طالبان په دې تورن کړي دي، خو فکر نه کوم یا ددې تمه او امید هم نه لرم چي طالب دي داسي عمل وکړي! که تاسو ته ددې په مقابل کښي پیسې درکول کیږي هغه بیا جلا خبره ده!

ځواب ورکړئ

تاسو ټول د خپلو کیبورډونو شاته له طالبانو څخه ملاتړ کوئ. ولې تاسو له افغانانو سره مرسته نه کوئ؟ ځکه چې تاسو ټول منافقان یئ. زه پخپله د دغه نژاد سپی نه لرم خو که زما له کورنۍ سره داسې کار شوی وای، ما به توپک ډک کړی او شپږ کسان به مې پټ مخ راوستي وای، او دې ته به مې نه وای کتلي چې جرم چا کړی دی. دغسې به عدالت تامین شوی وای.

ځواب ورکړئ

زه به تر هغه ارام کېننم چې د هغوی خوټې پرې شي او په خولو کې یې ورتخته شي.

ځواب ورکړئ

دداسی پیښو د ریپورټ په صورت کی د انجونو د عکسونو او نومونو نشرول غیر قانونی عمل او شخصیت وژنه ده تاسی باید عکس خپور نکړی او د اصلي نومونو پر ځای مستعار نومونه وکاروی.

ځواب ورکړئ