د افغانستان په سرپل ولایت کې جګړې زور اخیستی دی

جمعه ګلي انایېف

سرپل، افغانستان -- د ازادۍ راډېو ترکمني څانګې د اګست په ۵مه راپور ورکړ چې د افغانستان د سرپل ولایت په څو ولسوالیو کې د طالبانو او د حکومت پلویو ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې طالبان د کوهستانات په لیرې پرته ولسوالۍ کې د ترهګرو یو روزنیز کمپ چلوي، او زیاته یې کړه چې ځایي خلک کوهستانات ته د هغو وسله والو د یوې انکشافې ساحې په سترګه ګوري چې په فاریاب او جوزجان ولایتونو هم حملې کوي.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې کوهستانات ته نور ځواکونو ولېږي چې هلته طالبان مات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500