چاپیریال

په داسې حال کې چې په افغانستان کې سېلاوونو له ۱۶۰ څخه ډېر کسان وژلي، د لټون عملیات اوس هم روان دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان په پروان ولایت کې د ژغورنې کارکوونکي له سېلاوونو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي. دغه سېلاوونو لږ تر لږه ۱۶۰ کسان ووژل او په سلګونو کورونه یې ویجاړ کړل. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

چاریکار-- د ژغورنې کارکوونکیو د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۶مه/ د ویجاړو شویو کورونو په پاتې شونو کې د جسدونو پلټنه کوله. په افغانستان کې سېلاوونو چې باراني توپانونه ورسره مل وو لږ تر لږه ۱۶۲ کسان ووژل.‌

لږ تر لږه ۱۰۰ وګړي د کابل شمال ته په چاریکارو کې هغه وخت مړه شول چې د سې شنبې د شپې /د وږي ۴مې/ سېلاوونو په سلګونو ودانۍ ویجاړې کړې.‌

د عبدالغیور په نامه یوه مزدور کار چې په پلازمېنه کې یې کار کاوه وویل، هغه په چټکۍ سره بېرته چاریکارو ته لاړ چې خپله کورنۍ ولټوي او چې لیدل یې کور یې په بشپړ ډول له منځه تللی وو.‌

غیور ای اېف پي ته وویل، «زما ټوله کورنۍ له منځه تللې ده،» او ویې ویل چې ۱۰ خپلوان یې مړه شوي او یو یې ورک دی.‌

د سېلاوونو له امله د پروان ولایت د چاریکارو د سرای هوپیان سیمې له اغېزمنېدلو څخه وروسته، د وږي په ۵مه په داسې حال کې چې ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو او جسدونو لټون کوي، یو کليوال د خپل ویجاړ شوي کور تر څنګ عکس العمل ښیي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د سېلاوونو له امله د پروان ولایت د چاریکارو د سرای هوپیان سیمې له اغېزمنېدلو څخه وروسته، د وږي په ۵مه په داسې حال کې چې ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو او جسدونو لټون کوي، یو کليوال د خپل ویجاړ شوي کور تر څنګ عکس العمل ښیي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو منسوبین د وږي په ۶مه په پروان ولایت کې له سېلاوونو څخه ژغورل شویو کسانو ته د څښلو اوبه ور رسوي. [د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو]

د افغان ملي اردو منسوبین د وږي په ۶مه په پروان ولایت کې له سېلاوونو څخه ژغورل شویو کسانو ته د څښلو اوبه ور رسوي. [د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو]

د وږي په ۶مه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د ژغورنې عملیات روان دي. [د افغانستان د طبیعي افتونو د مدیریت ملي اداره]‌

د وږي په ۶مه د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د ژغورنې عملیات روان دي. [د افغانستان د طبیعي افتونو د مدیریت ملي اداره]‌

د چاریکارو په یو شمېر برخو کې، پریشانه وګړي راټول شوي ترڅو وګوري چې آیا د ژغورنې کارکوونکي به چې درانه ماشینونه کاروي، وکولی شي چې د هغوی عزیزان له ویجاړتیاوو څخه راوباسي.

ډېر اوسېدونکي، چې بېل او بېلچې ورسره وو، د ژغورنې عملیاتو سره ملګري شول، او د وږي په ۶مه یې د جسدونو د لټون په موخه د ویجاړتیاوو پاتې شوني پاک کړل.‌

نور له دوامداره درانه باران سره سره د خپلو بامونو په سر ولاړ وو چې په خپلو ژغورل شويو کاليو باندې پام وکړي.‌

یوه ځایي مشر صفی الله ساپي وویل، د هغه په مرکزي سیمه کې اکثر کورونه ویجاړ شوي دي.‌

هغه وویل، «دا یوه فاجعه ده چې د ډېرو ماشومانو په ګډون ډېر زیات خلک په کې مړه او ورک دي.‌»

عاجله مرسته

د افغانستان د طبیعي افتونو پر ضد د مبارزې د ملي ادارې یوه جګپوړي چارواکي قاسم حیدري وویل، چارواکي اوس هم د عمومي ویجاړتیا ارزونه کوي، خو سېلاو په پروان ولایت کې چې مرکز یې چاریکار دی،‌ شاوخوا ۲۰۰ کورونه ویجاړ او نږدې ۶۰۰ رأس مواشي یې وژلي.

