امنیت

۲۰۱۹: د طالبانو د په شا تګ کال چې اورپکو په کې د ۱۳ ولسوالیو کنټرول له لاسه ورکړ

د نجیب الله راپور

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو عسکر د هرات ولایت د ګوزرې ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ګزمې پر وخت یو ماشینګن چلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۲۱مه اخیستل شوی، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو عسکر د هرات ولایت د ګوزرې ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ګزمې پر وخت یو ماشینګن چلوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د اورپکو پر ضد د پراخو عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته درانه تلفات ور واړول او ۱۳ ولسوالۍ یې له اورپکو څخه ونیولې.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۹ په پسرلي کې خالد عملیات پیل کړل او موږ ته یې دا وړتیا راکړه چې دښمن ته درانه تلفات ور واړوو او ډېرې سیمې ترې ونیسو.»

احمدزي وویل، «موږ وکولی شوای چې له دښمن څخه ۱۳ ولسوالۍ بېرته ونیسو. پوره امنیت پرځای شوی ځکه چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه په دغو ولسوالیو کې موجود دي.»

د دفاع وزارت وویل، د مثال په توګه، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو له درې کلن اوږده کنټرول څخه وروسته د لړم په ۱ دهنه غوري ولسوالي له طالبانو څخه ونیوله.

د دفاع وزارت وویل، د دوه اونیو په اوږدو عملیاتو کې چې د لیندۍ په ۹مه پای ته ورسېدل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت له مارجې ولسوالۍ څخه هم طالبان واېستل. دغه ولسوالي له څلورو کالونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې وه.

وزارت وویل، په دغو عملیاتو کې عسکرو د مارجه ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان ملا عبدالباري وواژه او په لسګونو نور اورپکي یې ژوبل کړل.

د وږي په ۱۵مه، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت له وردوج ولسوالۍ څخه طالبان واېستل. وردوج له څلورو کالونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وه.‌

د دفاع وزارت وویل، عسکرو د بدخشان په جګړه کې د طالبانو د تش په نامه والي په شمول ۲۸ تنه طالب اورپکي او درې قوماندانان ووژل.

د افغانانو په تلفاتو کې کموالی

طالبانو د روان لمریز کال په پیل کې د افغان امنیتي ځواکونو او پوځي تاسیساتو پر ضد خپل الفتح عملیات اعلان کړل، خو عملیات یې له ناکامۍ سره مخامخ شول.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي د لیندۍ په ۲۱مه په کابل کې په یوه کتنه کې وویل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو بریدونو په نتیجه کې، په ټول افغانستان کې طالبان له سختو ماتو سره مخامخ شوي دي.»

اندرابي وویل، «د طالبانو په بریدونو کې له زیاتوالي سره سره، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تلفات سږ کال ۱۰٪ کم شوي دي.»

اندرابي وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هوډ لري چې افغانستان ته سوله راولي، او حکومت د سولې پروسه پرمخ بیایي او په دغو ځواکونو باندې متکي دی.

د دفاع وزارت ویاند احمدزي وویل، «وروسته له هغه چې ملي اردو خالد عملیات پیل کړل، د طالبانو د تش په نامه والیانو، ولسوالانو او د هغوی د سرې قطعې د قوماندانانو په شمول د دغې ډلې مهم غړي په څو میاشتو کې دننه له منځه وېوړل شول.»

احمدزي زیاته کړه، «تاسو ولیدل چې د هېواد په ختیځ کې د امنیتي ځواکونو له خوا د فشار په زیاتېدلو سره داعش څنګه وځپل شو.»

احمدزي وویل، «زموږ عملیات به په ژمي کې هم روان وي،‌ او د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست سره په ګډه به ترسره شي.»

طالبان تر فشار لاندې

د کورنیو چارو د وزارت یوه پخواني افسر او د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال محمد طاهر یرغل وویل، «په ۲۰۱۹ کال کې پر طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د بریا تر شا درې عمده فکټورونه موجود ول.»

یرغل وویل، د دفاع وزارت په مشرتابه او نورو برخو کې بدلونونه، ښه تجهیز او د خلکو ملاتړ هغه سببونه وو چې له امله یې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد بریا ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه، «یو شمېر طالب جنګیاليو چې له جنګ څخه ستړي شوي وو تاوتریخوالی بس کړ او له حکومت سره یوځای شول.»

