رسنۍ

د طالبانو له خوا د ژورنالستانو پر وړاندې تاوتریخوالی او زورول د بیان ازادۍ د بندولو معنی لري

د خسرو راپور

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۷مه اخیستل شوی، افغان ژورنالستان نعمت الله نقدي (ښی) او د اطلاعات روز ورځپاڼې تقي دریابي په کابل کې د طالبانو له توقیف څخه له راخلاصېدلو وروسته په خپل دفتر کې ناست دي.‌ طالبانو دغه دوه افغان ژورنالستان د یوه لاریون د پوښلو له امله څو ساعته بندیان کړي او په وهلو شنه اړولي ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وږي په ۱۷مه اخیستل شوی، افغان ژورنالستان نعمت الله نقدي (ښی) او د اطلاعات روز ورځپاڼې تقي دریابي په کابل کې د طالبانو له توقیف څخه له راخلاصېدلو وروسته په خپل دفتر کې ناست دي.‌ طالبانو دغه دوه افغان ژورنالستان د یوه لاریون د پوښلو له امله څو ساعته بندیان کړي او په وهلو شنه اړولي ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ژورنالستانو، د طالبانو له خوا د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته اونیو کې، د اورپکو په لاس د ډیریدونکي تاوتریخوالي او ځورونې په هکله راپورونه ورکړي دي.‌

مثلا، طالبانو د وږي په ۱۷مه په کابل کې د اطلاعات روز (معلوماتي ورځپاڼې) پنځه ژورنالستان په داسې حال کې ونیول چې د ښځو د حقونو د یوه اعتراض په هکله یې معلومات ټولول.

د دغې ورځپاڼې مسؤل مدیر ذکي دریابي په ټولنیزو رسنیو د دوه نیول شویو خبریالانو عکسونه خپاره کړي وو؛ چې د یوه د ملا په لاندنۍ برخه او پښو باندې غټې،‌ سرې تغمې لیدل کېدلې او د بل په اوږه او مټ باندې ورته نښې لیدل کېدلې.

عکاس نعمت الله نقدي ای اېف پي ته وویل، «یوه طالب زما په سر باندې پښه کېښودله، زما مخ یې له سمنټو سره سریخ کړ. هغوی زه په سر باندې په لغتو ووهلم... ما فکر کاوه چې هغوی به ما ووژني.»

نقدي وویل سم چې هغه عکسونه اخیستل پيل کړل یو طالب جنګیالی نږدې ورغی.‌

هغه وویل، «هغوی ماته وویل، ته اجازه نه لرې چې عکسونه اخلې.»

نقدي وویل، «هغوی ټول هغه کسان چې عکسونه یې اخیستل ونیول او د هغوی ټیلیفونونه یې قید کړل.»

ادعا کیږي چې طالبانو تر دې مخکې د زمري په ۲۷مه هم په جلال اباد کې د یوه لاریون د عکاسۍ پر وخت د اریانا نیوز کمره مین نوید محمود نعیمي او د پژواک خبري اژانس عکاس ببرک امیرزاده ووهل او شکنجه کړل.

په عین ورځ طالبانو د خورشید تلوېزیون خبریال نوید احمد کاوش په داسې حال کې وواهه چې د کابل هوایي ډګر سره نږدې ځای څخه یې راپور ورکاوه.

وهل، شکنجه کول او سانسورول

په پروان کې د سکندر احمدي په نامه یوه ژورنالست وویل، افغان ژورنالستان نیول کیږي، وهل کیږي، شکنجه کیږي، کاري مواد یې سانسور کیږي او خبريالۍ ته یو مخ پر ودې ګواښ متوجه دی.‌

هغه وویل، د طالبانو له خوا نیول او د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کول «او د طالبانو ګواښونه د هغوی له خوا د ژورنالستانو پر وړاندې مستبدانه چلند په ګوته کوي.»

احمدي چې له ۱۵ کالونو راهیسې یې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی، وویل، هغه نور نشي کولی چې د امنیتي اندېښنو له امله په مستقله توګه کار وکړي.‌

هغه وویل، په عین موقف کې په سلګونو ژورنالستانو یا هېواد پرېښی یا یې له ژورنالیزم سره خدای په اماني کړې ده.‌

یوې افغانې ژورنالستې زهرا جویا چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته له افغانستان څخه وتلې، وویل، «طالبانو په وروستیو ورځو کې تر ۱۴ پورې ژورنالستان ونیول او د ژورنالستانو د ملاتړو ګروپونو له منځګړتوب څخه وروسته خوشې کړای شول.»

هغې وویل، «د تېرو کالونو په ترڅ کې، موږ لیدلي چې طالبانو ګڼ شمېر ژورنالستان په نښه کړل.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویاندې راوینا شمداساني د وږي په ۱۹مه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې سمدلاسه د هغو کسانو پر وړاندې چې په سوله ییزه توګه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سره غونډېږي او هغه ژورنالستان چې اعتراضونه تر پوښښ لاندې نیسي، د زور کارول او د هغوی مستبدانه توقیفونه ودروي.»

