امنیت

په غور کې د خبریال له وژلو څخه دوه میاشتې وروسته طالبان بیا راغلل چې کورنۍ یې ووژني

د عمر راپور

د غور ولایت ځایي چارواکو وویل، طالب اورپکو د کب په ۸مه د وژل شوي ژورنالست بسم الله عادل ایماق په کورنۍ برید وکړ، لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. دا پېښه تقریبا دوه میاشتې وروسته له هغه وشوه چې اورپکو د ولایت په مرکز فیروزکوه کې ایماق وواژه. [نجیب الله نظري]

هرات -- په غور ولایت کې ځایي چارواکو تایید کړه چې، د ژورنالست بسم الله عادل ایماق له وژلو څخه دوه میاشتې وروسته،‌ طالب اورپکي بیا ورغلل چې د هغه کورنۍ ووژني، د هغه درې خپلوان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.‌

د غور د والي ویاند محمد عارف عابر وویل، طالبانو د کب په ۸مه د عادل ورور، ورېره او یو د تره زوی ووژل.‌

هغه وویل، «په وژل شویو کې ... یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم شامله ده.»

د غور غږ راډېو رییس ایماق د مرغومي په ۱۲مه د ولایت د مرکز فیروزکوه لوېدیځ ته په تیغي تیمور کلي کې د طالبانو په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

د بسم الله عادل ایماق پلار ګل محمد د خپلې کورنۍ د درېوو هغو غړو سر ته ویر کوي‌ چې طالب اورپکو د کب په ۸مه په غور ولایت کې ووژل. [له نجیب الله نظري څخه په مننه]

د بسم الله عادل ایماق پلار ګل محمد د خپلې کورنۍ د درېوو هغو غړو سر ته ویر کوي‌ چې طالب اورپکو د کب په ۸مه په غور ولایت کې ووژل. [له نجیب الله نظري څخه په مننه]

د کب په ۵مه په هرات ښار کې له ۵۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو جنګ وغندي او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي. [عمر/سلام ټایمز]

د کب په ۵مه په هرات ښار کې له ۵۰۰ څخه ډېر دیني عالمان د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو جنګ وغندي او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي. [عمر/سلام ټایمز]

د ایماق د کورنۍ غړو،‌ په داسې حال کې چې د درې قربانیانو مړي یې په فیروزکوه کې خښولو ته وړل د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه وکړه.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل، دغه برید د طالبانو ځایي قوماندانانو ته وفادارو جنګیالیو کړی دی.‌

د ایماق پلار ګل محمد د درې جسدونو سر ته د ویر کولو پر وخت وویل، د هغه د ژورنالست زوی قاتلان بیا راغلل چې د هغه د کورنۍ نور غړي هم ووژني.‌

هغه وویل، «زما زوی او وراره د طالبانو قوماندانانو مولوي احسان الله (د امان الله بیګ ورور)، مولوي عبدالعزیز او مولوي سرور ووژل.»

د ایماق ورور لالاګل وویل،‌ «د طالبانو د یوه سرګروپ احسان الله بیګ ورور او د هغه سړیو زموږ په کور باندې برید وکړ. کله چې موږ خپل یو ټپي شوی ورور روغتون ته لېږداوه،‌ احسان الله بیګ بیا موږ ته کمین ونیو او دا ځل یې زما بل ورور او د تره زوی ووژل.»

هغه وویل، «زما ۱۲ کلنه ورېره هغه وخت ووژل شوه چې زموږ په کور باندې د طالبانو یو راکټ ولګېد.»

طالبان د ژورنالستانو او ملکي خلکو منځ کې ویره خپروي

د غور ولایت لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس مبارک شاه شېرزاده وویل، د ایماق د خپلوانو وژل یو جنایت دی او د دې کار عاملان باید عدالت ته راکش کړای شي.‌

هغه وویل، «د تېر کال په ترڅ کې، طالبانو په غور ولایت کې د سړک غاړې بمونو، جنګونو او د [طالبانو] د صحرایي‌ محکمو په ترڅ کې د ۹۵ سړیو، ۱۲ ښځو او ۲۳ ماشومانو په ګډون ۱۳۰ ملکي کسان وژلي دي.»

په غور کې د ژورنالستانو د خوندیتابه د کمېټې رییس غلام رباني هدفمند وویل، په وروستیو کې د طالبانو له خوا د یوه وژل شوي ژورنالست په کورنۍ باندې د یادې ډلې برید ډېر وارخطا کوونکی عمل دی.‌

هغه وویل، «موږ د ژورنالستانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتابه په هکله ژوره اندېښنه لرو. د طالبانو ګواښونو او بریدونو په دغه ولایت کې په ژورنالیزم باندې مستقیم اغېز کړی دی. ژورنالستان وېرېږي چې یاده ډله به ورباندې برید وکړي.»

نړۍ وال کتونکي وایي،‌په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په ژورنالستانو او د رسنیو په کارکوونکیو باندې د طالبانو هدفي بریدونه زیات شوي، چې ۶ تنه یې د تېر کال په ترڅ کې وژل شوي او یو تن سږ کال ووژل شو.‌

هدفمند وویل، ژورنالستان د خوندیتوب احساس نه کوي او نه دا زړه کوي چې د خبرونو د پوښښ لپاره د ولایت له مرکز څخه بهر وځي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «طالبان غواړي چې د بیان ازادي بنده کړي او هیڅوک هم ونشي کولی چې د حقایقو په هکله راپور ورکړي.»

د طالبانو د غیرمشروع جګړې غندل

د هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له ۵۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د کب په ۶مه د هرات په لوی جومات کې د یوې غونډې په ترڅ کې په طالبانو باندې غږ وکړ ترڅو خپله غیرمشروع جګړه او ورور وژنه ودروي.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد عبدالمجید صمیم وویل، په افغانستان کې روان جنګ جهاد نه دی او طالبان باید د لسګونو بې ګناه ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو چې هره ورځ وژل کیږي،‌ د وژلو لپاره د اسلام له نامه څخه استفاده ونه کړي.

هغه وویل، «د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ د دوحې له تړون څخه وروسته، طالبان د جګړې کولو لپاره هېڅ بهانه نه لري.‌روان جنګ یواځې د افغانانو وژنه ده، هغه کاملا یو ناروا او غیرانساني جنګ دی.»

هغه وویل، «دا د مسلمانانو تر منځ جنګ دی چې دیني مشروعيت نه لري.»

په لویدیځ زون کې د افغانستان د علماوو د شورا یوه غړي مولوي نصیراحمد محمدي وویل،‌ په افغانستان کې روان جنګ یو حرام جنګ د.

هغه وویل، «دا جنګ د دوو مسلمانو وروڼو تر منځ دی؛ دا د مسلمانانو او کفارو تر منځ جنګ نه دی. د اسلام د حکمونو له مخې، دا جنګ مردود دی.»

محمدي وویل، «د جنګ پر خلاف چې له وراني او د بې ګناه وینې له تویولو څخه پرته نور هېڅ نتیجه نه لري، په سوله کې خیر دی، چې خلک او وطن په کې ښېرازه کېږي. موږ دیني عالمان په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې سوله وکړي ځکه دا د خدای (ج) حکم دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو له دې کورنۍ سره ډېر غټ ظلم کړی دی. هغوی باید خلکو ته ځواب ووایي چې ولې یې دا کورنۍ داسې په غم کېنوله؟ طالبان باید د عامو خلکو او ژورنالستانو وژل ودروي، که نه، خلک به د دغه ګروپ پر ضد راپورته شي او له منځه به یې وېسي.

ځواب ورکړئ