امنیت

افغان ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د هدایت الله راپور

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۳۰مه په کندوز کې د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ د جنګ په ترڅ کې په یوه هاموي کې ناست دي. چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د غوایي په ۳۰مه په کندوز باندې د طالبانو یوه غټه حمله په شا وتمبوله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د غوایي په ۳۰مه په کندوز کې د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ د جنګ په ترڅ کې په یوه هاموي کې ناست دي. چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د غوایي په ۳۰مه په کندوز باندې د طالبانو یوه غټه حمله په شا وتمبوله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کندوز -- د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وایي هغوی هڅې ګړندۍ کړي چې د اورپکو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند ډګروال عبدالهادي جمال وویل،‌ افغان ځواکونه داسې عملیاتي پروسیجرونه تعقیبوي چې د ملکی خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.

هغه وویل، «د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۹مه، افغان ملي اردو د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په ماماخېل کلي کې تصفیوي عملیات ترسره کړل.‌ کله چې زموږ ځواکونه هلته ورسېدل طالبان د ځایي خلکو په کورونو کې پټ ول.»

جمال وویل، «وروسته له هغه چې موږ پوه شوو چې طالبان په کورونو کې پټ‌ دي او خلک یې یرغمل نیولي،‌ موږ مجبور شوو چې ډېر په احتیاط سره مخکې لاړ شو او ... له بېلابېلو تکتیکونو څخه مو کار واخیست.»

هغه وویل، «په دې عملیاتو کې چې نږدې درې ساعته وخت یې ونیو،‌ افغان ملي اردو وکولی شوای چې د څلورو کورنیو غړي وژغوري ، اته طالب جنګیالي یې ووژل او څلور نور یې بندیان کړل.»

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو افسر بریدمن عبدالمالک منصوري په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د افغان ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو دروغژنې اوازې خپروي.‌

منصوري وویل، «په هر عملیات کې چې ما په کې برخه لرله، زموږ غټ تمرکز په دې وو چې د ملکي خلکو ژوند وژغورو.»

هغه وویل، «طالبانو تل داسې پروپاګند خپراوه چې افغان ملي اردو ملکي خلکو ته تلفات ور اړوي، خو ملکي خلک ډېر ښه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه څومره په دقت سره عملیات ترسره کوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، طالبانو د وري په میاشت کې ۲۰۸ ملکي کسانو ته تلفات وراړولي، چې د ۱۳۹۸ د وري د میاشتې په نسبت ۲۵٪ زیاتوالی ښیي.‌

د ملکي خلکو تر شا پټېدل

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، په توپیر سره،‌ طالبان له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي او د هغوی له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي.

امیري وویل، «ولایتي شورا ته تل له ولسوالیو او کلیو څخه شکایتونه راځي چې طالبان په کورونو، جوماتونو، عامه ځایونو او حکومتي ودانیو کې سنګرونه نیسي او له حکومتي ځواکونو سره نښتې کوي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې دا کار ځینې وختونه د ملکي تلفاتو او د دولتي ملکیتونو د ویجاړېدلو سبب کیږي.»

افغان ځواکونو تل هڅه کړې چې له یاغیانو سره د نښتو په ترڅ‌ کې ملکي خلک خوندی کړي، خو طالبان د ملکي خلکو هېڅ‌ پروا نه کوي.‌

په کندوز ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حمیدالله ساحل وویل، «له نېکه مرغه چې افغان امنیتي ځواکونو تل د طالبانو په سنګرونو باندې نېغ په نېغه بریدونه کړي او هڅه یې کړې چې د ملکي خلکو د ژوبلېدلو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، له بده مرغه طالبان د ملکي خلکو د ژوند پروا نه کوي. په امنیتي ځواکونو باندې د هغوی بریدونه دقیق نه وي، او اکثر وختونه د هغوی هاوانونه د استوګنې په سیمو کې لګېږي چې ملکي خلک -- په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژني.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید حفیظ الله فطرت وویل، په کندوز ولایت کې د ملکي خلکو اکثر تلفات د طالبانو له خوا رامنځته کیږي.‌

فطرت وویل، «زموږ معلومات ښیي چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په ترڅ کې، ډېر شمېر ملکي خلک طالبانو تلف کړي، چې اکثر یې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د چاودنو، بریدونو، د ملکي خلکو تر شا د پټېدلو او غیرقانوني وژنو په سبب پېښ شوي دي.»

هغه د دقیقو ارقامو له ورکولو څخه پرته وویل، «په دغو تلفاتو کې ښځې، ماشومان او سړي چې په وسله والو شخړو کې وژل شوي دي شامل دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان او افغان امنیتي ځواکونه دواړه د ملکي خلکو د وژنې مسؤل دي. په وروستي جنګ کې چې په ترڅ کې یې طالبانو په کندوز باندې برید وکړ او افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمبول، د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې په یوه کلینیک باندې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل شول. یوه ورځ وروسته، دوه افغانانې، یوه مور او یوه لور د خان اباد ولسوالۍ په مفلي کلي کې په یوه کور باندې د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شوې، او د عېن کورنۍ دوه زامن ټپیان شول. زه باید یو شی په روښانه ډول ووایم چې د افغانستان په ښارونو کې د اکثرو ملکي خلکو د وژنې مسؤل طالبان دي، په داسې حال کې چې د وطن په کلیو او ولسوالیو کې د اکثرو ملکي خلکو د وژنې مسؤل افغان امنیتي ځواکونه دي.

ځواب ورکړئ