امنیت

د طالب مشرانو روانو وژنو دغه ډله له بې نظمۍ سره مخامخ کړې ده

د نجیب الله راپور

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو عسکر د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه سیمه کې ګزمه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو عسکر د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په یوه سیمه کې ګزمه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- امنیتي چارواکي او تحلیلګران وایي چې د طالبانو د مهمو څېرو په وژل کېدلو او د افغان ځواکونو د بریدونو په زیاتېدلو سره د یادې ډلې جنګي وړتیا د له منځه تللو په حال کې ده.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل،‌ "د دښمن مهمې څېرې او جنګیالي له منځه وړل شوي دي."

هغه وویل، "د تش په نامه والیانو، د هغوی د سرې قطعې د قوماندانانو، ولسوالانو او قاضیانو او د هغوی د عشر او زکات ټولوونکیو په شمول په لسګونو مهمې څېرې وژل شوي دي."

احمدزي وویل، "مهمه نه ده چې ژمی دی که اوړی لاکن زمونږ عملیات به روان وي."

په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي چې د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو غړي د طالبانو په سنګرونو باندې د توپ ډزې کوي. [۲۰۵ اتل قول اردو/فیسبوک]

په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي چې د افغان ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو غړي د طالبانو په سنګرونو باندې د توپ ډزې کوي. [۲۰۵ اتل قول اردو/فیسبوک]

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل، د طالبانو الفتح عملیات ناکام شول.

هغه دا خبرې د تلې په ۲۹مه په هغو مراسمو کې چې د پولیسو ملي اکاډمي یې په کې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په نامه چې طالبانو د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې وواژه، نوموله، وکړې.

اندرابي وویل، "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته سخت درس ورکړ، او د هغویالفتح عملیات یوازې یو پروپاګند پاتې شو."

هغه وویل، "په کوېټه او قطر کې او په ولایتونو کې د هغوی مشران له هغو طالبانو سره چې په جنګ کې بوخت دي تماس نه لري."

اندرابي وویل، "د طالبانو د مشرانو له خوا په میدان کې موجودو جنګیالیو سره د هغوی تماسونه ودرېدلي، او هغه کسان چې ځانونه د هغوی والیان بولي په غارونو کې پټ دي."

هغه زیاته کړه، "تش په نامه والیان په یوه سوري کې پټ دي او قوماندانان په بل کې،‌ او یوازې هغه کسان چې بې لارې کړای شوي دي هغوی د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي."

مشران له منځه وړل شوي دي

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د اعلامیو په اساس، د دې کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له ‍۱۰۰ څخه ډېرې مهمې څېرې وژل شوي دي.‌

د مثال په توګه،‌ د دفاع وزارت د لړم په ۵مه وویل چې د طالبانو یو قاضي قاري نورمحمد او د هغوی یو مشهور قوماندان نعمت الله د هغه له ۹ جنګیالیو سره یوځای د بغلان ولایت په ډنډ شهاب سیمه کې ووژل شول.

د وزارت له خوا د لړم د ۳مې د یوې اعلامیې په اساس، په یوه بله پېښه کې د حقاني شبکې یو مشهور قوماندان او د ترهګریزو بریدونو پلان جوړوونکی قاري برهان د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې ووژل.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت کې د یوې سرچینې له خوا د وړاندې شوي یوه لست له مخې، د تلې په میاشت کې امنیتي ځواکونو د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال امین الله د هغه له ساتونکيو سره یوځای وواژه.

د بفلان ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال شېرمحمد چې د غضنفر په نامه مشهور وو هم د تلې په میاشت کې ووژل شو، او د هغه یو نژدې ملګری ونیول شو.

په ورته وخت کې، د هرات چارواکو د چنګاښ په میاشت کې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندان صفی الله چپات مرګ تایید کړ.‌

ازادۍ راډېو د تلې په ۱۹مه د هرات د والي د ویاند جېلاني فرهاد له قوله راپور ورکړ چې "په کفګان سیمه کې د کمانډوز له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملا نجیب الله او صفی الله چپات په شمول لږ تر لږه ۳۷ تنه طالب اورپکي ووژل شول. ملا نجیب الله د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان وو."

د وږي په ۱۲مه د هلمند د امنیه قوماندانۍ له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې د افغان ځواکونو له خوا په ځانګړې توګه د ویجاړوونکیو عملیاتو په یوه لړۍ کې طالب قوماندانان فرهاد اغا، ملا جبار، ملا اغا ولي او هجرت د هغوی له ۵۵ جنګیالیو سره یوځای د هلمند ولایت په نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې ووژل شول.

د کندهار د والي دفتر د وږي په ۸مه وویل چې افغان هوایي ځواکونو همدارنګه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په هوایي بریدونو کې طالب قوماندان حاجي لالا د هغه له ۹ جنګیالیو سره یوځای وواژه.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وویل، "زمونږ ملي پولیس ځواکونو، ۲۰۵ اتل قول اردو او ۰۳ قطعې په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې عملیات ترسره کړي چې د حکومت ضد عناصرو ته یې درانه تلفات وراړولي دي."

د پوځي چارو یوه تحلیلګر او د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري وویل، "افغان وسله والو ځواکونو خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي او بریالي عملیات یې ترسره کړي دي."

وزیري وویل،‌ "زما په نظر، کله چې د طالبانو قوماندانان، مشران او والیان وژل کیږي، دا د طالبانو په مورال او په عمومي توګه په جګړه باندې یو اغېز پرېباسي."

هغه وویل، "قوماندانان د خپلو جنګیالیو په رهبري کولو او همدارنګه د مالي سرچینو د ترلاسه کولو په برخه کې یو مهم رول لوبوي، او کله چې هغوی مړه کیږي، هر څه سره ګډوډ کیږي، او د استخدام او د جنګیالیو د رهبري کولو پروسه تر څه وخته پورې ټکنۍ کېږي."

سوله یوازنۍ لاره ده

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي وویل، جنګ د حل لاره نه ده او طالبان باید په سملاسي توګه په یوه اوربند توافق وکړي او له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي.

ګردېزي داعش ته په اشارې وویل، "طالبان د سولې د نه کولو له امله د ټولو کړکېچونو مسؤلیت پر غاړه لري... او همدارنګه طالبان د داعش په څېر ډلو، چې له تاجکستان، ازبکستان، چیچنیا او پاکستان څخه یې افغانستان ته ترهګري راوستې ده، د رامنځته کېدلو مسؤل دي."

هغه وویل، "طالبان باید پوه شي چې داعش هم د افغانستان لپاره یو ګواښ دی، خو که هغوی افغانان وي، هغوی باید له حکومت سره خبرې پیل کړي او اجازه ورنه کړي چې داعش په افغانستان کې نفوذ وکړي."

ګردېزي وویل، "مونږ غواړو چې طالبانو ته یو پیغام ورکړو او هغه دا چې هغوی باید خپل جرمونه او وژنې ودروي، خو که هغوی دې کار ته دوام ورکړي هغوی به له منځه وېوړل شي."

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت یوه استازي احمد ضیاء یفتلي وویل، "ټول افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي، او هغوی د داسې سولې او ثبات لارې څاري چې کولی شي وینه تویول ودروي."

هغه زیاته کړه، "مونږ هڅې کوو چې ملکي خلک له جنګ او تراژيدۍ څخه خلاص کړو او ډاډمن امنیت ورته برابر کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه دی.

ځواب ورکړئ