کندوز -- شاوخوا ۴۰۰ قومي مشران، دیني عالمان، ښځې او ځایي خلک چې یا یې په جنګ کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي یا پخپله سخت ټپیان شوي دي د یکشنبې په ورځ /د تلې ۱۳مه/ په کندوز ښار کې راټول شول ترڅو په طالبانو باندې غږ وکړي چې وینه تویول او تاوتریخوالی ودروي څو د سولې مذاکرات پرمخ لاړ شي.
هغوی هغه وروستي بریدونه چې په یو شمېر ولایتونو کې یې ملکي خلک ووژل وغندل او په نړۍ واله ټولنه باندې یې غږ وکړ چې په طالبانو په فشار اچولو کې مرسته وکړي څو هغوی اوربند ته غاړه کېږدي.
د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړو چې په دغې غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل، سره له دې چې جګړې د هغوی د پلرونو او خپلوانو ژوند اخیستی دی، لاکن که طالبان وښیي چې هغوی چمتو دي چې سوله وکړي دوی حاضر دي چې اورپکو ته بخښنه وکړي.
په کندوز کې د جګړې د قربانیانو یوه استازي شفیق الله ابراهیم خېل وویل، «زه د جګړې له قربانیانو څخه یو قرباني یم ځکه چې ما خپله یوه پښه په پنځه کلنۍ کې له لاسه ورکړه، او زما مور پنځه کاله مخکې په یوه راکټي برید کې شهیده شوه.»
هغه وویل، «موږ نن دلته د دې لپاره راټول شوي یو ترڅو له طالبانو او حکومت څخه وغواړو چې د شهیدانو د وارثانو او د جګړې د قربانیانو د وینو درناوی وکړي، جنګ او وینو تویولو ته د پای ټکی کېږدي، او د ستونزو حل د مذاکراتو په مېز ولټوي.»
هغه وویل، «زه د جنګ د یوه قرباني په توګه، له طالبانو څخه غواړم چې ژر تر ژره هوکړه وکړي او سوله اعلان کړي ځکه چې خلک تباه شول.»
ابراهیم خېل وویل، «اوربند د خلکو اولویت دی. تر څو چې مذاکرات یوه نتیجه ورکوي په کار دی چې اوربند اعلان کړای شي.»
یوه قومي مشر محمد اسماعیل جبارخېل چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کندوز د لوېدلو پر وخت یې د خپلې کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي دي، وویل، «ګاونډي هېوادونه راته ګوري او موږ یو د بل پر ضد جنګ ته دوام ورکوو، او که موږ جنګ ته دوام ورکړو، خدای او د هغه پېغمبر به له موږ څخه خفه شي.»
هغه وویل، «که زه مطمئن شم چې سوله او اوربند به سبا ته وشي، زه به د جنګ او وینو تویېدلو د پای ته رسېدلو په پار ۳۶۵ ورځې روژه ونیسم.»
اوربند د سولې لومړی شرط دی
په کندوز ولایت کې یوه قومي مشر نصیراحمد احسانمند وویل، «په افغانستان کې له ۴۳ کالونو څخه ډیرې مودې راهیسې جنګ روان دی. هغه کسان چې هغه وخت پیدا شوي وو اوس یې ږیرې سپینې دي او هغه کسان چې په هغه وخت کې کوچنیان وو اوس زاړه دي.»
هغه وویل، «کله چې تاسو د دې هېواد له کوم وګړي سره خبرې کوئ، د هغه/هغې لومړۍ غوښته سوله ده.»
هغه وویل، «د شخړې ټول لوري باید د صداقت او ریښتنولۍ په اساس یو ریښتنی سیاسي حل ولټوي څو موږ سوله ترلاسه کړو.»
احسانمند وویل، «په افغانستان کې نور مخرب ګروپونه هم شته چې غواړي د سولې پروسه مختله کړي، له دې امله، دواړه لوري باید یو بل ته غېږې ورکړي او د هغو مخه ونیسي چې هېواد او خلک د وینو تویولو او ویجاړتیا لوري ته ور ټېل وهي.»
افغان حکومت او طالبان د وږي ۲۲مې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو بوخت دي. د روان تاوتریخوالي مسئلې دغو خبرو اترو ته زیان ور رسولی دی.
په کندوز کې د افغان ښځو د شبکې رییسې مرضیې رستمي وویل، «ټول خلک سولې ته منتظر دي.»
هغې وویل، اوربند د تلپاتې سولې په لور لومړی ګام دی.
رستمي وویل، «موږ پوهېږو چې یو ۲۰ کلن جنګ په یواځې څو ورځو یا څو میاشتو کې نه حلېږي، خو د دې لپاره چې دواړه لوري خپل ښه نیتونه وښیي، هغوی باید تاوتریخوالی ودروي.»
