امنیت

افغان ځواکونه چمتو دي چې د ښارونو په مرکزونو باندې د اورپکو د بریدونو په وړاندې دفاع وکړي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۲۴مه په هرات ولایت کې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د کومانډو ځانګړې روزنه ترلاسه کوي. [عمر]

د افغان ملي اردو غړي د وږي په ۲۴مه په هرات ولایت کې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د کومانډو ځانګړې روزنه ترلاسه کوي. [عمر]

کابل -- د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو چارواکي وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي ترڅو د اورپکو ډلو د هرې هڅې پر ضد چې غواړي په هېواد کې د ښارونو مرکزونه ونیسي دفاع وکړي.

ثبوت دا دی چې د حکومت مخالف وسله وال عناصر ونه توانېدل ترڅو له نږدې دو لسیزو جنګ څخه وروسته هم د افغانستان په کومو لویو ښارونو یا ولایتي مرکزونو باندې منګولې ټینګې کړي.

په وروستۍ داسې هڅه کې، طالبانو د زمري په ۱ له بېلابېلو لوریو څخه په کندوز باندې بریدونه وکړل خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. چارواکو وویل، له شپږ ساعته سخت جنګ څخه وروسته، طالبان په داسې حال کې چې سخت تلفات وراوښتي وو تېښتې ته اړ شول.‌

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د وږي په ۲۷مه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، «که دښمن فکر کوي چې هغوی کولی شي هر څه ونیسي، هغوی یواځې داسې خیال کوي ځکه دا کار ناشونی دی. موږ داسې روزل شوی هوايي ځواک، پلې او ځانګړې ډلې لرو چې په سیمه کې ساری نه لري، او موږ چمتو یو چې د خپلې خاورې له هرې لوېشتې څخه دفاع وکړو.»

افغان سرتېري د غوایي په ۳۰مه په کندوز کې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په ترڅ کې په یوه هاموي ټانک کې ناست دي. چارواکو وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یاد ستراتیژیک ښار باندې چې تر دې مخکې دوه ځلې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاسونو ته لوېدلی وو، د طالبانو یوه سخته حمله په شا وتمبوله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان سرتېري د غوایي په ۳۰مه په کندوز کې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په ترڅ کې په یوه هاموي ټانک کې ناست دي. چارواکو وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په یاد ستراتیژیک ښار باندې چې تر دې مخکې دوه ځلې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاسونو ته لوېدلی وو، د طالبانو یوه سخته حمله په شا وتمبوله. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له روان تاوتریخوالي سره سره، د افغان حکومت او طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو په لومړیو پړاونو کې دي.‌

هغه وویل،‌«بېلابېلو عواملو تاوتریخوالی زیات کړی دی.‌ښایي هغوی جنګ د دې لپاره سخت کړی وي ترڅو وکولی شي چې د مذاکراتو پر مېز له یوه قوي موقف څخه چنې ووهي، خو هغه څه چې افغانان یې د زړه له تله غواړي دا دي چې یوه هر اړخیزه سوله وشي

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دې ته ژمن دي چې افغانستان خوندي کړي او سوله رامنځته کړي.‌

هغه وویل، «دا زموږ وظیفه ده چې له افغانستان او د له خلکو یې دفاع وکړو، او موږ د افغانستان او افغانانو خوندي کولو ته ژمن یو. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هره شېبه دې ته چمتو دي چې د افغانستان له هرې برخې -- له لویو ښارونو څخه نیولې تر لیرې پرتو کلیو پورې -- د دښمن د بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.

امان وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه داسې یو روښانه پلان تطبیقوي چې په هر لوی ښار کې به د دښمن بریدونه مهار کړي، او هغوی به په قوت سره غبرګون ښودلو ته دوام ورکړي.»

