تروريزم

د طالبانو له زندانونو څخه راخوشې شوي ملکي خلک د شکنجو او وژنو کیسې کوي

د رازق کندهاري راپور

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی د غبرګولي په ۸ مه له رحیم الله څخه، د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه له ژغورل کېدلو وروسته، زنځیرونه لیرې کوي. [اسدالله خالد/ټوېټر]

د افغان ځانګړیو ځواکونو یو غړی د غبرګولي په ۸ مه له رحیم الله څخه، د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه له ژغورل کېدلو وروسته، زنځیرونه لیرې کوي. [اسدالله خالد/ټوېټر]

زابل -- ژغورل شوي زندانیان وایي،‌ طالبان په زابل ولایت کې ملکي خلک په دروغو د جاسوسۍ په تورونو بندیانوي او بیا یې شکنجه کوي او ځینې نیول شوي کسان ان وژني.‌

امام الدین چې د بغلان ولایت دایمي اوسېدونکی دی، له تېرو درې کالو راهیسې د زابل ولایت په مرکز قلات کې د کولچو دوکان کوي. هغه د غوایي په ۱۷مه په غزني ولایت کې طالبانو هغه وخت ونیو چې له زابل څخه یې د کابل له لارې په بغلان کې خپل کور ته سفر کاوه.‌

هغه وویل، «زه د روژې میاشتې په درېیمه ورځ له زابل څخه په بس کې کېناستم. کله چې له زابل څخه تېر شوم او د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ شهباز سیمې ته ورسېدم، طالبانو له بس نه په زور ښکته کړم او څو څپېړې یې ووهلم. بیا هغوی زما سترګې په یوه توره ټوټه وتړلې، په موټرسایکل یې کېنولم او بیا یې یوه کلي ته بوتلم.»

هغه زیاته کړه، «د روژې له ۴ مې څخه تر ۱۵مې [د غوایي له ۱۸مې د غوایي تر ۲۹مې] پورې، ,طالبانو په داسې حال کې چې زمونږ سترګې یې راتړلې وې دلته او هلته ګرځولو او په بېلابېلو کلیو کې یې په جوماتونو کې بندي کولو.»

امام الدین (منځ کې) د غوایي له ۱۷مې څخه د غبرګولي تر ۱۲مې پورې د طالبانو په بند کې وو. هغه له لوی اختر څخه یوه ورځ مخکې د افغان ځانګړیو ځواکونو له خوا را ازاد کړای شو. [اسدالله خالد/ټوېټر]

امام الدین (منځ کې) د غوایي له ۱۷مې څخه د غبرګولي تر ۱۲مې پورې د طالبانو په بند کې وو. هغه له لوی اختر څخه یوه ورځ مخکې د افغان ځانګړیو ځواکونو له خوا را ازاد کړای شو. [اسدالله خالد/ټوېټر]

هغه وویل، «طالبان کلیو ته تلل، له خلکو څخه یې په زور ډوډۍ او چای اخیستل. هر چا به چې د هغوی غوښتنې نه منلې هغه به یې ګواښه او واهه.»

«ما په مقر ولسوالۍ کې په درې سیمو کې دغه ډول پېښې ولیدلې. زه د کلیو په نومونو نه یم پوه، خو کله چې د هغو خلکو په وړاندې د طالبانو وحشتونه رایادېږي تر اوسه پورې هم پرې خفه یم، او له هغه امله له اروایي پلوه د نا ارامۍ احساس کوم.»

امام الدین وویل، «وروسته،‌ د غوایي له ۲۹مې څخه د غبرګولي تر ۱۲مې پورې مونږ د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې په یوه زندان کې ساتل کېدلو، چې هلته یې له مونږ سره ډېر ظالمانه چلند کاوه.»

هغه وویل، له هغه سره ۱۲ نور افغانان هم بندیان ول، او طالبانو د هغوی له جملې څخه درې کسان د غبرګولي په ۸ مه د جاسوسۍ په تور ووژل.

طالبانو امام الدین ته ویلي وو چې هغه به هم اعدام شي.

د نجات پرښتې

امام الدین وویل، طالبانو هغه له دې امله ونیو چې په خپل موبایل فون کې یې فېسبوک او د امنیتي منسوبینو یو شمېر عکسونه لرل.‌

هغه وویل، «طالبانو له ما څخه وپوښتل،‌ 'آیا ته د کافرانو جاسوس یې؟' هر ځل به ما په تاکید سره ویل چې زه بې ګناه یم، زه یو ملکي کس یم، زه غریب یم.'،‌ خو هغوی به زه داسې سخت ووهلم چې بې هوشه به شوم... کله چې زه هغه حالت رایادوم سخت زورېږم.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «د روژې ۲۹مه ورځ وه،‌ او ورپسې ورځ اختر وو. د شپې ۱۱ بجې وې چې زمونږ د زندان ساتونکیو چیغې کړې چې الوتکې راغلې او کافران راغلي دي.»

امام الدین وویل،‌ «د چیغې له اورېدلو څخه څو دقیقې وروسته، سخت جنګ پیل شو. مونږ خواوشا ۳۰ دقیقې د جنګ اوازونه اورېدل.»

