امنیت

د وینا په ازادۍ په وروستي برید کې افغان ژورنالست د طالبانو له خبرداري وروسته په مرګ وویشتل شو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د طلوع نیوز د خبرو اترو د پروګرام پخوانی چلوونکی نعمت روان د غوایي په ۱۶مه په کندهار کې یوه ورځ وروسته له هغه وویشتل شو چې طالبانو د رسنیو کارکوونکیو ته خبرداری ورکړ. [ټولنیزې رسنۍ]

د طلوع نیوز د خبرو اترو د پروګرام پخوانی چلوونکی نعمت روان د غوایي په ۱۶مه په کندهار کې یوه ورځ وروسته له هغه وویشتل شو چې طالبانو د رسنیو کارکوونکیو ته خبرداری ورکړ. [ټولنیزې رسنۍ]

کندهار -- چارواکو وویل، د تلوېزیون یو نوموتی خبریال یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د رسنیو له خوا «د طرف پالو راپورونو» پر ضد خبرداری ورکړ،‌ د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۶مه/ په کندهار ښار کې په مرګ وویشتل شو.

نعمت روان تر تېرې میاشتې پورې د هېواد له مخکښ تلوېزیون طلوع نیوز سره د خبرو اترو پروګرام د کوربه په توګه کار کاوه او بیا یې د مالیې وزارت سره د رسنیو د کارپوه په توګه کار پیل کړ.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وویل، هغه «د نامعلومو وسله والو سړیو له خوا ووژل شو».

د طلوع نیوز تلوېزیون مشر لطف الله نجفي زاده د ټوېټر په ټولنیزه رسنۍ په یوه پوسټ کې ولیکل، «زړه مې درد وکړ چې خبر شوم چې یو ملګری او پخوانی همکار مې نعمت روان نن په کندهار ښار کې وویشتل شو.»

د دغې وژنې مسؤلیت هیچا هم پر غاړه نه دی اخیستی، خو په وروستیو میاشتو کې د ژورنالستانو د وژنو د یوې څپې پړه پر طالبانو ور اچول شوې ده.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو یوه ویاند خبرداری ورکړ چې د رسنیو هغه کارکوونکي چې «طرف پاله راپورونه ورکوي هغوی به یې حساب ورکړي».

د هېواد د سولې د شورا رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د رسنیو پر ضد د طالبانو ګواښ او «د افغان ژورنالستانو د غږ چوپ کولو هرې هڅې» وغندلې.‌

د ژورنالستانو، فعالانو او قاضیانو په ګډون د افغانستان د لوستې طبقې غړي له څو میاشتو راهیسې د بمي بریدونو او ویشتنو هدف ګرځول کیږي او ډېر یې مجبور شوي چې یا پټ شي یا له هېواد څخه وځي.

دغه وژنې تېر کال د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو راهیسې زیاتې شوي دي، او داسې وېرې یې رامنځته کړي چې یاغیان د مذاکراتو په تمېدلو سره هغه کسان چې هغوی فکر کوي مخالفین یې دي له منځه وړي.

د معافیت د نړۍ والې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل له خوا د یوه ترتیب شوي لست په اساس، د ۲۰۲۰ میلادي کال په بهیر کې لږ تر لږه ۱۱ افغان ژورنالستان ووژل شول او راپورونه وایي چې څلور نور په روان کال کې وژل شوي دي.

د کب د میاشتې په نیمایي کې د رسنیو درې کارکوونکې په جلال اباد کې وژل شوې.

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې په وروستیو کې ویلي چې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د رسنیو شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کارکوونکیو خپلې دندې پرېښي دي.‌

افغانستان له ډېر وخت راهیسې په نړۍ کې د ژورنالستانو لپاره یو له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

د ژورنالستانو خولې بندول

د بشري حقونو د څار ادارې د وري د ۱۲مې په یوه راپور کې په طالبانو باندې تور ولګاوه چې ژورنالستان په نښه کوي او وژني.‌

په دغه راپور کې د یادې ادارې د اسیا د څانګې مرستیالې پتریشیا ګوسمین وویل، «په داسې حال کې چې د ټولو لوریو افغانان په راتلونکي‌ افغانستان کې د بیان د ازادۍ د خوندیتابه لپاره سره مذاکرات کوي، د ګواښونو او وژنو یوې څپې په یوه متزلزل حالت کې افغاني رسنیو ته یو خفه کوونکی پیغام لېږلی دی.»

