امنیت

په داسې حال کې چې خلک د طالبانو له خوا له اعدامونو او لوټنو څخه په تېښته دي، غني سرتیري بیا پیاوړي او جنګ ته چمتو کوي

د خالد زېري او ای اېف پي راپور

طالبانو د زمري په لومړیو کې د کونړ ولایت د ناړۍ اوغازي اباد ولسوالیو له نیولو څخه وروسته په زرګونو خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبور کړي دي. ځینې اوسېدونکي د ولایت مرکز اسداباد ته راکډه شول، په داسې حال کې چې نور بیا ننګرهار ولایت ته لاړل. [خالد زېری/سلام ټایمز]

کونړ -- په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالب اورپکو له خوا د روانو وحشتونو په هکله خبرونه خپرېږي، ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۰مه/ مزار شریف ته سفر وکړ ترڅو هلته ځای پرځای شوي ځواکونه بیا پیاوړي او جنګ کولو ته چمتو کړي.

غني له عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم سره له ښار څخه د دفاع کولو لپاره خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې طالب جنګیالي د ښار لمنو ته ورنږدې شوي دي.

د ولسمشر له رسېدلو څخه څو ساعته مخکې، د حکومت د رسمي ټولنیزو رسنیو په حسابونو باندې داسې عکسونه خپاره شول چې ښودل یې دوستم د کومانډویانو له یوې قطعې سره یوځای په کابل کې یوې الوتکې ته خېځي او د مزارشریف په لوري ځي.

دوستم ښار ته په رسېدلو ور نږدې کېدونکیو طالبانو ته یو خبرداری ورکړ.‌

داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له رامنځته کېدلو څخه وروسته له کندوز او تخار ولایتونو څخه راوتلي، د ۱۴۰۰ د زمري په ۱۸مه په کابل کې خوراکي توکي ټولوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له رامنځته کېدلو څخه وروسته له کندوز او تخار ولایتونو څخه راوتلي، د ۱۴۰۰ د زمري په ۱۸مه په کابل کې خوراکي توکي ټولوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۰مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړۍ وال هوایي ډګر ته رسېږي، ترڅو له ځایي چارواکو او د ولسي پاڅون ځواکونو سره وګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۰مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړۍ وال هوایي ډګر ته رسېږي، ترڅو له ځایي چارواکو او د ولسي پاڅون ځواکونو سره وګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنیي ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جنګ په ترڅ کې د خپلو کورونو له پرېښودلو څخه وروسته د زمري په ۱۶مه په یوه ښوونځي کې ناستې دي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنیي ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جنګ په ترڅ کې د خپلو کورونو له پرېښودلو څخه وروسته د زمري په ۱۶مه په یوه ښوونځي کې ناستې دي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه په داسې حال کې چې ژمنه یې وکړه چې یاغیان به ووژني، خبریالانو ته وویل، «طالبان له تېر وخت څخه هېڅ زده کړه نه کوي.»

نوموړي وویل، «طالبان څو ځلې شمال ته راغلي، خو هغوی تل په دام کې نښتي دي. د هغوی لپاره بیرته وتل آسانه نه ده.»

په مزاشریف کې په ۱۳۷۰مو کالونو کې د طالبانو د ویجاړوونکي برید په ترڅ کې ډېر خونړی جنګ وشو، او د بشري حقونو ادارو په یاغیانو باندې تورونه لګولي چې تر ۲۰۰۰ پورې ملکي خلک -- چې اکثر یې شیعه هزاره ګان ول، په ۱۳۷۷ کې د ښار له نیولو څخه وروسته په ډله ییز ډول ووژل.‌

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، افغان ځواکونه په دغه ښار کې برلاسي دي، او دا د حکومت لپاره د شمال د کنټرول یوه اصلي پایه ده.

طالبان وېره او وژنه راوړي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) د سې شنبې په ورځ‌ وویل، زیاتېدونکی تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د افغانستان په ښارونو کې، یواځې سږ کال له ۳۵۹۰۰۰ څخه ډېر افغانان بې ځایه کړي دي.

د طالبانو له خوا د چنګاښ په نیمایي کې د کونړ ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو له نیولو څخه وروسته، په زرګونو کورنۍ مجبورې شوي چې خپل کورونه پرېږدي او د خوندیتابه په موخه پښې سپکې کړي.

طالبانو د ولسوالیو له نیولو څخه وروسته، په اوسېدونکیو باندې روانې اوبه بندې کړې، د اسد اباد - ناړۍ سړک یې د غټو ډبرو په وسیله بند کړ او د خلکو له کورونو څخه یې د مورچلونو په توګه کار اخیستل پیل کړل.

ځینې اوسېدونکي د ولایت مرکز اسداباد ته لاړل، په داسې حال کې چې نور یې ننګرهار ولایت ته کډه شول.

