امنیت

د طالبانو له خوا د وژنو هدف دا دی چې ګډوډي جوړه، د منتقدینو خولې بندې او امتیاز ترلاسه کړي

د سلیمان راپور

image

افغان چارواکي د مرغومي په ۲۰مه په کابل ښار کې درې هغه سړي ښیي چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې رییس محمد یوسف رشید د وژنې د تورونو په تړاو یې نیولي دي. [د افغانستان د کورنیو چارو وزارت]

کابل -- افغان چارواکي او شنونکي وایي، طالبان غواړي چې د هدفي وژنو له لارې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته،‌ د مذاکراتو پر مېز امتیاز ترلاسه، رسنۍ کمزورې او د منتقدینو غږ غلی کړي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د مرغومي په ۹مه د مشرانو جرګې ته په خبرو کې وویل، طالبانو د ځینې ولایتونو د کنټرول په ترلاسه کولو کې له ناکامېدلو څخه وروسته مقناطیسي بمونو او هدفي وژنو ته مخه کړه او په لوګر ولایت کې یې د «عبیده کاروان» په نامه یوه شبکه جوړه کړې.

هغه وویل، د هغوی له نیول کېدلو څخه وروسته د حلقې غړو اعتراف وکړ چې هغوی ته وظیفه ورکول شوې وه چې ژورنالستان، د مدني ټولنې فعالان او نور بانفوذه شخصیتونه په نښه کړي.‌

د ملي امنیت رییس احمد ضیاء سراج په عین ورځ د مشرانو جرګې ته په خبرو کې وویل، د تېر یوه کال په ترڅ کې شاوخوا ۳۶۰۰ کسان د ترهګرۍ په تورونو نیول شوي چې ۲۷۰ تنه یې په هدفي وژنو کې ښکېل ول.

image

د ژورنالست رحیم الله نېکزاد خپلوان د مرغومي په ۲مه په غزني ولایت کې د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. نېکزاد د مرغومي په ۱ په غزني ښار کې په مرګ وویشتل شو. [ای اېف پي]

image

ویرکوونکي، د افغانې نطاقې ملالۍ میوند چې وسله والو سړیو د لیندۍ په ۲۰مه په جلال اباد کې ووژله،‌ تابوت لېږدوي. هېڅ ډلې د هغې د وژنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، «ډېرې وژنې طالبانو ترسره کړي دي. موږ شواهد او اعترافونه راټول کړي، او د دغو اعترافونو او اسنادو یوه برخه مو له رسنیو سره شریکه کړې ده.»‌

د ټاکنو د څارونکي او د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې رییس محمد یوسف رشید د وژنې د تورونو په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

آرین وویل، «هغوی د یوسف رشید په وژنه اعتراف کړی دی.»

هغه وویل، «دغه درې کسان د طالبانو د مسلمیار ډلې چې له ۵۰ څخه ډېر غړي لري او د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې فعالیت کوي، غړي دي. هغوی په هدفي وژنو سربېره، د ماینونو په خښولو او د په لاس جوړو چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ښکېل دي.»

نوموړي وویل،‌ «طالبان دا وړتیا نه لري چې د امنیتي ځواکونو پر ضد مخامخ جګړه وکړي. له دې امله، هغوی په وروستیو کې د ژورنالستانو، د مدني ټولنې د فعالانو او بې طرفه کسانو په څېر بې ګناه ملکي خلکو په نښه کولو ته مخه کړې ده.»

آرین وویل، هغوی دا کار د دې لپاره کوي «ترڅو په خلکو کې وېره رامنځته کړي.»

د خلکو غږ چوپول

په افغانستان کې د نی په نامه د رسنیو د ملاتړ د یوې غیرحکومتي موسسې رییس صدیق الله توحیدي وویل، «ژورنالستان هدف ګرځول کیږي.» هغه د هغو وژنو لړۍ ته اشاره وکړه چې په وروستیو دوو میاشتو کې ترسره شوي دي.‌

هغه وویل، «په رسمي توګه هېڅ د حکومت مخالفې وسله والې ډلې د دغو وژنو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، او طالبانو هم په کې له لاس لرلو څخه انکار کړی دی، خو د دغو بریدونو له طرز او طریقې څخه معلومیږي چې تر شا یې طالبان لاس لري، او حکومت د طالبانو د هدفي وژنو په غرض پوهېږي.»

هغو سړیو چې په لښکرګاه کې د ازادۍ راډېو د خبریال الیاس داعي د وژنې او په غزني کې د الجزیرې او رویټرز د خبریال رحمت الله نېکزاد د وژنې د تورونو په تړاو نیول شوي دي، دواړو اعتراف کړی دی چې له طالبانو سره اړیکې لري.‌

توحیدي وویل، «طالبان د دې لپاره هدفي وژنې ترسره کوي چې له خپل راتګ څخه مخکې د وېرې یو چاپېریال رامنځته کړي، ځکه هغوی غواړي اطمینان ترلاسه کړي چې خبریالان په طالبانو او هغوی په مشرتابه باندې د هغوی د تېرو وحشتونو له امله انتقاد ونه کړي.»

د طالبانو له خوا د ترسره شویو جرمونو په لست کې د ملکي خلکو وژل،‌ د صحرایي محکمو له لارې سزاګانې ورکول، غیرقانوني اعدامونه ترسره کول او د عامه شتمنیو ویجاړول شامل دي.‌

توحیدي وویل،‌ «دا چې ژورنالستان او د مدني ټولنې فعالان هېڅ ډول امنیتي پوښښ نه لري، هغوی کولی شي چې په اسانۍ سره یې په لږ مصرف د یوه مقناطیسي بم یا یوه فرد په وسیله په نښه کړي. ګډوډي او وېره رسنۍ مجبوروي ترڅو خپل مواد سانسور کړي چې دا د ترهګرو ډلو له خوا په رسنیو غیر مستقیم کنټرول رامنځته کوي.»

