کندوز -- د کندوز ولایت چارواکي او اوسېدونکي هیله من دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند او د سولې بین الافغاني خبرې به د پانګوونکیو شریکانو په منځ کې اعتماد جوړ او پراختیایي پروژې به چټکې کړي.
د کندوز د اقتصاد ریاست رییس محمد طاهر روزي وویل، ټول افغانان اوربند او د سولې د بین الافغاني خبرو بریالیتوب ته ډېر هیله من شوي دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترسره کېدونکیو خبرو د پيل نېټه لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې، خو دواړو لوریو څرګنده کړې چې کېدی شي، د بندیانو په میاشتو ځنډیدلې او جنجالي تبادلې څخه وروستهچې دوې تېره اونۍ بشپړه کړه، مذاکرات ژر پيل شي.
د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۶مه/ طلوع نیوز ته وویل، د سولې په هکله د طالبانو جدیت به هغه وخت معلوم شي چې د کابل مرکچي ټیم د یوه تلپاتې اوربند غوښتنه وکړي.
هغه وویل، «د طالبانو لپاره لومړۍ ازموینه اوربند دی. که هغوی اوربند ومني، هغوی سولې ته ژمن دي. که نه، نه دي.»
د اقتصادي ودې په لاره کې خنډونه له منځه وړل
روزي وویل، مرستندویانو او نړۍ والو موسساتو د وري له ۱ راهیسې د کندوز ولایت په بېلابېلو برخو کې د ۵ میلیارده افغانیو (۶۵ میلیونه ډالرو) په مجموعي لګښت ۱۴۰ پراختیايي پروژې تطبیق کړي دي.
هغه وویل، د دغو پروژو په تطبیقولو سره، هغوی په کندوز ښار او د کندوز ولایت په ولسوالیو کې ۱۰۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
هغه وویل، «په دغو پروژو کې د اوبو د بندونو، کانالونو، استنادي دېوالونو، خامو یا جغل لرونکیو سړکونو، ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، او د څښلو د اوبو د پروژو او ژورو څاګانونو جوړول شامل دي، چې په امام صیب، خان آباد او علي آباد ولسوالیو او کندوز ښار کې تطبیق شوي دي.»
هغه وویل، «ځینې مرستندویانو او نړۍ والو موسساتو له موږ سره ژمنه کړې چې د افغانانو تر منځ د اوربند په رامنځته کېدلو سره به هغوی په کندوز ولایت کې ډېرې نورې پروژې هم تطبیق کړي.»
روزي وویل، ۷۰ افغاني او نړۍ والو غیرحکومتي موسساتو (اېن جي او ګانو) او خیریه ادارو، چې د ۱۳۹۴ د وږي او د ۱۳۹۵ د تلې په میاشت کې دوه ځلې د طالبانو لاسونو ته د کندوز په لوېدلو سره یې خپل ټول محلي دفترونه تړلي وو، خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
هغه وویل، جنګ او ناارامي د اقتصادي ودې په وړاندې یو ستر خنډ دی، او زیاته یې کړه چې د جنګ دوام د پرمختګ پر وړاندې ننګونې رامنځته کړي دي.
کاري فرصتونه رامنځته کول
د کندوز اوسېدونکیو وویل، په دغه ولایت کې تطبیق شویو پروژو په ځایي کورنیو باندې مثبت اقتصادي اغېز لرلی دی.
په علي آباد ولسوالۍ کې یوه قومي مشر عبدالصمد ساپي وویل، «سږ کال، زموږ په ولسوالۍ کې ۸ کوچنۍ او لویې پروژې تطبیق شوې او زموږ خلکو سړکونو، ښوونځیو، پلونو او د څښاک اوبو ته لاسرسی وموند.»
هغه وویل، په دغو پرمختیایي پروژو کې د ولسوالیو په سلګونو اوسېدونکي کار کوي چې د هغوی د کورنیو په حمایه کې مرسته کوي.
هغه چې د ناارامۍ سبب یې د کارونو نشتوالی وباله، وویل، «نن ورځ ځینې طالبانو د فقر او بې کارۍ له امله وسلې را اخیستې دي. کله چې د هغوی په سیمه کې یوه پروژه تطبیق شي،هغوی به خپلې وسلې کېږدي او کار به ومومي.»
ساپي وویل، «که په کندوز کې پرمختیایي پروژې تطبیق شي، زه کولی شم په باور سره ووایم چې ناارامي او تاوتریخوالی به ۵۰٪ راکم شي.»
د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مقصود شریفي چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل چې هغه «له اوږدې مودې راهیسې بې کاره» وو.
هغه وویل، «اوس د خدای په فضل زه د ورځې ۳۰۰ افغانۍ (۴ ډالر) مزدوري کوم او زه کولی شم چې خپل د ژوند لګښتونه پوره کړم.»
هغه وویل، «درې میاشتې کیږي چې زه د امام صیب ولسوالۍ په قدم جای کلي کې د کانال د جوړونې په پروژه کې کار کوم. زه په کانال باندې له ۵ نورو کسانو سره یوځای کار کوم.»
