امنیت

د کوهستانات اوسېدونکي د طالبانو پر ضد راپاڅېدل

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۱۱مه اخیستل شوی، د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو پر ضد احتجاج کوي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۱۱مه اخیستل شوی، د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو پر ضد احتجاج کوي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

کندوز -- په سرپل ولایت کې مقاماتو وویل چې، طالبانو د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي کسان هغه وخت ووژل او شپږ نور ټپیان کړل چې د کوهستانات ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ د هغوی پر ضد پاڅېدل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل، دا ولسوالي له کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه او اوسېدونکي یې د هغوی له ظلمونو څخه تر پوزې پورې رسېدلي ول.‌

هغه وویل، اوسېدونکیو وروسته له هغه د طالبانو پر ضد احتجاج پیل کړ چې یادې ډلې داسې پرېکړه وکړه چې هغوی یې مجبور کړل څو د سودا اخیستلو لپاره یوه بل کلي ته لاړ شي.

اماني وویل، «طالبانو پرېکړه وکړه چې ۱۰۰ دوکانونه له اورا کلي څخه جرغان کلي ته انتقال کړي او ځایي خلک مجبور کړي چې د سودا اخیستلو لپاره هغه کلي ته لاړ شي، خو دا پرېکړه د ولسوالۍ د اوسېدونکیو له خوا له غبرګون سره مخامخ شوه.»

هغه وویل، «احتجاج کوونکیو د کوهستانات ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال امان الله منصور په موټر باندې د ډبرو او لرګیو په کارولو سره برید وکړ، او طالبانو د هغوی په مقابل کې په ډزو سره غبرګون وښود چې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.»

په سرپل ولایت کې یوه قومي مشر عطاء محمد صدیقي وویل، د طالبانو له خوا د دوکانونو د ځای بدلول د یادې ډلې تر منځ له داخلي درزونو څخه سرچینه اخلي.‌

هغه وویل، د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان چې د جرغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی د طالبانو له تش په نامه ولسوال سره رقابت لري.

صدیقي وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو په ملکي خلکو بندې ډزې پیل کړې، دغه کار د اوسېدونکیو غبرګون او کرکه راوپارول.»

ملکي خلک د طالبانو پر ضد راپاڅېدل

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خرم وویل، اوسېدونکیو احتجاج ته مخه کړه ځکه چې هغوی د طالبانو د ظلمونو په وړاندې له یرغملي ژوند څخه ستړي شوي دي.‌

هغه وویل، «طالبان د ولسوالۍ له غریبو ملکي خلکو څخه په زور شیان اخلي چې خپل مصارف پرې پوره کړي، او هیڅوک هم نشي کولی چې د هغوی پر ضد غږ پورته کړي.»

خرم وویل، «عشر او زکات ټولول، په زور پيسې اخیستل او ملکي خلک دې ته مجبورول چې د هغوی تر څنګ په جنګ کولو کې برخه واخلي د هغو بې انصافیو په ډله کې دي چې طالبانو د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې په ملکي خلکو باندې وضع کړي دي.»

هغه وویل، په قهر شوي ملکي خلک «د ډبرو او کوتکونو په کارولو سره د طالبانو پر ضد راپورته شول.»

خرم وویل، په ولسوالۍ کې په پراخ فقر سربېره، دغلته د خوراکي او غیر خوراکي توکو پېرودول ډېر قېمته دي چې دا د خلکو لپاره د غټو ننګونو له جملې څخه دي.

هغه وویل، «د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکي تل پوښتنه کوي ... چې کله به حکومت هغوی ته له دغه حالت څخه نجات ورکړي او تصفیوي عملیات به پیل کړي.»

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د لیندۍ په ۱۱مه وویل، افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکیو ورځو کې پراخ عملیات پیل کړي چې کوهستانات ولسوالي تصفیه کړي او خلک یې د طالبانو له ظلمونو څخه خلاص کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500