امنیت

افغان چارواکو د سولې د خبرو د 'ورو پرمختګ' پړه پر طالبانو ور واچوله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د آرشیف په دغه عکس کې چې د لیندۍ په ۱ اخیستل شوی،‌ د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (له چپ لوري دویم) د طالبانو له خوا د سولې د مرکچي ټیم له نورو غړو سره یوځای د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره (چې په عکس کې نه ښکاري) په یوه کتنه کې برخه اخلي. [پاتریک سیمانسکي/پ او او اېل/ای اېف پي]

د آرشیف په دغه عکس کې چې د لیندۍ په ۱ اخیستل شوی،‌ د طالبانو مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزی (له چپ لوري دویم) د طالبانو له خوا د سولې د مرکچي ټیم له نورو غړو سره یوځای د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره (چې په عکس کې نه ښکاري) په یوه کتنه کې برخه اخلي. [پاتریک سیمانسکي/پ او او اېل/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ‌ /د سلواغې ۱/ په طالبانو باندې سخت انتقاد وکړ چې په دې نه دي توانېدلي څو په هېواد کې د اوږده جنګ د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې په فعاله توګه برخه واخلي.

له څو میاشتنيو اوږدو بحثونو او ارزونو او لومړي پړاو څخه وروسته چې کوم ستر پرمختګ یې نه درلود، افغان حکومت او طالبان یو ځل بیا په قطر کې سره ګوري -- خو تر اوسه پورې د سولې د دویم پړاو خبرو لپاره یواځې د اجندا په هکله خبرې اترې کوي.‌

د ولسمشر اشرف غني د رسنیو سلاکار وحید عمر خبریالانو ته وویل، «له بده مرغه چې خبرې بېخي د مېږي په مزله روانې دي.»

هغه وویل، «طالبان کوم څرګند لید نه لري. موږ په هغوی کې هېڅ‌ تغیر نه وینو.»

کابل په تلپاتې اوربند ټینګار کوي او هڅه کوي چې د ۱۳۸۰ کال حکومتولۍ ترتیبات چې د طالبانو له نسکورېدلو څخه وروسته تطبیق شول، خوندي وساتي.

خو د مرغومي له ۱۷مې راهیسې چې په دوحه کې د سولې خبرې بیا پیل شوي دي، په دې هکله هېڅ رسمي اعلان نه دی شوی چې مذاکرات څنګه پرمخ روان دي.‌

هېواد د وژنو د ډېرښت له امله کړېږي

خبرې د تاوتریخوالي ډېرښت او په وژنو کې وروستي زیاتوالي زیانمنې کړي دي.‌په طالبانو باندې تور دی چې یو شمېر جګپوړي چارواکي، قاضیان، ژورنالستان او فعالان یې وژلي دي، او د وژنو دغې لړۍ جګړې وران کړی هیواد په ویر اخته کړی دی.

عمر وویل، داسې پلان نشته چې نور طالب بندیان خوشې کړای شي چې خبرې ورسره چټکې شي، او زیاته یې کړه چې د حکومت له خوا د یاغیانو مخکیني خلاصون جنګ کم نه کړ.

هغه وویل، «نه یواځې دا چې طالبانو تاوتریخوالی کم نه کړ بلکې لا نور یې ډېر کړ.»

د وږي په ۲۲مه د سولې د خبرو له پيلېدلو څخه مخکې، چارواکو له ۵۰۰۰ څخه ډېر طالب بندیان چې یادې ډلې یې تېر کال له واشنګټن سره په یوه هوکړه کې غوښتنه کړې وه، خوشې کړل.

د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس، طالبان باید له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د طالبانو له خوا القاعدې او د هغې مشر اسامن بن لادن ته پناه ورکولد دې اصلي عامل وو چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف په ۱۳۸۰ کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور کړ.‌

شواهد ښیي چې، تر اوسه پورې طالبان او القاعده په افغانستان کې د پېچلیو ترهګریزو عملیاتو په ترسره کولو کې په خپلو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې بیاکتنه

د سې شنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۳۰مه/ د متحده ایالاتو د واک ترلاسه کوونکي ولسمشر جو بایډن له خوا د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نوماند انتوني بلېنکېن وویل نوموړی به هغه هوکړه چې متحده ایالاتو تېر کال له طالبانو سره لاسلیک کړې وه له سره وارزوي.

متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۰ کال د غوایي تر میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.‌د هغه تاریخي تړون له مخې چې د تېر کال د کب په ۱۰مه لاسلیک شو، ۲۵۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي.

بلېنکېن د خپل تایید په ناسته کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې غړو ته وویل، «موږ غواړو چې دا په اصطلاح ابدي جنګ پای ته ورسوو. موږ غواړو چې خپل ځواکونه خپل هېواد ته راستانه کړو. موږ غواړو چې هلته یو څه ظرفیت وساتو چې که ترهګري بیا سر راپورته کوي پر وړاندې یې مقابله وکړي، او اصلا دا هغه څه دي چې موږ یې په پيل کې هلته بوتللو.»

بلېنکېن ژمنه وکړه چې د هغو ښځو او نجونو حقونه به په پام کې ونیسي چې ازادۍ یې د طالبانو د رژیم د واکمنۍ (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) پر وخت سختې محدودې شوې وې.‌

هغه وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو هره نتیجه «د هغو لاسته راوړنو له خوندي کولو څخه پرته چې ښځو او نجونو په تېرو ۲۰ کالونو کې په افغانستان کې لرلې» پایداره نوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان او افغان حکومت دواړه د مطلقه قدرت د ترلاسه کولو تږي دي. هغه دیموکراتیک سیستم چې اشرف غني یې په هکله خبرې کوي هغه د دیموکراتیک سیستم په څېر نه دی، بلکې داسې یو سیستم دی چې له یو محدود شمېر خلکو څخه چې ټول قدرت یې په لاسونو کې نیولی او بل هیچا ته حقونه نه ورکوي، جوړ شوی دی.‌ تر دې چې یو وزیر نشي کولی چې په خپله خوښه یو رییس وټاکي. که هغه پخپله یو رییس ټاکي، په سبا ورځ به له مجازي شبکو څخه خپل د استعفا لیک ترلاسه کړي. د جګړې د زیاتېدلو له سببونو څخه یو سبب هم دا دی، او خلک هره ورځ له دې حکومت نه فاصله نیسي ځکه چې دې حکومت نه یوازې دا چې د خلکو ستونزې حل نه کړې،‌ بلکې د غني د شپږ کلنې واکمنۍ په ترڅ کې د خلکو ستونزې لا نورې ډېرې شوې. اشرف غني چې له شپږو کالو راهیسې یې د اوبو د مهارولو په هکله چیغې وهلې، له داخلي اوبو څخه حتی د پلازمېنې برېښنا هم تأمین نه کړه.‌ اشرف غني چې ځان یو اقتصادپوه بولي، ونه توانېد چې د خلکو اقتصاد ته وده ورکړي. د اشرف غني د واکمنۍ په ترڅ کې بې وزلي څو فیصده زیاته شوه. اشرف غني د اداري فساد د له منځه وړلو په هکله خبرې کولې، خو د هغه د واکمنۍ په ترڅ کې خپل اوج ته ورسېدله. تاسو نشئ کولی چې په دې ټول حکومت کې حتی لس صادق والیان پیدا کړئ. هغوی ټول غله دي‌‌.‌ له دې امله طالبان غواړي چې رژیم بدل کړي، او هره ورځ هغوی له امریکایي چارواکو سره د کابل د حکومت د کمزورتیا په هکله خبرې کوي، او وایي چې هغوی به یو بهتر حکومت جوړ کړي.‌ په دې ورځو کې طالبان د افغان حکومت د چارواکو په نسبت امریکا ته ډېر د باور وړ دي.‌ تاسو وینئ چې اشرف غني په دې ورځو کې څو وزیران او نور چارواکي د غلا او اداري فساد له امله له کاره ګوښه کړل. د روغتیا وزیر څخه نیولې د لوګر والي پورې ټول په

ځواب ورکړئ