امنیت

افغان ځواکونو د کونړ مهمه لویه لاره، چې طالبانو بنده کړې، وه بېرته پرانستله

د خالد زېري راپور

افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یوه مهمه لاره، چې د کونړاو نورستان ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ سره نښلوي، بیا پرانستله.‌ طالب اورپکو یو کال مخکې په سړک باندې د تیږو دېوال جوړ کړی، او د موټرو لاره یې بنده کړې وه. هغوی دا کار د دې لپاره کړی وو چې د حکومتي چارواکو د تګ راتګ مخه ډب کړي.‌ [خالد زېری]‌

کونړ -- افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یوه مهمه لویه لاره،‌ چې د کونړ ولایت اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ او همدارنګه د نورستان ولایت کامدېش او برګ مټال ولسوالۍ سره نښلوي، بیا پرانستله.‌

دا عملیات د زمري په ۱۲مه پیل شول او تر ننه پورې روان دي.‌

طالب اورپکو یو کال مخکې په سړک باندې د تیږو دېوال جوړ کړی، او د موټرو لاره یې بنده کړې وه. هغوی دا کار د دې لپاره کړی وو چې د حکومتي چارواکو د تګ راتګ مخه ډب کړي.‌ ځایي خلک دې ته مجبور کړای شوي ول چې دوه ساعته د پښو مزل وکړي او د دېوال بلې خوا ته موټرو ته ځانونه ورسوي ځکه چې طالبانو په هر هغه موټر باندې برید کاوه چې په سیمه کې یې لیده.‌

د افغان ملي اردو د دویمې پلې فرقې قوماندان، برید جنرال میرویس ساپي، چې په کونړ کې د دغو عملیاتو مشري کوي، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دا عملیات د دې لپاره ترسره کړل چې سړک پرانیزو، امنیتي پوستې جوړې کړو او په سیمه کې امنیت ټینګ کړو چې دښمن ونشي کولی چې بیا بریدونه وکړي یا سړک بند کړي،»

دلته افغان امنیتي ځواکونه د زمري په ۱۳ مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په شل شنګر سیمه کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

دلته افغان امنیتي ځواکونه د زمري په ۱۳ مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په شل شنګر سیمه کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [خالد زېری]

هغه زیاته کړه، «تر اوسه پورې، مونږ په دې عملیاتو کې تر ۴۰ پورې ترهګر وژلي او په لسګونو نور مو ټپیان کړي دي،»

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال، چې په اسمار او غازي اباد و لسوالیو کې د روانو عملیاتو لیدنې ته ورغلی وو، سلام ټایمز ته وویل، «زه په اطمینان سره ویلی شم چې دلته دښمن مات شوی او په پوره توګه له منځه وړل شوی دی، او دلته به مونږ له شپږو څخه تر اوو پورې امنیتي پوستې جوړې کړو چې ترهګر ونشي کولی چې په راتلونکي وخت کې څه بدې پېښې رامنځته کړي یا خلک په تکلیف کړي،»

ځایي خلکو وویل چې هغوی له عملیاتو سره، چې سړک یې پاک کړ، خوشحال دي.

د غازي اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي،‌ حیاءالدین احساس، چې ۳۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به دوه ساعته د پښو مزل کاوه، او په لاره کې طالبان ول چې په بې توپیره ډول به یې ډزې کولې،»

هغه وویل، «خو اوس مونږ خوشحال یو ځکه چې لاره خوندي ده،»

د اسمار ولسوالۍ د شل شنګر سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرمحمد، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د دې پروا نه کوي چې ته عام شخص یې، طالب یې او که حکومتي کارمند. هغوی سړک د ټولو خلکو پر مخ بند کړی وو او ټولو ته یې تکلیف جوړ کړی وو.»‌

هغه وویل، «دا ښه دی چې حکومت راغی او سړک یې پرانست. که امنیتي پوستې جوړې کړای شي، هغه به لا نوره ښه شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500