ديپلوماسي

د پارلمان استازي: د طالبانو د ډلې هغو غړو ته چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي په افغان حکومت کې ښه راغلاست ویل کیږي

د نجیب الله راپور

رحمت الله اندړ (له چپ نه درېیم) د لړم په ۱۵مه د ملي امنیت شورا په یوه مجلس کې برخه اخیستې ده. [د ملي امنیت شورا دفتر]

رحمت الله اندړ (له چپ نه درېیم) د لړم په ۱۵مه د ملي امنیت شورا په یوه مجلس کې برخه اخیستې ده. [د ملي امنیت شورا دفتر]

کابل -- د پارلمان غړي او شنونکي وایي، د افغانستان په حکومت کې د طالبانو د ډلې د غړو لپاره ځای شته، خو یواځې په دې شرط چې هغوی تاوتریخوالی ودروي او ژمنه وکړي چې د ټولو افغانانو لپاره د افغانستان د ښه ګرځولو لپاره به کار کوي.‌

د ملي امنیت شورا ویاند او پخوانی طالب قوماندان رحمت الله اندړ یې یو ښه مثال دی.‌

هغه وویل،‌ «حکومت یواځې د څو کسانو یا ګروپونو نه دی، بلکې د ټولو افغانانو لپاره دی. د طالبانو لپاره غټ ځای شته چې له حکومت سره یوځای شي، او په دې کې هېڅ ستونزه نشته، البته یواځې دا شرط شته چې هغوی سوله ومني.»

هغه وویل، «د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې، هر څوک ځای لري او دا هم شونې ده چې طالبان په حکومت کې جذب شي.»

رحمت الله اندړ په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [له رحمت الله اندړ څخه په مننه]

رحمت الله اندړ په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [له رحمت الله اندړ څخه په مننه]

اندړ په ۱۳۸۳ کې دوه میاشتې په حبس کې تېرې کړې او په ۱۳۸۶ کې بیا له دوه کالونو څخه د ډېرې مودې لپاره بندي کړای شو.

هغه له بي بي سي فارسي سره په خبرو کې چې د تلې په ۲۵مه خپرې شوې، وویل، د ۱۱ کالونو په مخه د طالبانو له غړیتوب څخه وروسته، په ۱۳۹۱ کې هغه له یادې ډلې سره په خپلو «فکري توپیرونو» پوه شو او له هغوی سره یې اړیکه پرې کړه.‌

هغه وویل، «زما تر څنګ، په موجود حکومت کې ډېر نور دیني عالمان هم کار کوي،» او زیاته یې کړه چې په حکومت کې د هغه رول «د طالبانو پر ضد د حکومت مذهبي استدلال نه قوي کوي‌ او نه یې کمزوری کوي.»

هغه وویل، «د حکومت په مذاکراتي ټیم کې ډېر دیني عالمان موجود دي» او کولی شي چې له مذهبي لوري څخه له طالبانو سره استدلال وکړي.‌

هغه وویل، «جمهوریت داسې یو چتر دی چې د ټولنې د ټولو اقشارو د خلکو لپاره ځای لري،» او زیاته یې کړه چې موجود سیاسي نظام «غوره او ډېر ټولشموله نظام دی.»

هغه وویل، «دغه نظام هڅه کوي چې تر ممکن لوړ حده پورې عامه خدمتونه وړاندې کړي.»

له قانوني لارو قدرت ترلاسه کول

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې استازې وږمې ساپۍ وویل، په مشروع توګه د قدرت ترلاسه کولو لومړنۍ او یواځینۍ لاره د سولې ده.‌

هغې وویل، که طالبان سوله وکړي او اساسي قانون ومني، هېڅ شی د هغوی مخه نه نیسي چې په لوړو حکومتي موقفونو کې کار وکړي.

هغې وویل، «که طالبان په ریښتیا سولې ته ژمن وي او غواړي یې، نو بدون له شکه چې قربانۍ باید ورکړل شي. په سوله کې که موږ ډیر څه ترلاسه کوو نو بعضي شیان له لاسه هم ورکوو، او دا د حکومت د ځینو جګپوړو غړو په ګډون دواړو لوریو ته صدق کوي.»

