امنیت

افغان ځواکونو په کندهار کې د طالبانو بریدونه په شا وتمبول او په لسګونو جنګیالي یې ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۳مه/ وویل، د شپې له مخې د افغان ځواکونو او اورپکو تر منځ، چې په کندهار کې یې د تلاشۍ په ګڼ شمېر پوستو باندې بریدونه کړي وو، سخته جګړه کې په لسګونو طالب جنګیالي ووژل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، طالب اورپکو د ښار په چاپېرو پنځو ولسوالیو کې د تلاشۍ پر پوستو بریدونه وکړل چې افغان ځواکونو په درنو هوایي او ځمکنیو بریدونو سره بېرته په شا وتمبول.

وزارت د حکومتي ځواکونو تر منځ د کومو تلفاتو په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «امنیتي ځواکونه برید په شا وتمباوه، ۵۱ ترهګر یې ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.»

یوه ځایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، په یوه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل شول.

افغان پولیس د لیندۍ په ۲۳مه د کندهار په شهیدانو چوک کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ملکي خلک تلاشي کوي. چارواکو وویل، د شپې له مخې د افغان ځواکونو او اورپکو تر منځ، چې په کندهار کې یې د تلاشۍ په ګڼ شمېر پوستو باندې بریدونه کړي وو، سخته جګړه کې په لسګونو طالب جنګیالي ووژل شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان پولیس د لیندۍ په ۲۳مه د کندهار په شهیدانو چوک کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ملکي خلک تلاشي کوي. چارواکو وویل، د شپې له مخې د افغان ځواکونو او اورپکو تر منځ، چې په کندهار کې یې د تلاشۍ په ګڼ شمېر پوستو باندې بریدونه کړي وو، سخته جګړه کې په لسګونو طالب جنګیالي ووژل شول. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه وویل، «افغان هوايي ځواک غوښتل چې یو موټر چې له چاودېدونکیو توکو څخه ډک وو په نښه کړي... کله چې هغوی موټر وویشت، هغه وچاودېد او ملکي خلکو ته یې تلفات ور واړول.»

د دفاع وزارت وویل چې هغوی د پېښې پلټنه کوي.

له کندهار څخه د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې، دغه جنګ په شپه کې څو ساعته دوام وکړ، چې پرله پسې د ټوپکو او درنو ماشینګڼو څخه په کې کار واخیستل شو.

کندهار ولایت د طالبانو د تحریک د پیدایښت ځای دی، او د تېرو څو اونیو په ترڅ کې، اورپکو د ولایتي مرکزپه لمنو کې په ولسوالیو کې بریدونه پيل کړي دي.

له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دفاع

نړۍ والو ایتلافي ځواکونو په مکرر ډول ژمنه کړې چې که طالبان په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې برید وکړي هغوی به یې ملاتړ وکړي.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیت د لیندۍ په ۲۱مه وویل، د متحده ایالاتو هوایي ځواک وروسته له هغه طالب اورپکي په نښه کړل چې یادې ډلې د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې پر افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې برید وکړ.

لیګیت په ټوېټر په یوه پوست کې ولیکل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په دفاع کې شوی دغه برید د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په اساس دی. د طالبانو له خوا د ملکي تلفاتو ادعا دروغ ده.»

طالبانو د وږي په میاشت کې په هلمند کې هم دې ته ورته یو برید وکړ چې په لسګونو زره خلک یې تېښتې ته مجبور کړل.

هغه برید، چې د ولایت مرکز لښکرګاه یې هم په نښه کړه، د متحده ایالاتو پوځ دې ته جوړ کړ چې د افغان ځواکونو په دفاع کې د هوایي بریدونو غوښتنه وکړي.‌

د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ له شوې هوکړې راهیسې، یاغیانو په مهمو ښارونو باندې غټ بریدونه نه دي کړي لاکن په کليوالو سیمو کې یې په افغان ځواکونو باندې تقریبا هره ورځ بریدونه کړي دي.

تر هغې هوکړې لاندې، متحده ایالاتو ومنله چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه وباسي او په بدل کې یې طالبانو امنیتي تضمینونه ورکړل او ژمنه یې وکړه چې له کابل سره به خبرې ترسره کړي.

