کډوالان

په کونړ کې حکومت هغو کورنیو ته، چې د پولې په سر ډزو څخه تښتېدلي، مرستې ورکړې

د خالد زېري راپور

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی د نومبر په ۱۸مه په څاګۍ سیمه کې بې ځایه شویو کورنیو ته کمپلې ور وېشي.‌ [خالد زېری]

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی د نومبر په ۱۸مه په څاګۍ سیمه کې بې ځایه شویو کورنیو ته کمپلې ور وېشي.‌ [خالد زېری]

کونړ -- چارواکو سلام ټایمز ته وویل، د کونړ ولایتي مقامات هغو ۲۲۷ کورنیو ته، چې د افغانستان - پاکستان د پولې په اوږدو کې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي، مرستې وېشي.‌

په ژمنیو مرستو کې خېمې او کمپلې، او همدارنګه اوړه، غوړي، بوره او د پخلي لوښي، چې د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو د چارو د ریاست او د افغانستان د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي د ادارې له خوا برابر شوي ول، ووېشل شول.

د کونړ ملکي او نظامي چارواکو د نومبر په ۱۸مه د اسد اباد په څاګۍ سیمه او په شیګل ولسوالۍ کې د مرستو له لومړي وېش څخه لیدنه وکړه، او له هغه وخت راهیسې په دوامدار ډول خدمتونه وړاندې کوي.‌

ځایي چارواکي وایيپاکستان د دغو کورنیو له راوتلو څخه په مخکې ورځو کې د کونړ ولایت خواته له ۵۰۰ نه ډېر راکټونه راوویشتل.‌پاکستان ادعا کوي چې اورپکي له سرحدي سیمو څخه په پاکستاني ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.‌

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په څاګۍ کې د مرستو د وېش پر وخت وویل چې «د ډیورنډ کرښې له پاکستاني لوري څخه د کونړ په ناړۍ، سرکاڼو، خاص کونړ، دانګام او شلتن ولسوالیو» بریدونه کیږي،»

هغه وویل، «د طالبانو د وېرې» او د پولې په سر د ډزو د تبادلې له امله، دوه ملکي کسان ووژل شول او ۲۲۷ کورنۍ مجبورې شوې چې د ولایت له لیرې پرتو سیمو څخه راوځي.‌

هغه وویل، هغه کورنۍ په لنډمهاله ډول د شیګل او اسداباد په سیمو کې له اوسېدونکیو سره اوسېږي.

کلیمزي وویل، «له دې امله، مونږ یوه بیړنۍ غونډه وکړه، او مونږ هغوی ته دا مرستې ور ورسولې چې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شي. مونږ تر ۱۵۰ پورې کورنیو ته مرستې ور رسولي، او ژر به یې نورو کورنیو ته هم ور ورسوو.»‌

په کونړ کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتوالي د ادارې رییس غلام علي ثبات وویل: «مونږ ۴۰ کورنیو ته دوه ورځې وړاندې او ۱۱۰ کورنیو ته د نومبر په ۱۸مه مرستې ور ورسولې. موږ به کوشش وکړو چې دغه مرستې زیاتې کړو او راکډه شویو کورنیو ته د اوسېدلو لپاره شرایط هم برابر کړو.»

هغه وویل، «د نورو کورنیو سروې هم ترسره شوې، چې په راتلونکیو ورځو کې به مرستې ترلاسه کړي. دا به تر یوه حده پورې د هغوی اړتیاوې پوره کړي. مونږ نور مرستندوی توکي هم لرو، چې په عادلانه ډول به یې ټولو کورنیو ته ور ووېشو.»

د کونړ امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به له دغو کورنیو سره مرسته وکړو چې خپلو سیمو ته ستانه شي،»‌

بې ځایه شوې کورنۍ د حکومت د مرستو له امله خوشاله دي

سید امیرخان، چې د دانګام ولسوالۍ له چوګام سیمې څخه د یوې راکډه شوې کورنۍ مشر دی، وویل، ډزې د هغه د کور خواوشاته لګېدلې.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله، مونږ راکډه شو،‌ او دلته مونږ د پردو خلکو په کورونو کې اوسېږو،»‌

هغه وویل، «زه خوښ یم چې حکومت له ما سره مرسته وکړه او مونږ خپل ژوند پیل کړ،»‌ او زیاته یې کړه چې د هغه کورنۍ پرته له دې، چې له خپل کور نه څه له ځان سره راواخلي، راووتل. نوموړي وویل، «زه له حکومت نه مننه کوم چې له مونږ سره یې مرسته وکړه.»‌

سلیمان چې ۲۹ کاله عمر لري او د شلتن ولسوالۍ له سور کمر سیمې څخه راوتلی مور او پلار او مالونه یې په کور پرېښي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دلته راغلو او د یوه خپلوان په کور کې میشت شو.‌ هغوی مونږ ته یوه کوټه راکړه چې په تېر باران کې راوڅڅېدله.‌ زما د ماشومانو یخني کېدله او ژړل یې.»

هغه وویل، «دا ښه ده چې اوس ما یوه خېمه او کمپلې ترلاسه کړل، او اوس به زما ماشومان وکولی شي چې په ښه ډول خوب وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500