امنیت

په امنیتي ځواکونو باندې د مرګوني بریدونو په ترڅ کې په ننګرهار کې ښځو د اوربند لپاره غونډه وکړه

د خالد زېري او ای اېف پي راپور

image

ښځینه افغان معترضینو د وږي په ۲۶مه په جلال اباد کې د یوه لاریون په ترڅ کې بیرغونه پورته کړي او شعارونه ورکوي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو څخه ملاتړ وښیي او د یوه تلپاتې اوربند غوښتنه وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- شاوخوا ۱۵۰ ښځو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۶مه/ په ننګرهار ولایت کې غونډه وکړه او په سیمه کې د تازه نښتو سره سره له حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او د نورې وینې تویېدا مخه ونیسي.

د غونډې په برخه والو کې داسې ښځې هم شاملې وې چې د تېرو دو لسیزو د جنګ په ترڅ کې یې بچیان وژل شوي او ټپي شوي دي.

د حبیبې په نامه د سره رود ولسوالۍ یوې ۶۰ کلنې اوسېدونکې چې په جلال اباد کې یې په غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل، «زما وېښتان سپین شول، خو جنګ پای ته ونه رسېد. اوس چې له طالبانو سره خبرې روانې دي زه غواړم چې جنګ پای ته ورسیږي. په دې جنګ کې زما زوی شهید شو. ما خپل نور خپلوان هم له لاسه ورکړل. زه ډېره ستړې شوې یم.»

حبیبیې وویل، «کله چې زه راډېو ته غوږ نیسم او په هر ولایت کې د وژنو خبرونه اورم نو راډیو بنده کړم. خو له هغه وخته چې د سولې خبرې پیل شوي دي، هر ماښام له خپل زوی څخه غواړم چې رادیو ونیسي او معلومه کړي چې خبرې څنګه پر مخ روانې دي. زه خوشحاله یم چې دا خبرې روانې دي. زه هیله لرم چې جنګ پای ته ورسیږي او اوربند اعلان شي.»

حکومت او طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خپلو لیدنو په لومړیو پړاونو کې دي او هڅه کوي چې داسې یوه هوکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي.

د غونډې یوې منتظمې او د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا د پروګرام مرستیالې ثنا نوري وویل، «دلته زموږ د راټولېدلو هدف دا دی چې د دې جنګ د پای ته رسولو لپاره غږ پورته کړو.»

هغې وویل، «زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې د سولې په بین الافغاني خبروکې لومړی اوربند وشي. موږ له نور هر څه څخه مخکې د اوربند غوښتنه کوو. هغوی هلته په دوحه کې په یوه مېز باندې را ټول دي، خو دلته جنګ روان دی.»

ثنا نوري وویل، «لومړی باید هغوی په یوه اوربند باندې توافق وکړي او بیا نورو خبرو ته دوام ورکړي ترڅو په دې هېواد کې وینه تویېدل ودرېږي او خلک عادي ژوند ته راستانه شي.»

نوري وویل، «داسې کورنۍ نشته چې جنګ نه وي ځپلې. موږ غواړو چې د ښځو د تېرو ۱۸ کالونو لاسته راوړنې خوندي کړای شي، او دا باید یقیني شي چې هغوی خپل د کار او تعلیم حق لري.»

هغې زیاته کړه، «موږ نه غواړو چې خپلو کورونو پورې محدودې شو یا زموږ د کار کولو او د تعلیم ترلاسه کولو حق محدود شي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته هغسې ژمن پاتې شي لکه په نوره نړۍ کې چې رعایت کیږي.»

د غونډې یوې ځوانې برخه والې فرشتې اشرف چې داسې یوه دړه یې لاس کې وه چې پرې لیکلي وو، «موږ سوله غواړو» پر طالبانو غږ وکړ چې جنګ بس کړي او د ښځو له خوا د تعلیم د ترلاسه کولو د حق درناوی وکړي.

هغې وویل، «زه ۱۴ کاله عمر لرم -- زه یوه ماشومه یم، خو زه دلته راغلې یم ترڅو د سولې غوښتنه وکړم. زه غواړم چې زموږ نسل په سوله کې ژوند وکړي. زما مور او پلار چې اوس زاړه دي، په جنګ کې لوی شول. طالبان باید په موږ -- نوي نسل -- باندې رحم وکړي او داسې یو اوربند اعلان کړي چې کولی شي یوې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.»