په وروستیو میاشتو کې تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې طالبانو او افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پیل کړي دي.

دغه خبرې اترې د تلې په ۲۲مه پیل شوې خو په څو اونیو کې یې لږ پرمختګ وکړ.‌

په دې میاشت کې خبرو پرمختګ کړیاو دواړو لوریو په داسې یوه کړنلاره باندې هوکړه کړې چې پروسه به بلې داسې مرحلې ته وړاندې کړي چې د مذاکراتو لپاره به اجندا جوړه کړي.

د سولې په خبرو کې وقفه

د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۲مه/ دواړو لوریو د مرغومي تر ۱۶مې پورې د یوې وقفې اعلان وکړ.‌

د افغان حکومت مرکچي نادر نادري په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا چې د اجندا توکي لا نورو مشورو ته اړتیا لري، دواړو لوریو ومنله چې دمه وکړي او د خبرو دویم پړاو د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۱۶مه بیا پیل کړي.»

د طالبانو ویاند محمد نعیم یوه تقریبا مشابه اعلامیه ټویټ کړه خو زیاته یې کړه چې له دوشنبې /د لیندۍ ۲۴مې/ څخه به د اجندا د توکو په هکله «مشورې» پیل شي.‌

افغان حکومت غوښتنه کړې چې د خبرو بل پړاو دې په افغانستان کې دننه ترسره شي.

د غني ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، غني د کابینې یوې غونډې ته وویل، «موږ غوره بولو چې د سولې د خبرو دویم پړاو په افغانستان کې دننه ترسره شي. دا مناسبه نه ده چې په دې ټینګار وشي چې خبرې دې په مجللو هوټلونو کې ترسره شي. دا مهمه ده چې خلک وویني چې خبرې څنګه کیږي، په کومو موضوعاتو باندې تمرکز کیږي او ولې؟»

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار جاوېد فیصل یاده وقفه تایید کړه او زیاته یې کړه چې کابل لېوال دی چې د مذاکراتو بل پړاو په افغانستان کې دننه ترسره کړای شي.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبانو ته د افغان حکومت مهم وړاندیز دا دی چې خبرې په هېواد کې دننه وکړئ.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لیندۍ په ۲۲مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پاتې پړاوونه باید په هېواد کې دننه تعقیب شي.»

هغه وویل،‌ «حکومت کوم خاص موقعیت په پام کې نه لري او چمتو دی چې د هېواد په هره برخه کې چې طالبان یې وړاندیز کوي مذاکرات ترسره کړي. حکومت چمتو دی چې هلته په ځانګړې توګه د خبرو لپاره ځای برابر کړي.»

په وروستیو میاشتو کې، په کابل کې ګڼ شمېر مرګوني بریدونه شوي دي چې مسؤلیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی. په دې لړ کې یو راکټي برید د لیندۍ په ۲۲مه وشو چې یو ملکي کس یې وواژه.

پولیسو وویل، د لیندۍ په ۲۳مه یوه موټر پورې نښتي بم په پلازمېنه کې دوه ملکي کسان ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بین الافغاني خبرو دویم پړاو باید په افغانستان کې دننه ترسره شي، ځکه چې په قطر کې به مرکچي ټیمونه د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو تر نفوذ لاندې وي. متحده ایالات هڅه کوي چې په راتلونکي حکومت کې طالبانو ته ډېر واک ورکړي، او یو بل مهم ټکی دا دی چې دواړه لوري باید د بین الافغاني خبرو له بیا پیلولو څخه مخکې اوربند اعلان کړي. دا څه ډول مذاکرات دي، چې یو طرف ته دواړه جنګي لوري د مذاکراتو مېز ته ناست دي، او بل طرف ته جنګ روان دی؟ طالبان افغان اردو، پولیس او نور حکومتي چارواکي په نښه کوي، او افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هوایي بریدونه ترسره کوي. نو په کار دی چې دواړه لوري د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیلولو څخه مخکې اوربند اعلان کړي.‌

ځواب ورکړئ