ديپلوماسي

افغانان له طالبانو او حکومت څخه غواړي چې له تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي

د عمر راپور

د هرات، فراه، غور، بادغیس، کندهار، او هلمند ولایتونو له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغانان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او دواړه لوري وهڅوي تر څو له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي. [عمر]

هرات -- د هرات، فراه، غور، بادغیس، کندهار، او هلمند ولایتونو له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغانان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او په دواړو لوریو باندې یې ټینګار وکړ چې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ کتنې په لومړیو پړاوونو کې دي او هڅې کېږي ترڅو داسې یوه هوکړه وشي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد ملنګ برهاني چې د وږي د ۲۵مې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «افغانان تمه لري چې افغان حکومت، طالبان، د سیمې هېوادونه او نړۍ واله ټولنه اجازه ورنه کړي چې دغه تاریخي فرصت ضایع شي.»

هغه وویل، «نړۍ واله ټولنه، چې په تېرو ۲۰ کالونو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه وه، باید د سولې پروسه وڅاري او په مرکچي ډلو باندې فشار راوړي ترڅو هوکړې ته ورسیږي.»

د هرات، فراه، غور، بادغیس، کندهار، او هلمند ولایتونو له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغانان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. [عمر]

د هرات، فراه، غور، بادغیس، کندهار، او هلمند ولایتونو له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغانان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې راټول شول چې له طالبانو سره د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. [عمر]

برهاني زیاته کړه، که د سولې خبرې ناکامې شي، په هېواد کې به شخړه څو لسیزې دوام ومومي او افغانان به یې غټ قېمت پرې کړي.

د غور ولایت یوه اوسېدونکي محمد ناصر حافظي وویل، «موږ له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړو چې ژر تر ژره یو اوربند اعلان کړي ځکه چې جنګ یوه فاجعه ده چې له دواړو خواوو څخه قربانۍ اخلي.»

هغه وویل، ډېرې هیلې شته چې دا خبرې به پایله ولري او په افغانستان کې به د ۴۰ کالونو شخړه پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، «موږ نه غواړو چې نور جنګ دوام ومومي. افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخیستل شي. افغانان نشي کولی چې نور وینه تویېدل او ډله ییزې وژنې وزغمي.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال سید سبحان راستګار وویل، افغانان هیله من دي چې دا خبرې به بریالۍ شي او د تېرو دو لسیزو لاسته راوړنې به خوندي شي.

راستګار وویل، «موږ له دواړو خواوو څخه غواړو چې د افغانانو په اساسي حقونو، مدني ازادیو، بشري حقونو، د ښځو حقونو، د اقلیتونو حقونو، او هغې دیموکراسۍ باندې چې په تېرو ۱۸ کالونو کې د افغانانو د وینې په قېمت رامنځته شوي دي، غلط جوړجاړی ونه کړي.»

هغه زیاته کړه، هره سوله چې د خلکو د ارادې په اساس نه وي هغه به بالاخره ناکامه شي.

د یوه سملاسي اوربند غوښتنې

د غونډې برخه والو په حکومت او طالبانو باندې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې اوربند اعلان کړي.

په غونډه کې د کندهار ولایت یوه استازي جلیل احمد سفیر وویل، افغانان غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي.

هغه وویل، «افغانان د یوه سملاسي اوربند لپاره خپل غږ پورته کوي ترڅو په مذاکراتو کې برخه والې ټولې ډلې وکولی شي د هغوی اواز واوري، ځکه چې دا به په هېواد کې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي. هغوی له دې جنګ او وینو تویېدنې څخه ستړي شوي دي او غواړي چې ټول لوري په سوله کې ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، تر دغو شرایطو لاندې، اوربند غوره انتخاب دی او کولی شي د سولې پروسې سره مرسته وکړي ترڅو بریالۍ شي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې ګلثوم صدیقي وویل، په یوه صمیمي او باوري چاپېریال کې د سولې د مذاکراتو د پرمخ بوولو لپاره په کار ده چې افغان حکومت او طالبان اوربند اعلان کړي.

هغې وویل، «جنګ په یو ځل پای ته نه رسیږي -- لومړی، ښکېل لوري باید په یوه اوربند باندې توافق وکړي چې د جنګ د دایمي پای ته رسېدنې لپاره چاپېریال برابر شي.»