هغې وویل، «د ګواښونو او تاوتریخوالي‌ له لارې د منتقدینو په چوپ کولو سره، طالبانو په افغانستان کې د یوې ازادې ټولنې د ساتلو لپاره هیلې کمزورې کړي دي.»

د بشري حقونو د څار اداره وایي، په وژونکو بریدونو سربېره، طالبان په هغو سیمو کې چې هغوی په کې د پام وړ نفوذ لري او دغه راز په کابل کې، په یو لړ ګواښونو، ډارولو او تاوتریخوالي کې هم لاس لري.

راپور وایي، «هغه څوک چې ګواښونه کوي هغوی د یوه ژورنالست د کار، کورنۍ او خوځښتونو په هکله کافي اندازه معلومات لري، او له دغو معلوماتو څخه داسې استفاده کوي چې هغوی یا دې ته مجبوروي چې خپل کار پخپله سانسور کړي، کار په چورلټ ډول پرېږدي، یا له تاوتریخوالي ډکو پایلو سره مخامخ شي.»

په ځینو پېښو کې طالب ځواکونو ژورنالستان د څو ساعتونو یا د یوې شپې لپاره بندي کړي دي.‌

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد روشن د وري په میاشت کې وویل، «طالبانو په وروستیو کې په ژورنالستانو،‌ د رسنیو کارکوونکیو او د بیان د ازادۍ په فعالانو باندې بریدونه زیات کړي څو د بیان د ازادۍ غږ چوپ کړي او رسنۍ ونشي کولی چې د یادې ډلې له خوا ترسره کېدونکي جنایتونه وپوښي.»

روشن وویل، «طالبان د ټولو هغو جنایتونو او بریدونو مسؤل دي چې په کې ژورنالستان، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان وژل شوي دي، او موږ په دې هکله کافي اندازه شواهد لري.»

د ماندګار ورځپاڼې مسؤل مدیر نظري پریاني د وري په میاشت کې وویل، «ژورنالستان، رسنۍ او د بیان ازادي ډېر دښمنان لري، او یو له دغو دښمنانو څخه طالبان دي چې غواړي افغانستان ۲۰ کاله مخکې وخت ته ستون شي.»

پریاني وویل، «له دې امله، هغوی ژورنالستان او د مدني حقونو فعالان په نښه کوي چې هیڅوک هم ونشي کولی چې قدرت ته د هغوی د احتمالي ستنېدلو په صورت کې په هغوی باندې انتقادونه وکړي.»

هغه زیاته کړه، «رسنۍ، ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان داسې څوک دي چې ټولنه بدلوي. د هغوی په نښه کولو سره، اورپکي هڅه کوي چې د وېرې او ترهې چاپېریال جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې اونۍ یو له ډېرو خفه کوونکیو او زړه ماتوونکیو خبرونو څخه د نعمت الله روان د مرګ خبر وو. نوموړی یو له ډېرو بریالیو افغان ژورنالستانو څخه وو چې په وحشیانه ډول ووژل شو. د دغه ځوان وژنه نورو ژورنالستانو او د رسنیو د کورنۍ غړو ته یو خبرداری دی.

ځواب ورکړئ

افغانستان د دې هېواد د ژورنالستانو لپاره یو غټ دوزخ بلل کیږي. د تېر یوه کال په ترڅ کې، مونږ هره میاشت یو یا دوه غټ ژورنالستان له لاسه ورکړي دي. نعمت الله روان د دې هېواد له با استعدادو کدرونو څخه وو چې په ډېره بې رحمۍ سره شهید کړای شو.‌ هغه په ډېر لږ وخت کې خپل ځان مشهور کړ او په تنکۍ ځوانۍ کې یې د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای وموند.‌ د هېواد ټولو خلکو هغه پېژانده. هغه په ښایسته کندهارۍ لهجه په طلوع نیوز باندې خبرونه وړاندې کول. زه دغه ځوانیمرګ ته له خدای (ج) څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم او د هغه کورنۍ او د رسنیو د کورنۍ ټولو غړو ته تسلیت وایم. انالله وانا الیه راجعون.

ځواب ورکړئ