یرغل وویل، افغان ځواکونو په طالبانو باندې ډېر فشار وارد کړ چې هغوی له هغو مرکزونو څخه وباسي چې له څو کالونو راهیسې یې نیولي وو.

په کابل کې د امنیتي چارو یوه افغان شنونکی اسدالله نادم وویل، کله چې په ۲۰۱۹ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وړتیاوې پیاوړې شوې، هغوی وکولی شوای چې طالبانو ته درانه تاوانونه ور واړوي.

نادم وویل، «په ۲۰۱۹ کال کې طالبان په بېلابېلو سببونو له ماتې سره مخامخ شول -- د هغوی حرص په هغو کې تر ټولو مخکې وو. هغوی غوښتل چې د خپلو بریدونو له لارې د سولې په خبرو کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره ډېرې چنې ووهي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو ته د جګړې په ډګر کې درانه تلفات وراوښتي دي. له بده مرغه چې هغه طالبان چې ووژل شول د خپلو مشرانو د شیطاني ارادو په هکله خبر نه وو.»

هغه وویل، «د امنیتي ځواکونو عملیات او د هغوی اجرأت د ستاینې وړ دي.»

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي نادرخان کټوازي وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پیاوړې شوې وړتیاوې د طالبانو د کمزوري کېدلو او هغوی ته د ډېرو ماتو د وراوښتلو سبب شوې.

کټوازي وویل، «دا صحیح ده چې سږ کال افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې لرلې او طالبان د جګړې په ډګرونو کې مات شوي دي.»

هغه وویل، «ملکي خلک د افغان ځواکونو اجرأتو او لاسته راوړنو ته خوښ دي. طالبان اوس هغه امکانات او تجهیزات چې پخوا یې زمونږ په سیمو کې لرل، نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د هغو لاس ښکلوم چې د زورورو سر ورماتوي خدای دې د هغو لاسونه مات کړي چې د کمزوري لاس ماتوي (شعر) سلامونه او احترامات! زه باوري یم چې که ورځنۍ چارې او پلانونه په همدې ډول روان وي، هېڅ ځواک نشي کولی چې په ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او د دې هېواد په بل کوم کونج کې په خپل سر له وسلو سره وګرځي. البته، یوه خبره ده چې که عسکر او افسران د خپلو قومانداندانو او مشرانو له خوا ونازول شي. که د سرتېرو او نور پرسونل د اعاشې او نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د درې واړو قواوو د مشرتابه چلند بدل شوی او که په عصري تخنیکونو او تجهیزاتو کې د یادو اورګانونو د ټول پرسونل د خبرتیا سطحه لوړه شوې ده، په هر حال،‌ زه د دغو لاسته راوړنو له امله له وزیرانو څخه رانیولې هغه وزیران چې خپل ځانونه له عسکرو څخه جلا نه بولي، تر اداري کارمندانو پورې ټولو ته مبارکي وایم. په ورته ډول، زه هیله لرم چې دغه پرمختګونه به د سولې پیغام راوړي. په دې ډول،‌ ناراضي کسان چې په هر ځای کې وي له داسې یوې سولې سره موافقه کوي چې په هغې کې ښه نیت موجود وي.‌ دا هم د یادونې وړ ده چې ستاسو دا پرمختګونه ثابتوي چې دفاعي ځواکونه د ټولو رسمي او غیر رسمي کارمندانو او ملت بېلګې دي.‌ دا پرمختګونه ستاسو تقوا او پاکوالی ښیي، او دا ښیي چې تاسو د دې هېواد اصلي بچیان یئ. د هېواد هغه اصلي بچیان دې ژوندي وي چې د خپل ژوند په بیه او د ملت د خوشحالولو لپاره سوله راوړي.‌ خدای هغه ملت ته سروري ورکوي چې خپل برخلیک په خپل لاس لیکي خدای هغه ملت په خپل حال پرېږدي چې دهقان یې د نورو لپاره کښت کوي زه هیله لرم چې یاد درې اورګانونه وکولی شي چې د اړوندو ادارو په مرسته ورځ تر بلې له جیګ پوړ څخه رانیولې اداري فساد کم کړي چې زمونږ غریب خلک او که ووا

ځواب ورکړئ