هغه وویل،‌ په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو خواړه او سرپناه ترلاسه کړې، خو هغه په نړۍ والو مرستندویو ادارو باندې د مرستې غږ وکړ.‌

افغان ملي اردو د خوړو برابرول او د سېلاو د قربانیانو د اساسي اړتیاوو پوره کول پیل کړي، په داسې حال کې چې په کابل کې د امریکا سفارت د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، ولسمشر اشرف غني امر کړی دی چې چاریکارو ته دې عاجله مرسته ولېږل شي.

په روانه اونۍ کې، سېلاوونو د ننګرهار، پنجشېر، میدان وردک،‌ لوګر، پکتیکا او کاپیسا په ګډون په ۱۲ نورو ولایتونو کې په لسګونو نور افغانان وژلي دي.

حیدري وویل، لږ تر لږه ۱۹ کسان په کابل او ۳۰ په ګاونډۍ کاپیسا کې ووژل شول.‌

د کابل ولایت د عامې روغتیا رییس خوشحال نبي زاده وویل، د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یوه سېلاو ۸ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.‌

په افغانستان کې سېلاوونه او بارانونه هر کال د ګڼ شمېر خلکو ژوند اخلي.

د موسمي بارانونو په ترڅ کې په اکثرو کلیوالو سیمو کې ډېر کمزوري جوړ شوي کورونه د لوېدلو له خطر سره مخامخ وي.‌

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان هغه وخت ووژل شول او په لسګونو کورونه ویجاړ شول چې سېلاوونو په ننګرهار ولایت کې یو کلی ویجاړ کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پروان او یو شمېر نور ولایتونه ځپل شوي او اوسېدونکي یې سخت غمځپلي دي. خدای پاک دې مړو شویو کسانو ته مغفرت نصیب کړي او هغو ته دې چې زیانونه ور رسېدلي دي خدای پاک اجر ورکړي. مونږ په خپلو خلکو باندې تاکید کوو چې په داسې پېښو کې د حکومت خیالي مرستو ته انتظار ونه کړي، ځکه چې ښایي هغوی د خپلو جېبونو په ډکولو باندې بوخت وي. پرځای یې، تاسو باید هڅه وکړئ چې یو له بل سره مرسته وکړئ او یو له بل څخه همکاري ونه سپموئ. له متاثرو ورونو او کورنیو سره د مرستې او نېکۍ فرصت له لاسه مه ورکوئ.‌ د افغانستان خلکو، د قوم یا نژاد له پام کې نیولو څخه پرته، خپل خفګان ښودلی او د مرستې او همکارۍ غږ یې کړی دی. دا غبرګون په زړه پورې او انساني دی، خو که تاسو غواړئ چې د دغه بشردوستانه کار تر څنګ خپل خدای خوشحال کړئ، لطفاً د دې همکارۍ او زړه خوږي انګېزه د «عقیدې» په اساس جوړه کړئ.‌ مونږ باید له پروان او د پروان او د هېواد د نورو برخو له خلکو سره مینه ولرو، له دې امله نه چې هغوی د افغانستان د جغرافیې برخه دي یا یوازې دا چې هغوی انسانان دي، بلکې مونږ باید له هغوی سره له دې امله مینه ولرو چې هغوی د جهاد د ځمکې خلک او مسلمانان دي.‌ خپل احساسات او دردونه له «اسلامي نظریې» سره ګډ کړئ چې د انساني اړتیا د پوره کېدلو تر څنګ، تاسو خدای پاک هم راضي کړئ.‌ زما ورونو، زه ستاسو په غم کې داسې شریک یم لکه د ننګرهار، کندهار، هرات، فلسطین، لبنان او سوریې د مسلمانانو په غم کې چې شریک یم.

