اقتصاد

سولې ته د هیلو په زیاتېدلو سره په کندوز کې پرمختیایي پروژې پیل شوې

د هدایت الله راپور

د افغانستان د کندوز ښار په یو شمېر برخو کې د ۲۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړکونو د پخولو کار پيل شوی دی. دا کار وروسته له هغه پیل شو چې طالبانو او افغان حکومت د ۱۳۹۹ د لیندۍ په نیمایي کې د سولې د خبرو لپاره په کړنلاره باندې توافق وکړ. [هدایت الله]

کندوز -- د سولې لپاره د هیلو په غوړېدلو سره د کندوز ښار په یو شمېر برخو کې د سړکونو د پخولو کار او نورې پرمختیایي پروژې پيل شوي دي.‌

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې د افغانستان د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي، او زیاته یې کړه چې چارواکو په بېلابېلو پرمختیایي پروژو باندې کار پیل کړی دی.‌

هغه وویل، «د لیندۍ په ۱۵مه په کندوز ښار کې د باغ زیارت سړک د ۳ کیلومتره اوږدې برخې د پخولو قرارداد لاسلیک شو.» دغه کار به د ۱۱۵ میلیونو افغانیو (۱.۵ میلیونو ډالرو) په قېمت ترسره او په راتلونکیو شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

مرادي وویل، په دې پروژه کې چې د جرمني له خوا تمویلېږي د پلونو، پلچکونو او د اړخونو د ویالو جوړول شامل دي. دغه پروژه به په بشپړېدلو سره، له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو کورنیو ټرانسپورټي اړتیاوې پوره کړي.‌

کارکوونکي د لیندۍ په ۱۴مه په کندوز ښار کې په یوه سړک باندې قیر اچوي. [هدایت الله]

کارکوونکي د لیندۍ په ۱۴مه په کندوز ښار کې په یوه سړک باندې قیر اچوي. [هدایت الله]

د دې په څېر پروژو د تېر کال په اوږدو کې د کندوز د اوسېدونکیو لپاره په سلګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي.

مرادي وویل، ځایي حکومتي اداره به د مرغومي په لومړیو کې په خان آباد ولسوالۍ او کندوز ښار کې په نقي سیند باندې د استحکاماتو جوړول هم پيل کړي.‌دغه جوړښتونه به د آبخیزۍ موسمونو کې د ۱۰۰۰۰ هکتارو (۵۰۰۰۰ جریبو) زراعتي ځمکې د ویجاړېدلو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د زېړې دورې سړک د دویمې برخې، چې د ښار په مرکز کې د هوایي ډګر لوري ته ځي، جوړول او پخول د لیندۍ په ۱۴مه پیل شول.

د کندوز د ټولګتو ریاست رییس محمد زاهد وویل، دغه برخه ۵.۵ کیلومتره اوږده ده چې کارکوونکي به یې د ۱۴۸ میلیونو افغانیو (۱.۹ میلیونو ډالرو) په قېمت جوړه کړي او دا لګښت آسیایي پرمختیایي بانک ورکوي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د اړخونو د ویالو جوړول، د ګلدانونو نصبول، په پلیو لارو د موزاییکو لګول او د سړک پر غاړه د لمریزو څراغونو لګول شامل دي.‌

نوموړي وویل، کارکوونکیو د دغه سړک لومړنۍ ۶ کیلومتره اوږده برخه په ۱۳۹۶ کې د جرمني په مرسته پخه کړه. د سړک د دویم پړاو بشپړول به د ولایت د اوسېدونکیو لپاره ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي او د ترافیکو د ګڼه ګوڼې ستونزه به حل کړي.‌

زاهد زیاته کړه، «له نېکه مرغه، د مرکچي اړخونو په نږدې کېدلو سره، په کندوز ولایت کې پرمختیایي پروسه چټکه شوې او خلک د یوې ښې راتلونکي په هکله ډېر هیله من دي.»

هغه وویل، «موږ د راتلونکي کال لپاره یو شمېر پروژې پلان کړي دي. موږ هیله لرو چې سوله به راشي او موږ به وکولی شو چې د اړو خلکو لپاره د سړک جوړونې پروژې پلې کړو.»

