روغتیا

د طالبانو له خوا د واکسیناسیون د مخنیوي په لړ کې په بغلان کې د پولیو نوې پېښه څرګنده شوه

د هدایت الله راپور

د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم نیازی د لړم په ۲۰مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په لومړې ورځ یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. [د بغلان د والي دفتر]‌

د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم نیازی د لړم په ۲۰مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په لومړې ورځ یوه ماشوم ته پولیو واکسین ورکوي. [د بغلان د والي دفتر]‌

کندوز -- روغتیایي چارواکي وایي، د طالبانو له خوا په بغلان ولایت کې د پولیو واکسیناسیون د مخنیوي هڅې د دې سبب شوې چې د تېر کال په وروستیو کې په ناروغۍ د اخته کېدلو یوه نوې پېښه رامنځته شي.

افغانستان، یو له هغو درې هېوادونو چې پولیو په کې پاتې ده، په ۲۰۱۹ کال کې ۲۹ پېښې لرلې. دوه نور هېوادونه پاکستان او نایجیریا دي.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محب الله حبیب وویل، د دغه ولایت د روغتیا ریاست په تېر مني کې په ټول ولایت کې د واکسیناسیون کور په کور کمپاین پیل کړ، خو اورپکې ډلې ټکنی کړ.

هغه زیاته کړه، د واکسیناسیون د دغه کمپاین هدف دا وو چې له پنځو کالونو څخه د کمر عمر ۳۰۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکړي او په پام کې وه چې ګرځنده ټیمونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ورننوځي.

په دغه عکس کې چې د تېر کب په ۲۹مه اخیستل شوی، افغان روغتیایي کارکوونکي د پولیو د معافیت د ټیم غړو سره یوځای د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه کور ته رسېږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په دغه عکس کې چې د تېر کب په ۲۹مه اخیستل شوی، افغان روغتیایي کارکوونکي د پولیو د معافیت د ټیم غړو سره یوځای د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د واکسیناسیون د یوه کمپاین په ترڅ کې یوه کور ته رسېږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

حبیب وویل، «دا چې طالبانو ځانګړیو سیمو ته د واکسیناسیون د ګرځنده ټیمونو د ورننوتلو مخه ونیوله، له دې امله د ۱۳۹۸ د لړم په ۲۳مه د ډنډ غوري سیمې په منګلها کلي کې چې د پلخمري ښار په لمنه کې پروت دی، د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه.» د بغلان د روغتیا چارواکو په وروستیو کې دغه پېښه تایید کړه.

هغه وویل، «د ذبیح الله په نامه یو څلورکلن ماشوم په دغه وایرس باندې اخته شوی دی،» او زیاته یې کړه چې د روغتیا د نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) له خوا ترسره شوې یوه ارزونه ښیي چې دغه وایرس «د پاکستاني وایرسونو ډول لري.»

حبیب وویل، که څه هم چې روغتیایي چارواکو د قومي مشرانو په مرسته څو ځلې له طالبانو څخه وغوښتل چې د واکسیناسیون ګرځنده ټیمونو ته اجازه ورکړي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت وکړي، یادې ډلې دا غوښتنې رد کړې.

هغه وویل، «ډبلیو اېچ او، د عامې روغتیا وزارت او زموږ ټول شریکان د دغه حالت په هکله سخت اندېښمن دي. که چېرې طالبان د خنډونو جوړولو ته دوام ورکړي، هغوی یو غټ‌ جنایت ترسره کوي.»

حبیب په طالبانو باندې غږ وکړ چې د روغتیایي خدمتونو د برابرولو مخنیوی ودروي او په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو اجازه ورکړي.‌

په وایرس د ککړ شوي ماشوم پلار او د ډنډ غوري سیمې د منګلها کلي اوسېدونکي سید اکبر وویل، «که زما ماشوم ټول واکسینونه اخیستي وای، هغه به په دغه وایرس باندې نه وای اخته شوی.»

هغه وویل، «زه نه پوهېږم چې دا کار ولې پېښ شو. ما خپل ماشوم ته له یو یا دوه واکسینونو څخه پرته نور ټول ورکړي ول. که هغه دغه واکسینونه هم اخیستي وای، هغه به په دې ناروغۍ اخته شوی نه وای.»

هغه زیاته کړه، «زما د ماشوم د بدن یو لوری کمزوری شوی دی، او کله چې ډاکتر هغه ولید، ویې ویل چې هغه په پولیو باندې اخته شوی دی چې دغه خبر زه ډېر خفه کړم.»

هغه وویل، «دا زما لپاره ډېره دردوونکې ده چې زما زوی ناروغ او لا نور ناروغ شي، او زه ورته هېڅ هم نشم کولی.»

د ماشوم پلار وویل چې هغه له ۴۰ کالونو راهیسې په دغې سیمه کې اوسیږي او هیڅکله یې هم بهر سفر نه دی کړی.