هغې زیاته کړه، که څه هم چې افغانان له خبرو څخه په سملاسي توګه د دایمي نتایجو تمه نه لري، لاکن د اوربند تمه ترې لري.

د هرات پوهنتون یوه استاد طارق سیدي وویل، په داسې حال کې چې هره ورځ په لسګونو افغانان د جګړې په میدان کې ژوند له لاسه ورکوي، په کار نه ده چې په دوحه کې د سولې خبرې جریان ولري.

هغه وویل، «که چېرې د سولې مرکچیان په سوله باندې باور لري، هغوی باید لومړی د جنګ په ډګر کې په اوربند باندې توافق وکړي او د مذاکراتو په مېز باندې انصاف یا د افغانستان د لاسته راوړنو ساتنه هېره نه کړي.»

سیدي زیاته کړه، اوربند د سولې د خبرو د پرمختګ او د لا نورو وینو تویېدنو د مخنیوي لپاره یواځینۍ لاره ده.‌

سوله په اسلام کې

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یوه دیني عالم مولوي عبدالحمید وویل، د خدای (ج) او د اسلام د پېغمبر د حکمونو په اساس، په طالبانو او افغان حکومت باندې لازمه ده چې سوله وکړي او ژر تر ژره جنګ پای ته ورسوي.

هغه وویل، «خدای تعالی په قران کریم کې ویلي دی چې مسلمانان یو د بل ورونه دي.»

هغه زیاته کړه، د جنګ دوام هېڅ توجیه نه لري ځکه چې جنګ له ویجاړتیا، وژنو، فقر او بې سوادۍ څخه پرته نور هېڅ نه دي رامنځته کړي.‌

مولوي حمید وویل، «موږ له طالبانو او افغان حکومت څخه داسې تمه لرو ترڅو یو د بل پر وړاندې دې له زغم څځه کار واخلياو د خلکو د حق غوښتنو درناوی دې وکړي.»

نوموړي وویل، «د دې لپاره چې خلک د سولې په خبرو ډېر اعتماد ولري، په کار دی چې د مذاکراتو لوري لومړی اوربند اعلان کړي.»

د هرات ښار یوه دیني عالم مولوي عبدالباقي ثاقب وویل، سوله د ټولو مسلمانانو دیني فریضه ده.

نوموړي وویل، «قران کریم مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې یو له بل سره سوله وکړي. له شخړو او جنجالونو څخه ځانونه وساتئ ترڅو وکولی شئ په امن کې ژوند وکړئ.»

هغه زیاته کړه، «خدای تعالی مسلمانانو ته ډېر ځلې امر کړی دی چې سوله وکړي. که طالبان او افغان حکومت دواړه ادعا کوي چې مسلمانان دي، په کار دی چې هغوی خپل شخصي اختلافات یو طرف ته کړي او خپل دیني او ملي موخې تعقیب کړي.»

د ۷ لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ولایتونو دیني عالمانو ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یوه دیني اړتیا ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول افغانان باید له دغه طلایي فرصت نه ګټه واخلي که نه د پاکستان او ایران په نومونو دواړه منافق ګاونډیان تل حاضر دي چې په افغانستان کې مداخله وکړي او افغانان بیا د ۱۹۹۹۰مو کالونو په څېر په خپلو کې سره په جنګ واچوي او هغوی د افغانستان له اوبو نه مفتې استفادې ته پاتې شي. دا مهمه نه ده چې د واک په راس کې اشرف غني وي، اتمر وي، کرزی وي، ملا هبت الله وي، عبدالله وي، خر وي که سپی وي خو باید چې ټول افغانان راټول شي او د افغانستان له ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي که نه پاکستان تل د ترهګرو او وسله والو مخالفینو روزنې او د افغانانو وژنې ته تیار دی.