هغه وویل، «زه خوښ یم چې دغه پروژه زموږ زراعتي ځمکو ته د خړوبولو لپاره اوبه برابروي، او موږ کولی شو چې یو څه پیسې ترلاسه کړو.»
د بیارغونې پروسې ته دوام ورکول
د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، «که څه هم چې کندوز یو جنګ ځپلی ولایت دی، لاکن په بیارغونه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.»
هغه وویل، «له نېکه مرغه چې سږ کال ما په خپلو سترګو لیدلي چې په کندوز ښار او د کندوز په ولسوالیو کې په لسګونو کوچنۍ او غټې پروژې ترسره شوي دي چې د هېواد د بیارغونې لپاره غټې لاسته راوړنې دي.»
هغه وویل، «نن ورځ، زموږ کلیوال هېوادوال له یوه سړک او پلونو څخه ګټه اخلي، د ښوونځي او کلینیک لپاره ودانۍ لري، او برېښنا او اوبو ته اړتیا لري.»
هغه وویل، «د ځایي حکومت له خوا په وړاندې شویو خدمتونو باندې د ولایتي شورا د څارنې له برکته، ډېرې پروژې په لوړ کیفیت سره تطبیق شوي، او کلیوالو بهترې اسانتیاوې ترلاسه کړي دي.»
د روزي په وینا، د کندوز د اقتصاد ریاست د وري له ۱ راهیسې په کندوز ښار او علي آباد ولسوالۍ کې د حکومت له ملي پرمختیایي بودجې څخه د ۲.۵ ملیاردو افغانیو (۳۲.۵ میلیونو ډالرو) په لګولو سره ۶۷ پرمختیایي پروژې تطبیق کړي دي.
هغه وویل، دغو پروژو ۱۳۰۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي.
هغه وویل، سربېره پر دې، د ملي پراختیا لپاره د ولسمشر د عملیاتو او ملاتړ ادارې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو (۷.۸ میلیونو ډالرو) په مجموعي لګښت د پوهنتون د لیلیو، روغتیایي مرکز، جمنازیوم او جومات د جوړونې په ګډون شپږ غټې پروژې ترسره کړي دي.
هغه وویل، په لسګونو نورې کوچنۍ او غټې پروژې په جریان کې دي.
هغه وویل، د دغو پروژو تطبیق نه یواځې کاري فرصتونه رامنځته کړي بلکې د کورنیو ژوند ته یې هم وده ورکړې، فقر یې کم کړی او کلي یې د ولسوالیو له مرکزونو سره نښلولي دي.
د اعظمي اغېز لپاره پروژو ته لومړیتوب ورکول
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، ځایي اداره د حکومت او غیرحکومتي موسساتو له خوا د پراختیایي پروژو تطبیق ته لاره هواروي.
هغه وویل، «خیریه ادارې باید هغو پروژو ته لومړیتوب ورکړي چې غټې اقتصادي او ټولنیزې اغېزې لري.»
په کندوز ولایت کې د ویمینز هوپ فار پیس فار لایف غیرحکومتي موسسې رییسې رشین حبیبي وویل، «موږ د ښځو د ظرفیت جوړونې او د هغوی پرځان بساینې لپاره ډېر پروګرامونه په پام کې لرو چې هېواد ته د سولې له راتګ سره به یې پلي کړو.»
هغې وویل، «هغه پروژې چې موږ د ښځو لپاره په ذهن کې نیولي دي د پوهاوي لوړول، دقانون حاکمیت، ظرفیت جوړونه او په بېلابېلو برخو کې د بې وزلو ښځو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.»
هغې وویل، که څه هم چې افغان حکومت ډېرې هڅې کړي دي چې فقر کم کړي او د ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي، لاکن لا نور کار ته اړتیا ده، او زیاته یې کړه چې ښځې هم باید د سړیو په څېر کاري فرصتونه، او د سولې له هوکړې څخه وروسته لا نورو دندو ته لاسرسی ولري.
په دې کې شک نشته چې د وروسته پاتې والي اصلي سبب جنګ دی، او جنګ د کندوز په څېر ناامنو ولایتونو د اقتصادي ودې مخه ډب کوي. کندوز ولایت یو وخت د افغانستان کندو بلل کېده، او خلکو یې ښه اقتصاد درلود، خو له بده مرغه چې په تېرو شلو کالو کې، کندوز ولایت د افغانستان تر ټولو ډېر ناامنه ولایت دی. روانو جنګونو د دغه ولایت خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړل، او دغه جنګونه د دې سبب شول چې کندوز ولایت د ودې او پرمختګ په برخه کې شاته پاتې شي. که څه هم چې کندوز د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو په زون کې دی، لاکن هېڅ پرمختګ یې نه دی کړی. نورو شمال ختیځو ولایتونو د کندوز په نسبت ډېر پرمختګ کړی دی. د کندوز خلک سولې او بین الافغاني خبرو اترو ته په لېوالتیا سره انتظار کوي، اوهیله لري چې د قطر له خبرو څخه وروسته به په ټول هېواد کې سوله راشي او افغانان به وکولی شي چې خپل عادي ژوند بیا له سره پیل کړي.
ځواب ورکړئ1 تبصره