فرشتې وویل، «زما د کورنۍ ټولو غړو تعلیم کړی دی، او زما خویندې په دفترونو او ښوونځیو کې کار کوي. زه غواړم چې ښوونکې شم ترڅو وکولی شم نورو نجونو ته تدریس وکړم. زه نه غواړم چې په کور کې پاتې شم او د یوې ړندې په څېر ژوند وکړم.»

هغې وویل، «زه ازادي غواړم. هر حکومت چې په راتلونکي کې راځي هغه باید زموږ ازادي محدوده نه کړي.»

تازه بریدونه

په جلال اباد کې دغه غونډه یوه ورځ مخکې له هغه وشوه چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۷مه/ یوه سخته جګړه وشوه او لږ تر لږه ۱۱ امنیتي منسوپه کې ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې هغه وخت د شپې له مخې بریدونه وشول چې طالب جنګیالیو د افغان ځواکونو او حکومت پلوو ملېشو د تلاشۍ په څو پوستو باندې بریدونه وکړل.

هغه وویل لږ تر لږه ۱۱ افغان امنیتي منسوبین په حصارک کې په جنګ کې ووژل شول، په داسې حال کې چې ۸ حکومت پلوې ملېشې په خوګیاڼو کې ووژل شوې.‌

خوګیاڼي وویل، په نښتو کې د ځینې بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د سې شنبې د ورځې /د وږي ۲۵مه/ په ماښام، د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته باندې د طالبانو په یوه برید کې ۸ امنیتي منسوبین مړه او درې نور ټپیان شول.

طالبانو د یوې پېښې په هکله هم څه نه دي ویلي.‌

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د جنګ پړه پر طالبانو واچوله.‌

هغه په یوه غونډه کې چې امریکایي ځواکونو په کې څلور ای - ۲۹ سوپرټوکانو الوتکې افغان پوځ ته ورکړې، وویل، «زموږ له خوا بریدونه نه دي شوي... دښمن بریدونو او د افغانانو د وینو تویولو ته دوام ورکوي.»

ازادۍ رادېو د وږي په ۲۷مه راپور ورکړ چې خالد د سولې د خبرو د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، خو طالبانو ته یې د خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره د زور د کارولو خلاف خبرداری ورکړ.

هغه وویل، «که دښمن فکر کوي چې هغه کولی شي هر څه په زور سره ترسره کړي دا یو خوب دی، یو خیال دی، ناشونی دی او لېونتوب دی.»

د اوربند غوښتنې په پام کې نه نیول کیږي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د وږي په ۲۲مه د سولې د خبرو پرانست غونډه کې په خپله وینا کې د بشري خواخوږۍ په اساس د اوربند غوښتنه وکړه، خو د هغه غوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.‌

د اوربند لپاره د افغان حکومت غوښتنه د افغانستان متحدینو او د ټولنې د بېلابېلو څنډو څخه افغانانو هم غبرګه کړه.‌

د وږي په ۲۵مه د کندوز په یوه دارالیتام کې له ۱۰۰ څخه ډېر یتیم او بې وزله ماشومان -- چې ډېرو یې د طالبانو په بریدونو کې د کورنیو غړي له لاسه ورکړي ول -- راټول شول، او په افغان حکومت او اورپکو باندې یې غږ وکړ چې سملاسي اوربند اعلان کړي.‌

په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېرو ښځو د ملګرو ملتونو په آدرس لیکلی یو لیک لاسلیک کړی او وایي چې دوې غواړي ترڅو د سولې د پروسې برخه اوسي او هوډ لري چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

په کندوز ولایت کې د ښځود حقونو یوې فعالې سلیمې حیدري د وږي‌ په ۱۹مه په یوه غونډه کې وویل، دغه ښځې په طالبانو باندې ټینګار کوي چې د مذاکراتو په پیلولو سره یو تلپاتې اوربند اعلان کړي

د وږي‌ په ۱۷مه، د هرات شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکي په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دفتر کې راغونډ شول او د سولې غوښتنه یې وکړه.

له دې جلا په عین ورځ، د غور په لسګونو اوسېدونکیو په مرکز فیروزکوه کې له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې اوربند اعلان کړي.

طالبان له ډېر وخت راهیسې اندېښنه لري چې د تاوتریخوالي کمول کولی شي د دوې موقف ضعیف کړي خو سږ کال یې په دوه موقتو اوربندونو باندې هوکړه کړې ده

[له جلال اباد څخه خالد زېري د دې راپور په برخه کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ننګرهار زړورې ښځې دې ژوندۍ وي چې د سولې او برابري لپاره یې غږ پورته کړ.