د افغانستان له ښارونو څخه دفاع کول

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، طالبان له کالونو راهیسې هڅه کوي چې لوی ښارونه او د ولایتونو مرکزونه ونیسي خو هڅې یې په سیند لاهو شوي دي.‌

هغه وویل، «هغوی څو ځلې په کندوز ښار، فراه ښار او نورو سیمو باندې بریدونه ترسره کړل، خو امنیتي ځواکونو د یادې ډلې دغه هڅې شنډې کړې او تر دې چې تېر کال یې له طالبانو څخه ۹ ستراتیژیکې ولسوالۍ بېرته ونیولې.»

آرین وویل، «موږ غواړو خپلو خلکو ته بیا ډاډ ورکړو چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو دي چې په لویو ښارونو باندې د دښمن هر برید شنډ کړي، او کولی شي چې په لویو ښارونو او ولایتي مرکزونو باندې هر احتمالي برید مهار کړي.»

هغه وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پرمختللې پوځي روزنه ترلاسه کړې او په عصري مهماتو او وسلو باندې سمبال دي، او په تېرو دوو لسیزو کې یې په زړورتیا او صداقت سره له خپلو خلکو او خاورې څخه دفاع کړې ده.»

نوموړي‌ وویل، «افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونه ... چمتو دي چې د افغانانو د دفاع لپاره وجنګیږي او قربانۍ ورکړي.»

حافظ عبدالقیوم چې د ۱۳۹۲ له سلواغې څخه د ۱۳۹۹ تر چنګاښ پورې یې د نورستان ولایت د والي په توګه دنده ترسره کړې، وویل، «د افغان امنیتي ځواکونو د پوځي وړتیاوو په برخه کې شک نشته ځکه هغوی کولی شي چې په تر ټولو بدو شرایطو کې له لویو ښارونو، ولایتونو او خلکو څخه د حکومت د مخالفو وسله والو ځواکونو د بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.»

هغه وویل، «موږ د بین الافغاني خبرو په جریان کې یو، او خلک د شخړې له لوریو څخه تمه لري ترڅو تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان کړي، خو که طالبان هڅه وکړي چې په لویو ښارونو او ولایتي مرکزونو باندې د دې لپاره بریدونه زیات کړي ترڅو د مذاکراتو په مېز باندې امتیازات ترلاسه کړي... هغوی یوه ستراتیژیکه تیروتنه کوي. هغوی به له داسې ځواکونو سره مخامخ شي چې د نړۍ والو ځواکونو په سطحه یې روزنه ترلاسه کړې ده.»

هغه وویل، «زه چې د نورستان والي وم... د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو ډېرې هڅې وکړې ترڅو د نورستان ولایت دو آب، وایګل، برګ مټال او کامدېش ولسوالۍ ونیسي، خو امنیتي ځواکونو هغوی ته اجازه ورنه کړه چې یادې ولسوالۍ ونیسي. د حکومت مخالفو عناصرو ته درانه تلفات ور واوښتل او بریدونه یې مات شول او هغوی بېرته خپلو پټنځایونو ته په شا وتمبول شول.»

هغه وویل، «زموږ ځواکونه ښه روزل شوي دي؛ موږ قوي کومانډوسرتیري لرو. افغانان باید په لویو ښارونو باندې د حکومت د مخالفو عناصرو په بریدونو کې زیاتوالي څخه ونه وېرېږي، ځکه چې امنیتي ځواکونه کولی شي چې دغه بریدونه مهار کړي او د افغانانو ژوند د تېرو دوو لسیزو په څیر وژغوري.»

یو قوي او بادسپلینه ځواک

د ملي امنیت ریاست پخواني ویاند او د پوځي چارو شنونکي لطف الله مشعل وویل، «حکومت او نړۍ والې ټولنې په تېرو ۱۹ کالونو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې، تمویل او تجهیز ته ډېره پاملرنه کړې ده، او نن ورځ هېواد داسې یو قوي او بادسپلینه ځواک لري چې کولی شي د دښمن هر نظامي برید ته ځواب ورکړي.»