د چاپېریال په برخه کې د ستونزو حلول

د ۲۶۲ پلان شویو پرمختیایي پروژو له جملې څخه، کارکوونکیو سږ کال د کندوز ولایت په کندوز ښار او څلورو ولسوالیو کې د ۲ میلیاردو افغانیو (۲۶ میلیونو ډالرو) په قېمت ۲۵۰ پروژې بشپړې کړې. دغه پروژې د حکومت او ملي او بین المللي غیرحکومتي موسسو له خوا تمویل شوي دي.

د کندوز د والي ویاند مرادي وویل،‌ «په دغو پروژو کې سړکونه، د څښاک تازه اوبه، د ښوونځیو رغول، روغتیایي کلینیکونه، بندونه، ژورې څاګانې او ځینې زراعتي پروژې شاملې دي چې، د کندوز ولایت د مرکز سربېره په علي آباد، امام صیب، خان آباد او چاردره ولسوالیو کې بشپړې شوې.»

په خان آباد ولسوالۍ کې یوه قومي مشر حشمت الله ضیايي وویل، کارکوونکیو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مرسته د چنګاښ په میاشت کې په ده ویران کلي کې د اوبو د تأمین یوه شبکه جوړه کړه چې د ۵۰۰ کورنیو د څښاک اوبو اړتیا پوره کوي.

هغه وویل، «دغه کلی په یوه وچه سیمه کې پروت دی چې هلته سطحي څاګانې کار نه کوي. د دې سیمې اوسېدونکي مجبور وو چې د څښاک اوبه له ۱۰ کیلومتره لیرې سیند څخه په پښو یا په خرو باندې راوړي.»

هغه وویل، «زموږ ماشومان به د غیر صحي اوبو د څښلو له امله په نس ناستي اخته کیدل، خو له نېکه مرغه، اوس مو چې یوه ژوره څا واېستله او د اوبو د تأمین یوه شبکه جوړه کړه، نو خلک د څښاک پاکې اوبه لري.»

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، په کندوز کې له نا امنۍ سره سره، حکومت او مرستندویو ادارو د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې یو شمېر پروژې پلې کړي دي.

هغه وویل، «اوس هم د سړکونو، پلونو، کلینیکونو، ښوونځیو، استنادي دېوالونو او په نورو برخو کې پروژو ته غټه اړتیا ده. حکومت او ملي او بین المللي موسسې باید دغه اړتیاوې پوره کړي.»

د سولې لپاره انتظار

دغه پرمختیایي پروژې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په هکله د هیله مندۍ د ډېرېدلو په ترڅ کې پیل شوي دي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي نوید صمدي وویل، «کله چې افغانان احساس کوي چې سوله راځي، هغوی د خپلې راتلونکې لپاره هیله من کیږي.»

هغه وویل، «زه ۳۰ کلن یم. له بده مرغه چې، زما ټول عمر په جنګ او تاوتریخوالي کې تېر شو. زه نور جنګ نه غواړم. خلک له جنګ نه ستړي شوي دي

هغه وویل، «کله چې سوله وشي، په دې کې شک نشته چې د بیارغونې کار به پراخ شي، ماشومان به وکولی شي چې په یوه سوله ییز چاپېریال کې ښوونځي ته لاړ شي او موږ به ستونزې حل ړو.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي حمیدالله ساحل وویل، «موږ وینو چې د مذاکراتو لوري د خبرو د اصولو په سر هوکړې ته رسېدلي دي، نو افغانان هره شېبه سولې او اوربند ته په انتظار دي.»

هغه زیاته کړه، «د سولې په خبرو کې په پرمختګ سره، دلته په کندوز کې پرمختیایي کار بیا پیل شوی دی.»

هغه وویل، «که امنیت وي، موږ به پروژې پلې کړو، زموږ هېواد به پرمختګ وکړي او زموږ ځوانان به مجبور نه وي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي. له بده مرغه چې، زموږ ځوانان هرکال د کار لپاره ایران ته ځي، او هغوی په لاره کې د ایراني ځواکونو له خوا په ډزو ویشتل کیږي

هغه په مذاکره کوونکیو لوریو باندې غږ وکړ چې د تلپاتې سولې د یقیني کولو لپاره د لومړي ګام په توګه په اوربند باندې توافق وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پراختیایی پروژو ترڅنګ، خکلو ته باید د کار زمینه هم برابره شي. په افغانستان کې ډیر شمیر خلک اوزګاره دي.

ځواب ورکړئ