ځواب ورکړئ

سولې او اوربند ته ډېر مه هیله من کېږئ. دا سوله به دومره ژر نتیجه ورنه کړي ځکه چې دواړه لوري ډېر په غرور سره خبرې کوي او مقابل لوری کمزوری ګڼي او هر لوری وایي چې هغه قوي او په حقه دی.‌ هر لوری په میلیونونو ملاتړي لري. افغان حکومت او طالبان دواړه په ټول افغانستان کې د میلیونونو خلکو ملاتړ لري. له دې امله، په کار دی چې دواړه لوري انعطاف وښیي. طالبان باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې د جنګ او د رژیم د نسکورولو له لارې په دې هېواد کې سوله راولي. د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه ژورنالست د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان ریښتیا د افغانستان د خاورې له نیمې څخه ډېره برخه کنترولوي، وویل، «یو وخت طالبانو د افغانستان ۹۰٪ خاوره کنټرولوله، خو په دې هېواد کې سوله نه وه او خلکو د طالبانو پر ضد جنګ کاوه.» ښاغلي عبدالله یوې ډېرې مهمې مسئلې ته اشاره وکړه، او دا یو حقیقت دی چې یو وخت طالبانو د افغانستان په ټولو غټو ښارونو باندې واکمني لرله، خو بیا هم د افغانستان په یوه برخه کې جنګ روان وو او هره ورځ خلک وژل کېدل. له دې امله، په دې هېواد کې هغه وخت سوله راځي چې دواړه لوري، طالبان او حکومت، په ګډه یوې هوکړې ته ورسېږي. دواړه لوري باید په غرور سره خبرې ونه کړي.

ځواب ورکړئ

هو لیکنه مې خوښه شوه خو اکثر دغه ډول د ښځو غونډې د ښځو د کار طبیعي جریان نه دی، ډېرې دغه ډول غونډې د بهرنیو موسساتو له خوا حمایه کیږي که نه د افغانستان د ښځو، سړیو، ماشومانو او لویانو ټولو لپاره اول سوله مهمه ده. کله چې سوله وشي او انسان له مرګ نه بچ شي، لږ تر لږه د ژوند حق ترلاسه کوي. بیا افغاني ټولنه خو څه د یهودو او نازیانو ټولنه نه ده چې په ښځو باندې دې داسې ظلمونه وکړي چې هغوی دې له ژوند نه بېزاره کړي. البته د داسې غونډو منفي نتایج دي چې اکثر ښځې فساد ته هڅوي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید د ټولنې د ټولو اقشارو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د هغوی غوښتنې ومني. خلک په ریښتیا سره له جنګ نه ستړي شوي دي او هېڅ صبر ورته نه دی پاتې. اوربند د ملي روغې جوړې له ډېرو مهمو او اساسي شرطونو څخه یو شرط دی.‌ که لوري واقعاً علاقه مندي لري چې سوله وشي، هغوی باید چمتو وي چې اوربند اعلان کړي. اوربند د دواړو لوریو په ګټه دی. د یوې ورځې د جنګ لګښت په میلیونونو ډالر دی. نو، که جنګ نه وي او دا پیسې په بیارغونه او د غریبو خلکو د اقتصاد په ښه کولو باندې ولګول شي، یو طرف ته به وطن جوړ شي او بل طرف ته به په ټولنه کې فقر او لوږه کم شي. تاسو په ما باندې باور وکړئ چې په افغانستان کې د یوې ورځې جنګ لګښت په یوه کال کې د لسو زرو کورنیو د خوراک له لګښت نه لوړ دی. دا په دې معنی چې که تاسو د دواړو لوریو د یوې ورځې د جنګ لګښت لسو زرو کورنیو ته ورکړئ، د هغوی د یوه کال د خوړو لپاره به کافي وي. نو، په افغانستان کې جنګ سراسر تاوان دی. د جنګ دواړه لوري افغانان دي، دواړه لوري مسلمانان دي. هغه جنګي ځواکونه چې دواړو لوریو ته وژل کیږي د هغوی مرګ د افغانستان لپاره په زیان دی.‌ ښځې کونډې کېږي او ماشومان یتیمان کیږي.‌ د خلکو کورونه ویجاړیږي. په لنډو ټکو، دواړو خواوو ته جنګ زیان دی، بدبختي او ویجاړتیا ده.‌ له دې امله، مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د ملت غوښتنو ته غوږ ونیسي او تلپاتې اوربند اعلان کړي.

ځواب ورکړئ