ځواب ورکړئ

د دغو سېلاوونو د مهارولو ښه طریقه دا ده چې د اوبو بندونه او غټ ډنډونه ورته جوړ کړای شي چې له یوې خوا کېدی شي د برق د تولید لپاره ترې کار واخیستل شي او بلې خواته د باران او سیلاوونو اوبه د دې پرځای چې پاکستان او ایران ته لاړې شي پخپله د افغانستان په خاوره کې دننه زرق شي او د چاپیریال د تخریب مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ

ولې افغانستان د طبیعي افتونو په مقابل کې داسې کمزوری دی؟ په وروستیو کې په پروان،‌ کاپیسا، پنجشېر او د افغانستان په نورو ولایتونو کې سختو سېلاوونو په سلګونو خلک مړه،‌ ټپیان او بې کوره کړل، او په لسګونو کورونه یې وران او د هېواد په میلیونونو مسلمانان غمځپلي کړل.‌ افغانستان یو په وچه کې ایسارهېواد دی.‌ د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د زلزلو، ځمکه ښویېدنو، د واورې د راشو، توپانونو، سېلاوونو او سختو واورو په څېر طبیعي افتونو رامنځته کېدل ډېر زیات دي. څېړنې ښیي چې د افغانستان ۲۱ ولایتونه د سېلاوونو او د ځمکې ښویېدنو پر وړاندې ډېر کمزوري دي. د حکومت له اساسي وظایفو څخه یوه دا ده چې د خلکو ژوند او ملکیتونه خوندي کړي، او د حکومت له اساسي وجایبو څخه یوه دا ده چې د طبیعي افتونو د مدیریت لپاره احتیاطي ګامونه پورته کړي، خو دا په هېواد کې لږ معمول ده چې د طبیعي افتونو وړاندوینه دې وشي یا دې د هغو د پېښېدلو د مخنیوي لپاره پلانونه جوړ کړای شي، یا دې د هغو له پېښېدلو څخه مخکې داسې ګامونه واخیستل شي چې تاوان یې کم کړي.‌ په بهرنیو هېوادونو باندې د افغان حکومت سخته اقتصادي او سیاسي تکیې او په افغانستان کې د پانګوالۍ د وراسته نظام ۱۹ کلنې واکمنۍ عامه شتمني سخته لوټلې یا یې د لویې جرګې په څېر پروګرامونو باندې لګښتونه کړي چې د طبیعي افتونو مدیریت ته اساسي پاملرنه ونشي.‌ په دې توګه، په جغرافیوي موقعیت سربېره، په طبیعي افتونو کې د ډېرو ولایتونو د بې وسۍ له دلایلو څخه یو د پانګوالۍ د بې کفایته نظام او فاسدو،‌ اجیرو او استثمارګرو واکمنو، او همدارنګه د داسې فاسدو ادارو موجودیت دی چې مدیران یې غیرمسلکي دي او یوازې دا خپل مسؤلیت بولي چې له پېښو څخه وروسته قربانیان وشمېري او داسې ګامونه وانه خلي چې

ځواب ورکړئ

دی څو ورځو کی پرله پسی اورښتونو له کبله په پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایاتو کی د سیلابونو راتلل د هیوادوالو غم او ویر سبب شو. د طبیعی سیلابونو د راوتلو له امله شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلی او کاملی شفاء دعا کوو. پدی غمیزه کی د غم ځپلو کورنیو په درد او غم کی ځان شریک بولو. او ورته تسلیت وایو. او په ټولو دولتی دوایرو، صحی دوایرو او مرستندویه بنسټونو باندی غژ کوو چی د غم ځپلو کورنیو سره چی ورته ځانی، مالی او مکانی زیانونه رسیدلی دی صحی او مالی همکاری او کومکونه وکړی. او یادی نقطی په نښنه راتلونکی کی ورته پوره امادګی ونیسی او د بیا ځل سیلابونو راوتلو څخه د کلیو او بانډو خوندیتوب شویوی.

ځواب ورکړئ

هغې دردوونکې او غمجنې پېښې چې په پروان، کابل،‌ لوګر او د هېواد په نورو ولایتونو کې د سېلاوونو له امله پېښې شوې، او غټ شمېر ګرانو هېوادوالو په کې ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول، او درانه مالي تاوان یې واړول، زمونږ لپاره ژور درد او خفګان رامنځته کړ. زه له لوی خدای (ج) څخه د دغې خونړۍ پېښې شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا دعا کوم. زه هیله لرم چې مسؤل او مربوط موسسات به ژغورل شویو کسانو ته په وخت او چټک ډول ورسیږي.‌

ځواب ورکړئ