د ناړۍ ولسوالۍ د مرکزي کلي یو اوسېدونکی محمد اکبرخان چې ۵۰ کاله عمر لري له جنګ نه د خوندیتابه په پار له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره یوځای نرنګ ولسوالۍ ته لاړ.‌

هغه وویل، «کله چې طالبان راغلل، نو ویره او مرګ هم ورسره راغلل.‌ موږ ټول وډار شوو او فکر مو وکړ چې هغوی به که نن وي که سبا موږ ووژني، ځکه چې موږ د حکومت پلویان یو او زما په ګډون زموږ ډېر خلک له حکومت سره کار کوي.»

هغه وویل، «موږ د شپې راووتلو، یوه شپه مو په اسمار کې تېره کړه، او بیا مو حرکت وکړ ترڅو ځان خوندي ځای ته ورسوو.»

خان وویل، «حکومت له موږ سره مرسته پیل کړې، خواړه، اوبه او د پخلي وسایل یې راکړي دي.»

نیاز بي بي چې کونډه او د درې ماشومانو مور ده، په غازي اباد ولسوالۍ کې له خپل کور څخه راووتله او د نرنګ ولسوالۍ په کوټګي سیمه کې یې پناه اخیستې.‌

هغې وویل، «هلته جنګ زیات شو، او موږ پوه شوو چې طالبان به موږ ته اجازه رانه کړي چې په ارامه ژوند وکړو، نو موږ راووتلو، او اوس خلک او حکومت له موږ سره مرسته کوي.»

د طالبانو د وحشت کیسې

له لومړیو کرښو څخه راتښتېدلي خلک د سخت دریځي اسلامي ګروپ له خوا د وحشتونو د ترسره کېدلو کیسې کوي، او وایي چې د حکومت له پخوانیو کارکوونکیو څخه انتقامونه اخیستل کیږي، بې محاکمې اعدامېږي، سرونه پرې کېږي او نجونې تښتول کیږي او په زور ورسره ودونه کیږي.

د فرېبا په نامه یوې ۳۶ کلنې کونډې چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د کندوز له نیولو څخه وروسته له خپلو شپږو بچیانو سره یو ځای راوتلې ده، وویل، «موږ ولیدل چې له زندان سره نږدې جسدونه پراته ول... د هغوی تر څنګ سپيان ګرځېدل.»

هغې د ډېرو نورو هغو کسانو په څېر چې له ای اېف پي سره یې خبرې وکړې، د انتقام له وېرې وغوښتل چې پوره نوم یې ذکر نشي.‌

د عبدالمنان په نامه له کندوز څخه یوه بل راوتلي کس ای اېف پي ته وویل طالبانو د هغه د زوی سر پرې کړ.

هغه وویل، «هغوی زما زوی بوته، د چاقو په وسیله یې د پسه په څېر سر ترې پرې کړ او ایسته یې وغورځاوه.»

د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جنګ له امله د کندوز په مارکېټونو کې دوکانونه وسوځېدل او تک تور واوښتل.‌

د کندوز یوه اوسېدونکي حسیب چې له هوایي ډګر سره نږدې اوسېږي، وویل، «طالبان په سیمه کې د خلکو په کورونوو کې پټېږي، او حکومتي ځواکونه پرې بمونه وروي.»

خلکو د طالبانو تر واک لاندې نورو سیمو کې هم د ورته وحشتونو په هکله راپورونه ورکړل.‌

رحیمې چې له شبرغان څخه له را وتلو وروسته له سلګونو نورو کورنیو سره یوځای په کابل کې په یوه پارک کې ځای پرځای شوې ده، وویل، «طالبان وهل او لوټل کوي.»

هغې وویل، «هغوی ځوانې نجونې یا ځوانې کونډې په زور د هغوی له کورنیو څخه بیایي. موږ د خپل عزت د خوندي کولو لپاره راووتلو.»

هیڅوک هم د خوندیتوب احساس نه کوي

د کونړ د کډوالو او راستنېدونکیو ریاست رییس عبدالرشید ساپي وویل، د زمري له ۱۴مې راهیسې له ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو څخه شاوخوا ۹۰۰۰ کورنۍ را بې ځایه شوي دي.

هغه وویل، «موږ په کونړ کې ۳۰۰۰ کورنیو ته ضروري خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر کړي، او مرستندویې هڅې روانې دي.»

ساپي وویل، «موږ د بېلابېلو نړۍ والو ادارو په مرسته له درې میاشتو راهیسې هغو کورنیو ته چې سرپناوې نه لري، خېمې، توشکې، د پخلنځي وسایل او خوراکي توکي ور وېشو.»

د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل، د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو بې ځایه شوې کورنۍ ځای پرځای شوي او حکومت به د یادو دوو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره سملاسي ګامونه واخلي ترڅو اوسېدونکي یې وکولی شي خپلو کورونو ته ستانه شي او ښوونځي او حکومتي دوایر وکولی شي چې خپلې چارې بیا پیل کړي.

محمد رؤف خاکسار د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ ته تښتېدلی، خو ویې ویل چې د هغه پلار دې ته حاضر نه دی چې په ناړۍ ولسوالۍ کې خپل کور پرېږدي.

