چاپیریال

په بادغیس ولایت کې د زلزلې له ټکانونو څخه وروسته ژغورونکي د ژوندیو پاتې کسانو لټون کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په دې عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ځایي اوسېدونکي د مرغومي په ۲۸مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې یوې ۵.۳ درجې زلزلې د بادغیس ولایت قادس ولسوالي ولړزوله، د ژوندیو پاتې کسانو لټون کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ځایي اوسېدونکي د مرغومي په ۲۸مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې یوې ۵.۳ درجې زلزلې د بادغیس ولایت قادس ولسوالي ولړزوله، د ژوندیو پاتې کسانو لټون کوي. [آرشیف]

هرات -- چارواکو وویل، ژغورونکو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۸مه/ په لیرې پراته ولایت بادغیس کې له یوې زورورې زلزلې څخه د ژوندیو پاتې شویو کسانو لټون کاوه. دغې زلزلې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او ودانیو ته یې «درانه» زیانونه ور واړول.

د دوشنبې د ماسپښین ۵.۳ درجې زلزلې چې ژوروالی یې لږ وو، قادس ولسوالي چې یوه لیرې پرته سیمه ده او د سړک له لارې ورتګ اسان نه دی، ولړزوله.

د بادغیس ولایت ویاند بازمحمد سروري په یوه ویډیوي پیغام کې وویل، «یادې زلزلې کورونو ته سخت زیانونه ور واړول؛ او له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کورونه یې ویجاړ کړل.»

په افغانستان باندې وار له مخه یوه بشري ناورین منګولې ښخې کړي چې د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته له بد نه پسې بدتر شو.

دغه راز، دا هېواد په ۱۴۰۰ کال کې د لسیزو بې ساري وچکالۍ سخت وځاپه.‌

سروري وویل چې ۲۲ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي، او د مړو پخوانی شمېر یې چې هغه دوشنبه ناوخته ای اېف پي ته ۲۶ کسه ورکړی وو، اصلاح کړ. هغه وویل، په مړو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

هغه په خپل وروستي ویډیوي پیغام کې وویل، «امکان لري چې تلفات زیات شي..»

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې د ماشومانو په ګډون اوسېدونکي لیدل کیږي چې د کورونو په ورانو ویجاړو کې لټون کوي.

د زلزلې مرکز له قلعه نو سره نږدې وو

د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې وویل، د زلزلې مرکز د بادغیس له مرکز قلعه نو سره نږدې او د ترکمنستان له سرحد څخه له ۱۰۰ کیلومترو څخه لږ لیرې وو.‌

ملګرو ملتونو ویلي هغوی د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې ۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخه پرې ونیسي.

متحدو ایالاتو د مرغومي په ۲۱مه ژمنه وکړه چې په روان کال کې د افغانستان لپاره په ابتدایي توګه له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه ډېره مرسته برابره کړي.

یوې ویجاړوونکې وچکالۍ ناورین لا نور سخت کړی، او په دې ترڅ کې زلزلې قادس چې یوه له ډېرو اغېزمن شویو سیمو څخه ده، وځپله.

افغانستان په ځانګړې توګه د هندوکوش غرونو د لړۍ په اوږدو کې، چې د ایرو ایشین (اروپایي اسیایي) او هندي جوړښتي پلېټونو د اتصال سیمې سره نږدې پرته ده، زلزلې ډېر ځپي.

ان کمزورې زلزلې کولی شي چې په دغه بې وزلي هېواد کې په ناسم ډول جوړو شویو کورونو او نورو ودانیو ته غټ زیان ور ورسوي.‌

په ۱۳۹۴ کې په افغانستان او پاکستان کې له ۳۸۰ څخه ډېر خلک هغه وخت ووژل شول چې د ۷.۵ درجو په قوت یوې قوي زلزلې د دواړو هېوادونو تر منځ سیمو ته ټکان ورکړ او په پاکستان کې یې ډېر خلک مړه کړل.‌

په هغه ناورین کې،‌ ۱۲ کوچنۍ افغانې نجونې هغه وخت په ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې او مړې شوې چې هڅه یې کوله د خپل ټکان خوړلي ښوونځي له ودانۍ څخه وتښتي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وچکالي، فقر، د ژمي یخ موسم... هغه څه دي چې افغانان یې له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي. اوس نو زلزله هم وشوه که یو چا کور درلود هغه د زلزلې په ټکان کې راپرېووت. اوس به نو د شنه اسمان لاندې د فقر تر څنګ د ژمي دا یخې شپې ورځې تېروي. خدای خبر چې مرستې به ورسره شوي کنه. او که شوي وي هم کېدای شي کوم بل چې پرې خېټه اچولي وي. ځکه په افغانستان کې تر اوسه داسې مخلص مشران پیدا نه شوه چې د افغان درد خپل درد وګڼي او په سخته ورځ یې تر څنګ ودرېږي. هیله ده افغانستان په داسې انزوا حالت کې پاتې نه شي.

ځواب ورکړئ

یوازینۍ هیله چې بې وزله خلک په داسې طبیعي پیښو کې لري نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دي. طالبان د ولس په ډوډئ او د ملت په پیسو د عیش او عشرت ژوند تیروي او بس او د دوی حکومت پخپله د خلکو په اوږو بار دی. دوی هیڅ مسؤلیت نه مني او فکر نه کوي چې حکومت د خلکو په وړاندې یو مسؤلیت دی. دوی حکومتولي د عیش او آرام ژوند سره ګډوډ کړې. دوی خپل احمقانه فرمانونه پلي کوي، مګر کله چې د بې وزلو خلکو سره مرسته کوي، دوی بهانې کوي. الله دې په دې مظلوم ولس رحم وکړي

ځواب ورکړئ