کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له درې کلنۍ واکمنۍ څخه وروسته د چارشنبې په ورځ (د لړم ۱) د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ کنټرول بېرته ترلاسه کړ.
په اعلامیه کې راغلي چې، افغان ځواکونو یوه اونۍ وړاندې په سیمه کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات پیل کړل او زیاتوي چې اورپکو ته درانه تلفات وراوښتي دي.
وزارت ژمنه وکړه چې نظامي عملیاتو ته په دوام ورکولو سره د ولایت پاتې برخې له طالبانو څخه پاکې کړي.