د وېرې چاپېریال رامنځته کول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د مرغومي په ۲۱مه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي یوه پوست کې په طالبانو باندې تور ولګاوه چې «د هرې وژنې» تر شا لاس لري، او یاده ډله یې تورنه کړه چې هڅه کوي مدني ټولنه «کمزورې یا چوپ» کړي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي فهیم چکري وویل، طالبان د خلکو نظرونه د ځان پر وړاندې یوه لویه ننګونه بولي.‌

هغه وویل، «هغوی فکر کوي چې افغان حکومت له ننګونو سره سره د د خلکو ملاتړ له ځان سره لري،‌ او ملکي خلک په طالبانو باندې حکومت ته ترجیح ورکوي له دې امله هغوی خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د سیاسي چارو شنونکي او د بشري حقونو فعالان په نښه کوي.»

چکري وویل، «طالبان باور لري چې کولی شي د هدفي وژنو په ترسره کولو سره په حکومت باندې فشار زیات کړي، په دې توګه د عامو خلکو نظرونه په خپله ګټه بدل کړي او هغوی د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «هغوی هڅه کوي چې د افغانانو لپاره د وېرې یو چاپېریال رامنځته کړي چې ملکي خلک له طالبانو سره همکاري پیل کړي یا د حکومت له ملاتړ څخه لاس وخلي.»

د کابل پوهنتون یوه استاد خلیل الرحمان سروري وویل، «طالبان غواړي چې په دغو وژنو سره د ټولنې نظرونه ووژني.»

هغه وویل، «هغوی د وینا د ازادۍ، د وګړو د حقونو، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو مخالف دي، او هغوی غواړي چې له سیاسي نظام سره له یوځای کېدلو څخه مخکې له ټولنې څخه د ولسواکۍ دا برخه لیرې کړي.»

په حکومت باندې د فشار اچولو هڅه

په کابل کې یوه افغان ژورنالست فهیم فطرت سلام ټایمز ته وویل، «له هدفي وژنو څخه زه دوه نتیجې اخلم.»

هغه وویل، «لومړۍ نتیجه دا ده چې طالبانو خپله جنګي ستراتيژي بدله کړې او وژنو ته یې مخه کړې ده څو وکولی شي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې په حکومت باندې لا ډېر فشار واچوي او د مذاکراتو په مېز باندې امتیاز ترلاسه کړي.»

«دویمه دا ده چې هغوی کولی شي په دغو هدفي وژنو سره د عامو خلکو مورال اغېزمن کړي.»

هغه وویل،‌ «د ژورنالستانو،‌ د مدني ټولنې د فعالانو او د ورته کسانو په وژلو سره هغوی کولی شي چې ټوله ټولنه ژوبله کړي، او دا د دې سبب کیږي‌ چې د حکومت پر وړاندې د ملکي خلکو کرکه راوپارېږي او همکاري ورسره ودروي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال آصف احمدزوی وویل، طالبانو د جګړې په ډګر کې له ماتې خوړلو څخه وروسته هدفي وژنو ته مخه کړې ده.‌

هغه وویل، «څه وخت مخکې، دغې ډلې په خپل ټول قوت سره په کندهار او هلمند کې بریدونه ترسره کړل، خو ماتې یې وخوړله.‌اوس هغوی هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او وېره رامنځته کړي.»

نوموړي وویل، د هغوی هدف دا دی چې «خلک د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ضد راوپاروي.»

احمدزوی وویل، «بل هغه هدف چې طالبان یې د ژورنالستانو او د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو په وژلو سره ترلاسه کوي دا دی چې د هغوی خولې وربندوي، څو عام خلک ونشي کولی چې له ډاره د طالبانو او د هغوی د جنایتونو پر ضد خپل غږ پورته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ هدف ورانی نه دی، بلکې دا دی چې د عوامو ذهنونه روښانه کړو. وګورئ ورونو! یوازې د غزني له یوې ولسوالۍ قره باغ څخه چې ډېر اوسېدونکي یې پښتانه او لږ هزاره ګان دي، د عارف رحماني، رمضان بشردوست، حفیظ الله جلیلي په څېر هزاره ګان همدا د قره باغ ولسوالۍ څخه د پارلمان غړي دي. د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر، د انتخاباتو د کمیسیون غړی قاسم الیاسي، د افغانستان د جمهوري دولت د سترې محکمې غړی علي زاده، د بشري حقونو د کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت د روغې جوړې د عالي شورا غړي حبیبه سرابي او طالب رسولي،‌ کاتب، ابن سینا او غورجستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې ټول د غزني د قره باغ ولسوالۍ هزاره ګانو پورې تړاو لري نو دوی به څنګه دې ته چمتو شي چې سیاسي هوکړه وکړي او هزاره ګان او شیعه ګان قرباني کړي.‌ تاسو پخپله قضاوت وکړئ.

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي،‌ طالبانو او افغان حکومت دواړو ګډوډي جوړه کړې ده. د افغانستان د ملي امنیت ریاست له دې امله یو لړ وژنې کوي چې مسؤلیت یې طالبانو ته ورشي او د سولې پروسه ناکامه شي.

ځواب ورکړئ