د دفاع وزارت: افغان ځواکونو په بادغیس کې ۹۹ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې ۹۹ تنه طالب اورپکي ووژل او ۳۵ نور یې ټپیان کړل.

تېره اونۍ د دفاع وزارت وویل چېافغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې «د ملکي تلفاتو د مخنیوي» لپاره له یو شمېر پوستو څخه «تکتیکي په شاتګ» کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان کمانډویانو، د پولیسو ځانګړیو واحدونو او د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو چې د افغان او ایتلافي هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو، د دې لپاره یرغل وکړ چې په یاده ولسوالۍ کې طالبان د هغوی له پاتې سنګرونو څخه وباسي.

اعلامیه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تکتیکي عرادې، یو غټ شمېر وسلې او مهمات ونیول یا یې ویجاړ کړل.

چارواکو وویل چې په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «له تېرو ۷۲ ساعتونو راهیسې، طالبان د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر سخت فشار لاندې دي. د مهمو سیمو ډېره برخه زمونږ تر کنټرول لاندې ده».

وزارت زیاته کړه چې طالبانو په دروغو ادعا کوله چې ملکي خلکو ته تلفات ور اوښتي څو د پوځ او رسنیو فشار کم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500