امنیت

د امریکا پوځ د ځواکونو د وتلو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د افغان حکومت تر څنګ به ودرېږي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

واشنګټن -- که څه هم پلانونه داسې دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم شي، لاکن امریکایي چارواکي وايي چې د متحده ایالاتو اردو به د مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدلو لپاره له افغان حکومت سره مرستې ته دوام ورکړي.

پنتاګون د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ اعلان وکړ چې تصمیم لري ترڅو له افغانستان څخه ۲۰۰۰ امریکایي عسکر وباسي او د مرغومي تر ۲۵مې پورې د ځواکونو ټول ټال شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست کرېستوفر مېلر وویل چې ده له ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړې، او «هغه له هر هغه امریکایي عسکر څخه چې د سولې او زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پياوړتیا لپاره یې مبارزه کړې ده، مننه وکړه.»

مېلر په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، «ولسمشر غني زموږ د ځواکونو وړتیاوې په ګوته کړې، او یادونه یې وکړه چې د هغوی وړتیاوې تل د کمیت په نسبت ډېرې مهمې دي.»

هغه وویل، «موږ د مذاکراتو له لارې یوه سوله ییز حل ته د رسېدلو لپاره د هغه د حکومت د کار په ترڅ کې د هغوی تر څنګ ولاړ یو.»

د غني دفتر د لړم په ۲۷مه په یوه اعلامیه کې وویل، «دواړو لوریو د سولې د پروسې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د متحده ایالاتو د ګټور پوځي ملاتړ د دوام په هکله خبرې وکړې.»

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ویلي دي چې په افغانستان کې پاتې امریکایي ځواکونه به خپل ماموریت د هغو افراطي ډلو پر ضد چې افغانستان او د نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښوي، مبارزه، او د افغان ځواکونو په ملاتړ باندې متمرکز کړي.

د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد د لړم په ۲۷مه ولسي جرګې ته وویل، «ما داسې څه نه دي لیدلي چې وښیي چې بهرني ځواکونه به ټول له افغانستان څخه وځي.»

هغه وویل، «که بهرني ځواکونه په څه دلیل له هېواد څخه وځي، اوسمهال ۹۶٪ پوځي عملیات زموږ د خپلې اردو له خوا ترسره کیږی. موږ یواځې په خپلو ۴٪ عملیاتو کې زموږ د نړۍ والو متحدینو هوایي ملاتړ لرو.»

خالد له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو ممکنه وتلو ته په اشارې وویل، «موږ وارخطا نه یو. موږ چمتو یو چې له خپل هېواد څخه په مستقل ډول دفاع وکړو

هغه وویل، «زموږ ترانسپورت او جنګي الوتکې دا وړتیا لري چې له موږ سره په هره جبهه کې د دښمن پر ضد جنګ وکړي، او موږ ته د نویو الوتکو راتلل دوام لري. څو ورځې مخکې موږ څلور الوتکې له ناټو څخه ترلاسه کړې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متحده ایالات باید په افغانستان کې د جنګ مسئله حل کړي. د متحده ایالاتو حکومت له شلو کالو راهیسې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی، خو جنګ کم نشو، او طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کیږي. کله چې متحده ایالاتو ونشوای کړای چې طالبان په جنګ کې مات کړي، دغه هېواد لږ تر لږه دا کولی شي چې په افغانستان کې سوله ډاډمنه کړي. امریکا د نړۍ زبرځواک دی، هغه پیسې او په ټولو عربي هېواونو، پاکستان او هندوستان باندې نفوذ لري. ولې هغه نشي کولی چې په خپلو پيسو او نفوذ سره افغانستان خوندي کړي. اشرف غني ۵۰۰۰ خطرناک طالب بندیان د ټرمپ په یوه ټیلیفون خوشې کړل، او کله چې ټرمپ بګرام ته راغی، هغه له اشرف غني څخه وغوښتل چې بګرام ته ورشي، او اشرف غني د امریکایي عسکرو په کتار کې د یوه عادي عسکر په څېر ولاړ وو. اوس هم هغه کولی شي اشرف غني ته ووایي چې د هېواد د سولې لپاره واک پرېږدي او یو موقت حکومت جوړ کړي. بیا به په دې هېواد کې سوله راشي. کله چې امریکا هم له طالبانو سره د جنګ د پای ته رسولو هوکړه لاسلیکوي او هم د افغان حکومت تر څنګ درېږي، او طالبان هره ورځ افغان امنیتي سرتېري وژني، سوله به رانشي. امریکا باید له وتلیو څخه مخکې د افغانستان جنګ پای ته ورسوي، او په دې هېواد کې داسې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو ډلو او قومي ګروپونو لپاره د منلو وړ وي او هیڅوک هم ناخوښه نه وي. په افغانستان کې د نظام بدلون باید پای ته ورسیږي. که امریکا طالبان او حزب اسلامي د بن کانفرانس کې شامل کړي وای، اوس به جنګ نه وای. امریکا باید له تېر څخه زده کړه وکړي او په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

ځواب ورکړئ