هغه وویل، «که چېرې امنیتي ځواکونه د پوځي تدابیرو موجوده سطحه وساتي، د حکومت مخالف وسله وال عناصر به ونشي کولی چې په لومړي سر کې په ولایتي مرکزونو او ستراتیژیکو ښارونو باندې بریدونه وکړي، او که برید هم وکړي، امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې له ولایتونو او لویو ښارونو څخه دفاع وکړي.»

مشعل وویل، «طالبانو خپل ټول پوځي تدابیر او ځواکونه سره منسجم کړل ترڅو وکولی شي غزني، کندوز، فراه، پکتیا او د هېواد نورې مهمې برخې ونیسي، خو امنیتي ځواکونو طالبان پرې نه ښودل ترڅو د ولایتونو او لویو ښارونو مرکزونه ونیسي.»

هغه وویل، «افغان کومانډو سرتیري په لوړه سطحه وړتیا لري. څه موده مخکې، طالبانو پلان درلود چې غزني ښار ونیسي، خو کله چې په غزني کې کومانډو ځواکونه توظیف شول، طالبانو ونشوای کړای چې برید ترسره کړي

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي غلام ولي افغان وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه «وطن پرست» دي او دې ته چمتو دي چې په تاوتریخوالي کې هر زیاتوالی مهار کړي.‌

هغه وویل، «د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو په وروستیو کې خپل بریدونه زیات کړي دي. ښایي هغوی په لویو ښارونو او ولایتي مرکزونو باندې بریدونه وکړي ترڅو خپل ځواک وښیي او د خبرو په میز باندې خپل موقف قوي کړي... خو زموږ خلک باید د داسې بریدونو په هکله هېڅ وارخطا نشي.»

افغان وویل، «زموږ امنیتي ځواکونه د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې توانېدلي دي چې د حکومت د مخالفو وسله والو عناصرو لوی بریدونه په بریالیتوب سره شنډ کړي او د هغوی له خوا د لویو ښارونو او ولایتي مرکزونو د نیولو مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ملي اردو عسکر د افغانستان واقعي ساتونکي دي. هغوی د دې هېواد زړور بچیان دي.‌ د افغان ملي اردو عسکر کولی شي چې د هېواد له خاورې څخه دفاع وکړي او دښمن ته سخت تاوانونه ور واړوي. مونږ د خپلې ملي اردو ملاتړ کوو او مینه ورسره لرو.‌

ځواب ورکړئ

دا د افسوس خبره ده چې دا ځواکونه هره ورځ د حکومتي مشرانو د غلطو پالیسیو له امله ژوند له لاسه ورکوي. که له طالبانو سره سوله ونشي، دا ځواکونه به ټول د طالبانو په بریدونو، کمینونو او چاودنو کې ووژل شي، خو د حکومت مشران به د ولسمشرۍ په مجلله ماڼۍ کې ژوند کوي. که زړور افغان ځواکونه له طالبانو سره یو شي، د پاکستان او ایران پلرونه به هم ونشي کولی چې په افغانستان کې مداخله وکړي. زمونږ دښمنان طالبان نه دي، زمونږ دښمنان پاکستان او ایران دي. مونږ باید د خپلو دایمي دښمنانو په خاطر له طالبانو سره سوله وکړو ځکه چې طالبان زمونږ هیوادوال او ورونه دي. که ژر وي که وروسته، طالبان به راځي او په دې هېواد کې به له مونږ سره ژوند کوي ځکه چې هغوی د دې هېواد بچیان دي. نو، مونږ د افغان حکومت په مشرانو باندې غږ کوو چې نور دې طالبانو ته سپکې سپورې نه وايي او اوبه دې نه خړوي. طالبان د دې ټولنې یو واقعیت دی. له هغوی سره د خلکو ملاتړ دی. که هغوی په افغانستان کې د خلکو ملاتړ نه درلود،‌ هغوی به داسې مات شوي وای لکه څنګه چې داعش مات شو، بلکې هغوی له یوې ورځې څخه بلې ته پسې قوي کیږي او لا نور ملاتړي ترلاسه کوي.‌

ځواب ورکړئ