امنیت

د طالبانو له خوا له جنګ څخه د تېښتې لپاره د سرک د غاړې د بمونو په استعمال سره د بغلان کورنۍ ورانې ویجاړې شوې

د هدایت الله راپور

طالبانو چې افغان ځواکونو ماتې ورکړې او په تېښته دي، په بغلان ولایت کې د سرک د غاړې بمونو اېښودلو ته مخه کړې او په دې توګه هڅه کوي چې له جنګ څخه پښې سپکې کړي. مقاماتو وویل چې د لړم په ۱۳مه، د طالبانو له خوا د سرک د غاړې یوه بم چې د ولایتي مرکز پلخمري په یوه څنډه کې ښخ کړای شوی وو، د عین کورنۍ ۸ غړي ووژل. [له نورګل اندړوال څخه په مننه]

کندوز -- طالبانو چې افغان ځواکونو ماتې ورکړې او په تېښته دي، په بغلان ولایت کې د سرک د غاړې بمونو اېښودلو ته مخه کړې او په دې توګه هڅه کوي چې له جنګ څخه پښې سپکې کړي.

د بغلان د امنیتي چارواکو په وینا،‌ د تلې په ۲۶ - د لړم ۲مه هوایي او ګروپي عملیاتو د مهمو مشرانو په ګډون ۵۸ تنه طالب جنګیالي ووژل او۶۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو ته په بغلان کې درانه تلفات ور واوښتل، هغوی د سرک د غاړې ماینونه وکرل چې له امنیتي ځواکونو څخه تېښتې ته لاره اسانه کړي.»

بشارت وویل، د لړم په ۱۳مه د طالبانو له خوا د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په څنډو کې د سرک په غاړه کرل شوي یوه ماین د عین کورنۍ ۸ غړي ووژل.

یوه ماشومه، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د لړم په ۱۳مه د طالبانو له خوا د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې له ژوبلېدلو څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [نورګل اندړوال]

یوه ماشومه، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د لړم په ۱۳مه د طالبانو له خوا د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې له ژوبلېدلو څخه وروسته په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [نورګل اندړوال]

هغه وویل، «د لړم په ۱۳مه د شپې خواوشا ۹ بجې وې چې یو سراچه موټر چې له ډنډ شهاب الدین کلي څخه پلخمري ته یې ملکي خلک راوړل د سرک د غاړې ماین وواهه.»

«په نتیجه کې، څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه سړي -- چې ټول د یوې کورنۍ وو -- شهیدان شول، او د ۲ ماشومانو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شول.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې وحشي طالبانو یو ځل بیا خپل کرغېړن مخ نړۍ ته وښود او ثابته یې کړه چې هغوی په ملکي خلکو باندې هېڅ رحم نه کوي.»

بشارت زیاته کړه، «هغوی هېڅکله هم نشي کولی چې د ماینونو په اېښودلو او د لارو، پلونو او نورو عامه تاسیساتو په ویجاړولو سره خپل ځانونه له افغان امنیتي ځواکونو څخه پټ کړي.»

د بشریت پر ضد جنایت

د ډنډ شهاب الدین او بالا دوري کلیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو د ځایي خلکو ژوند ور تریخ کړی دی.

یوه دیني عالم او د بالادوري کلي اوسېدونکي مولوي امین الله ساپي محلي خبریالانو ته وویل، «اسمان ډېر لوړ دی او ځمکه ډېره سخته ده، مونږ نشو کولی چې اسمان ته وتښتو او نه هم کولی شو چې په ځمکه کې ننوځو. د خدای لپاره، مونږ څه وکړو، او چېرته لاړ شو؟»

ساپي وویل، «مونږ نشو کولی له طالبانو څخه وپوښتو چې هغوی ولې د عامو لارو په اوږدو کې ماینونه کري. که مونږ غږ پورته کوو، هغوی په مونږ باندې د کفارو نوم ږدي او مونږ وژني.»

هغه زیاته کړه، «هغوی په هر سرک باندې ماینونه خپاره کړي دي، ملکي خلک نه پوهېږي چې څنګ اخوا دې خوا لاړ شي.»

د ډنډ شهاب الدین کلي یوه اوسېدونکي ګل احمد احمدي چې ۶۵ کاله عمر لري، وویل، «هغه ۸ کسان چې شهیدان شول د عین کورنۍ غړي دي، خو ټپیان له جلا جلا کورنیو څخه دي.»

هغه وویل، «ډېرو کورنیو په بغلان ولایت کې خپل کورونه پرېښي دي ځکه چې هغوی له طالبانو څخه وېرېږي.»

تاوتریخوالی خپرول

د سیمې اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو د دهنه غوري ولسوالۍ او د بغلان ولایت د نورو هغو برخو چې امنیت په کې کمزوری وو کنټرول بېرته ترلاسه کړ، طالبانو د عامه شتمنیو ویجاړولو او په سرکونو باندې د ځمکنیو ماینونو خپرولو ته مخه کړه.‌

د ډنډ غوري کلي یوه اوسېدونکي عبدالنصیر قیومي وویل، «طالبانو تاوتریخوالی خپور کړی دی. هغوی ملکي خلک وېروي او د هغوی له کورونو څخه د سپرونو اوخوندي پټنځایونو په توګه استفاده کوي.»

هغه وویل، «که هغوی په ریښتیا هم افغانان وای، هغوی به هېڅکله هم خپل هېواد نه وای وران کړی او نه به یې د سرکونو، پلونو، جوماتونو او ښوونځیو په څېر عامه شتمنیوته اور ورته کړی وای.»

هغه وویل، «مونږ په طالبانو باندې غږ کوو چې حساس واوسي او هغه څه ته وګوري چې هغوی یې کوي. هغه څه چې هغوی یې کوي او مقدس ځایونه [جوماتونه] په نښه کوي هغه د جهاد نوم بدوي.»

د بغلان امنیه قوماندان جنرال ویس احمد صمیمي د لړم په ۱۴مه محلي خبریالانو ته وویل «زه په طالبانو باندې غږ کوم ...‌ چې راشي او د سولې پروسې سره یوځای شي،‌ لا هم وخت شته.»

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، «که تاسو تسلیم نشئ، مونږ به بغلان ستاسو په هدیره باندې بدل کړو.»

صمیمي وویل، «دا وخت، زمونږ عملیات د بغلان ولایت په بېلابېلو برخو کې په تیت او پرک ډول ترسره کیږي، او وروسته له هغه چې مونږ ناامنه سیمې ونیسو او تصفیه کړو، بیا به مونږ د مشکوکو سیمو تصفیه کول هم پیل کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500