هغې وویل، «کېدی شي چې افغانان د طالبانو د نورو جنایتونو په له پامه غورځولو کې انعطاف وښيي، خو هغوی به هېڅکله هم د تاوتریخوالي د هغو وروستیو پېښو بښنه ورته ونه کړي چې ملکي خلکو ته یې زیانونه ور ورسول.»
هغې وویل، «د اوربند اعلانول او تاوتریخوالی درول کولی شي چې وضعیت ښه، او د مذاکراتو پروسه چټکه کړي.»
هغې وویل، کله چې له دواړو مرکچي ټیمونو سره د افغانانو توقعات او اندېښنې شریکې شي، دا کولی شي چې د امنیتي وضعې په بهبود او جنګ او تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
سوله د هر افغان حق دی
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي په دغې غونډه کې وویل، «طالبانو ته زموږ پیغام دی چې جنګ او د هېواد ورانول دې ودروي. د دې هېواد ځوانان او ماشومان زموږ شتمني ده. که موږ هغوی له لاسه ورکړو، دا وطن به څوک جوړ کړي؟»
د کندوز د علماوو شورا رییس مولوي محمد عقیل سیرت وویل،په کار دی چې دواړه لوري انعطاف وښیي.
هغه غونډې ته وویل، «موږ سوله غواړو، او زموږ طالبان ورونه هم سوله غواړي. سوله د هر افغان حق دی، او دا حق باید ورکړل شي.»
د کندوز د ښځو د چارو رییسې نصیبې هولکر یو لړ بلاغي پوښتنې مطرح کړې.
هغې وپوښتل، «له جنګ نه موږ څه ترلاسه کوو؟ جنګ چا ګټلی دی، او هغوی د شهیدانو له وینو، د ځوانو شهیدانو له قبرونو، یتیمانو او کونډو څخه پرته نور څه ګټلي دي؟»
هغې وویل، «موږ د لسیزو له اوږدې جګړې څخه څه ترلاسه کړل، دا به څومره دوام کوي او څوک په دغه شیطاني جنګ خوشحال دی؟ ولې موږ نشو کولی چې سوله، امنیت، ارام او پرمختګ ولرو ترڅو زمونږ خلک وکولی شي یو سوله ییز ژوند ولري؟»
د کندوز والي عبدالستار میرزکوال په طالبانو باندې غږ وکړ چې د مذاکراتو په ترڅ کې انعطاف وښيي او د افغانانو مشروع غوښتنې ومني.
هغه غونډې ته وویل، «زه یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ کوم چې اوربند ومني ځکه چې زموږ خلک نور نشي کولی چې چاودنې، ځانمرګي بریدونه یا وینه تویېدنه وزغمي.»
غوښتنه مې له ټولو احزاب او مدنې ټولنې او رسنیو څخه داده چې نور دې د جګړې اور ته لمن نه وهي او پرې دې اږدي چې وروسته له څلویښت کلونو په افغانستان کې یو دایمی سوله را شي. ځینې داخلي کړۍ هڅه کوي چې ورسته د طالبان راتګ نه د بښولو او نه بښلو مساله را مینځ ته کړي تر څو یو ځل بیا دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
په افغانستان کې جنګ او سوله د متحده ایالاتو په لاسونو کې دي. که متحده ایالات وغواړي، کولی شي چې په یوه اونۍ کې دننه په ټول افغانستان کې سوله راولي. متحده ایالات کولی شي چې طالبان او افغان حکومت دواړه په دې قانع کړي چې یو له بل سره جوړه وکړي، خو متحده ایالات دا کار نه کوي. متحده ایالات خپلې ګټې لټوي. متحده ایالات به داسې یو حکومتي نظام جوړ کړي چې د هغه د ګټو لپاره کار ورکوي. که طالبان هغه څه چې متحده ایالات یې وایي تعقیب کړي، دغه هیواد به سبا ته اشرف غني او دواړه مرستیالان یې له ارګ نه وباسي، او طالبان به ارګ ته راولي. که متحده ایالات پوه شي چې طالبان به د متحده ایالاتو د ګټو لپاره کار ونه کړي او له روسیې او چین سره ارتباط لري، هغوی به هېڅکله هم طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې کابل ته ننوځي. د متحده ایالاتو لپاره یې خپلې ګټې تر بل هر څه ډېرې مهمې دي. متحده ایالات د دې پروا نه کوي چې هره ورځ به سلګونو غریب افغانان شهیدان کیږي. متحده ایالات په دې هکله اندېښمن دي چې روسیه، ایران او چین به څنګه د افغانستان قلمرو څاري او څنګه په افغانستان کې د دغو هیوادونو د نفوذ مخه ونیسي، نو، متحده ایالات منتظر دي چې وګوري چې آیا افغان حکومت د هغوی ګټې خوندي کوي که طالبان. متحده ایالات به سوله ډاډمنه کړي او هغه ډله به قدرت ته راولي چې د خپلو ګټو لپاره یې ګټوره بولي.
ځواب ورکړئ2 تبصره