ځواب ورکړئ

زما غوِښتنه د ټولې نړۍ له عالمانو او اسلامي هېوادونو نه داده چې د افغانستان سولې ته کار وکړي او له دواوړو خواو هم طالبان او هم د افغانستان حکومت څخه په کله غوښتنه وکړي چې سولې ته غاړه کېږدي او یو بل سره سوله وکړي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې سوله او اوربند د ملت غوښتنې دي، خو د ملت غوښتنو ته به څوک غوږ ونیسي؟‌ له سولې سره نه افغان حکومت علاقه مندي لري نه طالبان. سوله هغه وخت راځي چې ډلې خپلې شخصي ګټې پرېږدي او يو په بل باندې خپلې غوښتنې ونه تپي. د افغان حکومت مشران د خپلو جیبونو د ډکولو په هکله فکر کوي. د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې واکمن ټیم ۶۰۰۰۰۰ مشروع رایې وګټلې او پاتې ۳۰۰۰۰۰ رایې تقلبي وې. اوس تاسو پخپله فکر وکړئ چې آیا ملت له حکومت سره دی؟‌ په هېواد کې له ۲۰ میلیونو څخه د ډېرو مستحقو رایه ورکوونکیو له ډلې څخه یوازې یو میلیون خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده. د تېرو شلو کالو کې په ترڅ کې، خلک په دې پوه شوي چې دا کاندیدان د وطن او خلکو په غم کې نه دي، بلکې هغوی د خپلو شخصي ګټو په هکله فکر کوي. داسې خلک چې په غرب کې یې سپي وینځل او مزدورکاري یې کوله راغلل او د وزیرانو او معینانو په توګه وټاکل شول. د هغوی له جملې څخه هر یوه په میلیونونو ډالر اختلاس وکړ او له هېواد نه بهر یې واېستل. هغوی هره ورځ د دیموکراتیک نظام د خوندي کولو په هکله خبرې کوي. هغوی د کوم دیموکراتیک نظام په هکله خبرې کوي؟ هغه نظام چې هره ورځ په کې په سلګونو خلک وژل کیږي؟ هغه نظام چې اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی دی؟‌ هغه نظام چې د نورو خلکو د ښځو لپاره ازادي غواړي او د فوټبال په ښځینه لوبغاړو یې جنسي تېري وکړل؟ هغه نظام چې بې تجربې نجونې په امنیتي وزارتونو کې د معینانو په توګه مقرروي؟‌ هغه نظام چې په کې وسله وال غله هره ورځ په پلازمېنه کې خلک د یوه موبایل فون په خاطر وژني او حکومت هېڅ هم نشي کولی؟‌ د افغان حکومت مشران باید د شرم احساس وکړي او د دیموکراتیک نظام د ګټو په هکله خبرې ونه کړي.‌ دا نظام په افغانستان کې کار نه کوي. په

ځواب ورکړئ

که مونږ حقیقت ته وګورو، افغان حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وکړي او یو نوی حکومت جوړ کړي. د افغان حکومت مشران غواړي چې طالبان هغوی ته تسلیم شي. تاسو وینئ چې یو طرف ته د حکومت مرکچي ټیم په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي، او بل طرف ته د افغان حکومت چارواکي، ولسمشر او د هغه مرستیالان د طالبانو پر ضد خبرې کوي او د طالبانو پر ضد بد شیان وایي. په دې حساس وخت کې، په کار دی چې د افغان حکومت چارواکي داسې خبرې ونه کړي. که د افغان حکومت سرسخت مشران داسې کارونو ته دوام ورکړي او د طالبانو غوښتنې ونه مني،‌ دا خبرې به ناکامې شي او په دې هېواد کې به جنګ پای ته ونه رسیږي. هغوی به په راتلونکي کې د جنګ او ستونزو مسؤل نه وي. د افغان حکومت خاین مشران د قدرت تږي دي. هره ورځ په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه وژل کیږي، خو هغوی پرې هېڅ پروا نه کوي. یوازې پرون په میدان وردک ولایت کې د افغان ملي اردو خواوشا ۴۰ عسکر ووژل شول، چې ۲۶ یې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ اوسېدونکي ول.‌ د ملي اردو ۶ نور منسوبین په کاپیسا کې ووژل شول. پرون په ۱۴ ولایتونو کې جنګ روان وو. ښایي د افغان ملي اردو او ملي پولیسو خواوشا سل عسکر وژل شوي وي. تر څو به له دې فاسد نظام نه په دفاع کې د افغانستان غریب خلک شهیدان کیږي.‌ نه اشرف غني او نه هم د هغه مرستیالان په دې هېواد باندې باور لري. هغوی د ځمکې پر مخ تر ټولو ډېر فاسد او ظالم خلک دي. مرګ په اشرف غني او د هغه په مرستیالانو.‌

ځواب ورکړئ