رسنۍ

د رسنیو په بندېدلو سره طالبانو د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی دی

د عمران او ای اېف پي راپور

د شاوخوا ۲۰ افغانو ښځو یو ګروپ د تلې په ۲۹مه په کابل کې د پوهنې وزارت سره نږدې ځای څخه د مالیې وزارت پورې لاریون کوي. طالب مقاماتو ښځو ته اجازه ورکړې وه چې د شاوخوا یو نیم ساعت په مخه ازادانه حرکت وکړي، خو یو خارجي ژورنالست د ټوپک په کنداغ ووهل شو او د طالبانو د ډلې یوه غړي پسې واخیست. [ماریک ویرماک/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- په داسې حال کې چې طالبان د رسنیو او هر هغه چا پر ضد چې د نوې ادارې پر وړاندې خپل غږ پورته کوي، په ډېرېدونکي ډول دښمني ښیي، په افغانستان کې د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی دوام لري.

طالب جنګیالیو د پنجشنبې په ورځ‌ /د تلې ۲۹مه/ په کابل کې د ښځو د حقونو په یوه لاریون کې څو ژورنالستان وډبول او هڅه یې وکړه چې د رسنیو له خوا د پېښې د پوښښ مخه ونیسي.

د ښځو یوه ګروپ چې شاوخوا ۲۰ کسانې په کې وې د سهار له ۱۰ بجو څخه مخکې په کابل کې د پوهنې وزارت سره نږدې ساحې څخه لاریون پیل کړ او د مالیې وزارت پورې په داسې حال کې لاړې چې خواته یې موټرونه روان ول‌.‌

هغوی چې رنګین ټیکري یې په سر کړي وو داسې شعارونه ورکول، «تعلیم مه سیاسي کوئ» او داسې لوحې یې لېږدولې چې پرې لیکلي وو: «موږ د زده کړو او کار کولو حق نه لرو» او «بې کاري، بې وزلي، لوږه».‌

image

د طالبانو د ډلې غړي (ښي) د تلې په ۲۹مه په کابل کې د ښځو د حقونو د یوه اعتراض په هکله راپور برابروونکیو ژورنالستانو باندې برید کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

image

د طالبانو د ډلې یو غړی (منځ) د تلې په ۲۹مه په کابل کې د ښځو د حقونو تر پوښښ لاندې نیوونکیو ژورنالستانو په لوري اشاره کوي. طالبانو د لاریون رسنیز پوښښ له تاوتریخوالي څخه په ډک ډول وځاپه او څو تنه ژورنالستان یې وډبول. [بولینټ کیلیچ/ای اېف پي]

image

د طالبانو د ډلې غړي د تلې په ۲۹مه په کابل کې د ښځو د حقونو لپاره د لاریون کوونکیو ښځو مخه نیسي. [بولینټ کیلیچ/ای اېف پي]

ای اېف پي راپور ورکړ چې، طالب مقاماتو ښځو ته اجازه ورکړه چې شاوخوا یو نیم ساعت ازادې وګرځي.

بیا دوو طالب جنګیالیو یو خارجي ژورنالست چې د لاریون عکسونه یې اخیستل وواهه.‌

یوه طالب جنګیالي هغه ژورنالست د ټوپک پ کنداغ وواهه،‌ کنځلې یې ورته وکړې او په شا یې په لغته وواهه په داسې حال کې بل د بوکس وار پرې وکړ.‌

لږ تر لږه دوه ژورنالستان هغه وخت ووهل شول چې د خپریدو په حال کې وو، طالب جنګیالیو هغوی تعقیب کړل او د سوکانو او لغتو وارونه یې پرې وکړل.

ځینو طالب جنګیالیو چې د لاریون د پولیسو وظیفه یې ترسره کوله د زغرو په ګډون نظامي جامې اغوستی، فلزي خولۍ په سر او زنګون پوښونه لګولي وو، په داسې حال کې چې نورو بیا دودیزې افغاني جامې اغوستی وې.‌

له هغوی سره اېم ۱۶ بریدګر توپکونه او کلاشینکوفونه په لاسونو کې وو.‌

د لاریون یوې منتظمې زهرا محمدي ای اېف پي ته وویل چې ښځو هغوی ته له پېښو خطرونو سره سره لاریون کاوه.