«بالاخره، کوم چا وویل، 'تاسو بندیان یئ؟' مونږ وډار شو او پوښتنه مو ترې وکړه چې تاسو څوک یئ، خو هغوی دروازه راماته کړه او په دری یې وویل چې هغوی کمانډویان دي او 'مونږ دلته ستاسو لپاره راغلي یو.'»

هغه وویل، «کله چې ما دا غږ واورېد او د کمانډویانو څېرې مې ولیدلې، له خوشحالۍ نه مې وژړل ځکه چې ... طالبانو مونږ وژلو. هغوی فیصله کړې وه چې مونږ د جاسوسۍ په تور اعدام کړي.»

امام الدین وویل، «افغان ځواکونو،‌ په ځانګړې توګه کمانډویانو، مونږ ته نجات راکړ.‌ کله چې کمانډو ځواکونو زمونږ د زندان ساتونکي ووژل، هغوی مونږ له غزني څخه د الوتکې په وسیله په لوګر کې نظامي بېس ته راوستلو او وروسته هغوی زه بغلان ته بوتلم او د اختر خرڅه او کالي یې راکړل.»

هغه وویل، «زه داسې کلیمې نه لرم چې د افغان کمانډویانو مننه پرې وکړم، ځکه چې که هغوی نه وای راغلي، نن به مونږ ژوندي نه وو.»

د طالبانو ظلمونه

د غزني ولایت د جنډې ولسوالۍ یو بزګر رحیم الله له عین ډول ستونزې سره مخامخ شوی دی. هغه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان کې شپږ میاشتې وخت تېر کړی چې بیا افغان ځانګړیو ځواکونو د غبرګولي په ۸ مه نجات ورکړی دی.

هغه وویل، «زه د زابل ولایت له قلات ښار څخه غزني ته روان وم چې طالبانو د شاه جوی په حسن کارېز سیمه کې له بس نه ښکته کړم.»

«هغوی زه دومره ډېر ووهلم چې تر یوې میاشتې پورې مې هېڅ شی په یاد نه راتلل، او بیا هغوی زه د زابل د نوبهار ولسوالۍ بازار ته بوتلم او هلته یې له نورو بندیانو سره یو ځای ساتلم.»

هغه زیاته کړه، «هغوی زه حکومت ته د جاسوسۍ په تور ونیولم.» طالبانو له مانه پوښتنه وکړه، «ته د زابل ولایت قلات ښار ته د څه لپاره تللی وې؟ ما هغوی ته وویل چې زه هلته یوه پوروړي پسې تللی وم، خو هغوی نه منله.»

رحیم الله وویل، «طالبانو مونږ مجبورولو چې کار وکړو.‌ هغوی به په اونۍ کې یو ځل مونږ وهلو او څو ورځې به یې ډوډۍ نه راکوله.‌ په شپږو میاشتو کې به ایله ۱۵ ورځې مونږ لمر لیدلی وي، او هغه هم یوازې هغه وخت چې هغوی به په مونږ باندې کار کاوه.»

«ځینې وختونه، مونږ له طالبانو سره خارجیان لیدل چې په نورو ژبو یې خبرې کولې. هغوی [طالبانو] مونږ د هغوی [خارجیانو] په حضور کې سخت وهلو، هغوی زمونږ د ځینې ملګرو ان لاسونه او پښې رامات کړل.»

هغه زیاته کړه، «طالبان په ریښتیا هم د خارجیانو جاسوسان دي. هغوی د افغانانو دښمنان دي،‌ او هغوی ډېر وحشیان او ظالمان دي.»

رحیم الله وویل، «ما د ظالمو طالبانو له لاسه خپلې زراعتي ځمکې او کلی پرېښودل، او اوس په غزني ښار کې دوکان کوم، خو زه په یوه خبره تل ویاړم چې مونږ اردو او کمانډو ځواکونه لرو چې د هغو ظالمانو پر ضد جنګ کوي.»

د نه منلو وړ

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطاء جان حق بیان وویل،‌د طالبانو له خوا د بې ګناه ملکي خلکو بندي کول د منلو او زغملو وړ نه دي.‌

هغه وویل، «مونږ په خپلو امنیتي ځواکونو باندې باور لرو، مونږ په هغوی ویاړو، او مونږ مطمئن یو چې هغوی به د افغان خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع وکړي. هغوی به نور ایرانیانو او د هغوی جاسوسانو ته یا په بل عبارت طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې زمونږ په هېواد کې ظلمونه وکړي.»

د زابل والي رحمت الله یارمل په یوه مرکه کې وویل، «کله چې طالبان د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو له خوا سخته ماتې وخوري، بیا هغوی ملکي خلک ځوروي، بندي کوي او وژني.»

هغه وویل، «خو مونږ باید ډاډه واوسو چې زمونږ اردو دا وړتیا او زړورتیا لري چې د افغانستان په هره برخه کې ورانوونکي فعالیتونه له منځه وېسي او دا چې هغوی به هېڅ ترهګر ته اجازه ور نه کړي چې ملکي خلک وځوروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500