هغې وویل، «هغه ژورنالستان چې هڅه کوي صرف خپله وظیفه ترسره کړي ډېر ځورول کیږي.»

افغاني رسنیو ته هېڅ هیله نشته

طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوی به د رسنیو ازادي، د غیر مشخصو اسلامي اساساتو سره سمه، وساتي، لاکن د هېواد په بېلابېلو برخو کې هغه ژورنالستان چې اعتراضونه تر پوښښ لاندې نیسي په ډېرېدونکي ډول ځورول کیږي.‌

د طالبانو په ډاډ باندې لږ خلک باور کوي

جویا وویل، «له بده مرغه داسې هیله نشته چې طالبان به په ازاد او بې طرفانه ډول راپور ورکولو ته اجازه ورکړي ځکه داسې ښکاري چې هغوی د بیان ازادۍ او د رسنیو خپلواکۍ باندې باور نه لري.»

هغې د طالبانو له خوا په هرات کې په ښځینه ژورنالستانو باندې وروستي بندیز ته په اشارې سره وویل، «موږ په ځینو ولایتونو کې له خپلو ژورنالستو دوستانو سره له نږدې څخه اړیکې لرو او پوهېږو چې طالبانو د رسنیو چارې درولي دي

په پروان کې ژورنالست احمدي وویل چې طالبان نه غواړي ژورنالستانو ته په ازادانه او خپلواکه توګه د راپور ورکولو په اجازې سره خپل اعتبار له خطر سره مخامخ کړي، او ورځ تر بلې د هغوی او د ازادو رسنیو پر وړاندې په زیاتېدونکي ډول له تاوتریخوالي څخه ډک چلند غوره کوي.‌

احمدي وویل، د طالبانو له خوا د هېواد د واک له ترلاسه کولو راهیسې له ۱۵۰ څخه ډېرې رسنۍ بندې شوي او په سلګونو ژورنالستان له کاره ګوښه کړای شوي دي.‌

په پروان کې، طالبانو له نهو هغو راډېوګانو څخه چې پخوا یې هلته فعالیت کاوه یواځې یوې ته اجازه ورکړې چې خپلو خپرونو ته دوام ورکړي خو په سیاسي پروګرامونو او خبرونو یې ورته بندیز لګولی دی.‌

د خامه پریس مسؤل مدیر خوشنود نبي زاده وویل، د طالبانو په راتګ سره د افغانستان د رسنیو په فعالیتونو کې جدي بدلونونه راغلي دي.‌

هغه وویل، پخپله د نبي زاده په ګډون ژورنالستان بهر ته وتلي ځکه چې هغوی د طالبانو له خوا له ممکنو انتقامونو څخه وېرېږي.‌

نوموړي یادونه وکړه چې خامه پریس او پخپله نبي زاده پخوا د ځانمرګو بمي بریدګرو له خوا په نښه کړای شوي ول.

نبي زاده زیاته کړه، «د طالبانو له خوا د ځپلو او تاوتریخوالي له ډاره، په لسګونو ژورنالستان پټ شوي او اوس هم هڅه کوي چې له افغانستان څخه د وتلو یوه لاره پیدا کړي.»

نبي زاده وویل، په ورته وخت کې، هغه رسنۍ چې اوس هم کار کوي په دې نه دي توانېدلي چې په صحیح توګه راپور ورکړي.‌

هغه وویل، «معلوماتو ته لاسرسی ډېر محدود دی،‌» او زیاته یې کړه چې رسنۍ له مالي ننګونو سره هم مخامخ دي.‌

نبي زاده وویل،‌ که طالبان خپل سیاست بدل نه کړي، تمه نشته چې رسنۍ به د هغوی تر حاکمیت لاندې فعالیت ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Refugee

ځواب ورکړئ

طالبان که همداسې په خپل خره سپاره وي او ترې کوز نه شي، نو تر ډېره بریده ممکن ګڼ شمېر نورې رسنۍ هم خپل فعالیتونه ودروي. د طالبانو له راتګ وړاندې په پراخه کچه رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس یې ځینو خپل نشرات بند کړي او کومې رسنۍ چې اوس نشرات کوي په هغوی هم محدودیتونه وضع کړل شوي دي. خبریالان نه شي کولی په ازاد او صحیح ډول خپل خبرونه، راپورونه او مرکې جوړې کړي او معلومات راټول کړي. د طالبانو له راتګ سره سم په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې هم پیل شوي، خبریالان، د افغان پوځ کارکوونکي، مدني فعالان... او عام خلک په نښه کېږي، له کورونو اېستل کېږي او په بېلا بېلو نومونو وژل کېږي. که څه هم طالب مشرانو ویلي چې د دوی افراد په دغه ډول پېښو کې لاس نه لري او د داسې پېښو د پلټنې خبرونه ورکوي. دلته بیا داسې معلومېږي چې طالب وسله وال لګیا دي درګرده خپل غچ اخلي (ښايي په دې کار یې مشران خبر نه وي) خو که خبر هم وي نو ځان پرې نه پوهوي.

ځواب ورکړئ