هغې وویل، «وضعیت داسې دی چې طالبان د هېڅ شي درناوی نه کوي؛ نه د بهرنیو او داخلي ژورنالستانو او نه د ښځو.»

هغې وویل، «ښوونځي باید د ښځو پر مخ بیا پرانستل شي،لاکن طالبانو له موږ څخه دا حق واخیست.»

د طالبانو له خوا د زمري په وروستیو کې د واک ترلاسه کولو څخه وروسته، له یوې میاشتې څخه ډېر وخت وشو چې د لېسو نجونې ټولګیو ته له تګ څخه منع شوي، په داسې حال کې چې ډېرې ښځې کار ته له تګ څخه ایسارې شوي دي.‌

محمدي وویل، «ټولو نجونو او ښځو ته زما پیغام دی چې: له طالبانو څخه مه ډارېږئ، حتی که ستاسو کورنۍ اجازه هم نه درکوي چې له کوره راوځئ. مه ډارېږئ، راوځئ، قرباني ورکړئ، د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړئ.»

زهرا وویل،‌ «موږ باید دا قرباني ورکړو ترڅو راتلونکی نسل ارام ژوند ولري.»

رسنۍ بندې شوې

دا لومړی ځل نه دی چې ژورنالستان د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي یا انتقام سره مخامخ شوي دي.

طالبانو عکاس مرتضی صمدي د وږي په ۱۶مه په هرات کې هغه وخت ونیو چې هغوی یو عام لاریون وځاپه.‌ د هغې ځپنې په ترڅ کې دوو ژورنالستانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له لسو څخه ډېر نور ټپیان شول.‌

د وږي په ۲۵مه طالبانو په هرات کې د سیاسي چارو یو فعال برزین خطیبي چې له رسنیو سره یې د هغو ستونزو په هکله خبرې کولې چې عادي افغانان ورسره مخامخ دي، ونیو. خطیبي او صمدي دواړه د تلې په ۸مه خوشې کړای شول.

د رسنیو پر وړاندې د طالبانو دښمني دا معنی هم لري چې ډېرو ژورنالستانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.‌

دوه میاشتې مخکې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو راهیسې له ۱۵۰ څخه ډېرې برېښنايي او چاپي رسنۍ بندې شوي، چې په سلګونو ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي ورسره بې کاره شوي دي.

ګل احمد الماس چې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یې په یوه محلي راډېو کې شپږ کاله کار کړی وو، هغه وخت خپله وظیفه له لاسه ورکړه چې طالبانو واک ترلاسه کړ.

الماس وویل، له هغه وخت راهیسې د هغه ژوند ډېر سخت شوی.‌

هغه وویل، «زه له هغه وخت نه چې زموږ سټېشن په غور کې فعالیتونه وځنډول او له نورو رسنیو سره زما کار پای ته ورسېد، بې کاره شوی یم. اوس زه له دښتې څخه د سون لرګي راوړم او په فیروزکوه کې یې خرڅوم ترڅو د کورنۍ لپاره مې نفقه وګټم.»

هغه وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د افغانستان رسنۍ او ژورنالستان یواځې پرې نه ږدي او د رسنیو ملاتړ وکړي څو په هېواد کې د بیان ازادي خوندي شي.»

په غور ولایت کې د ذبیح الله وفا په نامه یوه بل ژورنالست هم د طالبانو له خوا د واک په ترلاسه کولو سره خپله وظیفه له لاسه ورکړه.

هغه وویل، «ما ۱۰ کاله په غور کې د ژورنالست په توګه کار وکړ او ښه ژوند مې درلود، خو اوس زه مجبور یم چې خښتې جوړې کړم او بیا یې په بازار کې خرڅې کړم.»

وفا هم په هغو موسساتو باندې چې د رسنیو ازادۍ ته وده ورکوي، غږ وکړ «چې د افغاني رسنیو او ژورنالستانو ملاتړ وکړي او دا ډاډمنه کړي چې له افغانستان څخه راپور ورکول ونه درېږي.»

په بادغیس کې د عبدالرازق صدیقي په نامه یوه ژورنالست وویل، «په بادغیس ولایت کې رسنیو ته لاسرسی ډېر محدود شوی او هیڅوک هم ژورنالستانو ته ځواب نه وايي، چې دا حالت رسنۍ مجبوروي چې خپل فعالیتونه ودروي.»