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې په ماشومانو باندې دې رحم وکړي او د پولیو د واکسیناسیون مخنیوي دې نور نکوي.

د کور په کور کمپاینونو مخه نیول

د بغلان اوسېدونکي د طالبانو دا کارونه د ماشومانو پر ضد جنایتونه بولي.

په بغلان ولایت کې یوه قومي مشر عبدالحلیم ثبات چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، «درې میاشتې مخکې موږ دوه ځلې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړو او د روغتیایي چارواکو پیغام مو ور ورساوه چې د واکسیناسیون د کمپاینونو په مخکې خنډونه جوړول ودروي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو موږ ته وویل چې واکسینونه باید روغتیایي کلینیکونو ته راوړل شي، او خلک باید خپل ماشومان د واکسینولو لپاره هغو کلینیکونو ته ورولي. هغوی وویل چې د کور په کور کمپاینونو اجازه نه ورکوي.»

د بغلان د ولایتي شورا رییس صفدرمحسني د ماشومانونو د واکسیناسیون په مخنیوي کې د طالبانو په هڅو افسوس څرګند کړ.د بغلان د ولایتي شورا رییس سردار محسني د ماشومانونو د واکسیناسیون په مخنیوي کې د طالبانو په هڅو افسوس څرګند کړ.

هغه وویل، «دا د بدمرغۍ خبره ده چې زموږ له ماشومانو څخه یو د دې له امله فلج شو چې یوه ناقانونه ګروپ د هغه د واکسین کېدلو مخه ونیوله. هغه زموږ د ماشومانو لپاره یو افت دی.»

هغه وویل، «کله چې په یوه سیمه کې یوه پېښه رامنځته کیږي، هغه نورو سیمو ته خپرېږي او دا د اندېښنې خبره ده.»

هغه وویل، «د عامې روغتیا ریاست خپله اندېښنه له موږ سره شریکه کړه، خو طالبانو زموږ غوښتنه رد کړه او د واکسیناسیون ټیم ته یې اجازه ورنه کړه چې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته واکسینونه ورکړي.»

هغه وویل، بغلان مرکزي، تاله و برفک او بورکه ولسوالۍ او همدارنګه د ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او کیله ګي سیمې په بغلان کې ناامنه سیمې ګڼل کیږي چې ماشومان په کې له واکسینونو څخه بې برخې دي.

محسني وویل، «د ولسوالیو چې له ۵۰ زرو څخه ډېر نفوس لري، ۲۰٪ یي ماشومان دي.»

د پولیو د مخنیوي هڅې

د عامې روغتیا رییس حبیب وویل، هغه کلی چې د پولیو پېښه په کې څرګنده شوې ده د ځایي مشرانو په مرسته قرنطین شوی دی.‌

هغه وویل، دغه ګام باید نورو سیمو ته د دې وایرس د خپرېدلو مخه ونیسي.

حبیب وویل، «موږ نشو کولی چې د دغه ماشوم علاج وکړو، خو موږ یو بیړنی حالت نافذ کړی او هغه سیمه مو له نورو څخه پرې کړې ده چې دغه ماشوم په کې ژوند کوي.»

حبیب زیاته کړه، «زموږ روغتیایي ټیم ګوري چې ومومي چې دغه وایرس څنګه بغلان ته راورسېد او څه شی د دې انتقال سبب.»

په داسې حال کې چې حبیب د هغو ماشومانو شمېر ونه ښود چې په ناامنو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون څخه بې برخې شوي دي، هغه وویل چې دغه ریاست پلان درلود چې مخنیوونکي ګامونه پورته کړي.‌

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي وویل، «زه په دیني عالمانو، د جوماتونو امامانو، مشرانو او قومي مشرانو باندې غږ کوم چې په خپلو سیمو کې خلک وپوهوي.»

هغه وویل، «ولایتي ادارې د بغلان د عامې روغتیا ریاست ته حکم کړی چې د وقایوي ګامونو په اخیستلو سره د بغلان ولایت نورو سیمو او ګاونډیو ولایتونو ته د دغه وایرس د خپرېدلو مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو واکسینونه د کور په کور کمپاین له لارې تطبیق کیږي، خو دغه کمپاین په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي له ننګونو سره مخامخ دی.»

هغه وویل، د بغلان په ناامنو سیمو کې به ژر د طالبانو پر ضد پوځي کمپاینونه پیل شي، او کله چې ژر اغېزمنېدونکې سیمې له اورپکو څخه پاکې شيهلته به ملکي خلک ټولو حکومتي خدمتونو ته لاسرسي ترلاسه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ګرانه وروره، دا کار طالبان پخپله نه کوي. هغوی ته پاکستان وایي چې ویې کړي څو د افغانستان خلک معیوب شي.

ځواب ورکړئ

زه حیران یم چې ولې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې واکسیناسیون ته اجازه نه ورکوي؟

ځواب ورکړئ