اقتصاد

د زلزله ځپلي بادغیس ولایت اوسېدونکيو نغده مرسته ترلاسه کړه

د عمر راپور

د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) په بادغیس ولایت کې د تېر کال د زلزلې او سېلاو له هغو قربانیانو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي ول، مرسته کوي. د کب په ۶مه، آی او اېم په قلعه نو ښار کې شاوخوا ۱۳۷۶ کورنیو ته نغده مرسته ور ووېشله. [احمد جواد/سلام ټایمز]

بادغیس -- د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) د بادغیس ولایت اوسېدونکیو سره، چې کورونه یې د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې زلزلې او سېلاو ویجاړ کړل، مرسته کوي.

د ۵.۳ درجو په قوت یوې زلزلې د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې بادغیس او ځینو ګاونډیو ولایتونو ته ټکان ورکړ، چې په قادس او مقر ولسوالیو کې یې له ۱۰۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ کړل.

له یادې زلزلې څخه مخکې، سخت بارانونه د سېلاو د راوتلو سبب شوي ول چې د قلعه نو ښار او د ولایت په څو ولسوالیو کې یې د سلګونو کورونو ودانۍ کمزورې، او د لا نورې ویجاړتیا لپاره کمزورې کړې وې.

آی او اېم د یوې سروې له لارې کورنۍ د دې لپاره په ګوته کړې وې چې مرسته ورسره وکړي، او د کب په ۶مه یې په قلعه نو کې شاوخوا ۱۳۷۶ کورنیو ته شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانۍ (۹۳۰۰۰۰ ډالر) نغده مرسته ور ووېشله.

په عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار په بولان سیمه کې یو کور چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا تمویل شوی دی، تر رغونې لاندې لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د مرغومي په ۲۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار په بولان سیمه کې یو کور چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا تمویل شوی دی، تر رغونې لاندې لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

د آی او اېم کارمندان د کب په ۴مه د بادغیس اوسېدونکیو ته چې کورونه یې تېر کال د هغوی په ولایتي مرکز قلعه نو کې یوې زلزلې ویجاړ کړل، نغده مرسته وېشي. [احمد جواد/سلام ټایمز]

د آی او اېم کارمندان د کب په ۴مه د بادغیس اوسېدونکیو ته چې کورونه یې تېر کال د هغوی په ولایتي مرکز قلعه نو کې یوې زلزلې ویجاړ کړل، نغده مرسته وېشي. [احمد جواد/سلام ټایمز]

په نغدي کڅوړه کې د هغو کورنیو لپاره چې کورونه یې ویجاړ شوي ول ۱۳۲۰۰۰ افغانۍ (۱۴۹۰ ډالر)، د هغو لپاره چې کورونه یې سخت خراب شوي ول ۴۳۲۰۰ افغانۍ (۴۸۶ ډالر) او د هغو لپاره چې کورونه یې لږ خراب شوي ول ۲۶۴۰۰ افغانۍ (۲۹۷ ډالر) شامل وې.

د بادغیس د اوسېدونکي محمد ظریف کور زلزلې ویجاړ کړی و. د تېر کال په بهیر کې، د مقر ولسوالۍ دغه ۷۲ کلن اوسېدونکی د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یوځای په یوه خېمه کې اوسېده.‌

هغه وویل، «موږ سوړ ژمی په یوه خېمه کې تېر کړ، چې ډېر سخت و،» او زیاته یې کړه چې هغه به ژر له آی او اېم څخه د ترلاسه شویو ۱۳۲۰۰۰ افغانیو پر مټ د خپل کور بیا رغونه پیل کړي.

هغه وویل، «ما په بشپړ ډول هیله له لاسه ورکړې وه او دا تصور مې نه کاوه چې یو څوک به له ما سره زما د کورنۍ لپاره د یوې سرپناه په جوړولو کې مرسته وکړي.»

ظریف زیاته کړه، «نه یواځې دا چې زما کور ویجاړ شو، بلکې زموږ زراعتي ځمکې هم فصل ونه کړ او موږ ډېر غریب شوو.»

بیا هیله من کېدل

په بادغیس ولایت کې د زلزلې او سېلاوونو په وسیله اغېزمنې شوې کورنۍ وایي چې د آی او اېم مالي ملاتړ له هغوی سره مرسته کړې چې بیا هیله من شي.

د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي اخترمحمد چې ۴۹ کاله عمر لري، په زلزله کې خپل کور او دوه ماشومان له لاسه ورکړل. هغوی د چت د لوېدلو په نتیجه کې مړه شول.

هغه وویل هغه له تېر کال راهیسې په یوه خېمه کې ژوند کوي.

هغه وویل، «کله چې زما کور ویجاړ شو، ما هیله له لاسه ورکړه. ما تصور هم نشوای کړای چې څه وخت به وکولی شم چې خپل کور بیاجوړ کړم، خو اوس د آی او اېم د مرستې له برکته کولی شم چې خپل کور بیا ورغوم.»

هغه وویل، «که دا ډول مرسته نه وای شوې، موږ به هېڅکله هم نه وای توانېدلي چې خپل کور بیا ورغوو. زموږ لپاره دا ډېره سخته ده چې نفقه وګټو، او د خپل کور بیارغول یو لا ډېر غټ مالي بار و.»

محمد وویل چې په دې بحراني حالت کې د خیریه موسساتو له خوا وړاندې کړای شوې مرستې ډېر افغانان له فقر او لوږې څخه ژغورلي دي.

