امنیت

د افغان ځواکونو له خوا د ازادې شوې دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو د څو کلنو ظلمونو کیسې کوي

د هدایت الله راپور

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له درې کاله شکنجې، په زور د پیسو اخیستنو او کړاوونو څخه وروسته، په افغانستان کې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو له برکته وتوانېدل چې خپل نورمال ژوند بیا پیل کړي. عسکرو دغه ولسوالي د لړم په ۱ له طالبانو څخه ازاده کړه. [د بغلان پولیس]

کندوز -- د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له درې کاله شکنجې، په زور د پیسو اخیستنو او کړاوونو څخه وروسته، د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو له برکته وتوانېدل چې خپل نورمال ژوند بیا پیل کړي.

افغان امنیتي ځواکونو د لړم په ۱ دغه ولسوالي له طالبانو څخه ازاده کړه.‌

د بغلان امنیه قوماندان جنرال ویس احمد صمیمي د لړم په ۲مه د ولسوالۍ بازار ته په ننوتلو سره خبریالانو ته وویل، «مونږ د شپږ ورځنیو عملیاتو په ترڅ‌ کې طالبانو ته درانه تلفات ور واړول او د هغوی مهم شخصیتونه مو ووژل.»

صمیمي وویل چې امنیتي ځواکونو (د ولایتي مرکز) پلخمري د یوې سیمې ډنډ غوري لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر حاجي خان او یو محلي قوماندان مولوي خالص ټپيان کړل.‌

افغان ځواکونه د لړم په ۵ مه د بغلان - سمنګان لویې لارې په اوږدو کې په الوان سیمه کې یوه امنیتي پوسته جوړوي. [د بغلان پولیس]

افغان ځواکونه د لړم په ۵ مه د بغلان - سمنګان لویې لارې په اوږدو کې په الوان سیمه کې یوه امنیتي پوسته جوړوي. [د بغلان پولیس]

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ۳مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي په یاده ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي ځواکونه به پرې نه ږدي چې دغه ولسوالي بیا د طالبانو په مرکز بدله شي.

توکلي وویل، «په دهنه غوري ولسوالۍ او ډنډ غوري سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي د مرستیال بختیار او د سمنګان ولایت د روی دوآب ولسوالۍ لپاره د تش په نامه ولسوال په شمول، ۵۸ تنه جنګیالي ووژل شول او له ۶۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.»

هغه وویل، «په ټولیز ډول ۱۰۰ تنه طالب جنګیالي د هغوی د نظامي کمېسیون د غړو، یوه قاضي او د عشر او زکات د یوه ټولوونکي او د هغوی د سرې قطعې د جنګیالیو په شمول یا ووژل شول یا هم ټپیان شول.»

د بغلان د والي مرستیال عبدالقدیم نیازي چې له امنیتي چارواکو سره یوځای یادې ولسوالۍ ته تللی او د لړم په ۲مه یې د افغانستان د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، محلي خبریالانو ته وویل، محلي حکومتي اداره به له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي چې ولسوالۍ ته بېرته راستانه شي.

چارواکو وویل چې دهنه غوري له پلخمري سره نژدې یو ستراتیژیک موقعیت دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه له ډېرو خطرناکو ولسوالیو څخه وه.

د بغلان د ولایتي شورا په وینا، طالبانو همدارنګه له دغې سیمې څخه د طالب جنګیالیو د استخدام او روزنې د یوه مرکز په توګه کار اخیست.‌

سربېره پر دې، طالبانو د افغانستان د شمال ختیځ لپاره خپل اکثر غټ پلانونه په دهنه غوري ولسوالۍ کې جوړول‌.

د کلونو له اوږدې شکنجې څخه ژوندي پاتې کېدل

د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې طالبانو په ولسوالۍ کې د ظلمونو په ترڅ کې هغوی وهلي او شکنجه کړي دي. همدارنګه طالبانو هغه کورنۍ له خپلو کورونو څخه اېستلي چې غړو یې له امنیتي ځواکونو سره کار کاوه.

په دهنه غوري ولسوالۍ کې یوه قومي مشر صفرمحمد نېک اندېش وویل،«طالبانو زمونږ په بې ګناه خکلو باندې ګڼ‌ شمېر ظلمونه وکړل.»

هغه وویل، «هغوی ملکي خلک مجبورول چې هغوی ته عشر او خواړه ورکړي. هغوی تلوېزیونونه ماتول او په ناقانونه توګه یې د برېښنا تادیات ټولول او هیچا هم دا حق نه درلود چې د هغوی په هکله حکومت ته شکایت وکړي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی د لاریو له شرکتونو، ساختماني شرکتونو او نورو تجارتي کمپنیو څخه د وسلې په زور مالیات ټولول.»

نېک اندېش وویل چې د تېرو درې کالو په ترڅ کې د طالبانو د ظلمونو له امله د دې ولسوالۍ له ۱۵۰۰ څخه ډېرو کورنیو خپل کورونه پرېښي او پلخمري او ګاونډیو ولسوالیو ته تللي دي.‌

د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي چې ځان یې د غفار په مستعار نامه یاد کړ، وویل، طالبانو د خپل حاکمیت پر وخت وحشیانه او سپکوونکي کارونه وکړل.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو دا ولسوالي ونیوله، هغوی د ۱۳۹۵ د زمري په ۳۰مه له دوه پولیسانو څخه په ژوندوني پوستکي واېستل او بیا یې وویشتل او ویې وژل.»

هغه وویل، «دا پولیس طالبانو ته تسلیم نشول، له دې امله یې په داسې حال کې چې ژوندي وو پوستکی ترې واېست او بیا یې په وحشیانه ډول ووژل.»

سربېره پر دې، غفار په طالبانو باندې تور ولګاوه چې هغوی د ټولو درې واړو کالو په ترڅ کې د دهنه غوري ولسوالۍ له اوسېدونکيو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخیست.

محلي اوسېدونکي وایي چې طالبانو د ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته په لومړیو ورځو کې د محلي خلکو یو شمېر دوکانونو او ملکیتونو ته اور ورته کړ.

د دهنه غوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظرمحمد عبادي وویل، «د ۱۳۹۵ د زمري په ۲۶مه د طالبانو او حکومت تر منځ د یوې نښتې په نتیجه کې، د ولسوالۍ په بازار کې نژدې پراته دوکانه وسوزېدل، او هر دوکاندار ۴۰۰۰۰۰ افغانۍ [۵۱۰۰ ډالر] تاوان وکړ.»

هغه وویل، «یو زما د ورور د کالیو او د کور د سامان دوکان وو. هغه له ټولو سامانونو سره وسوزېد.»

هغه وویل، هغه د تېرو درې کالو په ترڅ‌ کې د دغو تلفاتو، د ملکي خلکو ملکیت ته د وراوښتي تاوان او د غټو مالي زیانونو مسؤلیت پر طالبانو وراچوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان پریږدئ‌،‌ د طالبانو مور راونیسئ، د سرطان دانه راونیسئ او له بیخه یی وباسئ، د نړۍ لپاره د ترهګرۍ مرکز راونیسئ. پوهیږئ څوک یادوم؟ پاکستان

ځواب ورکړئ