صدیقي چې مجبور شوی تعمیراتي کار ته یې مخه کړې، وویل، «په نتیجه کې، ما وظیفه له لاسه ورکړه.»

هغه وویل، «لس کاله د ژورنالست په توګه کار کولو څخه وروسته، زه مجبور شوم چې قلم مې په بېل باندې بدل کړم. زه مجبور شوم چې خپله تعلیمي او ژورنالستیکه تجربه یو طرف ته کېږدم او د یوه روزمزد مزدور په توګه کار وکړم.»

صدیقي وویل، د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله، ژورنالستان او رسنۍ نشي کولی چې د تېر په څېر فعالیت وکړي.

معلوماتو ته لاسرسی محدودول

په ورته وخت کې، هغه ژورنالستان چې اوس هم کار کوي، اندېښنه لري چې طالبان معلوماتو ته لاسرسی محدودوي او دا چې په حکومتي ادارو کې هیڅوک هم د هغوی غوښتنو ته ځواب نه وایي.‌

په غور ولایت کې یوه خبریال عبدالظاهر زاهد وویل، طالب چارواکي خبریالانو ته ځواب نه وایي.‌

هغه وویل، «ما په مکرر ډول حکومتي ادارو ته مراجعه وکړه چې معلومات ترلاسه کړم یا په متوازن ډول د راپور ورکولو لپاره د هغوی نظر واخلم، لاکن طالب چارواکو له مرکې کولو سره هوکړه نه کوله.»

هغه وویل، «اکثر طالب چارواکي د مرکو کولو لپاره غوښتنې سمدلاسه ردوی او ان دا چې ژورنالستان ګواښي.»

زاهد وویل، له غور څخه راپور ورکول معلوماتو ته په لاسرسي د محدودیتونو له امله ډېر سخت شوي دي.

له انتقام اخیستنې څخه د خلکو وېره هم د کار کولو لپاره د ژورنالستانو وړتیا محدودوي.‌

په هرات کې مېشت خبریال احمد جواد جویا وویل، «خلک له طالبانو څخه ډارېږي او نه غواړي چې د روانو سختو حالاتو په هکله له رسنیو سره خبرې وکړي. له دې امله، هغوی نه غواړي چې مرکې ورسره وشي.»

هغه وویل هغه په ښار کې ساعتونه وخت تېروي او هڅه کوي چې د شتو اقتصادي ستونزو، ناامنۍ، بې باورۍ او بې کارۍ په هکله معلومات ترلاسه کړي، لاکن هیڅوک هم دې ته نه چمتو کیږي چې خبرې وکړي.

هغه وویل، «واک ته د طالبانو له راستنېدلو څخه مخکې، هر چا لیوالتیا لرله چې له رسنیو سره خبرې وکړي او خپلې ستونزې به یې په اسانۍ سره شریکولې، لاکن اوس لږ خلک حاضر دي چې مرکې وکړي او خپل غږونه پورته کړي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد نادر الکوزي وویل، طالبانو د رسنیو ازادي سخته ځپلې او هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې د یادې ډلې په کارونو باندې انتقاد وکړي.

هغه وویل، «طالبان د بیان ازادۍ باندې باور نه لري او هر څه چې په واک کې لري هغه کوي څو مخالفت چوپ کړي.»

الکوزي وویل، د بیان ازادي د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې یوه لاسته راوړنه وه، لاکن طالبانو د خلکو د خولو په بندولو او په خلکو کې د وېرې په رامنځته کولو سره وځپله.

هغه وویل، «افغانان وېرېږي چې که غږ پورته کړي، له ناوړو عواقبو سره به مخامخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر غلط کار یې کړی دی. ژورنالستان باید ازاد پرېښودل شي چې خپل کار وکړي او د حکومتونو او واکمنیو تېروتنې راوباسي، وړاندې یې کړي او حکومتونه هغه اصلاح کړي. د ټوپک په وسیله هر څه نه کیږي. رحمان بابا وایي: هغه کار چې په نرمۍ ترسره کیږي څه حاجت چې رساوه شي تر جنګونه

ځواب ورکړئ