نوموړي وویل، «پلار مې وایي چې که هغه راوځي زموږ کور به ولوټل شي. زما مور او پلار د دې لپاره پاتې دي ترڅو زموږ کور څوک ونه لوټي.»

خاکسار وویل، «د طالبانو په راتګ سره ژوند خراب شوی، او هیڅوک هم د خوندیتوب احساس نه کوي.»

هغه وویل، «موږ غواړو چې حکومت ژر بېرته ځایونه ونیسي څو موږ وکولی شو خپلو کورونو ته ستانه شو.»

ټکني شوي خوبونه

۱۱ کلنه سعدیه چې د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده،‌ له خپلې مور، دوه ورونو او یوې خور سره یوځای د کونړ ولایت مرکز اسد اباد ته راتښتېدلې ده.

هغې وویل، «زه د ناړۍ د نجونو ښوونځي کې زده کوونکې وم. د تعلیمي کال پای ته یواځې یو څو ورځې پاتې وې. زه خوشحاله وم چې وروستي امتحانونه به ورکړم او پنځم ټولګي ته به لاړه شم.»

هغې وویل، «خو جنګ پیل شو، او موږ د موټرونو د نشتوالي له امله په پښو راغلو.»

سعدیې زیاته کړه، «زه غواړم چې زما کلی او ښوونځی بیا امن شي.»

د غازي اباد ولسوالۍ د جلاله سیمې یوې اوسېدونکې او د شپږم ټولګي زده کوونکې ګل علم وویل، طالبانو د هغه په ښوونځي کې خپل مرکز جوړ کړی وو.‌

هغه وېره څرګنده کړه چې ښوونځی به یې ویجاړ شي، او ویې ویل، «زه نه غواړم چې بې سواده پاتې شم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنګي لوري باید ملکي خلک ژوبل نه کړي. په افغانستان کې د څلوېښت کاله جنګ په ترڅ کې، ډېر هغه خلک چې د جنګ قرباني شول غریب او بې وزلي ول،‌ او هرجنګي ګروپ هڅه وکړه چې هغوی له ستونزو سره مخامخ کړي. د وروستیو جنګونو د بې ځایه شویو خلکو وضعیت ډېر وېروونکی دی. افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید ژر تر ژره هغوی ته بشري مرستې برابرې کړي.

ځواب ورکړئ

په دې هېواد کې چې هر څوک راغلی هغه د افغانستان په غریبو او بې وزلو خلکو باندې ظلم کړی دی.

ځواب ورکړئ

اصلا په تېرو شلو کالونو کې د دې پرځای چې د حکومت او نظام د بنسټونو په جوړولو باندې کار وشي، زمونږ ډېرو هغو کسانو چې د قدرت په راس کې ول په ځانګړې توګه د پخوانۍ شمال ټلوالې غړو ایله د خپلو جیبونو او بانکي اکاونټونو ډکولو ته اولویت ورکړ. له غربي هېوادونو نه به چې پنځوس میلیونه ډالر راغلل له هغو نه به پنځوس زره ډالر هم نه لګول کېدل او نورې به ټول چور کېدلې. سړی دا هم نشي ویلی چې طالبان به د نظام په جوړولو کې څومره تکړه وي، ځکه هغوی هم له یوې خوا د پاکستان ګوډاګیان دي او ټول فکر یې د پاکستان له خوا کنټرول کیږی او له بلې خوا یې فکر د دیني مدرسو له محدود محیط څخه سرچینه اخیستې ده او فکر کوي چې وطن هم د جومات یا مدرسې په شکل دی نوه ډېره تمه ورته کول نه دي په کار. زه د یوه افغان په توګه له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړم چې ولسمشر غني چې یو سپین ږیری او محترم شخص دی دې د قدرت په دې کشمشک کې له توهین او تحقیر څخه خوندي کړي ځکه له حالاتو نه داسې معلومیږي چې ښایي په نژدې راتلونکي کې په ټول هېواد کې دولتي جوړښتونه سقوط وکړي. ټول بالخصوص طالبان چې جنګ یې شروع کړی دی باید د هیواد د لا نورې بربادۍ او ویجاړۍ مخه ونیسي. ټول لوري باید په ګډه کیني او د وطن او نظام د بیاجوړونې لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

طالبان د ویجاړتیا له رامنځته کولو او د خلکو له ژوبلولو څخه پرته بل دلیل نه لري. پاکستان طالبان د خپلو سپیانو په توګه روزلي دي، او طالبان د پاکستان هره لارښوونه، له تحلیل او فکر کولو څخه پرته، او بې له دې چې له خپلو مغزونو څخه کار واخلي، مني،‌ او د پاکستان په حکمونو خپل هېواد او د خلکو ژوند ویجاړوي.‌ د خلکو په دښمنانو او پاکستان باندې دې لعنت وي.‌

ځواب ورکړئ