ساپۍ وویل، «که یو لوری هم قربانۍ ورنه کړي، بیا سوله ناشونې ده. طالبان باید د اساسي قانون په منلو او د حکومتي چارواکو تر څنګ د کار کولو له لارې یوه پوهاوي ته ورسیږي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز وویل، «هر سیاستوال په ژوند کې بېلابېل موقفونه نیسي، خو نهایتا، غوره دا ده چې داسې یوه لاره انتخاب شي چې هم د خلکو او هم د هېواد په ګټه وي.»

هغه وویل، «که طالب مشران د اندړ په څېر هېواد ته ژمن وي، هغوی باید تاوتریخوالی پرېږدي، راشي او د هېواد په بیارغونه او ښېرازۍ کې د خپلو خلکو تر څنګ کار وکړي.»

بهروز وویل، اوس د طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو نور پخواني غړي په حکومت کې کار او په سوله کې ژوند کوي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه پخواني استازي عبدالرحیم رحیم وویل، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یواځینۍ لاره د اوربند او مذاکراتو لاره ده.‌

هغه وویل، «یواځینی هغه نظام چې افغانان کولی شي خپل ځانونه په کې شریک وویني د جمهوريت نظام او د افغانستان اسلامي جمهوریت دی:‌ دا داسې یو نظام دی چې د خلکو په رایو باندې متکي دی. طالبان باید له داسې یوه حکومت سره یوځای شي.»

رحیم وویل، «که طالبان ادعا کوي چې د خلکو ملاتړ ورسره دی، هغوی باید راشي، په ټاکنو کې سیالي وکړي او د قانون له مخې د یوه اسلامي حکومت په جوړولو کې برخه واخلي.»

په کابل کې د سیاسي علومو یوې ۲۴ کلنې محصلې ناجیې ناصري هم په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې له سوله ییزې لارې د قدرت ترلاسه کولو هڅه وکړي.‌

هغې وویل، «ښایي چې د طالبانو ځینې مشران دې ته اندېښمن وي چې که سوله وکړي هغوی به خپل موقفونه له لاسه ورکړي، لاکن هغوی باید پوه شي چې په مشروع توګه د واک د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره د ټاکنو لاره ده.»

ناجیې زیاته کړه، «ګڼ شمېر پخواني طالبان چې پوه شول چې تاوتریخوالی د حل لاره نه ده او پرې یې ښود اوس په حکومت کې په بېلابېلو موقفونو کار کوي. دا غوره او تر ټولو مناسبه لاره ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت ولې د افغانستان د ملي امنیت شورا د نوي ویاند او د طالبانو د پخواني قوماندان رحمت الله اندړ راز او له حکومت سره د هغه د یوځای کېدلو دلیل خلکو ته نه افشا کاوه؟ څه وخت مخکې، مونږ له رسنیو څخه خبر شو چې رحمت الله اندړ د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند ټاکل شوی دی، خو مونږ نه پوهېږو چې یو وخت هغه د جنګ په میدانونو کې د طالبانو یو مهم کس وو، او نن مونږ ستاسو له رسنۍ څخه خبر شو چې هغه پخوا د طالبانو یو قوماندان وو. ستاسو رسنۍ ډېر جالب خبرونه او راپورونه خپروي. دغه خبر زما لپاره ډېر جالب وو چې د طالبانو یو قوماندان راغلی او د ملي امنیت شورا، چې د افغانستان د حکومت هسته ده، ویاند ټاکل شوی دی.‌

ځواب ورکړئ

که طالبان دا شخص ونیسي، ژوندی به یې پرې نه ږدي، او ښایي چې په بدترین مرګ یې ووژني. هرڅوک چې له طالبانو سره حتی یوه اونۍ کار وکړي او بیا یې پرېږدي، طالبان به یې ژوندی پرې نه ږدي. له دې امله، هغه طالب جنګیالي چې جنګ ودروي هغوی باید یا له هېواد څخه وځي یا په حکومت کې وظیفه واخلي. که نه، هغوی نشي کولی چې د عادي خلکو په څېر ژوند او کار وکړي.

ځواب ورکړئ