د آب کمري ولسوالۍ اوسېدونکي محمد یونس چې ۶۸ کاله عمر لري، او کور ته یې په سېلاو کې زیان ور رسېدلی دی، وویل، «په دې ورځو کې مونږ له بې کارۍ او اقتصادي سختیو څخه کړېږو.»

هغه وویل، «د نغدو پیسو کڅوړه واقعا یوه غټه مرسته ده. موږ د خپلو کورونو د بیارغولو لپاره واقعا دې پیسو ته اړتیا لرله. له داسې مرستې څخه پرته، نوره هېڅ هیله نه وه. هیڅوک نه وو چې له موږ سره د نویو کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

یونس وویل، «په خېمه کې ژوند تېرول ډېر سخت دي،» او زیاته یې کړه چې د هغه کورنۍ بله لاره نه لرله او له سړې هوا او ناروغۍ دواړو څخه کړېدل.

هغه زیاته کړه، «ما حتی دومره پیسې نه لرلې چې د ځان تداوي پرې وکړم،» او هیله یې څرګنده کړه چې راتلونکی کال به د هغه کورنۍ له یخنۍ څخه خوندي شي.

نورې مرستې ته اړتیا

وچکالۍ هم تېر کال د بادغیس بزګران او اوسېدونکي سخت اغېزمن کړل، چې ورسره د دغه ولایت د اکثرو زراعتي ځمکو حاصلات کم شول او بزګرانو ونشوای کړای هغه لګښتونه پوره کړي چې د خپلو ځمکو په کرلو باندې یې لګولي ول.

طبیعي پېښو او ورسره بې کارۍ او روان اقتصادي بحران په تېر یو نیم کال کې د بادغیس د اوسېدونکیو ستونزې ډېرې سختې کړي دي.

د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالاحد چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه کولی شي د هغې مرستې پر مټ چې هغه ترلاسه کړې ده خپل کور بیا ورغوي، خو د هغه شپږ بچیان به بیا هم وږي پاتې وي.‌

هغه وویل، «موږ کولی شو په ورځ کې یواخې یو یا دوه ځلې خوراک وکړو. زموږ خواړه یوه مړۍ وچه ډودۍ او ورسره چای یا اوبه دي. څو میاشتې کېږي چې موږ په خپل کور کې وریژې نه دي لیدلي، او موږ نشو کولی چې غوړي واخلو.»

هغه وویل، «له غریبو خلکو سره د نړۍ والو خیریه موسسو له مرستې څخه پرته د ملاتړ بله هېڅ لاره نشته.»

هغه وویل، «دا مرسته باید دوام ومومي څو موږ وکولی شو چې ژوندي پاتې شو.»

د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عوض چې ۶۳ کاله عمر لري، وویل، تقریبا ټول افغانان د نړۍ والو مرستندویو ادارو په بشري مرستو باندې متکي دي.

هغه وویل، «خیریه موسسو د ډېرو افغانانو ژوند ژغورلی دی.»

هغه زیاته کړه، «دا چې دا یو بحراني وخت دی چې اقتصاد سقوط کړی او هېڅ کار نشته، که داسې مرسته نه وای، یو افت به پېښ شوی وای.»

هغه یادونه وکړه چې، «اکثر اړمن خلک هره میاشت له بشري ادارو څخه د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ترلاسه کوي، خو مرسته هر چاته نه ور رسیږي.»

محمد عوض وویل، «فقر او لوږه ډېر پراخ دي، او دا ډېره سخته – حتی ناشونې ده – چې له هرچا سره مرسته وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مرستو د وېش لړۍ دې هغو ولایتونو ته هم وغځیږي چې خلک یې وروستیو طبیعي پیښو ځپلي دي. ځینو ته خو یوازې د اوسیدو ځایونه هم نشته. بل دا چې روغتیايي مرستې دې ورسره وشي. ورته دې تعلیمي مراکز جوړ شي. د کار زمینه دې ورته برابره کړل شي ځکه نغدي مرستې خو دوامداره نه وي نو ښه ده چط د نغدي مرستو ترڅنګ ورته که ډیر نه وي د ورځني کار لږ زمینه برابره کړل شي.

ځواب ورکړئ

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) د نغدي مرستې بستې په مرسته د بادغیس ولایت د هغو بې وزلو خلکو هیلې بیا تازه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په زلزله کې یې خپل هرڅه له لاسه ورکړي وو. هغوی کولی شي چې د آی او اېم په نغدي مرستې سره خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي او په دې پیسو سره د یوې سیمې خلک کولی شي د خوراکي توکو پلورنځي جوړ کړي او په راتلونکي کې د پلورنځي څخه ترلاسه شوي عواید د خپلو کورنیو د ورځني مصرف لپاره وکاروي. ملګري ملتونه، د مهاجرت نړیواله اداره، یونیسف، بهرنۍ موسسې، د ډبلیو اېف پي موسسه، دا ټول مرستندوی سازمانونه د افغانستان د بې وزلو خلکو په اړه فکر کوي. د افغانستان خلک باید په دې پوه شي چې څومره مرستې چې دوی د افغانستان خلکو ته ورکوي د نړۍ نورو هیوادونو سره چې مرستو ته اړتیا لري، دومره مرسته نه کوي. د افغانستان خلک باید د ملګرو ملتونو له دې بشري مرستو څخه ښه ګټه پورته کړي. د ملګرو ملتونو دغه بشردوستانه مرستې په دې سختو حالاتو کې چې د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، ډېرې ګټورې ثابتې شوي او د افغانستان خلک یې د لوږې له بحران څخه ژغورلي دي.

ځواب ورکړئ